جبر او اختيار
هغه كار، چې د انسان په اراده او اختيار نه وي شوى د فخر وړ نه دى او د ملامتۍ موجب
هم نه ګرځي، يعنې كه د چا ونه ټيټه وه، ګرم نه دى كه چا متوسطه قد او قامت درلود،
ورته نه شو ويلى چې ډېر ښه كار دې كړى او اندازه دې ساتلې ده.
كه يو سړى خپل سپين مخ تور كړي ملامت دى، مګر د حبش مخ كه هر څومره تور وي څوك يې
نه شي ملامتولى، ځكه چې د ده اختيار او اراده پكې دخل نه لري.
كه يو سړى خپل غليم په جنګ كې مړ كړي او خپل شجاعت ښكاره كړي حق لري، چې په خپله
توره او تورياليتوب فخر وكړي، مګر كه مرغۍ ولي او سړى ولګېده كه څه هم د ده ډېر
زورور او زړه ور دښمن وي، خپل بريت نه شي تاوولى او توريالى ورته نشو ويلى. هېڅوك
يو ګونګ په حق نه ويلو نه ګرموي، ځكه چې هغه مجبور او معذور دى، مګر هغه چې ژبه لري
او له ډاره حق نه وايي له ملامتۍ نه نه خلاصيږي كه څه هم يو څه مجبوريت دلته هم شته
او اختيار نيمګړى دى.
د جبر او اختيار مسله ډېر اړخونه لري او دغه فيصله څه اسانه خبره نه ده.
زه په دې ځاى كې دا اراده نه لرم، چې له علمي څېړڼې نه كار واخلم، زما مقصد بل دى
او د ملايانو په كار كې كار نه لرم.
زه حتى الامكان له فلسفې بحثونو نه ډډه كوم، مګر كله كله مې د موضوع تعلق او ارتباط
مجبور وي، چې په وچه مزل وكړو، ځكه چې دلته بحر نه شته او زمونږ په هېواد كې بېړۍ
نه ګرزي.
همدغه شان مونږ له كابله ننګرهار ته په هوا نه شو تلى، ځكه چې هوايي سرويس نه دى
جاري، مګر دغه راز مجبوريتونه په ځينو نورو ځايو كې نه شته، هلته يو سړى اختيار
لري، چې په هوا ځي كه به بحر كې او كه په وچه.
اوس پوه شوئ! چې جبر او اختيار په هر ځاى كې يو شانته نه دي او ټول انسانان يو راز
مجبور نه دي.
ډېر مجبوريتونه پخوا وو، چې اوس نه شته او خپل ځاى يې اختيار ته پرې ايښي دي. يو
ماشوم چې اول پيدا شي هېڅ اختيار ورسره نه وي او د بل په غېږ كې ژوند كوي. په خپله
نه چېرته تلى شي او نه راتلى شي. څملول او پاڅول يې د بل په لاس كې وي او كالي بل
څوك وراغوندي، مګر څومره چې لوېږي او غټيږي هغومره د مور له غېږې لرې كېږي او له
مجبوريت نه د اختيار خوا ته درومي. كله چې په خپلو پښو روان شي، نو بيا خپل مخ په
خپله وينځي او پخپله خوښه له كاله اوزي يا كاله ته راځي.
كله چې ځوان او ځلمي شي، د كاله واك او اختيار هم د ده شي او د پلار په جايداد تصرف
وكړي.
په هره اندازه، چې د ژوندانه درجه او مرتبه لوړيږي مجبوريت كېږي او اختيار زياتېږي،
يو كاڼى كه څوك هرې خواته غورځوي او هر راز لوبې پرې كوي كولى يې شي، مګر ونې او
بوټي دغسې نه دي، يعنې دنيا ته مجبوريت له جماد نه لږ دى، ځكه چې د حيات اثر په ده
كې زيات دى.
له ونو او بوټو نه بيا د څارويو اختيار ډېر دى او جبر نور هم تخفيف موندلى دى،
انسان چې له حيوان نه پورته مقام لري او د تكامل په لاره كې وړاندې دى د ده اختيار
نور هم زيات شوى او له خپلې ارادې نه ډېر كار اخلي.
په انسانانو كې هم د وحشي او مدني انسان، عالم او جاهل انسان، د قوي او ضعيف انسان
په اختيار كې ډېر فرق موجود دى، مګر بيا هم په هر حال كې يو څه مجبوريتونه شته او
په جبر او اختيار كې ډېر فلسفي بحثونه كيدى شي. د دنيا ډېر پوهان پدې عقيده دي، چې
د انسان ډېر لږ كارونه په ظاهره ارادې او اختياري معلومېږي، مګر په حقيقت كې د
مجبوريت اثر دى او خبرې له اختياره وتلې دي. دوى وايي هغه سړى، چې ډېر په غيظ او
غضب كې وي او په همدغه وجه د چا د وژلو اراده وكړي مونږ ورته د اختيار خاوند نه شو
ويلى، ځكه چې دى په دغه حال كې د داسې اغېزو او نفسي تاثراتو محكوم دى، چې له دغه
كاره ځان نه شي ژغورلى او پخپلو احساساتو حاكميت نه لري. كه مونږ پوه شو چې دى په
دغه وخت كې له يوه لېوني نه څه فرق نه لري او په طبيعي حال كې نه دى، دى به ارومرو
مجبوره ګڼو او دغه كار ته به غير اختياري ووايو.
همدارنګه هغه څه، چې يو عاشق په جذبه كې د عشق دپاره كوي له مجبوريت نه نه وي خلاص
او اختياري ورته نه شو ويلى.
د دغو خبرو خلاصه او نتيجه داده، چې شديد محبت او شديد بغض د انسان اختيار سلبوي او
هغه څه ورباندې كوي، چې په عادي او طبيعي حال كې يې يو عاقل انسان ته كوي. د همدې
لامله ډېر خلك په خپلو ځينو كارونو بل وخت پښېمانه كېږي او پوهېږي، چې ښه يې نه دي
كړي.
ځينې نور په دې عقيده دي، چې انسان د اختيار خاوند دى، كه ښه كوي بايد ښه ورته
ووايو او كه بد وكړي بايد بد يې وګڼو، دوى وايي كه انسان د عشق دپاره كوم كار كوي
او كه د دښمنۍ دپاره په دواړو حالو كې دغه كار د ده ګڼل كېږي او په ده پورې تعلق
نيسي، ځكه چې دغه مختلف احوال چې د زورورې مينې يا د شديد عناد په اثر پيدا كېږي او
نفسي يا روحي اغيزې ورته ويل كېږي په خپله له نفس څخه عبارت دى او نفس د همدغو
احوالو او كيفياتو نوم دى. هسې نه چې كوم بل شى په نفس اغېزه كوي او دا اختيار مې
سلبوي.
