دوه دهقانان
دهقانانو د مني فصلونه ټول كړه او د كروندې كارونه تمام شوه، هر چا خپله غله كور ته
ويوړه او خپل واښه يې په ځاى كړه، د ژمي واورې شروع شوې. هر څوك تيارې غلې ته
كښېناست نرخونه له پخوا نه جګ لاړل، د پروړې قيمت يو په دوه شو.
يوه دهقان فكر وكړ، چې اوس د قلبې غوايان خپله نيمه بيه په نس خوري او يو پنډ واښه
په پنځه روپۍ خرڅېږي، ښه به دا وي چې خپل غوايان خرڅ كړم او په وښو خرڅولو هم ډېرې
پيسې پيدا كړم، چې ژمى تېر شو او پسرلى راغى بيا به د يوې دپاره غوايان واخلم خپله
دهقاني به كوم.
بل دهقان غوايي نه درلودل هغه هم ده غوندې هوښيار او د فكر خاوند و، هغه وويل چې
اوس ژمې دى غوايان په نيمه بيه لاس ته راځي، نو راشه همدغه اوس غوايان واخله او
پسرلي ته مه ګوره، ځكه چې هغه وخت دغه نرخونه نه پاتې كېږي. دا دوه هوښيار دهقانان
په سودا كې جوړ شوو او هر يوه دا ومنله، چې دغه سودا د ده دپاره سودمنه ده.
په دې سودا كې دواړو خپل عقل او فكر ښه جنګولي دي، مګر دا يو قمار دى، چې وړونكى يې
لانه دى معلوم، انسان كه هر څومره عميق او دقيق فكر وكړي بيا هم ديوه شطرنج باز
مثال لري، چې ټول فكر يې د قمار په لوبه كې خرڅيږي او بې د چا نس له موافقه لوبه نه
شي وړلى. دا دوه دهقانان هم په حقيقت كې شطرنج بازان دي او هغه چالونه شطرنج بازان
يې داسې او پيل په وړاندې كولو او بېرته كولو كې سنجوي. دوى يې د غوايانو په خرڅولو
او اخيستلو كې له نظر لاندې نيسي، مګر دومره خبره ده چې دوى له يوه چاله زيات نه شي
سنجولى او فكرونه يې له ابتدا او انتها نه تجاوز نه كوي. هغه يو د وښو ګراني ويني،
د غوايانو ارزاني نه ويني، دغه بل دغويو ارزانۍ ته ملتفت دۍ، د وښو قيمت ته يې پام
نه دى.
د غويو خاوند، چې خپل غوايي يې په هغه بل خرڅ كړ، هغه مجبور شو د ده واښه هم په
ګران قيمت واخلي او كڅوړه تشه كړي.
د دوى سودا خوسرونيوه اوبه ګورو، چې چانس او طالع له كوم يوه سره ملګرتيا كوي او دا
بيع د چا په ګټه تمامېږي.
په دې انتظار كې څه موده تېره شوه، پسرلى لا نه و راغلى، چې ټاكو راغى او د دهقان
دواړه غوايان په تېره چوړكۍ حلال شوه. لومړي په خپلې هوښيارۍ شكرونه ويستل او ويل
يې زه پوهېدم، چې زنده جان مال مرګ او درد لري، هسې نه چې د څارويو مرض راشي او لوى
تاوان راواوړي، نو راشه خپل غوايي پرې خرڅ كړه او پيسې نغدې كړه. په كور او كلي كې
به يوه او بل ويل، چې د غويو پلورنكى هوښيار و ګټه يې وكړه هغه بل كم عقل و، ځكه
يې تاوان وكړ.
هر كله چې د لومړي دهقان هوښياري ټولو ومنله، نو هغه بل خپلې ناپوهۍ ته ملتفت شو او
ګمان يې كاوه، چې هغه په رښتيا دغه ورځ ليدله او زه خداى ړوند او كوڼ كړم، چې له
پسرلي نه مې دمخه غوايي واخيستل.
څو ورځې، چې نورې هم تېرې شوې د لومړي دهقان په كور غدۍ ولوېده. دى كم بخت ووژل شو
او پيسې غلو ويوړې دا ټاكو د غوايي له ټاكو نه هم بتر و، چې هم سر لاړ او هم مال.
يه كور كې يې كونډه او يتيمان پاتې شول، چې خپل خوراك او پوښاك ته حيران و. هر چا
به ويل، چې نغدې پيسې په كور كې ساتل همدغسې كارونه لري. ده غريب د څاريو مرګ او
درد ليده او خپل مرګ يې نه ليده دغه وخت دا معلومه شوه، چې دويم دهقان، يعنې دغويو
اخيستونكى ترده هوښيار و، د هغه بلا په مال ولګېده او د ده په ځان شوه اوس، نو ده
خپل برېت تاوول او ځان ته يې عاقل خان ويلې.
دغه وخت پېښو او حوادثو دا څرګنده كړه، چې د دهقانانو په پوهه او سنجش كې څه ډېر
فرق نه و، دواړه لكه د يوه خره غوږونه برابر وو، يوه كه د غويو مرض ليده، د تورې
شپې غله يې نه ليدل هغه بل، چې له غلو نه خبر و د غويو مرض ورته نه و معلوم.
وګورئ! پېښې او حوادث زمونږ په قضاوتونو او فيصلو كې څومره دخل لري كه دهقان په
كاله غدۍ نه واى لوېدلى هوښياري ترېنه هېچا نه شوه وړلى، مګر كله چې غلو د ده سر
اومال ويوړه هر چا پرې د بې عقل فتوا وكړه.
