Edna St. Vincent Millay
ما د چا شونډي مچ كړې كله ولي
ما هېر كړي زما تر سر لاندي لاسونه
چي تر سر به مي وه لاندي تر سهاره
پرې كول به مي خواږه خواږه خوبونه
نن مي څاڅكي د باران پر كړكۍ اوري
ږغ يې ښكاري لكه ډك له ارواحونو
له فرياد سره مي موښلي پر هينداره
منتظر دي د كوربه د جوابونو
زما په زړه كي هم خاموش دردونه پاڅي
بيا مي ياد هغه زلمى سي هغه تللي
بيا شروع په نيمه شپه كي واويلا كم
رايادېږي هغه تللي هغه ښكلي
لكه ژمي كي ولاړه خړه ونه
چي مرغان چيري ورك سوي نه پوهېږي
دونه پوه ده چي ښاخلې يې دي خاموشي
د پخوا په څېر بلبل نه پرې چغېږي
خو زه نه سمه ويلاى نه پوهېږم
څومره ميني دي راغلي څومره تللي
دومره پوه يم سپرلي غوږ كي راويلي
اوس هغه سندري نسته نازولي
Edna St. Vincent Millay
What lips my have kissed, and where, and why
I have forgotten and what arms have lain
Under my head till morning but the rain
Is full of ghosts tonight, that tap and sigh
Upon the glass and listen for reply
And in my heart there stirs a quiet pain
For unremembered lads that not again
Will turn to me at midnight with a cry.
Thus in the winter stands the lonely tree
Nor knows what birds have vanished one by one
Yet knows its boughs more silent than before.
I cannot say what loves have come and gone;
I only know that summer sang in me
A little while, that in me sings no more.