ارسطو د جبر او اختيار حدود ډېر ښه ټاكلي دي او بدۍ باب كې يې ډېره ښه فيصله كړې
ده، دى وايي هغه كار چې يو سړى په خپله اراده نه كوي او د ده اختيار پكې هېڅ دخل نه
لري ښه او بد يې ده ته نه دي راجع او د ده كار ورته نه شو ويلى، يعنې كه يو زورور
باد يو سړى كومې خواته يوسى يا يې څوك لاس او پښې وتړي او له يوه ځايه يې بل ځاى ته
وړي، نو دلته اختياري سلب دى او په مجبوريت كې هېڅ شك او شبه نه شته، مګر كه يو سړى
د خپل شرافت د ساتلو دپاره كوم كار كوي او خپل عزت او وقار يې يوه كار ته مجبوروي،
نو دغه راز مجبوريتونه د جبر له قانون لاندې نه راځي.
دى د مثال په ډول وايي: كه د يوه سړي مور او پلار يا اولادونه د يوه ظالم او مستبد
له تهديد لاندې وي، چې د ده په تسلمېدو او اطاعت هغوى له زيان او ضرره محفوظ پاته
كېږي او كه اطاعت ونه كړي هغوى ضايع كېږي، نو دغه صورت كې دا سوال پيدا كېږي، چې كه
دغه سړى د هغه ظالم له خوا په يوه ناوړه كار مامور شي دى په دغه باب كې مجبور دى او
كه مختار؟ ارسطو وايي چې دلته جبر او اختيار مخلوط شانته دي، مګر د اختيار جنبه
غلبه ده، ځكه چې د دغه كار په كولو او نه كولو كې د ترجيح او انتخاب مسئله مېنځ ته
راځي، نو هره خوا چې دى انتخابوي او ترجيح وركوي هغه د ده خوښې او ارادې ته راجع ده
او د ده كار ګڼل كېږي.
دى وايي په دغسې مواردو كې كه سړى ناوړه او بد كار وكړي دغه راز مجبوريتونه معقول
عذر نه شي كيداى، په دغسې مجبوريت بايد سړي پښې كېږدي او هغه څه وكړي، چې انساني
شرافت او وجدان يې تقاضا لري.
شجاعت او شهامت، چې يو اخلاقي فضيلت دى په همدغسې مواردو كې ځان ښيي او د افتخار حق
پيدا كوي.
هغه د سر خطر، چې په جنګ او جګړه كې يو بې زړه سړى تېښتې ته مجبوروي. د خلكو په نظر
كې څه اعتبار نه لري په همدغه وجه له تعدد او ټوپكو نه تښتېدونكي هر چا ته سپك
ښكاري او هغه، چې له مرګ نه وېريږي او په ايستلو تورو ورځي د خلكو په نظر كې درانه
معلوميږي.
كه په دغسې مجبوريت خلك قابل واى هر څوك به له جګړې څخه تښتېده او هېچا به هغه ته
په سپكه نه كتل.
هغه افتخار، چې د شجاعت او شهامت خاوندان يې ګټي د دغسې مجبوريتونو په نافرمانۍ كې
پټ دي، لكه چې عار او ذلت د دغه راز مجبوريت اطاعت او انقياد ته ويل كېږي.
د خان واده
له خوبه راپاڅېدم، د ډول او سرني اواز مې ترغوږ شو او ډېره لويه ورا راښكاره شوه،
چې ډېر خلك ورسره خوشحاله روان وو او د خان په واده كې يې لاسونه غورځول، زه هم له
دوى سره ملګرى شوم او په دې خوشحالۍ كې مې ځان شريك كړ. د دې ښادۍ د ډول او سرني غږ
تر ډېر لرې ځايه رسېده او ډېرو خلكو پكې اتڼونه كول.
چا به ډزې كولې، چا به اسونه، ځغلول، ځينو به ټوكې او مسخرې كولې. په دغسې خوشحاليو
كې ماښام تياره كلي ته ورسېدو او ډولۍ د كاله په مخكې ښكته شوه.
د كلي ښځې په ډېرې خوشحالۍ راغلې او د ډولۍ پردې يې جګې كړې همدغه وخت خندا او
خوشحالۍ خپل ځاى غم او ژړا ته پرېښود او دا معلومه شوه، چې دغې ښكلې ناوې د خپلې
ازادۍ دپاره ډېره لويه قرباني وركړه او د اجباري واده ملا يې ماته كړه.
د دغه حال په ليدلو د هر چا په احساس كې بدلون راغى او مونږ وپوهېدو، چې كله خلك
جنازه هم په ډول او سرني وړي او په غم د ښادۍ ګومان كوي.
په دنيا كې ډېر داسې غمونه شته، چې د خوشحالۍ په ډولۍ كې پټ دي او د خلكو په شعور
او تميز مسخرې كوي.
زما پوه ملګري په دغه ورځ وويل: په رښتيا چې خوشحالي څوك په زور او جبر يا په ډېرو
پيسو كور ته نشي وړل، مګر خان لا تر اوسه په دغه حقيقت نه دى پوه او خپله خوشحالي
په دغه ډول غواړي.
غم او خوشحالي
زما اشنا له ډېرو غمونو سره نااشنا دى. د هغه په كاله كې چا د ماشوما ژړا نه ده
اورېدلې او خپلو ماشومانو په مرګ او درد يې هېڅكله نه دي ژړلي، هغه حال چې يو پلار
يې د خپل كوچني زوى يا ځلمي زوى د ځانګدن په وخت كې وينې، دى ترينه ناخبره دى.
ده غوندې بې غمه سړى ډېر لږ پيدا كېږي او په همدغه سبب يې د خوشحالۍ برخه هم ډېره
لږه ده.
دى چې په خپل كاله كې خپل خلف الصديق نه وينې په زړه كې ډېر ځوريږي او ځان بد بخته
ګڼي، مګر د ده دغه غم زمونږ په نظر كې د هغه چا له غمه ډېرسپك دى، چې دوه زامن يې
ژوندي دي او يوه د ده په غېږ كې خداى ته ځان سپارلى دى، ځكه مونږ هغه ته د فاتحې
دپاره ورځو او ده ته نه ورځو.
زمونږ دا عادت دى، چې كه د چا په كاله كې نهه مياشتنې اولاد مړ پيدا شي وير ورسره
نه كوو او هغه هم د غم كمپله نه غوړوي، مګر په كوم كاله كې چې د دوه ورځو ماشوم مړ
شي، هلته د غم او مصيب مجلس جوړېږي او خلك ورسره همدردي كوي.
موريس مترلينګ وايي:((تاسې په ملياردونو نطفې ضايع كوئ، مګر خوابدي كېږئ نه او دغه
راز ضياع د چا د غم او خپګان موجب نه ګرځي)).
د دې خبرې معنىٰ داده، چې زمونږ غمونه معقول نه دي، محسوس دي. هره ضايعه، چې يوازې
عقل پرې پوهېدى شي او احساسات ورسره تعلق نه لري همدغسې بې اثره وي.
زمونږ خوشحالۍ هم، لكه زمونږ غم په عقل او منطق اتكا نه لري، بلكې د شعور او احساس
نتيجه ده.
