مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

خلوت

Edward Dowden

ما په خپل زړه كي پيدا كړې لويه خدايه
لكه څوك په پټ زيارت كي تا پيدا كي
په تعظيم د هغه ږغ په انتظار سوم
په خوښي چي را په برخه وجود ستا كي
بېرېدم چي مي اغيار سينې ته راسي
په توبه او په زارۍ درته لګيا سوم
سر مي تا ته پر سجده كړ زما ربه
ستا كرم لره په ساندو په ژړا سوم
اوس تېر سوى هغه وخت هغه ساعت دى
زه خوشاله يم كه څه هم چي زما نه يې
اوس په هيڅ زيارت كي ستا په تمه نه يم
پروا نه لرم كه ما ته ګويا نه يې
اوس مو ژوند ستا په وجود كي دى خالقه
هر نسيم چي له اسمانه راځي ستا دى
له ختيځه تر لوېديځه يې پرواز دى
او بې نيازه لوى څښتن په تلاښ زما دى

Edward Dowden (1843 � 1913)
A New Hymn for Solitude
I found Thee in my heart, O Lord
As in some secret shrine;
I knelt I waited for Thy word,
I joyed to name Thee mine.

I feared to give myself away
To that or this, beside
Thy altar on my face I lay
And in strong need I cried.

Those hours are past. Thou art not mine,
And therefore I rejoice,
I wait within no holy shrine
I faint not for the voice.

In Thee we live, and every wind
Of heaven is Thine, blown free
To west to east the God unshrined
Is still discovering me.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery