ويليم شكسپېر :
چي زما ګرانه وايي جوړه له ريشتيا يم
سر پر سر لا راته وخوري سوګندونه
زه پوهېږم چي خبري يې دروغ دي
مګر وايم چي منمه دي قولونه
دا مي ګوري د ساده زلمي په سترګه
بېخبره د دنيا له فسادونو
وايم پرېږده چي مي ګرانه زلمى بولي
خو پوهېږم چي دا پوه ده په رازونو
دا پوهېږي چي پر ما عمر تېر سوى
دا پوهېږي چي زه پوخ يم په كلونو
وايم پرېږده خپل دروغ دي راته وايي
ګوزاره ده چي كوو يې له وختونو
دواړه يو بل پټوو حقيقتونه
د ريشتيا پر سر ايږدو دواړه ګامونه
ولي نه وايي چي دا ده بې انصافه؟
ولي نه وايم چي زه په عمر زوړ يم؟
ظاهري باور د ميني شېريني ده
له ريشتيا ريشتيا ويلو په زړه سوړ يم
مينه نه شمېري هيڅ وخت د چا كلونه
ښه چي يو له بله پټ مو دي عمرونه
ځكه زه دې ته دروغ وايم دا ماته
سره پوه يو احوال نه وايو بل چا ته
په دروغو يو له بله سره ستايو
سره ګران يو يو د بل په مينه پايو
William Shakespeare
Sonnet 138
When my love swears that she is made of truth,
I do beleeve her, though I know she lyes,
That she might thinks me some untuterd youth,
Unlearned in the worlds false subtilties.
Thus vainly thinking that she thinks me young,
Although she knows my dayes are past the best,
Simply I credit her false speaking tongue,
On both sides thus is simple truth supprest:
But wherefore sayes she not she is unjust?
And wherefore say not I that I am old?
O loves best habit is in seeming trust,
And age in love, loves not t� have yeares told.
Therefore I lye with her, and she with me,
And in our faults by lyes we flattered be.