Thomas Lord Vaux
چي خواږه د زلميتوب وه اوس ترخه راته ښكارېږي
اوس نفرت ورنه لرمه نور مي مينه نه پارېږي
اوس د عمر تقاضا ده هېروم زاړه خيالونه
تر ورخ تېري اوبه ولاړې بيا په بيرته نه ستنېږي
په رڼو سترګو يې ګورم چي هېرېږي هوسونه
يو په يو دا دى روان دي رانه تښتي مي خيالونه
د زمان جولا ته ګوره دا په څه بېړه لګيا دى
ورته ګورم چي مي اويي په تور سر كي سپين تارونه
شېرين عمر دى چي تښتي په تلوار اخلي ګامونه
بندوي مي په لكړه ژوندۍ غاړه ښارګونه
په تلوار په منډه منډه هوسونه داسي تښتي
لكه زما د ژوند په لار كي چي يې نه وه ايښي پلونه
نه خوښي مي زړه كي پاته نه رګونه مي مستېږي
نه د تېر په شان نڅېږم نه مي هيلي راپارېږي
نه قلم راسره يار دى نه لاسونو كي مي زور سته
زلمۍ ورځي دي الوتي تېري شپې دي نه ستنېږي
جواز نه راكوي عقل راته چاري د زلميو
ځواني داسي ليري ښكاري لكه نكل د پېړيو
هره ورځ مي عقل وايي چي زلمي كلونه تېر دي
لاس دي پرېمينځه تر مرګه له نانځكو له بازيو
هم په ورځو هم په مخ كي راته ګونجي څرګندېږي
هره ورځ په آئينه كي بوډۍ نښي راښكارېږي
راته وايي زاړه عمر د ځوانۍ كړې لاري بندي
هوس مه كوه د تېرو ځواني بيرته نه غبرګېږي
د مرګي قاصد مي وينم چي مي خوا ته را روان دى
پسرلى مي رژېدلى اوړى تېر وخت د خزان دى
د رنځورو شپو بستر كي هم ټوخېږم هم لړزېگږم
راته وايي وخت آخر دى سفر ختم د كاروان دى
يو كلنګ او يوم راواخله نور به وزې د دې ښاره
د كفن په نوم كه جوړه وروستنۍ جامه تياره
يو د خټو كورګى جوړ كه چي تر تله پكښي اوسې
چي همېش ورته راګرځي د هغه مېلمه دپاره
د قسمت كاتب مي وايي ځان تيار كه وخت تېرېږي
ژر له كاره پيوند پرې كه كاروانونه روانېږي
د كفن مي تړي غوټي وړه ډله د دوستانو
دا هغه آشنا لباس دى پرې خندل چي به ځوانانو
چي په قبر كي مي كښېږدي چي لحد ته سم دننه
لكه نه وم زېږېدلى هېر به سمه د يارانو
له نامه چي به يې مست وم نن هغه ځواني پرېږدمه
نور به جام د هوسونو شاه زلمو ته وركومه
زما نوبت د ځوانۍ تېر دى زما پياله د مستۍ تشه
د بوډى عمر ځولۍ ته زلميتوب تسليمومه
له وېښتو خالي كوټى مي نښانه د وروستۍ شپو ده
په ځوانۍ چي مي كښت كړى په پيرۍ يې ټولومه
ښكلا لاس رانه اخيستى وخت مي بيايي لاس تړلى
د هغې نړۍ پر لوري چي اول ورنه راغلى
خال لاس چي وم راغلى خالي لاس به روانېږم
چي له خاورو وم جوړ سوى په هغو خاورو ګډېږم
Thomas Lord Vaux (1509 � 1556)
The Aged Lover Renounceth Love
I loathe that I did love,
In youth that I thought sweet;
As time requires for my behove
Me thinks they are not meet.
My lusts they do me leave,
My fancies all be fled
And tract of time begins to weave
Gray hairs upon my head.
For age, with stealing steps,
Hath clawed me with his crutch
And lusty life away she leaps
As there had been none such.
My muse doth not delight
Me as she did before
My hand and pen are not in plight
As they have been of yore.
For reason me denies
This youthly idle rhyme,
And day by day to me she cries
Leave off these toys in time.
The wrinkles in my brow
The furrows in my face,
Say limping age will hedge him now,
Where youth must give him place.
The harbinger of death,
To me I see him ride;
The cough, the cold, the gasping breath,
Doth bid me to provide
A pickaxe and a spade,
And eke a shrouding sheet,
A house of clay for to be made
For such a guest most meet.
Me thinks I hear the clerk
That knolls the careful knell,
And bids me leave my woeful work
Ere nature me compel.
My keepers knit the knot
That youth did laugh t scorn,
Of me that clean shall be forgot
As I had not been born.
Thus must I youth give up
Whose badge I long did wear
To them I yield the wanton cup
That better may it bear.
Lo, here the bared skull
By whose bald sign I know
That stooping age away shall pull
Which youthful years did sow.
For beauty, with her band
These crooked cares hath wrought
And shipped me into the land
From whence I first was brought.
And ye that bide behind
Have ye none other trust
As ye clay were cast by kind,
So shall ye waste to dust.