Thomas Campion
د هغو ښكلو په تلاښ كي نه يم
چي لوبېدلي د زلمو سره وي
زه كليوالي ساده نجوني غواړم
چي نا اشنا له ويښو شپو سره وي
هغه له خپلي ښكلا ښكلي نجوني
هغه ساده هغه د كلي نجوني
چي كله زه ورنه خولګۍ وغواړم
وايي د خداى پار دى بدنامه دي كړم
چي كله زما سي زه يې غېږ كي نيسم
نه وايي دا چي نا ارامه دي كړم
هغه د كلي ساده دنګي نجوني
درته به ګل راوړي ګلونه غواړي
ښاري نجلۍ د خپلي ميني بدل
د سرو طلاوو بارانونه غواړي
دا بازاري ښكلي مي نه دي په كار
چي د طلا په تاله زړونه پلوري
زه د هغو ښكليو څېرو مين يم
چي نه نازونه نه ځانونه پلوري
كله چي زه ورنه خولګۍ وغواړم
وايي د خداى پار دى بدنامه دي كړم
چي كله زما سي زه يې غېږ كي نيسم
نه وايي دا چي نا ارامه دي كړم
پرېږده دا ښكلي بازاري مېرمني
د بېګانه پر بالښتونو ويدې
غواړم د ولو د ويالو ښكلي مي
په شنو وښو كي پر برګونو پرتې
هغه د كليو په مېوو لوى سوي
هغه په شاتو او شيدو لوى سوي
چي كله زه ورنه خولګۍ غواړمه
وايي د خداى پار دى بدنامه دي كړم
چي كله زما سي زه يې غېږ كي نيسم
نه وايي دا چي نا ارامه دي كړم
Thomas Campion
I care Not for These Ladies
I care not for these ladies
That must be wooed and prayed;
Give me kind Amaryllis,
The wanton country maid
Nature Art disdaineth;
Her beauty is her own.
Her when we court and kiss
She cries, "Forsooth, let go!"
But when we come where comfort is,
She never will say no.
If I love Amaryllis,
She gives me fruit and flowers
But if we love these ladies
We must give golden showers.
Give them gold than sell love
Give me the nut-brown lass
Who when we court and kiss
She cries, "Forsooth, let go!"
But when we come where comfort is,
She never will say no.
These ladies must have pillows
And beds by strangers wrought;
Give me a bower of willows
Of moss and leaves unbought,
And fresh Amaryllis,
With milk and honey fed;
Her when we court and kiss
She cries, "Forsooth, let go!"
But when we come where comfort is,
She never will say no.