غم او خوشحالي يوه په بل پورې تړلي دي او يو له بله نه بېلېږي، ځينې ګمان كوي، چې
خوشحالي له بې غمه خلكو سره زياته ده او هغه څوك ډېر نېكبخت دى، چې هېڅ غم نه لري،
مګر حقيقت دغسې نه دى او ښادي هر چېرې د غم په اندازه ده.
حقيقي بدبختي په بې غمۍ كې ځاى لري او بې غمه سړي ته كه سړى وويلى شو، نېكبخت خو
ورته هېڅكه نه شو ويلى.
غم او خوشحالي، لكه د يوې ټوټې دوه مختلف مخونه دي، چې اصل يې يو دي. څنګه چې شپه
او ورځ يو په بل پورې نښتي دي او هر كاله ته دواړه وړاندې وروسته راځي، د غم او
خوشحالۍ ارتباط هم دغه راز ټينګ دى. كه څوك وغواړي، چې هغه يو خپل كاله ته پرېږدي
او دا بل ايسار كړي، له دينه لويه اشتباه بله نه شته.
داسې كېدلى شي، چې ورځ اوږده شي او شپه لنډه، يا شپه لويه وي او ورځ وړه وي، مګر
داسې ورځ چې شپه ونه لري يا داسې شپه، چې ورځ ورپسې نه وي په دنيا كې نه شته.
كه لمر تر اخرته پاس په سر ځاى په ځاى ولاړ واى د زمانې په رنګ كې هېڅ تغير او تحول
نه واى موجود هېڅوك به نه پوهېده چې شپه څنګه وي او د همدې لامله، چې شپه به چا نه
پېژندله په دې به هم نه پوهېده، چې ورځ څنګه وي او څه كيف لري. غم او خوشحالي هم،
لكه شپه او ورځ يو په بل پېژنو، كه غم له دنيا نه بېخي لاړشي خوشحالي هم ورسره ځي
كه ژړا نه وي خندا هم نه شته.
هماغسې، چې هګۍ له چرګې پيدا كېږي او چرګه له هګۍ نه غم او خوشحالي هم يو د بل
اولاد دي.
انسان بايد په دې پوه شي، چې غم او خوشحالي يو ظاهري او اعتباري فرق لري، يعنې دا
فرق هم لكه د شپې او د ورځې فرق د سترګو او نظر فريب پيدا كړى دى، چې د عقل او
بصيرت خاوندان پرې نه غولېږي، بلكې ړانده هم دواړه يو ګڼي. څوك چې د عقل سترګې لري
او د فلسفې شعور خاوند دى هغه زمانې ته په بل شان ګوري او د شپو ورځو له سپينو او
تورو پردو نه هغه خوا بې رنګه زمانه په بل ډول ويني، هغه پوهېږي چې د زمانې دواړه
مخونه يوه شي ته منسوب دي او يو حقيقت دوه رنګه ښيي.
ډېره ښه ده، چې عقل او پوهه په مونږ ډېر تسلط نه لري او مونږ يې له وهم او خيال نه
لري كړي نه يو، ګني اوس به شپه او ورځ را باندې يوه وه او خوشحالي به هم راباندې
غمېدلې وه.
زمونږ غمونه او زمونږ خوشحالي زمونږ په ژوند كې هغه سوز او ساز پيدا كوي، چې بې له
هغه د ژوند كيف او خوند نه پاته كېږي.
غم د خوشحالۍ څكلو ذايقه او احساس روزي او خوشحالي، لكه د خوږو ميوو خوراك ترخو
مرچو ته ضرورت لري.
كه په دنيا كې ترخه شيان نه وي خواږه ډېر ژر زړه وهي او بې خونده كېږي.
د ژوندانه خوند، غم او خوشحالۍ ته ډېر ضرورت لري او په دغه خوند كې د عواطفو او
احساساتو خاوندان ډېره برخه لري، هغه ړانده هوښياران، چې په ظواهرو نه غولېږي او د
غم او خوشحالۍ په فرق نه دي قايل، له دغه نعمته محروم دي، كه مونږ ډېر عميق فكر
وكړو هماغه شى مونږ ډېر خوشحالوي، چې مونږ يې ډېر خپه كړي يو او ډېر ځله هغه شي ته
خو شحالېږو، چې زمونږ غم پكې پټ دى، لا ډېره ښه ده چې په جهان كې دغه راز ژور
فكرونه ډېر لږ دي او احساسات مونږ ته دغه موقع راكوي، چې د غمونو او خوشحاليو حقيقت
ته ډېر ځير شو.
ډېر خلك دي، چې يوه ورځ يې ګرانه ښځه مري او دى غمجن كېږي، مګر بله ورځ نوى واده
كوي او د خوشحالۍ هغه زوړ غم بېخي هېروي، نو دغه د خوشحالۍ ډولۍ او هغه د غم جنازه
يو له بله ډېر ربط لري، كه هغه غم دغه كاله ته رانه شي دغه ښادي هم نه شي راتلى.
دا وصال په حقيقت كې د هغه فراق نتيجه ده او په هغه وير كې دغه سرور او سرود پټ دى.
هر څومره چې د خوشحالۍ د پسرلي بارانونه زورور وي هغومره يې سېلابونه هم زورور دي.
له دغې زورورو باروانونو سره تندر او ږلۍ هم شته، لكه چې له ډېرو نويو افتخاراتو
سره ډېر لوى خطرات ملګري دي. همدغه وجه ده چې زه له سپكو او كوچنيو غمونو څخه لوى
او ستر غمونه ډېر ښه ګڼم.
اخلاقي اساس
شوپنهاور وايي: د اخلاقو دپاره له ترحم نه ښه اساس نه شته، انساني اخلاق بايد په
همدغه اساس قايم وي.
د ده په نظركې اخلاقي عمل هغه دى، چې د شخصي ګټې هېڅ اثر پكې نه وي او محض د بل د
خير دپاره وي.
كانت وايي: د انسان هغه عمل اخلاقي ارزښت لري، چې خاص د انساني تكليف دپاره وي.
د ده په نزد انسانيت يو قانون لري، چې مخالفت ترېنه ښه نه دى او انسان مكلف دى، چې
له دغه قانون سره سم وچلېږي. د ده په نظر هغه كار، چې د قانون دپاره كېږي او هغه
كار چې د قانون دپاره نه وي شوى، مګر له قانون سره موافق دى يو له بله فرق لري.
دى هر نېك او ښه كار اخلاقي عمل نه ګڼي، د ده په فكر اخلاقي عمل هغه دى، چې خاص د
قانون د پېروى او د انساني تكليف د پر ځاى كولو دپاره اجرا شوى وي، نه د شخصي ګټي
دپاره په همدغه سبب د يوه سوداګر صداقت او راستي، چې د تجارتي ګټې دپاره نېك كار
ګڼي، مګر اخلاقي عمل ورته نه وايي، همدارنګه هغه څوك، چې ډېر زړه سواندى وي او په
همدغه سبب له خلكو سره نېكي او احسان كوي، دغه راز نېكي او احسان د كانت په عقيده
اخلاقي عمل نه دى.
