مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ميني ياد


Emily Bronte

په سړه مځكه كي پروت يې تر بړستن د واورو لاندي
ليري ليري په سړه شان وېرونكې هديره كي
رانه هېر مي سولې ګرانه چي مينه وم درباندي
ما شلولي پيوندونه د زمان سړه څپه كي
اوس چي پاته يم يوازي زه پرې ايښې يم يادونو
نه مي خيال پر ساحل ګرځي نه پر ليري جګو غرونو
د اغزو پر زيږو پاڼو خپروي خپل وزرونه
هغو پاڼو چي يې پټ كړل د همېش دپاره زړونه
په سړه مځكه كي پروت يې دا پنځه لس ژمي تېر سول
واوري ويلي سوې پر څوكو پسرلي درنه چاپېر سول
هغه زړونه وفادار دي چي لا هم ساتي يادونه
د كلونو كړاو تېر سي ور په زړه يې وي خيالونه
كه مي هېر كړې ما معاف كړه زما شېرين د ځوانۍ ياره
د زمان موجونه اوړي بدلوي د ژوندون لاره
زه په غېږ كي يم اخيستې نورو هيلو اميدونو
تا ته زخم نه رسېږي زما د وركو سفرونو
نه مي وړانګي ځلېدلي بيا د ميني په اسمان كي
نه سهار مي بيا ليدلى چي د ژوند كور مي روښان كي
زما د ټول ژوند بركت دى ستا له ژوند څخه راغلى
اوس د ټول ژوند بركت مي ستا لحد ته دى سپارلى
مګر كله چي هلاك سول طلايي رنګين خوبونه
نهيليو تباه نه كړل زما د ژوند لوى اميدونه
نو مي زده كړله چي څنګه زما وجود پاته كېداى سي
بې وصاله بې خوښيه هم غښتلى مړېداى سي
نو مي اوښكو ته ور پام سو له بېځايه كړېدلو
ځوان زړګى مي كړ را صبر ستا په ياد له نولېدلو
پكښي مړه مي كړل اورونه ستا و څنګ ته د ورتللو
ستا په قبر په لحد كي د يو ځاى د پرېوتلو
لا مي نور كړ زړه راپورته نور مي هم كړ زړه غښتلى
ستا د ميني له يادونو چي نور نه وي دردېدلى
چي چښلي مي شراب دي د خالق په پيمانه كي
بيا به څنګه رى وهمه په دې تشه زمانه كي

Emily Bronte
Remembrance
Cold in the earth � and the deep snow piled above thee
Far, far removed, cold in the dreary grave!
Have I forgot, my only love, to love thee,
Severed at last by Time's all-severing wave?

Now, when alone, do my thoughts no longer hover
Over the mountains, on that northern shore,
Resting their wings where health and fern leaves cover
Thy noble heart forever, ever more?

Cold in the earth -- and fifteen wild Decembers,
From those brown hills, have melted into spring,
Faithful, indeed, is the spirit that remembers
After such years of change and suffering!

Sweet love of youth, forgive, if I forgot thee,
While the world's tide is bearing me along;
Other desires and other hopes beset me,
Hopes which obscure, but cannot do thee wrong!

No later light has lightened up my heaven,
No second morn has ever shone for me,
All my life's bliss from thy dear life was given,
All my life's bliss is in the grave with thee.

But, when the days of golden dreams had perished,
And even Despair was powerless to destroy,
Then did I learn how existence could be cherished,
strengthened, and fed without the aid of joy.

Then did I check the tears of useless passion
Weaned my young soul from yearning after thine;
Sternly denied its burning wish to hasten
Down to that tomb already more than mine.

And, even yet, I dare not let it languish
Dare not indulge in memory�s rapturous pain;
Once drinking deep of that divinest anguish,
How could I seek the empty world again?

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery