Paul Laurence Dunbar 1872 - 1906
ليري ليري د اسمان افق ښكارېږي
توري وريځي يې لمنه كي غونډېږي
پكښي وينم حامله د توپانونو
چي په غېږه كي د شپې راپورته كېږي
د توپونو غړومبهار له ليري اورم
وړانګه وينم په تياره كي چي وركېږي
راته وايي د بېړۍ چي په تلاښ يم
له ساحله څخه ليري ده تېرېږي
روح زخمي دى سترګي ډكي دي له اوښكو
تر باڼو كاسې راډكي دي ځلېږي
ما په تمه د بېړۍ غېږه پرانيستې
په كوګل كي بې اختياره چيغي زېږي
خدايه چيغي مي څوك نه سي اورېدلاى
لكه ږغ چي مي د شونډو مخ ته لوېږي
د كالبد په شان آواز پر څپو سپور سي
او تش سيورى يې بېړۍ ته ور رسېگږي
واورئ مځكي او آسمانه سمندره !
او زما زړه چي له تيارې دي ځان رپېږي
لا را پاته څه اميد او څه آرزو ده
داسي لار داسي امكان در معلومېږي؟
چي يو وخت به هغه تېزه كښتۍ وينم
چي له ما په توپانونو كي پټېږي
داسي ورځ به خداى را وستې وي كنه وي؟
چي مي سترګي د بېړۍ په ديد مړېږي
Paul Laurence Dunbar (1872-1906)
Ships that Pass in the Night
Out in the sky the great dark clouds art massing;
I look far out into the pregnant night,
Where I can hear the solemn booming gun
And catch the gleaming of random light,
That tells me that the ship I seek is passing, passing.
My tearful eyes my soul's deep hurt are glassing;
For I would hail and check that ship of ships,
I stretch my hands imploring, cry aloud,
My voice falls dead a foot from mine own lips,
And but its ghost doth reach that vessel, passing, passing.
O Earth, O Sky, O Ocean, both surpassing,
O heart of mine, O soul that dreads the dark!
Is there no hope for me? Is there no way
That I may sight and check that speeding bark
Which out of sight and sound is passing, passing?