Samuel Taylor Coleridge
ټول جهان په كار لګيا دى كورګى پاته له حلزونه
مچمچۍ په هوا ګرځي مرغۍ خلاص كړل وزرونه
په درنو خوبو زنګېږي د اسمان په غېږ كي ژمى
پر څېره يې موسكا ښكاري د سپرلي ويني خوبونه
دا يوازي دلته زه يم چي بېغمه ورته پروت يم
نه عسل جوړوم ځانته نه سندري نه كورونه
مګر وينم د سيند غاړي چي ګلونه پرې غوړېږي
په هغې چينې خبر يم چي عسل ورنه بهېږي
ځئ ګېډۍ ګېډۍ غوړېږئ د ژوندون پر بيده لاره
نه غوړېږئ زما دپاره نه بهېږئ زما دپاره
نه خوشاله نه خپه يم ځم قدم قدم روان يم
زما په روح كي څه منتر دى چي بيده په هر زمان يم
بې اميده زيار عسل دي ډكوه ترې غلبېلونه
كه اميد وي بې هدفه لاس دي مينځه له ژوندونه
Samuel Taylor Coleridge (1772 � 1834)
Work without Hope
Lines Composed 21st February 1825
All Nature seems at work. Slugs leave their lair
The bees are stirring � birds are on the wing
And Winter slumbering in the open air,
Wears on his smiling face a dream o Spring
And I the while, the sole unbusy thing,
Nor honey make, nor pair, nor build, nor sing
Yet well I ken the banks where amaranths blow,
Have traced the fount whence streams of nectar flow.
bloom, O ye amaranths! bloom for whom ye may,
For me ye bloom not! Glide, rich streams, away!
With lips unbrightened wreathless brow, I stroll:
And would you learn the spells that drowse my soul?
Work without Hope draws nectar in a sieve,
And Hope without an object cannot live.