Paul Laurence Dunbar 1872 �1906
زړې وني د څېړۍ حال راته وايه
پر لوى ښاخ دي پاڼي ولي نه شنې كېږي
او چي كله دي تر سيوري لاندي تېر سم
په سينه كي مي دا زړه ولي دربېږي؟
پاڼې شنې وې همېشه زما د ښاخونو
تل به مسته وه شيره زما د رګونو
د سپوږمۍ شپه مي را ياده سي زورېږم
كړېدى معصوم انسان چي له دردونو
بې ګناه يې په ناحقه تور نيولى
د زندان تورو تيارو ته يې بېولى
نه يې چا د حقيقت پوښتنه وكړه
نه فرياد يې د چا غوږ ته رسېدلى
كه هر څو يې وه خوړلي سوګندونه
په فرياد كه يې كاڼه كړل اسمانونه
لا يې وخوړې پر مخ باندي څپېړي
اورېدل يې لا پر خوله باندي سوكونه
او په شپه كي ور روان وه څو اسونه
د سپوږمۍ وړانګو سپين كړي وه دښتونه
د مقصد پر لور روان يو څو سپاره وه
په هيبت يې پى كول تياره مزلونه
لوى ځنځير يې د زندان وو شرنګولى
بندېوان يې و له خوبه پاڅولى
موږ دوستان يو د بندي دلته راغلي
چي په كونج كي د خطر دى تا ساتلى
غواړو خپل بندي ګوښه كړو له دې ځايه
چي لا نه وي د ناولو لاس راغلى
دې بندي لره بېحده دښمنان دي
ډېر د ده د وينو تږي غليمان دي
هغوى نه ګوري د ده بېګناهۍ ته
د وژلو په تكل يې ظالمان دي
پيره دار يې په لباس و غولېدلى
د دروغو په وعدو يې تېر ايستلى
ور پرانيستې دروازه يې د زندان وه
په هغه شپه يې بندي و ور سپارلى
را بهر چي بېګناه يې له زندان كړ
په هغه شپه يې د مرګ پر لور روان كړ
لاس تړلى يې تر ما و راوستلى
زما تر ښاخ لاندي مظلوم يې درولى
قاضي تور كالي اغوستي هغه شپه وه
د ډاكټر په ځان ښايسته سپينه جامه وه
هم ملا او هم يې مشر زوى راغلي
په فېشن كي دواړه يو تر بل ښاغلي
بې ګناه ته يې پستې كړلې خبري
لكه د مكر د شيطان ترخې شكري
چي جاهله په سرو سترګو ولي ژاړې
دې وروستي ساعت كي څه له خدايه غواړې
څو شېبې دي وروسته هر څه آسانېږي
مرګ او ژوند دي په يوه لحظه هېرېږي
پر خپل ښاخ باندي رسۍ راته يادېږي
په تنه مي بېګناه مړى ځړېږي
زه يې وينمه د دار پر سر ټوپونه
زه يې اورم بې فرياده آوازونه
زه يې وينم چي يې غورځي اندامونه
زه پوهېږم تېرول به يې دردونه
څنګه زما پر ښاخ به پاڼي زرغونېږي؟
د مظلوم هغه تنه چي يې يادېږي
زه ښرا يم د هغه مظلوم وهلې
چي تنه يې زما پر ښاخ وه ځړېدلې
چي قاضي وينم پر آس چي سپور تېرېږي
او په ښكار چي د هوسيو روانېږي
د مظلوم روح يې زه وينم په اوږو كي
او تر مرګه به يې روح ورنه بېرېږي
زما پر تن باندي هم سپور دى هغه مړى
بېګناه چي دلته قتل سو زوى مړى
يوه شپه مي له وجوده نه بېلېږي
هره شپه مي په وچ سوي ښاخ ځړېږي
زما پر تن باندي ښراوي يې اورېږي
ځكه زما له تنې هم خلك ډارېږي
د مظلوم اه را سوځلى زما بدن دى
پاڼي نه سم شنې كولاى وچ مي تن دى
Paul Laurence Dunbar (1872 � 1906)
The haunted Oak
Pray why are so bare, so bare,
Oh, bough of the old oak-tree,
And why, when I go through the shade you throw,
Runs a shudder over me?
My leaves were green as the best, I trow
And sap ran free in my veins,
But I say in the moonlight dim and weird
A guiltless victim's pains.
They'd charged him with the old, old crime,
And set him fast in jail:
Oh, why does the dog howl all night long,
And why does the night wind wail?
He prayed his prayer and he swore his oath,
And he raised his hand to the sky;
But the beat of hoofs smote on his ear,
And the steady tread drew night.
Who is it rides by night, by night,
Over the moonlit road?
And what is the spur that keeps the pace,
What is the galling goad?
And now they beat at the prison door,
�Ho, keeper, do not stay!
We are friends of him whom you hold within,
And we fain would take him away
�From those who ride fast on our heels
With mind to do him wrong,
They have no care for his innocence
And the rope they bear is long�
They have fooled the jailer with lying words,
They have fooled the man with lies,
The bolts unbar, the locker are drawn,
And the great door open flies.
Now they have taken him from the jail,
And hard and fast they ride,
And the leader laughs low down no his throat,
As they halt my trunk beside.
Oh, the judge he wore a mask of black,
And the doctor one of white,
And the minister, with his oldest son,
Was curiously bedight.
Oh, foolish man, why weep you now?
�Tis but a little space,
And the time will come when these shall dread
The mem'ry of your face.
I feel the rope against my bark,
And the weight of him in my grain,
I feel in the throe of his final woe
The touch of my own last pain.
And never more shall leaves come forth
On the bough that bears the ban;
I am burned with dread, I an dried and dead,
From the curse of a guiltless man.
And ever the judge rides by, rides by,
And goes to hunt the deer,
And ever another rides his soul
In the guise of a mortal fear.
And ever the man he rides me hard,
And never a night stays he;
For I feel his curse as a haunted bough,
On the trunk of a haunted tree.