Helen Hoyt
له هغه چي په مرګي يم پوهېدلى
چي يې بېري چي يې وهم يم وهلى
راته ګرانه د ژوندون هره شېبه ده
چي له نومه د مرګي يم بېرېدلى
په دنيا كي ډېر غمونه لږ دوستان دي
لږ وګړي غمشريك دي لږ خپلوان دي
څه يارانو كړلې سترګي رانه پټي
نازېدلې پرې سبزې د ګورستان دي
له هغه چي په مرګي يم پوهېدلى
چي مرګى مي دى پر څنګ باندي راغلى
نړۍ څونه ښايسته راته ښكارېږي
چي تور كومي د مرګي ځان راښودلى
مرغلري مي شېبې راته ښكارېږي
چي وروستۍ ورځي او شپې راڅرګندېږي
له هغه چي په مرګي يم پوهېدلى
چي د شپې په څېر تور مخ مي يې ليدلى
زما د زړه تياره كونجونه يې روښان كړل
چي احساس مي د مرګي پر ځلېدلى
زما هغې تيارې بينا كړې دواړي سترګي
دا ژوندون ماته مرګي دى رابخښلى
Helen Hoyt
Since I Have Felt the Sense of Death
Since I have felt the sense of death
Since I have borne its dread, its fear
Oh, how my life has grown more dear
Since I have felt the sense of death
Sorrows are good and cares are small
Since I have known the loss of all.
Since I have felt the sense of death
And death forever at my side
Oh, how the world has opened wide
Since I have felt the sense of death
My hours are jewels that I spend
For I have seen the hours end.
Since I have felt the sense of death
Since I have looked on that black night �
My inmost brain is fierce with light
Since I have felt the sense of death
O dark, that made my eyes to see!
O death, that gave my life to me!