دى وايي كه دغه سړى له خلكو نه ډېرې جفاګانې ووينې زړه به يې سخت شي بيا به له چا
سره احسان او نېكي نه كوي، مګر هغه څوك چې د خلكو جفاګانې وښي او محض د تكليف دپاره
له خلكو سره ښه كوي، دا كار اخلاقي قيمت لري او اخلاقي عمل ورته ويل كېږي.
مترلينګ وايي: هغه مينه چې انسان يې له انسان سره لري بايد له ډېر لوړ او هسك ځاى
نه اخيستل شوې وي، كه يو انسان وكړى شي چې له انسانانو سره عشق ولري او بشر دوستي د
عشق له كوره واخلي نه ښايي، چې له ترحم نه كار واخلي او مينه يې د مرحمت او مهربانۍ
رنګ پيدا كړي.
كه څوك چا ته د عدالت له مخې څه وركولى شي د احسان له لارې دې څه نه وركوي، كه د چا
له لاسه پوره وي، چې د انسان احترام وكړي دلجويي او تسلي وركولو ته حاجت نه شته. دى
د انسان دپاره له چا نه رحم او شفقت نه غواړي، عشق غواړي د احسان له وركړې نه د
عدالت وركړه ښه ګڼې او له نوازش نه يې احترام د انسان دپاره غوره ګڼلى دى.
دا سړى د عشق طرفدار دى، د ده په مذهب بايد بادشاه او ګدا يو له بله عشق ولري. ده
ته له شفيق نه رفيق ښه ښكاري او له هغې مينې نه كركه كوي، چې يو مهربان بادار يې له
خپل صادق خدمتګار سره لري، دغه راز مينه چې د ترحم او شفقت رنګ لري يو انسان لوى او
بل كوچنى ښيي، په دې مينه كې چې هر څومره مهرباني پرته ده هغومره پكې د محبوب حقارت
هم شته، مګر په عشق كې كبر او لويي نه ځايږي او اغاتوب نه مني، دى انسان ته په ډېر
لوى حق او ډېر زيات احترام قايل دى، مګر دغه حق ورته په سوال او ګدايۍ د استرحام له
لارې نه غواړې، د عدالت په اساس يې غواړي.
كه بشر ښه انصاف وكړي خواران او مزدوران په بډايانو باندې ډېر لوى حق لري، خو دغه
حق پټ پاته دى او خلكو هېركړى دى.
روسو وايي: (هر وخت چې تاسې يو اسمان خراش قصر وينئ، يقين وكړئ چې د يوه ولايت
كورونه د دغه قصر د بنا دپاره وران شوي دي) كه چېرې سم او صحيح حساب منځ ته راشي
ډېر لوى بډايان د ډېرو زياتو خلكو پوروړي دي او د دوى خيرات په حقيقت كې د دغه پور
نيمګړې ادا ده، كه يو سړى په دغسې احساس خوار او غريب ته څه وركوي احساس يې ډېر لوړ
او عالي دى او له هغه بل نه، چې دا كار خپل رحم او كرم ګڼي عالي همت او لوړ شعور
لري.
د چا پوهه چې د عشق په اب و هوا كې وده وكړي او عواطف او احساسات يې په عقل غالب
وي، هغه د مترلينګ په شان فكر كوي او له نورو پوهانو نه يې فكر بل راز وي.
ښه او بد
خداى خبر دى، چې غل وكه خوني، يا يې كوم ډېر د شرم كار كړى و، هر څه چې و، خو خلكو
يې مټې تړلې وې او حاكم ته يې راوست، هر يوه ويل: دى ډېر بد سړى دى مونږ د ده له
لاسه ډېره په عذاب يو، دى بايد بندي شي او ډېره سخته سزا وويني.
حاكم هغه بد وګاڼه او زندان ته يې وليږه، د هغه خپلوان اخندازاده صاحب ته ورغلل او
هغه يې حاكم ته وروست، كله چې حاكم د اخندزاده صاحب له راتګه خبر شو يوه ټوټه مخې
ته ورغى، د هغه لاسونه يې ښكل كړه او په ډېر عزت يې خپل ځاى ته راوست.
د اخندزاده صاحب له خبرې هېڅوك نه شو وتلى، حاكم هم د ده امر ته غاړه كېښوده او
بندي يې خوشې كړ.
ما چې دغه حال وليد په دې پوه شوم، چې دلته د ښو او بدو فرق نه شته، ځكه د ښه سړي
لاسونه ښكلوي او د بدو سړو لاسونه تړي، مګر ټول د ښو او بدو په فرق يو شان نه دي
پوه شوي. د همدې له امله هغه سړى، چې د خلكو په نظر كې بد و اخندزاده صاحب ښه وګاڼه
او له بنده يې خلاص كړ.
زما ملګري وويل: دوى د ښواو بدو په تميز كې ډېر غولېدلي دي، وايي زمونږ ملك ډېر بد
سړى دى، ځكه چې د غلو ملګرى دى او غله په حاكم باندې خوشې كوي، مګر همدغه كار چې
اخندزاده صاحب وكړ هغه ته بد نه وايي.
هركله چې خونيان او داړه مار بنديان شي د ده په بركت خوشې كېږي او د ګنهاكارو شفاعت
د ده كار دى. دى يوازې له حاكمانو نه غله نه خلاصوي. كه شكرانه غټه وه په اخرت كې
يې هم د خلاصولو ذمه كوي او پس له مرګه يې هم ملګري دي.
كه يو حاكم يو غل د ملك په خوله خوشې كړي دا كار دوى ته بد ښكاري، مګر كه د
اخندزاده صاحب سفارش يې پرېږدي، نو بيا په ښه سړيتوب او ديندارۍ كې حسابيږي. د هر
چا بدي كه په ډېرو پردو او رنګونو كې پټه وه هغه د دوى په نظر كې ښه سړى دى او كه
چا خپله بدي نه پټوله يا يې نه شوه پتولى دوى ورته بد وايي او په بد نامه يې
يادوي.
دوى هغه څوك غل ګڼي، چې د سوداګرو قافلې وهي او د بډايانو په كورونو داړې غورځوي،
مګر د هغه چا لاسونه او پښې ښكلوي چې په چل او فرېب د خبراتونو قافلې خپل كاله ته
راګرځوي او د مسكينانو حق غصبوي.
پخوانۍ ډيوې
په كاله كې برق لګېده، مګر پاس په رف باندې د تورو تېلو مسينه ډيوه ايښې وه، په
څنګ كې يې يوه بله ډيوه هم وه، چې يو وخت پكې شمع بلېده.
هغه خوا د خاوريونو تېلو لاټين ښكارېده او داسې معلومېده، چې هرې ډيوې په خپل وخت
كې دا كور رڼا كړى او د كاله خلكو يې په رڼا كې ډيوې شپې سبا كړي دي، مګر اوس ترېنه
څه كار نه اخيستل كېږي او د شپې په كور كې برقونه بلېږي.
