Emily Bronte
روح زړه ور لرم خالقه د جهانه
نه بېرېږم په نړۍ كي له طوفانه
زه د عرش او د ايمان عظمت وينم
ما ساتي له هري وېري نه سبحانه
تل باقي مي په سينه كي يې قادره
ابدي ژوند مي له تا بولم سلطانه
دا زرګوني عقيدې ولي راغلي
ستا له لاري كږوي زړونه يزدانه
بې ارزښته لكه وچ هرزه ګياه دي
پوچ بې مغزه بې هدفه بې نښانه
غواړي وپاڅوي شك په هغو زړو كي
چي منلى يې ازل وي بې ګومانه
چي يې ستا د ابدي ژوندون پر ګاره
په يقين كښتۍ تړلې ده جانانه
زړه او روح چي ستا په مينه ژوندي پايي
وي بې نيازه له وختونو له زمانه
كه تغير دى كه هستۍ دي كه نېستۍ دي
د مخلوق سرنوشت بولي له اسمانه
كه دا مځكه كه دا لمر كه كاينات دي
ټول به ولاړ سي بل به نه وي بې له تانه
هر وجود به وي موجود ستا په وجود كي
نه مرګى سته نه به شى سي بې نښانه
هيڅ ذره د كايناتو نه وركېږي
په ذرو كي ستا نفس دى لوى مېزبانه
او چي ستا په نفس پايي زموږ خالقه
تر ابده نېستي ووته له ميانه
Emily Bronte
No Coward Soul Is Mine
No coward soul is mine,
No trembler in the world's storm-troubled sphere:
I see heaven�s glories shine,
And faith shines equal, arming me from fear.
O God within my breast,
Almighty ever present Deity!
Life that in has rest,
As I � undying life -- have power in thee!
Vain are the thousand creeds
That move men�s hearts: unutterably vain;
Worthless as withered weeds,
Or idlest froth amid the boundless main.
To waken doubt in one
Holding so fast by thine infinity:
So surely anchored on
The steadfast rock of immortality.
With wide-embracing love
Thy spirit animates eternal years,
Pervades and broods above,
changes, sustains, dissolves, creates and rears.
Though earth and man were gone,
And suns and universes ceased to be,
And thou wert left alone
Every existence would exist in thee.
There is not room for death
Nor atom that his might could render void:
Thou -- thou art being and breath,
And what thou art may never be destroyed.