تامس پرينګل
چېري ليري په صحرا كي پر آس سپور واى ګرځېدلاى
او تر څنګ مي يو شپونكى واى او هغه هم ځغلېدلاى
چي پر روح مي راخپاره سي د ژوندون تياره غمونه
چي له نن څخه سم ستړى يادوم زاړه وختونه
چي مي سرې سترګي سي ډكي چي د اوښكو فوارې سي
را په ياد مي تېر وختونه او شيريني خاطرې سي
لكه سيورى زما د ورځو تښتېدلى له وختونو
د ارواح په شان راپرېوزي زما د مغز پر كونجونو
په يوه رپ كي د سترګو سول نيهام رنګين خيالونه
د ځوانۍ د غرمې تېر سول طلايي خواږه خوبونه
په قسمت يا په دروغو چي ملګري وه روان سول
يا يې پرېښودم يا ورك مي د زړو وختو ياران سول
زما په ژوند يې جادو كړى د وطن نوم چي په زړه كم
په سينه كي مي اور بل سي لكه زړه ته چي لمبه كم
هغه كور د ماشومتوب مي هغه مېنه د ځوانۍ مي
ها ټاټوبى د يادونو ها جونګړه د مستۍ مي
چي زلمي مي احساسات وه چي لا نوې وه نړۍ مي
لكه څانګي په جنت كي راته وسپړي غوټۍ مي
ټول هېر سوي، پاته سوي، له يادونو دي وتلي
په پردي وطن كي پروت يم د هستۍ مزې مي تللي
هر هدف مي سو نيمګړى د ژوند ټول كارونه وران دي
په زړه شين يم له جهانه څه چي لاندي تر اسمان دي
زه له دغي خواشينيه ليري ځمه تر دښتونو
چي اواز پكښي وانه ورم د آدم د اولادونو
چيرته ليري په صحرا كي پر آس سپور واى ګرځېدلاى
او تر څنګ مي يو شپونكى واى چي شپېلۍ يې ږغولاى
د دې ستړي ژوند په غېږ كي هم وحشت هم غلبلې دي
هم فساد دى هم تېرى دى هم د جنګ پورته لمبې دي
سركښان ورته په قار دي بېرېدونكي ترې ډارېږي
د ظالم د قاه قاه ږغ دى د مظلوم اوښكي تويېږي
بدنيتي ده، شرارت دى، ټول دروغ دي تېر ايستل دي
دې نړۍ ته حيرانېږم كوم پردي دي كوم يې خپل دي
چي پخپله يم نېكمرغه چي په زرو كي زنګېږم
د نېستمنو پوروړو مجبورۍ ته چي ژړېږم
دا خوښي ده آزادي ده زه دي تل په نازېدلاى
چېرته ليري په صحرا كي پر آس سپور واى ګرځېدلاى
په مستۍ په بېخودۍ كي پر يو ښكلي نيلي سپور واى
د ګوربت په وزر تللاى هر بازو مي ډك له زور واى
ډك توپك مي پر اوږه واى چي مرګى پكښي اوسېږي
د دښتونو په لمن كي همدا يو قانون چلېږي
چيرته ليري په صحرا كي پر آس سپور واى ګرځېدلاى
او تر څنګ مي يو شپونكى واى چي شپېلۍ يې ږغولاى
ليري ليري له دې خلكو له ټولۍ د انسانانو
په وطن كي د څارويو په كاله كي د هوسيانو
په لمنو كي د غرونو چي غرڅه پكښي لوبېږي
په دښتو كي په ځنګلو كي چي هوسۍ پكښي ځرېږي
چي نارې وي د پيلانو پاچهي كړي پر ځنګلونو
چي شيشنى وي د آسونو بېره نه وي له سېلونو
چېرته ليري په صحرا كي پر آس سپور واى ګرځېدلاى
او تر څنګ مي يو شپونكى واى چي شپېلۍ يې ږغولاى
ليري ليري په دښتو كي په وطن كي د زوزانو
چي يو پل ور باندي نه وي هلته ايښي سپين پوستانو
وچ بيابان وي انګولاوي تر غوږ كېږي د سېليو
ترې وتلي انسانان وي له وحشته د قحطيو
چي يوازي د كربوړو د مارانو ځالګۍ وي
لړمان پكښي اوسېږي مځكه سره لكه تبۍ وي
چي نه وني نه واښه وي نه ګلونه زرغونېږي
خالي كور وي د اغزيو چي له پښو سره جوړېږي
مړغوني وي پرېمانه د چښلو د خوړلو
بل څه نه وي مساپر ته د روژې د ماتولو
نه ډنډونه د اوبو وي نه روان پكښي سيندونه
نه پر غاړو يې ولاړي جګي وني شنه ځنګلونه
سترګي سوځي له كتلو اور له دښته پورته كېږي
تش سراب وي چي ښكارېږي او سور لمر وي چي ځلېږي
د ژوندون چينه وي وچه انسان نه باندي اوسېږي
شاوخوا توره تياره وي او لا هم پسي خپرېږي
هلته شپه وي خاموشي وي باد الوتى وي بيابان كي
سترګكونه وهي ستوري او ځلېږي په آسمان كي
له وطن د انسانانو داسي ځاى ته يم راغلى
د ايلياس په څېر ګوښه يم د هوريب په غار كي غلى
په هغه ګوښه كي اورم يو آواز غوږ ته راغلى
لكه پلار په نرم ږغ وي مرور زوى نازولى
خواشيني، وېره، وحشت مي رانه ځي په فرسخونو
راته وايي انسان ليري خداى نيژدې تر ښارګونو
Thomas Pringle (1789 � 1834)
Afar in the Desert
Afar in the desert I love to ride,
With the silent Bush-boy alone by my side:
When the sorrows of life the soul o'ercast
And sick of the Present, I cling to the Past
When the eye is suffused with regretful tears
From the fond recollections of former years
And shadows of things that have long since fled
Flit over the brain like the ghosts of the dead:
Bright visions of glory that vanish too soon
Day-dreams -- that departed ere manhood's noon