د زمانې دا عادت دى، چې زاړه شيان له كاره باسي او نوي شيان په كار اچوي، مګر خلك
خپل زوړ حال نه هيروي او زړو شيانو ته په جګو رفونو باندې ځاى وركوي.
دا عادت بد نه دى، چې څوك زاړه خدمتونه هېر نه كړي او زړو خدمتګارانو ته په قدر
وګوري، مګر كار بايد له نوو شيانو واخيستل شي او په كورونو كې وخت په وخت نوې رڼا
ګانې پيدا شي.
انسان په هر وخت كې يوې رڼا ته محتاج دى او دا رڼا د هر كاله خپله څېره او خپله وضع
بدلوي. د عالم تغير چې د دنيا يو قانون دى همدغه تقاضا لري، چې هر څه بايد يو راز
او بل راز شي او يوازې لوى خداى تل تر تله په يوه حال باقي وي. د همدغه بدلون او
تغير په وجه د علم او پوهې رڼا هم هر وخت خپل فانوس بدلوي او د لوښو په بدلون په
لوښو كې پراته شيان هم بل راز كېږي. هغه رڼا چې د خاورو له تېلو پيدا كېږي هغه نور،
چې د لمر او سپوږمۍ له كوره راځي، هغه برېښنا چې د اوبو له ابشار څخه حاصليږي د
ظرف او محل په اعتبار يو له بله بېلېږي. كه څوك په دغو ظاهري صورتونو ونه غولېږي
او حقيقت ته ځير شي، نو د شړشمو او پښې په بوټو د غوزانو او زيتونو په ونو كې يوه
رڼا موجوده ده، چې په هر راز ډيوه كې بېل كيف پيدا كوي. كه څوك هغه تيل چې په ډيوه
كې ويني يا دغه سيزونكى برق، چې په برقي نغريو كې ګوري په اوبو كې وليدى شي هغه ته
اور او اوبه دومره فرق نه لري او د جهان په هره زره كې يو ه رڼا ويني، چې د صحرا په
كاڼو كې هم شته. هغه نور چې كليم په كوه طور كې ليده، په هره ونه كې شته، مګر
محرمانه سترګې غواړي.
كه د انسان تعقل قوي شي او د حواسو له قيده واوزي(كه څه هم د بشر اوسنۍ پوهه هماغه
رڼا ده، چې د حواسو له كړكيو راننوتلې ده) په هر شي كې به يو نور ګوري او د وجود په
نړۍ كې به دا تور او سپين نه وي! اوس مونږ د حواسو له تاثير لاندې يو، چې په تېلو
غوړ لاسونه په پندانه وچوو.
كه لوښي او ظروف زمونږ د نظر مانع نه شي، نو په هر كور كې د يوې ويالې يا د يوې
چينې اوبه دي او د ټولو مشرب يو دى.
كه مونږ د سيند او ويالې، د كوهي او كاريز، د واورې او باران په نومونو او صورتونو
ونه غلېږو، نو واوره، ږلۍ او باران د يوې كورنۍ خلك دي او اور او اوبه هم دومره
پردي نه دي، په حقيقت كې همدغه خوږوالى دى، چې په خټكي، هندواڼه، توت، انګور، ناك
او مڼه كې يې حلول كړي او په هر محل كې يې بېل صورت بېل خوند او بېل نوم پيدا كړى
دى.
هغه لوى او واړه خمونه، چې د بېلوبېلو ميوو او دانو شربتونه او عرقونه پكې پراته دي
ټول يو كيف لري او د كجورو او اوربشو په مېنځ كې څه فرق نه شته. په دغسې كتنه چې
سړى له اشكالو او صورتونو نه هغه خوا وګوري سړي ته دا معلوميږي، چې كورت او شړومبې
له يوې غړكې راوتلي دي او مايعات او جمادات زمونږ ظاهري حواسو بېل كړي دي.
هغه وخت چې زمونږ تماس او تعلق له مادياتو نه قطع شو او مجرد شو ښايې، چې د نن ورځې
علم او معرفت بل راز شي او دغه رڼا بل شانته ووينو، دغه وخت به د نن ورځې وسايل لكه
د دې كوټې بېكاره ډيوې په كارنه وي او علم و پوهه به په نورو قلبونو كې ځان
څرګندكړي، چې اوس يې مونږ نه شو ليدلى.
انتخاب
زما ملګرى له اجتماعي مسايلو سره ډېره زياته علاقه لري، كله چې ولس د شوروي دپاره
وكيلان انتخابوي يا د حكومت مشر خپل وزيران ټاكي دى په انتخاباتو باندې په زړه كې
سل اعتراضه لري.
د ده په نزد سم او صحيح انتخاب ډېر مشكل كار دى او كه دغه كار بل څوك كوي، دى پكې
ډېر عيبونه پيداكولى شي. دى وايي د ګوستاولوبون دا خبره رښتيا ده، چې په خلكو باندې
حكومت كول دومره ګران كارنه دى، لكه چې په خلكو كې لايق كسان پېژندل او انتخابول
مشكل كار دى.
زما ملګرى دا يوه لويه اشتباه ګڼي، چې اجتماعي كارونه داسې كسانوته وسپارل شي، چې
هغوى په خبرو كې ډېر مهارت لري او په خبرو ډېر ښه پوهېږي. ده د كوم عالم خبره ډېره
خوښه كړې ده چې په خبرلوڅو نطاقانو كې د فكر خاوندان ډېر لږ پيدا كېږي.
د ده په نز د هغه څوك، چې ډېرې ښې خبرې كولي شي ښه ښه كارونه نه شي كولى او ډېر فكر
كونكي هم د كار خك نه دي.
زه د ده داخبره ځكه ښه ګڼم، چې دى په خپله د فكرخاوند دى او په خبرو كې هم ډېرښه
دى، هغه څوك چې د ځان په باب كې هم له حقه نه تېرېږي او د قضاوت په وخت كې په ځان
هم حكم كولى شي بايد ښه يې وګڼو او په قدر ورته وګورو. او س خو به پوه شوي ياست، چې
زما ملګرى په اجتماعي مسايلو كې څومره عميق فكر لري، مګر زما علاقه له ده سره په
فكري او علمي دقت نه ده بنا، بلكې د ده شعر او ادبي جنبه مې ډېره خوښه ده.
دې علاوه په دې، چې شاعر او ليكونكى دى په شعر او ادب كې ډېره ښه نقادي هم كولى شي،
يعنې كه هرڅومره ښه شعر بد په نظر ورغى يا د شعر خاوند ښه سړى نه و، دى پكې داسې
باريك عيبونه پيدا كولى شي، چې نور يې په ذره بين هم نه شي ليدلى، مګر كوم شعر چې
دى په خپله انتخاب كړي هغه هم ډېر ښه نه وي يا يې نور په ښه والي نه شي پوهېداى.
