Conrad Aiken
چي مي ستا سره كوم ساز دى اورېدلى
ساز يې مه بوله نغمه د بل جهان وه
چي مي ستا سره ګوله شريكه كړې
رالېږلې له اسمان څخه يزدان وه
اوس چي نه يې راسره پاته تنها يم
د بېلتون او تنهايي په اوښكو پايم
چي ښكلا به مي بلله هغه مړه سوه
د ژوندون روښانه شمع مي تياره سوه
د مرګي د شپو احوال به چاته وايم
كوم خواخوږي ته به خپله مينه ستايم
چي د كور له هر موجود سره اشنا وه
را يادېږي دي نازك ښكلي لاسونه
نازول به دي د سپينو زرو لوښي
ستا په ګوتو كي مي ياد سي ګيلاسونه
ګراني ته به د دې شيانو څه په ياد يې
پر دوى نه سي بېلېدلاى ستا يادونه
خو د لاس او ګوتو نښي دي باقي دي
ښكولوي مي سپيني ورځي تور خوبونه
زما په زړه كي دي ځالۍ وه راته ګراني
چي جونګړه كي مي كله ګرځېدلې
تبرك د خپل وجود دى باندي ايښى
د دې كور چي هر موجود يې ته ليدلې
زما په زړه كي دي ځالۍ ده تر قيامته
زما رګونه به دي پايي په خيالونو
كه په كور كي د هر شي له ياده ووزې
زما وجود به دي ژوندى وي په يادونو
Conrad Aiken
Music I Heard
Music I heard with you was more than music
And bread I broke with you was more than bread;
Now that I am without you, all is desolate;
All that was once so beautiful is dead.
Your hands once touched this table and this silver,
And I have seen your fingers hold this glass.
These things do not remember you, beloved
And yet your touch upon them will not pass.
For it in my heart that you moved among them,
And blessed them with your hands and with your eyes;
And in my heart they will remember always,
They knew you once, O beautiful and wise.