مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

باد او د كړكۍ شاته ګل

Robert Frost

مينه والو مينه وباسئ له زړونو
دا د ميني داستان واورئ په غوږونو
دا يو ګل وو په كړكۍ وه ولاړه
دى سوړ ژمى ورسره پوځ د بادونو
سوړ نقاب چي د كړكۍ پرېووت د ورځي
او يخى ورباندي ويلي سو غرمه سوه
په قفس كي قنرۍ پر مستي راغله
د ګل څنګ ته يې آواز نغمه نغمه سو
ده له ليري ګل په نښه كړ ښيښه كي
د اجل غشى يې كښېښود په دسته كي
د ګل څنګ ته په مستۍ په غرور تېر سو
چي راځي ورته په شپه كي په تياره كي

دى د ژمي ظالم باد وو را الوتى
ورسره وو پوځ د واورو د يخونو
ده وژل كړل د مرغانو د تخمونو
دى خبر نه وو د ميني په رازونو
مګر ده اه له چارچوبه سره وايست
ټك يې وركړ څو كړكيو د ګل كور ته
هغوى ټوله شاهدان د ده د زور وه
ويښ چي پاته هغه شپه وه څنګ د اور ته
دى نيژدې وو خپل هدف ته رسېدلى
چي په تېښته ګل ملګرى د خپل ځان كي
له كړكۍ له تودې خوني يې را بېل كړي
ور په برخه يې سوړ ژمى ګورستان كي

خو ګل ځان د كړكۍ څنګ ته نيهام كړى
په اختيار يې سپوڼ له خولې نه وو ايستلى
چي سهار كړې لمر خپرې زريني وړانګي
باد تر ليري وطنونو وو تېر سوى

Robert Frost
Wind and Window Flower
lovers, forget your love,
And list to the love of these
She a window flower
And he a winter breeze.

When the frosty window veil
Was melted down at noon
And the caged yellow bird
Hung over her in tune.

He marked her through the pane,
He could not help but mark
And only passed her by
To come again at dark.

He was a winter wind
Concerned with ice and snow
Dead weeds and unmated birds,
And little of love could know.

But he sighed upon the still,
He gave the sash a shake,
As witness all within
Who lay that night awake.

Perchance he half prevailed
To win her for the flight
From the firelit looking-glass
And warm stove-window light

But the flower leaned aside
And thought of naught to say,
And morning found the breeze
A hundred miles away.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery