Christopher Pears Cranch
ته يې ليري موږ دي دلته نيژدې غواړو
ته نيژدې يې موږ تر كومه ځايه ولاړو
زموږ سجدې دي بې پروا خو ته دانا يې
تا ته نسته ضرورت رحيم پاچا يې
ته د هر انسان په روح كي يې ځلېږې
بشر ستا بهتر مخلوق دى ته پوهېږې
په هر نېك عمل كي پټه ده ستا مينه
له هر بد څخه مو ستا مينه ساتينه
ته د ټوله عالم روح يې ته محور يې
په ژوندون كي مو د هر عمل رهبر يې
هر نفس له تا، د هري خوښۍ نور يې
له خپګانه مو ساتې ته مو سرور يې
ته حاضر په دوه جهانه هر زمان يې
زموږ تر علم پوهي لوړ په هر جهان يې
نه پر تا به مو باور كم سي نه مينه
نه له تا څخه بېلېږي ژوندۍ وينه
نه خلقت نه الهامونه دي ختمېږي
په مخلوق دي اراده نه ستړې كېږي
ته صانع يې او هم د لمر هم كايناتو
د انسان او د ښكلا او كراماتو
ستا قدرت دى چي له هر شي څرګندېږي
ستا هنر دى چي په هر څه كي ځلېږي
ستا قانون دي مخلوقات سره تړلي
بهترين له بهترين سره پېيلي
خپل دي بولي د بشر ټول نژادونه
په هيڅ ژبه كي ځاى نه سول ستا نومونه
دا ګونګۍ شونډي تا نه سي يادولاى
تا يوازي خاموشي سي ښه ستايلاى
Christopher Pearse Cranch (1813 � 1892)
So far, so near
THOU, so far, we grope to grasp thee
Thou so near we cannot clasp thee
Thou, so wise, our prayers grow heedless
thou, so loving they are needless!
In each human soul thou shinest,
Human best is thy divinest.
In each deed of love thou warmest.
Evil into good transformest,
Soul of all, and moving centre
Of each moment�s life we enter.
Breath of breathing � light of gladness
Infinite antidote of sadness
All-preserving ether flowing
Though the worlds yet past our knowing.
Never past our trust and loving
Nor from thine our life removing.
Still creating still inspiring,
Never of the creatures tiring;
Artist of the solar spaces;
And thy humble human faces;
Mighty glooms and splendours voicing;
In thy plastic work rejoicing;
Through benignant law connecting
Best with best � and all perfecting,
Though all human races claim thee
Though and language fail to name thee
Mortal lips be dumb before thee,
Silence only may order thee!