Edna St Vincent Millay
لږ په زړه ومه غمګينه چي وړه ګناه مي كړې
تياره خونه مي پيدا كړه سر تر پايه نم وهلې
ځان مي بند كړ په كوټه كي له غمونو په ژړا سوم
ما وې خدايه ژر مي مړه كه توبه ګاره له ګناه سوم
پرېوتم پر وچه مځكه تودې اوښكي مي راتوى كړې
خدايه ليري مي له برخي د ګناه او خطا بوى كړې
خو پرهېز مي سو نيمګړى او توبه مي كړه ژر ماته
له تيارې كوټې مي ځان كړ د څراغ تتي رڼا ته
غم له اوښكو سره ولاړى زما وړه ګناه ويده سوه
شيطاني مغز كي بيرته د ګناه لمبه تازه سوه
راولاړه سوم رڼا ته ځان مي جوړ شونډي مي سرې كړې
توري زلفي مي كړې جوړي پر تندي مي راخورې كړې
چي يې زړه په منګول كش كړم چي ځوانان لاندي تېرېږي
خو په دې تياره كوڅه كي لاروي نه معلومېږي
ما وې څه په زړه ناپاكه ژوندون څه بده نجلۍ كړم
خو كه نه يمه پښېمانه شرنګ به پورته د خوښۍ كړم
Edna St Vincent Millay (1892 � 1950)
The Penitent
I had a little sorrow
Born of a little sin
I found a room all damp with gloom
And shut us all within
And �little Sorrow, weep,� said I,
�And, Little Sin, pray God to die,
and I upon the floor will lie
and think how bad I�ve been!�
also for pious planning
it mattered not a whit!
As far as gloom went in that room
The lamp might have been it!
My Little Sorrow would not weep
My Little Sin would go to sleep
To save my soul I could not keep
My graceless mind on it!
So up I got in anger
And took a book I had
And put a ribbon on my hair
To please a passing lad.
And �One thing there�s no getting by
I�ve been a wicked girl,� said I,
�But if I can�t be sorry, why,
I might as well be glad!