Richard Crashaw
خدايه كله چي مي زړه كي ستا د فيض فهم پيدا سي
روح مي الوزي له تنه د ليدو په تمنا سي
ستا د هيلو له رحمته داسي هيلي را په خوا سي
مرم د ميني په سره اور كي په لمبه مي زړه جليا سي
ميني زه دي صدقه سم ځان مي تاته دى سپارلى
د رحمت نظر يې غواړم ما يې قدر پېژندلى
د رحمت لمره ځلېږه چي زه ستا نور ته پيدا يم
كه هر څو له دنيا ځمه بيا به ستا په لمبه پايم
زه به مړ سم زه به ځمه خو بيا بيرته ژوندى كېږم
چي ژوندى سم بيا به بيرته قربانۍ ته هوسېږم
ما د روح په دې خيرات كي داسي ګټه ده ليدلې
چي د مرګ له شوقه مرمه له ژوندون څخه تېرېږم
لا مي اوس هم په وجود كي دا خوږه جګړه جاري ده
چي له ژونده مرګي زېږي او له مرګه زندګي ده
چي مي ته پخپله مينه قتلګاه كي قرباني كې
ځان ته مړ تا كي ژوندى سم پېژندلې مي هستي ده
Richard Crashaw (1613 � 1649)
A Song
LORD, when the sense of thy sweet grace
Sends up my soul to seek thy face
Thy blessed eyes breed such desire,
I dy in love�s delicious Fire.
O love, I am thy Sacrifice.
Be still triumphant, blessed eyes.
Still shine on me, fair suns! that I
Still may behold, though still I dy.
Though still I dy, I live again
Still longing so to be still slain
So gainfull is such losse of breath.
I dy even in desire of death
Still live in me this loving strife
Of living Death and dying Life.
For while thou sweetly slayest me
Dead to my selfe, l live in Thee.