Thomas Carew
چي پر سرو سرو اننګيو خلكو زړونه وي بايللي
يا پر سرو مرجاني شونډو وي مين په زړو نتلي
يا د تورو غټو سترګو لېوني ورپسي ورك وي
او د ميني په لمبو يې خپل اورونه لګولي
او چي واوړي پرې ګلونه ښكلا مړاوي سي زړېږي
نو د ميني سرې سكروټي په ورو ورو پسي سړېږي
خو چي ټينګي ارادې وي د مغزونو او د زړونو
وعدې تش نغري نه وي د لمبو د شهوتونو
زړونه يو له بله وركړي د وفا د ميني ويني
تر قيامته به بلېږي اور د ميني د اورونو
څو چي داسي وعدې نه وي زه له ټولو يم بېزاره
له سرو شونډو اننګيو هم د سترګو له خماره
Thomas Carew (1595? _ 1639?)
The Unfading Beauty
He that loves a rosy cheek
Or a coral lip admires,
Of from star-like eyes doth seek
Fuel to maintain his fires
As old Time makes these decay,
So his flames must waste away.
But a smooth and steadfast mind
Gentle though and calm desire
Hearts with equal love combined,
Kindle never-dying fires.
Where these are not, I despise
Lovely cheeks of lips or eyes.