Emile Bronte
پرېږده پوه په حقيقت بندېوانان سي
چي زه نه يم ستړى سوى له بندونو
زما د هيلو نيلي نه دي سوځولي
د كلونو زولنو او ځنځيرونو
هره شپه راته د هيلو قاصد راسي
راته راوړي نوي نوي پيغامونه
د لنډي ژوند په بدل كي راته ښيي
تر قيامته آزادي خلاص وزرونه
ورسره وي د سهار د نسيم زېرى
ورسره وي د ماښام نازك بادونه
راته ښيي د روښان آسمان په غېږ كي
راڼه ستوري كاروانونه درمندونه
په قدم قدم تازه نسيم روان وي
په اسمان كي وي د ستورو څراغونه
زما خيالونه پورته كيږي بلوي مي
په زړګي كي د آرزو سوي اورونه
آرزوګاني چي مي نه وي پېژندلي
د پاخه عمر وختونه او كلونه
چي خوښي مي لېونۍ سوه له هيبته
په شمېرلو مي د اوښكو د لاړونو
هغه وخت چي مي د روح آسمان را ډك سو
له تودو زرينو وړانګو له موجونو
زه پوه نه سوم چي له كومي لوري راغلل
دا له لمره دي كه پاس له توپانونو
خو لومړى يو ځل كراره كراري سي
بې آوازه خاموشي راكښته كيږي
نهيلي لكه تيارې سي داسي پورته
او شېبې د بې صبريو مي ختميږي
يو خاموش ساز مي سينې ته قرار وركړي
پر زړګي مي د سكون پرده غوړيږي
يو سكون چي ما په خوب نه سو ليدلاى
تر څو مځكه مي له سترګو نهامېږي
په تياره كي نا پيدا راڅرګنديږي
ناليدلى حقيقت يې ښكاره كيږي
په بهر كي سم له ځان څخه بېځايه
په سينه كي مي د زړه سترګي رپيږي
زما د روح وزر سي خلاص په الواته سي
خپلي كرښي خپل بندر ته روانېږي
له آسمانه سمندر ته راغوپه سي
د وروستي منزل پرواز لره سمېږي
خو په لار كي خطرناك يې دي خنډونه
يو تر بل ورباندي سخت راځي غمونه
چي غوږونه وكي پيل په اورېدلو
او چي سترګو ته څرګند سي واټنونه
چي رګونه مي ورو ورو په خوځېدو سي
چي ماغزو ته مي بيا لاري د فكرو سي
چي مي روح لره احساس وسي د غوښو
چي مي غوښو ته احساس د زولنو سي
نه په زړه كي به مي وېره له لشو وي
نه آرزو به د شكنجو د ختمېدو وي
چي هر څومره پيمانې د درد زياتېږي
نېكمرغي به هومره ژر په رسېدو وي
كه په اور د دوږخونو كي وريتېږم
كه باغونو د جنت كي هوسېږم
خو چي زېرى د مرګي مي ورسره وي
هغه خوب له خدايه بولم په خوښېږم
Emily Bronte
The prisoner
STILL let my tyrants know, I am not doom to wear
Year after year in gloom and desolate despair;
A messenger of Hope comes every night to me
And offers for short life, eternal liberty.
He comes with western winds, with evening wandering airs,
With that clear dusk of haven that brings the thickest stars,
Winds take a pensive tone, and stars a tender fire,
And vision rise, and change that kill me with desire.
Desire for nothing known in my maturer years
When joy grew mad with awe, at counting future tears:
when, if my spirit's sky was full of flashes warm,
I knew not whence they came, from sun or thunder-storm.
But first, a hush of peace�a soundless calm descends;
The struggle of distress and fierce impatience ends,
Mute music soothes my breast�unutter'd harmony
That I could never dream, till Earth was lost to me.
Then dawns the invisible; the Unseen its truth reveals;
My outward sense is gone, my inward essence feels;
Its wings are almost free�its home its harbour found,
Measuring the gulf, it stoops, and dares the final found.
O dreadful is the check�intense the agony
When the ear begins to hear, and the eye begins to see
When the puise begins to throb�the brain to think again
The soul to feel the flesh, and the flesh to feel the chain
Yet I would lose no sting, would wish no torture less;
The more that anguish racks, the earlier it will bless;
And robed in fires of hell, or bright with heavenly shine
If it but herald Death, the vision is divine.