ګورئ! زما مقصد دا نه دى، چې ښه شعر او بد شعر نه پېژني، بلكې يقين لرم چې ادبي
محاسن او معايب ورته ډېرښه معلوم دي، زما په نظركې دى ډېر ښه شاعر دى، مګر د ده له
باريك نظر څخه په وېره كې يم، چې دا خبره يې په مزاج بده ونه لګېږي، ځكه چې اناتول
فرانس په خپل يوه كتاب كې ليكلي دي، چې ډېر ښه شاعر هماغه دى چې ډېر خود پرست وي او
بې له ځانه بل څوك په نظر كې نه لري.
زما دغه ملګري يوه ورځ د وطن په كاردارنو باندې بحث كاوه، چې ځينې يې ښه ګڼل او
ځينې بد، ما چې د ده دغه انتخاب وليد په دې پوه شوم، چې د شعر له پېژندلو نه د سړو
پېژندل ګران كار دى او د اشخاصو په عمل كې دومره اختلاف نه شته، لكه چې په نظركې
شته.
دا كېدى شي چې ډېر خلك په يوه چلم خوله كيږدي، مګر فكرونه او نظرونه يو راز نه دي،
د حسن انتخاب، د شعر انتخاب، د شخص انتخاب په هر ځاى كې يوه اختلافي مسله ده، چې د
هر چا د ذوق او نظر په لحاظ فرق كوي. كه هر چېرته لاړشئ او هر چا ته لاړ شئ يو به د
بل په انتخاب اعتراض كوي او دغه شكايت به هر ځاى موجود وي.
حجازي د ايران ډېر ښه او مشهور ليكوال ليكي: زما يو دوست چې له ډېرو ښو ليكوالو څخه
دى د ايران په فرهنګستان انتقاد كاوه، چې په دغه علمي او ادبي انجمن كې ولې ځينې
بېسواد ه اشخاص په عضويت انتخاب شوي دي او لياقت ته نه دي كتل شوي، مګر څومره چې ده
د ايران د فرهنګستان اعضاوو ته بد ويل هغومره يې د فرانسې د اكاډمۍ اعضاء ستايل او
د هغوى انتخاب يې ډېر صحيح ګاڼه، څو ورځې وروسته چې زه(حجازي) د فرانسې د اكاډمۍ له
يوه غړي(مسيوماسين يون) سره په پاريس كې مخامخ شوم، نو د اكاډمۍ بحث منځ ته راغى او
هغه په ډېر قهر وويل: (د فرانسې له اكاډمۍ نه خرابه دستكاه بله نشته. څو ورځې پخوا
يو تن د كتابونو ناشر، يعنې(كتاب پېرودونكي)كتاب فروش، چې د اكاډمۍ د ځينو اعضاوو
كتابونه د تملق دپاره چاپوي او خرڅوي يې د اكاډمۍ غړى شوى، چې د ادبياتو په پوله هم
نه دى تېر شوى)).
دا كيسه همدغلته پرېږدئ، چې د فرانسې د اكاډمۍ انتخابات د اناتول فرانس په وخت كې
وګورو.
دغه لوى او مشهور ليكوال په خپل يوه كتاب كې د دوو تنو (شاګرد او استاد) مذاكره د
اكاډمۍ د يوه غړي په باب داسې ليكي.
شاګرد: مسيو... د اكاډمۍ په عضويت انتخاب شو او دا انتخاب زه ډېر بد ګڼم. دا سړى د
معاشرت په ادابو ډېر ښه پوهېږي او له هر حزب سره تګ راتګ لري، سربېره په دې يوې
لوړې كورنۍ ته هم منسوب دى او وراره يې د كليسا واكدار دى. دى په خپله هم ډېر څه
لري او په كاله كې يې ډېر ښه شراب پيدا كېږي، مګر ذوق او هنر نلري او د لوړې قريحې
خاوند نه دى، ځكه راته دغه انتخاب ډېر ناوړه معلومېږي او په بد نظر ورته ګورم.
استاد: ناوړه انتخاب ته هېڅكله بد مه وايه او په دې پوه شه، چې په كارونو كې د
تصادف او انفاق ۱- ۲ برخه ډېره زياته ده، هغه كار چې تاسو ته مسخره معلومېږي په
حقيقت كې يو انتقام وي، چې تقدير يې د تفريح دپاره د عقل او تدبير له خاوندانو څخه
اخلي.
تاته دې دا معلومه وي، چې په دغسې انجمنونو كې د هوس او تفنن دپاره هم ځاى پرېښودل
په كار دي. د قريحې او نبوغ خاوندان غالباًٌ د معاشرت او ګذران خلك نه وي.
تا ته دې، د قريحې او نبوغ خاوندان غالباً د معاشرت او ګذران خلك نه وي.
كه يوه جامعه سل په سلو كې عقلي او منطقي وي سل په سلو كې به د تحمل وړنه وي او د
عدالت له ساړه فشار لاندې به هر څه ساړه وي. كوم انجمن چې يوازې له لويو او فوق
العاده اشخاصو جوړ شوى دى ډېر لږ خلك به ورسره علاقه ولري. ډېره ښه ده چې ټيټ او
حقير اشخاص له دوى سره ګډ شي او د تفريح باعث وګرځي. په دغه صورت كې به ټيټ كسان له
لوړو كسانو نه علمي او معنوي استفاده كوي او لويانو به هم، چې خپله مقايسه له دوى
سره په نظر كې نيسي خوند اخلي. دا كار د دواړو په ګټه دى او اكاډمي په دغه ډول د
خپلو مهمو غړو اهميت نورو ته وركولى شي. څنګه چې د لمر او ستورو څخه ځينې ذاتي او
ځينې اكتسابي ځلښت لري، د اكاډمۍ اعضاء هم بايد دغه راز وي، چې د ځينو رڼا ځينو
نورو ته انتقال او سرايت وكړي.
دغه راز ناوړه انتخابات د دغه انجمن د حيات او بقا دپاره ډېر ضرور معلوميږي او ډېره
ښه ده، چې اكاډمي د خپلو غړو په انتخاب كې اشتباه وكړي يا د تصادف له تاثير لاندې
راشي او دغه راز خلك هم انتخاب كړي.
كه ناوړه اشخاص هېڅكله د اكاډمۍ په غړيتوب نه انتخابېدلى، نو هغو كسانو ته به ډېر
لوى توهين او تحقير متوجه و، چې اكاډمۍ نه قبلولې. مونږ بايد دغه راز ظاهري
اشتباهات حقيقي هوښياري وګڼو او په نفرت ورته ونه ګورو.
د عقل برخه په ژوندانه كې
پاك خداى چې ژوند پيدا كړ غرايز يې هم ورسره پيدا كړه، چې ژوند وساتي او د حيات شمع
مړه كېدو ته پرې نږدي.
همدغه غرايز دي، چې د هوا مرغان او د ځمكې ځناور يې د زيږولو او نسل سالتو كار ته
داسې متوجه كړي، چې هېڅ غفلت پكې نه ځاييږي. د همدې لامله د هوا مرغان هر كال نوي
كورونه جوړوي او نوې هګۍ پكې ږدي. له هګيو نه بچي را ايستل او بچو ته دانه په خوله
كې راوړل د غريزې كار دى.
