Henry Wadsworth Lonfellow
راته مه وايه د ساندو په سندرو
چي ژوندون يو هسي خوب دى پوچ خيالونه
هغه روح ته ټول جهان بې روحه ښكاري
زنګوي چي يې د مرګ درانه خوبونه
ژوند ريښتونى، ژوند تلاښ دى خوځېدل دي
نه مرګى دى نه د قبر يادول دي
پيدا سوي يو له خاورو خاوري كېږو
خو د روح برخه د ژوند په قدم تلل دي
ژوند يوازي نه د غم نه د ښادۍ دى
نه يې برخي رسېدلي په ازل دي
چي عمل كړو چي قدم اخلو په وړاندي
د سبا هدف تر نن بهترېدل دي
آرزوګاني لرو ډيري عمر لنډ دى
په سينو كي به لرو غښتلي زړونه
خو د ډول په څېر به هر ګړى غربېږي
هديرو ته روان كړي يې مارشونه
د نړۍ په دې اوږده پراخه جګړه كي
د ژوندون د توپانونو په ميدان كي
د مېړه او پهلوان په څېر جنګېږه
نه چي څوك دي د څاروي په څېر روان كي
اعتماد په آينده ژوندون ونه كړې
پرېږده ښخ سي لكه مړي تېر وختونه
زړه غښتلى خداى حاضر توكل بويه
د حاضر عمل په كار دي حسابونه
كارنامې راته د سترو خلكو وايي
چي موږ هم سو حادثې مهارولاى
زموږ پر پلونو به هم نور خلك روان وي
زموږ نومونه هم كيسو ته سي لوېدلاى
موږ هم ښايي لار كي پرېږدو داسي پلونه
چي روښان كي رباتونه منزلونه
او ترې واخلي اسكېرلي وزر ماتي
د تيارو لارو دپاره مشالونه
ځئ په دغه نيت روان سو سرمنزل ته
په پوړه زړونو روان د ژوند پر لار سو
له يوه رباته بل ته سو ور وړاندي
په بري پسي بري ته انتظار سو
A Psalm of Life
Tell me not in mournful numbers,
Life is but an empty dream!
For the soul is dead that slumbers,
And things are not what they seem.
Life is real! Lift is earnest!
And the grave is not its goal;
Dust thou are, to dust thou returnest,
Was not spoken of the soul.
Not enjoyment, and not sorrow,
Is our destined end or way;
But act, that each tomorrow
Find us farther than today.
Art is long, and time is fleeting,
And our hearts, though stout and brave,
Still, like muffled drums, are beating
Funeral marches to the grave.
In the world's board field of battle,
In the bivouac of life,
Be not like dumb, driven cattle!
Be a hero in the strife!
Trust no future, howe're pleasant!
Let the dead Past bury its dead!
Act,-act in the living Present!
Heart within, and God o'erhead!
Lives of great men all remind us
We can make our lives sublime,
and, departing, leave behind us
footprints on the sand of time;
footprints, that perhaps onother,
sailing o'er life's solemn main
A forlorn and shipwreked brother
Seeing, shall take heart again.
Lets us then be up and doing
With a heart for any fate;
Still achieving, still pursuing,
Learn to labor and to wait.