Christina Rossetti
مخ پر غونډۍ لار تر پايه تللې
هو ! تر وروستي منزله نه ختمېږي
زه به دا ټوله ورځ پر لاري يمه
ورځ تر ماښامه په سفر تېرېږي
چي ورځ مي ټوله په سفر تېره سي
په پاى كي ځاى د اوسېدلو به وي
چي رڼا ختمه سي تياره خپره سي
يو ځاى د شپې د تېرولو به سي
په شپه كي ځاى پيدا كولاى سمه
تپه تياره كي څه ليدلاى سمه
هلته چي ورسې خونه نه وركېږي
هغه له هره ځايه ښه ښكارېږي
تر ما دمخه به نور هم تللي وي
هلته ياران پيدا كولاى سمه
د دروازې ځنځير چي وشرنګوم
دننه څوك راخبرولاى سمه
هلته دي څوك ايسارولاى نه سي
په انتظار دي درولاى نه سي
د لاري ستړى چي ستومانه ورسم
داسي څوك سته چي مي پالنه وكړي
پر ما كمزوري د مزلونو رنځور
يو څوك خواخوږى يو پوښتنه وكړي
هلته عوض د مزدورۍ دركوي
د كرۍ ورځي د خوارۍ دركوي
بستر به وي د هر سړي دپاره
هو ! د هر چا ده بستره تياره
Christina Rossetti
Up Hill
DOES the road wind up � hill all the way?
Yes to the very end.
Will the day�s journey take the whole long day?
From morn to night, my friend.
But is there for the night a resting�place?
A roof for when the slow dark hours begin.
May not the darkness hide it from my face?
You cannot miss that inn.
Shall I meet other wayfarers at night?
Those who have gone before.
Then must knock, or call when just in sight?
They will not keep you standing at that door.
Shall I find comfort, travel-sort and weak?
Of labour you shall find the sum.
Will there be beds for me and all who seek?
Yea, beds for all who come.