يو كوچنى ماشوم، چې په لومړۍ ورځ د مور په تي باندې خوله ږدي او وري يې بې له غريزې
بل لارښونكې نه لري، هغه پاملرنه چې يوه چرګه يې د خپلو بچيو په نسبت لري كوم
تعليمي كار نه دى، بلكې د غريزې او فطرت په تقاضا اجرا كېږي. كومه شهواني قوه، چې
نر او ښځه يې يو د بل په نسبت لري د غريزې غوښتنه ده، چې د ژوند ساتلو او د نسل د
بقاء دپاره په انسان او حيوان كې وجود لري، يعنې د ژوندانه ساتنه او د نوع پايښت د
غرايزو وظيفه ده. هر كله چې غرايز په حيوان كې ډېر قوي وي او په انسان كې ضعيف
غوندې دي، نو انسان ته عقل هم وركړ شو، چې د ژوند په كار كې له غرايزو سره مرسه
وكړي او د غريزې په خوښه استعمال شي، يعنې عقل يوه آله ده چې غريزه يې استعمالوي،
نو عقل بايد د ژوندانه د وسايلو برابرولو په كار كې صرف شي او د ژوند اسباب برابر
كړي، نه دا چې د حقايقو او پټو اسرارو د كشفولو په كار كې صرف شي او د ژوند اسباب
برابر كړي، نه دا چې د حقايقو او پټو اسرارو د كشفولو كار ترېنه واخلو او بېځايه يې
استعمال كړو. د عقل اصلي كار همدغه دى، چې له مادې سره تعلق پيدا كړي او په موادو
كې تصرف وكړي. طبيعي علوم او رياضي علوم دا مدعا ډېره ښه ثابتوي، چې د عقل كار له
جسم او مادې سره دى چې بايد ابعاد وپيژني او كميت ته متوجه شي، ځكه چې د كيفيت
پېژندنه د عقل كارنه دى او عقل د دغه مقصد دپاره نه دى پيدا شوى همدغه سبب دى، چې
انسان يا له كيفيت نه بېخي غافل دى يا كيفيت ته هم د كميت په نظر ګوري، مثلاً:
زمانه په اصل كې كيفيت دى او د كيف له مقولې لاندې راځي، مګر انسان د خپلې ساعت
تيرۍ دپاره، چې د ژوندانه يكنواختي وركه كړي دغه كيفيت له مقولې لاندې راووست او د
ځمكې حركت د ستورو حركت او نور حركتونه يې زمانه وبلله، هئيت نجوم رياضيات په
همدغه مفيده اشتباه بناه شوه او د دغې لويې غلطۍ په وسيله لوى لوى مقصدونه حاصل
شول.
كه انسان ښه غوروكړي پوهېږي، چې عقل انسان ته د دې دپاره وركړشوى دى، چې د الاتو او
مصنوعاتو په جوړولو كې ترېنه كار واخيستل شي او يو څه جوړ كړي، نه دا چې په څه پوه
شي او د كميت ادراك وكړي.
د عرب پوهان په دغه راز ښه پوهېدلي دي، ځكه يې د ژوند ښه كولو په كار كې له عقل او
پوهې نه ډېر كار اخيستى دى او زمونږ پوهان په نورو تصوراتو كې غرق دي.
مونږ بايد د جوړولو او پوهېدلو په فرق قايل شو.
جوړول اسانه كار دى، مګر پوهېدل ګران كار دى.
د شاتو مچۍ عسل جوړوي، مګر په حقيقت يې نه پوهېږي.
مونږ ژوند كوو او د ژوند وسايل برابر وو، مګر د ژوندانه په حقيقت نه يو پوه شوي.
ډاكټران او طبيبان د ژوند په خدمت تر ډېره حده موفق شوي دي او د زړه حال، د سږو حال
ورته معلوم دى، مګر ژوند نه پېژني او له روح نه ناخبره دي.
د انسان ډېره لويه او مهمه وظيفه د ژوندانه ساتنه او روزنه ده.
عقل او فكر، علم و فن د همدغه مقصد دپاره دي، چې د ژوندانه اسباب او وسايل برابر
كړي او په همدغه لاره كې ترېنه كار واخيستل شي.
حسابي خبرې
استاد ويل: تاسې بايد هر وخت له ځان سره حساب وكړئ او حسابي خلك اوسئ!
د ده يو حسابي درس دا و: كه يو عدد له بل سره داسې يو ځاى كړو، چې يو پاس او بل
لاندې وي لكه ۲ نو څلور(۴) ترېنه جوړېږي او دواړو وجود هم په خپل حال نه پاتې كېږي،
كه دواړه څنګ په څنګ يو ځاى كړو لكه:۲۲ دوه ويشت ورنه جوړېږي او دوه شلې كېږي. د
دواړو عددونو شكلونه او صورتونه هم په خپل حال پاتې كېږي، ځكه چې دلته د ملګرتيا او
ورورولۍ راز پټ دى او په هغه بل صورت كې تفوق تسلط او محوه كول
معلومې
ږي.
ده ويل: كه دوه مساوي عددونه لكه: (1-1) (2-2 ) (3-3) هريو له بل نه وړاندې يا
وروسته كړو نتيجه يې يوه ده، مګر په دوه متفاوتو عددونو كې تقدم او تاخير ډېر زيات
فرق راولي او په مقدار كې ډېر تفاوت راځي. كه مونږ(يو) او نه (يو) ځاى كوو او داسې
يې ليكو (۱۹) نونس كېږي، مګر شل كېږي نه، كه همدغه دوه عددونه داسې وليكو(۹۱)خبره
سلوته نږدې كېږي او ډېر زياتوالى پكې راځي.
شعر او فلسفه
ورېځې پورته په هوا كې دي، څاګانې ښكته په ځمكه كې.
هغه څه چې په هسكو ورېځوكې شته په ژورو څاګانو كې هم شته په دغو اوبو باندې هم
هماغه تنده ماتېږي.
د لوړخيال او د ژور فكر نتيجه يوه ده.
ته: يا خپل نظر ډېر لوړ كړه يا په خپل ګرېوان كې ډېر سر ښكته كړه:
د شاعر او فيلسوف فرق هـــــــمدغه دى
زه شعـر او فلسفه دغه شان ګــــــــــڼم
ولاړې اوبه
له ښاره ووتم سمه او ودانۍ مې پرېښوده، د لوړو غرونو سر ته وختم، له هغه ځايه ستاسې
لوړې ماڼۍ ډېرې ټيټې ښكارېدې او په دې پوه شوم، چې مونږ په ډېر ټيټ محيط او ټيټه
هوا كې ژوند كوو.
د غره له سره ډېر لرې ځايونه ليدل كېږي او نظر ډېر لرې څار كوي، ځكه ما هم د زمان
او مكان په لرې ګوټ كې هغه څه ليده، چې د كور او كلي خلكو نه شو ليدلى.
