Shakespeare
ګوره پرې نه ږدې د ظالم ژمي زيږه لاسونه
په پسرلي كي د ځوانۍ دي كړي خزان ګلونه
مخكي له دې چي يې تباه كړې د ښايست خزانه
د دې اصيلو مرغلرو دي كړه جوړ لاړونه
ناروا نه ده داسي ګټه د عالم په كتاب
چي كړي خوشاله د ژوندون د پوروړو زړونه
چي دي له ځانه كړې پيدا ستا په څېر بله ښكلې
چي يو په لسه يې تر تا وي د ښكلا نازونه
چي دي لس چنده وي تر ځان لا زېږولې ښكلې
ووايه څه به دي په ژوند كي وي د مرګ غمونه
چي د مرګي په غېږ كي پټي كړې له ژونده سترګي
او پر هينداره دي پرې ايښي وي ژوندي عكسونه
ښايستې ولي به بېرېږې د مرګي له څپې
چي له ښكلا دي ځلولې وي دا ورانه خونه
ګوره پر خپل ښايست ميني سر زوري ونه كړې
چي د مرګي حملو ته پرې نه ږدې د ژوند كلونه
نه چي ښكلا دي د مرګي په جنګ كي و پرزېږي
د ګور چينجيو ته دي ټوله ميراث ورسېږي
Shakespeare
Then let not winter�s ragged hand deface
In thee thy summer, ere thou be distill�d:
Make sweet some vial; treasure thou some place
With beauty�s treasure, ere it be self-kill�d.
That use is not forbidden usury,
Which happies those that pay the willing loan;
That�s for thyself to breed another thee,
Or ten times thyself were happier than thou art,
If ten of thine ten times refigured thee:
Then what could death do, if thou shouldst depart,
Leaving thee living in posterity?
Be not self-will�d, for thou art much too fair
To be death�s conquest and make worms thine heir.