John Growe Ransom
په شنو كاليو كي پېچلو نجونو
چي په چمن كي په نازونو ګرځئ
د مدرسې د دېوالونو خوا كي
څه په نخرو په مكېزونو ګرځئ
ورځئ ښوونكو ته مو غوږ ونيسئ
هغه زړې او پخوانۍ ښوونكي
زړه ته يوه خبره مه اچوئ
واورئ ويناوي د بوډۍ ښوونكي
بيا نو سينګار كئ خپلي ګڼي څوڼي
هېر كئ سبا چي سبا څه پېښېږي
د شنو مرغيو په څېر وخوځېږئ
چي شين اسمان درسره ومسېږي
په شنو كاليو كي پېچلو نجونو
ځواني تېرېږي سينګارونه وكئ
زه به په واز كومي نارې وهمه
ښايستو پر زړونو ګوزارونه وكئ
ډېري لړزاني دا زلمۍ ورځي دي
د باد په شاني ګړندۍ ورځي دي
يوه كيسه درته كومه ريشتيا
نه بل سړي نه جوړه كړې ده ما
يوه بدرنګه ښځه پېژنمه
د هغې ژبه د كتلو نه ده
سترګو يې هم د ژوندون رنګ بايللى
داسي بوډۍ ده د ليدلو نه ده
څو كاله مخكي وه د ښار منلې
تر تاسي ټولو په ځواني وه ښكلې
John Growe Ransom
Blue Girls
Twirling your blue skirts, travelling the sward
Under the towers of your seminary
Go listen to your teachers old and contrary
Without believing a word.
Tie the white fillets then about your hair
And think no more of what will come to pass
Than bluebirds that go walking on the grass
And chattering on the air.
Practice your beauty, blue girls, before it fail;
And I will cry with my loud lips and publish
Beauty which all our power shall never establish
It is so frail.
For I could tell you a story which is true;
I know a woman with a terrible tongue,
Blear eyes fallen from blue,
All her perfections tarnished � yet it is not long
Since she was a lovelier than any of you.