Dorothy Parker
سره كالي
همېشه به مي په زړه كي ګرځېدله
چي زه لويه سم او خپل سر ته ايله سم
سرې د ګل په شان جامې به مي وي ځان كي
ته مي وينې چي تر ټولو ښايسته يم
چي د اوړي په ښايسته ورځ يم وتلې
او په لار كي يم قدم قدم روانه
څوك مي وويني چي څومره ښكلې ښكارم
زما لپاره نړۍ ليري كړي له ځانه
ها زړه ور چي يې خوښېږمه له نجونو
دوې يې سترګي لكه ستوري پر اسمان وي
طلايي وېښته يې ځل وهي په لمر كي
ټوله مينه، ټوله زما وي زما ځان وي
دوې شوندي وي تودې او نازنيني
همېشه وايي ريشتيا خبري سپيني
همېشه وم د خوښيو په چرتونو
چي درنه يمه پر ښار او پر ملكونو
لويه ښځه سرو جامو كي يم روانه
اوس پوهېږم په ريشتيا چي وم نادانه
Dorothy Parker
The Red Dress
I always saw, I always said
If I were grown and free
I�d have a gown of reddest red
As fine as you could see.
To wear out walking sleek and slow
Upon a summer day
And there�d be one to see me so
And flip the world away.
And he would be a gallant one
With stars behind his eyes
And hair like metal in the sun
And lips too warm for lies
I always saw us, gay and good
High honored in the town
Now I am grown to womanhood �
I have the silly gown.