Alfred Lord Tennyson
د شپې سفر
چي لمر پټ د غرو تر شا سي
د ماښام ستوري ښكاره سي
زما نوبت سي زما نوم ياد سي
زما په نوم پورته ناره سي
نه به څوك راپسي ژاړي
نه به څوك تويوي اوښكي
چي زه وزم سمندر ته
په توپان كي چي مي شپه سي
موج راځي له سمندره
خوله يې ډكه له ځګونو
پر توپان يې اثر نه سي
د جهان د آوازونو
د ماښام سترګه ښكاره سوه
اوس پلو د شپې خپرېږي
چي روان سم له دې كوره
د چا زړه به نه شين كېږي
ما به يوسي توپانونه
د خوني سمندر خولې ته
ما به كش كي لوى موجونه
د توپان تياره سينې ته
خو چي زړه د سمندر ته
لاس تړلى ور وتلاى
كښتۍ وان مو كشكي خدايه
يو ځل مخامخ ليدلاى