Henry Wadsworth Longfellow
ورځ سوه تېره د تيارې اثر ښكاره سو
تاريكي اوري د شپې له وزرونو
د بڼكي په څېر لاندي سوه روانه
لكه پرېوزي د ګوربت له پروازونو
زه يې ګورم چي د كلي څراغونه
په غبار او په دمه كي راښكارېږي
توان راپاته نه دى روح ته مي د وړلو
د غم پېټى مي پر زړه باندي درنېږي
خواشيني مي سي پر زړه باندي غالبه
نه په څېر ده د دردونو نه زخمونو
خواشيني مي تنها غم ته پاته كېږي
لكه لړي وي په څېر د بارانونو
راته ووايه يو نظم له كتابه
څو ساده د زړه له كومي آوازونه
چي فكرونه كړي د ورځي رانه ليري
په سينه كي مي آرام وكړي دردونه
ما ته مه وايه شعرونه د شاهانو
راته مه كوه كيسې د جنرالانو
چي آواز يې د محكمو قدمدنو
لا هنوز ګرځي كوڅو كي د وختونو
راته نظم د سپېڅلي شاعر وايه
چي سندري يې له زړه وي راوتلي
لكه اوړي كي باران له تورو وريځو
او يا اوښكي له بڼو وي څڅېدلي
چي په ورځ كي يې آرام نه وي ليدلى
د اغزيو پر بستر كوي خوبونه
لا يې هم له هره نظمه آهنګ پاڅي
لا يې ګډ وي په بيتونو كي سازونه
دا سندري لري زور د بيدولو
له توپانه تر ساحل پوري د وړلو
داسي روح كراروي لكه څوك واوري
تر لمانځه وروسته دعا د قبلېدلو
نو راواخله د نظمونو خزانه دي
راته ولوله شعرونه د لوستلو
او له شعر سره آهنګ دي كړه ملګرى
ښايست وركه د سندري د ويلو
چي دا شپه مي سي د ساز له جوشه ډكه
رانه هېر مي كړي د ورځي ټول غمونه
هسي ټولي كي كيږدۍ راڅخه ولاړ سي
لكه وتړي عرب كډي بارونه
Henry Wadsworth Longfellow
The Day is Done
THE day is done, and the darkness,
Falls from the wings of Night,
As a feather is wafted downward
From an eagle in his flight.
I see the lights of the village
Gleam through the rain and the mist,
And a feeling of sadness comes o'er me
That my soul cannot resist.
A feeling of sadness and longing,
That is not akin pain;
And resemble sorrow only
As the mist resembles the rain
Come, read to me some poem,
Some simple and heartfelt lay,
That shall soothe this restless feeling,
And banish the thoughts of day.
Not from the grand old masters,
Not from the brads sublimes
Whose distant footsteps echo
Through the corridors of Time,
For, like strains of martial music,
Their mighty thoughts suggest
Life's endless toil and endeavor;
And tonight I long for rest.
Read from some humbler poet,
Whose songs gushed from his heart,
As showers from the clouds of summer,
Or tears from the eyelids start.
Who, through long days of labor,
And nights devoid of ease,
Still heard in his soul the music
Of wonderful melodies.
Such songs have a power to quiet
The restless pulse of care
And comes like the benediction
That follow after prayer
Then read from the treasured volume
The poem of the choice
And lend to the rhyme of the poet
The beauty of thy voice.
And the night shall be filled with music
And the cares, that infest the day,
Shall fold their tents, like the Arabs,
And as silently steal away.