Attachments -- by fate or by falsehood reft
Companions of early days lost or left:
And my Native Land � whose magical name
Thrills to the heart like electric flame:
The home of my childhood the haunt of my prime
All the passions and scenes of that rapturous time
When the feeling were young and the world was new.
Like the fresh bowers of Eden unfolding to view
All -- all now forsaken � forgotten � forgotten
And I � an lone exile remembered of none
My high aims abandoned my good acts undone
Aweary of all that is under the sun
With that sadness of heart which no stranger may scan
A fly to the Desert after from man!
Afar in the desert I love to ride,
With the silent Bush-boy alone by my side:
When the wild turmoil of this wearisome life
With its scenes of oppression, corruption and strife
The proud man�s frown, and the base man�s fear
The scorner�s laugh and the sufferer�s tear
And malice and meanness and falsehood, and folly,
Dispose me to musing and dark melancholy;
When my bosom is full and my thoughts are high
And my soul is sick with the bondman�s sigh
Oh ! then there is freedom and joy, and pride
Afar the Desert alone to ride!
There is rapture to vault on the champing steed
And to bound away with the eagle�s speed
With the death-fraught firelock in my hand
The only law of the Desert Land!
Afar in the desert I love to ride,
With the silent Bush-boy alone by my side:
Away � away from the dwellings of men
By the wild deer�s haunt, by the buffalo�s glen
By valleys remote where the oribi plays
Where the gnu the gazelle and the hartebeest graze
And the kudu and eland unhunted recline
By the skirts of grey forests o�erhung with wild-vine;
Where the elephant browses at peace in his wood
And the river-horse gambols unscared in the flood,
And the mighty rhinoceros wallows at will
In the fen where the wilds-ass is drinking his fill.
Afar in the desert I love to ride,
With the silent Bush-boy alone by my side:
O�er the brown Karroo, where the bleating cry
Of the springbok�s fawn sounds plaintively;
And the timorous quagga�s shrill whistling neigh
Is heard by the fountain at twilight grey,
Where the zebra wantonly tosses his mane.
With wild hoof scouring the desolate plain
And the fleet-footed ostrich over the waste
Hying away to the home of her rest
Where she and her mate have scooped their nest
For hid from the pitiless plunderer�s view
In the pathless depths of the parched Karroo.
Afar in the desert I love to ride,
With the silent Bush-boy alone by my side:
Away � away in the Wilderness vast:
Where the White Man�s foot hath never passed
And the quivered Coranna or Bechuan
Hath rarely crossed with his roving clan
A region of emptiness, howling and drear
Which the snake and the lizard inhabit alone
With the twilight bat from the yawning stone
Where grass nor herb nor shrub takes root
Save poisonous thorns that pierce the foot,
And the bitter-melon, for food and drink
Is the pilgrim�s fare by the salt lake�s brink
A region of drought, where no river glides
Nor rippling brook with osiered sides:
Where sedgy pool, nor bubbling fount,
Nor tree, nor cloud, nor misty mount.
Appears to refresh the aching eye:
But the barren earth, and the burning sky
And the black horizon, round and round
Spread � void of living sight or sound.
And here, while the night-winds wound me sigh
And the stars burn bright in the midnight sky
As I sit apart by the desert stone
Like Elijah at Horeb�s cave alone
A still small voice comes through the wild
(like a father consoling his fretful Child)
which banishes bitterness, wrath, and fear,
saying � MAN IS DISTANT, BUT GOD IS NEAR!