William Batler Yeats
كله چي ته به زړه يې
چي ته زړه يې سر دي سپين سترګي له خوبه ډكي
سر ښوروې د اور له څنګه دا كتاب در واخله
آرام يې لوله پكښي خپل د ناز كاته وګوره
د زلميتوب د مستانه خوبونو باب درواخله
پكښي پيدا كي خپلي سرې ښكلي خماري سترګي
له غمزو ډكي خوبولي ناغه داري سترګي
څومره زلمو دي له خوښيو سره مينه كول
چا په دروغو چا دي مينه په ريشتيا پاللـه
يوه سړي دي مقدس روح ته سجده لګول
ستا له ښايسته سره يې مينه له پخوا پاللـه
ستا له غمونو اندېښنو سره يې مينه كول
مينه يې ستا د ښكليو ورځو نيمه خوا پاللـه
هغه سړى ستا د روښاني كړكۍ خوا ته راغى
او په غمګين آواز يې داسي زمزمه كوله
څرنګه مينه په چټكو ګامو وتښتېده
ستا يې د غرونو تر شا څنګه ننداره كوله
مخ يې آسمان كي پاس د ستورو په ټولۍ كي پټ كړ
ځان يې د تورو سړو ورځو په ځولۍ كي پټ كړ
William Butler Yeats. b. 1865
When you are Old
WHEN you are old and gray and full of sleep
And nodding by the fire take dawn this book
And slowly read, and dream of the soft look
Your eyes had once, and of their shadows deep
How many loved your moments of glad grace
And loved your beauty with love false or true,
But one man loved the pilgrim soul in you
And loved the sorrows of your changing face.
And bending down beside the glowing bars,
Murmur, a little sadly, how love fled
And paced upon the mountains overhead,
And hid his face amid a crowd of stars.