Thomas Carlyle 1795 � 1881
هيله څه شي ده يارانو د بوډۍ ټال دى مسېږي
ماشومان ورپسي ځغلي پر مخ لوېږي پورته كېږي
چي هر څه ورپسي ځغلي ليري كېږي لا هغومره
ماشوم لاس او مخ لړلي تر هدفه نه رسېږي
ژوند به څه شي وي دوستانو د اوبو پر مخ يخى دى
پر ساحل باندي لوېدلى او توند لمر باندي ځلېږي
موږ خوشاله سمندر كي په موجونو كي روان يو
يخى ويلي سي غرقېږي نښانه مو نه ښكارېږي
انسان ماته داسي ښكاري چي ساده غوندي ماشوم دى
هر تلاښ يې دى بېځايه كه جنګېږي كه كړېږي
وايي ټول جهان دي زما وي مګر دى لايق د هيڅ دى
يو وړوكى تياره قبر هر انسان ته ور رسېږي
Thomas Carlyle (1795 � 1881)
Cui Bono
What is hope? A smiling rainbow
Children follow through the wet
Tis not here, still yonder, yonder:
Never urchin found it yet.
What is life? A thawing iceboard
On a sea with sunny shore
Gay we sail; it melts beneath us
We are sunk, and seen no more.
What is man? A foolish baby
Vainly strives, and fights, and frets;
Demanding all, deserving nothing
One small grave is what he gets.