همدغه وخت زه وپوهېدم، چې فرعون او قارون په كلو او ښارونو كې پيدا كېږي، مګر خدايي
تجلي په غرونو كې ځان ښي او كليم له كوه طور نه الهام اخلي. د لمر لومړۍ رڼا د غرو
په څوكو پرېوزي او وروستۍ وداع هم د غرو له څوكوسره كوي. شپانه په غرونوكې دي او
قصابان په ښارونوكې.
د بودا او زردشت نښې ننښانې په غرونو كې دي او فرهاد د عشق د غره ازانګه ده.
د غرونو اوبه ډېرې پاكې او ډېرې رڼې دي. د غرونو هوا ډېره صافه او بې دوړو ده.
تاسې غرونو ته يوازې د كميت په لحاظ مه ګورئ، د كيفيت په لحاظ هم دلته ډېر څه شته،
چې په سمه كې نه شته.
كه په غرونو كې قيمتي لعلونه شته، نو د غرونو ښكلي او ښايسته منظرې هم په ښارونو كې
نه پيدا كېږي.
زه غرونو ته نندارو او تماشو دپاره تللى وم او د ولاړو اوبو سيل مې كاوه، ما ته چا
ويلي و، چې هلته يو ډېر لوى ډنډ دى، چې پخوا به پكې ښاپېريو لمبل او ملوك به له
بدرۍ سره همدغلته كتل.
زه لاړم او دغه ډنډ مې وليد د ډنډ په غاړه ډېر ساعت كښېناستم او تر ډېره وخته له
فكر او خيال سره مشغول وم.
دغه لوى ډنډ د صبر او سكون په مقام كې څه شور او فرياد نه كاوه، د حال په ژبه يې
خپل عميق احساسات داسې ښكاره كول.
زه د لويو غرونو په ډېره لويه كنده كې ايسار يم او د ولاړو اوبو په نامه يادېږم،
زما ليدو ته خلك راځي او زما مهيبه منظره ويني. هېڅ لامبوزن دا جرئت نه كوي، چې زما
په سر ودانګي او زما مخ په څپېړو ووهي. په ما باندې د چابېړۍ نه(ګرځي زما كبان څوك
نشي نيولى) د هيچا جال په ما باندې نه دى لوېدلى. زه د هېچا په واك او اختيار كې نه
يم، مګر په عين حال كې بې واكه او بې اختياره يم. زما په پښو كې لكه غرونه لوى لوى
زنځيرونه پراته دي او زه يې ځاى په ځاى درولى يم.
هغه ازادي، چې له مستو سيندونو او زورورو سېلابونو سره شته له ما سره نه شته.
زه عمق لرم، شور او مستي لرم، موج او حركت لرم.
زه ډېر خلك غرقولى شم، مګر ځان له قيده نه شم خلاصولى.
زما قوت او طاقت ايسار دى، ما ځان ته د يوې چينې او يوه لښتي قدر ته مجرا پيدا نه
كړه او د دغو ماشومانو ازادي هم زما په برخه ونه رسيده. زه ډېر لوى قوت يم، مګر
ازاد نه يم، ايسار يم، ځكه هېڅ نه شم كولى او هېڅ رانه جوړ نه شوه.
زما عمر عبث تېرېږي، نه رانه برق او بريښنا پيدا شوه نه سمسور باغونه، نه مې جهان
وليده او نه جهان وليدم. زه ښارونو او ودانۍ ته ښكته نه شوم. ما خپل موج او حركت
ونه ليد او د شور او مستۍ په كيف ونه پوهېدم. زه د ځان غوندې نورو ډنډونو سره يو
ځاى كېداى نه شم، مګر د كابل سيند د كونړ له سيند سره يو ځاى كېږي او دواړه له
اباسين سره خپل موجونه خپل شور او خپله مستي يو ځاى كوي.
قيد او اسارت عزيزان له عزيزانو نه لرې ساتي، ځكه د يوه كوهي اوبه له بل سره نه شي
ګډېدلى. لوى ډنډ ته لاره نه لري، مګر د اسمان ورېځې يو له بله ګډېږي او ديوه باغ
مرغۍ بل باغ ته ځي.
زما طبيعي ميل دانه دى، چې ځاى په ځاى غلي ولاړ يم او هېڅ حركت نه كوم. زه د سېلاني
حركت او توپاني قوت غوښتونكې يم.
زه بايد دغه سكندري ضد مات كړم او ځانته لاره پيدا كړم.
كه زه له دغه قيده خلاص شم. زما له طوفان به خلك وويريږي او زما له فيضه به ملكونه
اباد شي.
زه به بحر او درياب ته لاره پيدا كړم او هلته به بې برخې نه يم.
زما په زړه كې ډېر څه نه شته، مګر د شور او غوغا ژبه نه شته.
ته زما د حال په ژبه پوه شه او زما په حال كې عميق فكر وكړه.
هغه وخت، چې زه د ډنډ په غاړه ناست وم، لكه صحب حال په بل حال كې وم او د خيال
پروازونه ډېر او چت وو.
په دغه وخت كې زه له لوړو خيالونو او ژورو فكرونو سره اشنا شوم او ډېر لرې به مې
كتل همدغه وخت ما ته د پسرلي زورور بارانونه راياد شوه، چې له دې لوړو غرونو په ډېر
شور او زوږ مخ ښكته روان وو او هيچا يې مخه نه شوه نيولى.
د هغه سېلاب تعلق د اسمان له ورېځو او اسماني برېښنا ګانو سره وه، ځكه يې ډېرې ځمكې
لاندې كړې او له هره قيده ازاد و.
دا ډنډ له ټيټ او ژور محيط سره علاقه لري، ځكه په ځاى ولاړ دى او عمري قيد تېروي.
اى هغوكسانو، چې د پوهې او هوښيارۍ عمق ته پريوتي ياست او په اسفل السافلين كې ژوند
كوئ! په دې پوه شئ، چې دغه راز لوى ډنډونه د هغه شبنم مقام او منزلت نه شي پيدا
كولى، چې د شپې د ګل په نازكو پاڼو پرېوزي او سحر د لمر د وړانګو او حرارت سره
اسمان ته خېژي.
هغه اوبه چې د نورو څاګانو په تل او تورتم كې دي، په دې نه شي پوهېدى چې د پسرلي
بارانونه او سېلابونه څنګه دي او څه كوي؟
دغه راز لوړ مضمون دغسې ټيټو ته نه شو ويلى او د ژورو څاګانو په اوبو كې د دنيا
زورور بارانونه هم موج او حركت نه شي پيدا كولى.
ښه حاكم
هغه چې نه نفس لري، نه نفسي خواهشات.
نه يې په زړه كې ډار شته، نه طمع.
نه له موقوفۍ وېرېږي، نه د ترفيع پروا لري.
نه رشوت اخلي، نه تنخواه.
نه له چا سره عناد لري، نه د چامراعات كوي.
نه د چا مخ ګوري، نه چا څټ.
نه زور ور پېژني، نه غريب.
نه يې څوك خپل دي او نه پردي.
نه سپارش مني، نه تملق اوري.
نه چاته خاندي، نه چا ته وچولى تريووي.
پوهيږئ دا حاكم څوك دى؟
هو! قانون او عدالت.