موږ به نور په شپو كي نه ګرځو
نور به نه ګرځو په شپه كي رانه پاته دي خيالونه
د تياري شپې په ګرېوان كي به نور نه ايږدو ګامونه
مالا مال به وي له ميني له زلمي لېوني زړونه
له ښايستې سپوږمۍ به اوري لا د وړانګو خرمنونه
خو د روح كورګى وران سوى په سينه كي يې ځاى نسته
او د توري تېكى زوړ دى پكښي نه راځي تېغونه
ستړى زړه غواړي هوسا سي له اوږدو سختو مزلونو
مينه هم لا ستړې سوې د آرام غواړي خوبونه
كه څه شپې خو لا باقي دي او لا ميني ته جوړېږي
او رڼا د سپينو ورځو لا سپړي د شپو رازونه
خو له موږ څخه دي پاته ګرځېدل د شپې په زړه كي
نه به بيا هغه سپوږمۍ وي نه ستانه به سي وختونه
George Gordon Byron
So, we'll go no more a roving
So, we'll go no more a roving
so late into the night
Though the heart be still a loving
And the moon be still as bright
For the sword outwears its sheath,
And the soul wears out the breast,
And the hearth must pause to breath,
And love itself have rest.
Though the night was made for loving
And the day returns too soon
Yet 'll go no more roving
By the light of the moon.