William Blake
له خپل دوست سره خپه ومه په زړه كي
قهر ختم سو غضب چي مي بيان كړ
خپل دښمن ته چي مي زړه له غصې ډك و
په سل چنده سو لا ډېر چي مي پنهان كړ
د غضب ونه مي وروزل په وېره
ورځ او شپه به مي په اوښكو اوبوله
د دروغو په خندا مي لويوله
په چمونو فرېبونو مي روزله
شپه او ورځ د غضب ونه لويېدله
يوه سره مڼه يې وكړه معلومداره
ښه پخه سوه ښه تر مراده رسېدلې
د ډېوې په څېر روښانه وه تياره
زما دښمن ورباندي راغى غلى غلى
پوهېدى چي زما مڼې ته دى راغلى
زما له باغه يې په نيمه شپه كي غلا كړه
و خپل ځان ته يې پردۍ مېوه روا كړه
چي سهار سو زه خوشال سوم ليري غم سو
د دښمن پر كور مي جوړ وير او ماتم سو
لكه نل هسي و پروت ژړ او زبېښلى
د مڼې تر وني لاندي غځېدلى
William Blake
A Poison Tree
I was angry with my friend:
I told my wrath, my wrath did end.
I was angry with my foe:
I told it not, my wrath did grow.
And I watered it in fears,
Night and morning with my tears;
And I sunned it with smiles,
And with soft deceitful wiles.
And it grew both day and night,
Till it bore an apple bright.
And my foe beheld it shine.
And he knew that it was mine,
And into my garden stole
When the night had veiled the pole;
In the morning glad I see
My foe outstretched beneath the tree.