دا ده زمونږ پوهه او هوښياري.
دوه جنازې
په يوه ورځ په يوه ساعت كې له يوې شفاخانې نه دوه جنازې راووتلې هغه يو د كم خونۍ
په وجه او دا بل د فشار خون په سبب مړ شوى و، هغه جنازه څلورو تنو په اوږه رااخستې
وه. د دې بل په جنازې پسې بې حسابه لوى او واړه موټرونه روان وو.
هغه يوه وينه نه درلوده، ځكه مړ شو، د دغه بل وينه زياته شوې او تېزه شوې وه، ځكه
يې ژوند ونه شو كړاى.
دوى دواړه مړه شول، مګر مرګونه يې يو راز نه وو او مرضونه بېل وو، يو د نورو وينې
هم څكلې وې او دېته محتاج و، چې ډاكټران يې له وجوده وينه وباسي. بل ته چا خپله
وينه نه وه پرېښې او بې وينې و.
يو د افراط او بل د تفريط له لاسه مړ شو، هغه چې فقير و او په فقر الام مړشو، د
هغه له مرګه د باختر اژانس هېڅ خبر نه شو، د دې بل د مرګ اطلاع اخبارونو په ډېر
تاسف اخستې وه او د جرايدو مخونه يې په ماتم كې تور شوه.
دوى دواړه يو بادار او بل مزدور و، څه موده پخوا ښاغلى بادار رنځور شو، ډاكټر د
مزدور وينه د رنځور وجود كې انجكشن كړه، د مزدور قوي وجود كمزورى شو او بادار په لږ
وخت كې د هر راز خوراكونو په زور او د عياشي په وجه په فشار خون مبتلا شو.
چېرته چې دغه شان باداري او مزدوري وي دغه شان كارونه كېږي او د يوه په ځاى دوه
مري.
يو كمزورى كول او بل قوي كول د دواړو په مړينه تمامېږي او د ظالم او مظلوم عاقبت
همدغه شان وي.
مونږ دا راز مرګونه طبيعي ګڼو، مګر په حقيقت كې قتل او مقاتله ده، چې د وينو پور
ورته ويلى شو.
په دغسې مرګونو كې هم قاتل او هم مقتول شته، مګر زمونږ پوليسان او حاكمان پرې نه
خبرېږي او داسې معنوي قتلونه له نورو نه دوى ډېركوي.
دلته دا عبادت دى كه چا څوك په ټوپك وويشت يا يې په چړو وواهه پوښتنه يې كېږي، مګر
كه چا د چا ډوډۍ وخوړه او هغه له لوږې مړشو، دغسې قاتل ته سزا نه وركوي.
مليت او ملي استقلال
هغه وخت چې يو کوچنى ماشوم په خبرو نه پوهېږي او خبرې نه شي کولى، نو د مور او پلار
نومونه هم نه پېژني او په ذهن کې يې د خپل او پردي مفهوم نه وي ناست. د کورنۍ او
قبيلې، د قام او ملت څه فکر له ده سره نه وي او له دغو الفاظو سره وروسته اشنا شي،
مګر په همدغه حال کې هم دومره تميز لري، چې خپله مور پيژني او خپل پلار هم نه
غلطوي.
دا د پوهې لومړۍ نښه ده، چې د ماشوم په سترګو کې ظهور کوي او دايره يې ورځ په ورځ
لويېږي.
دا احساس له عقل او تفکر نه پخوا پيدا کېږي او د مشرۍ حق لري. د انسان د معرفت اساس
همدغه دى او له همدغې نقطې نه د بصيرت او بصارت ليکه شروع کېږي. د ماشوم فکر چې هر
څومره وده کوي هغومره د خپلوانو په پيژندلو زيات موفق کيږي او خپلوان يې ډېرېږِي،
يعنې له کوره کورنۍ ته راشي او له کورنۍ نه قبيلې ته ورننوزي او بيا له ملت او
مليت سره اشنا شي، يعنې د خپل ولس ټول افراد خپل وګڼي او د يوه بېل ملت ټول افراد
ورته پردي ښکاره شي.
د خپلو او پردو د پېژندلو وروستۍ حد همدغه دى او د دنيا ملتونه په همدغه حد ولاړ
دي.
د يوه متمدن او مترقي انسان معيار همدغه دى، چې د قرابت سلسله يې دغه حد ته ورسيږي
او د کور او کورنۍ، د قام او قبيلې په تنګه دايره کې ايسار پاته نه شي. د دې خبرې
معنىٰ دانه ده، چې نږدې خپل او لرې خپل په منځ کې به څه فرق نه وي او د ملت هر فرد
به عيناً خپل سکنى ورور ګڼي يا به د کور او کورنۍ دايره محوه کوي او په دغه لويه
دايره کې به اوسي.
نه هېڅکله داسې نه شي کيداى، بلکې څنګه چې هر سړى په خپل کور کې اوسي او کور يې په
يوه لوى ښار کې وي او ښار په يوه مملکت کې واقع دى هر فرد به په خپل ملت کې همدغه
شان وي او په دغه ډول به ځان يو واړه ملت جز ګڼي. خپل ځان د ملت جز ګڼل او دغه کل
پېژندل همدغه معنىٰ لري، چې د خپل پردي فرق به کوي او دواړو ته به په يوه نظر نه
ګوري. که څوک د خپل ملت او پردي ملت فرق نه کوي يا يې نه شي کولى هغه د کوم ملت جز
نه ګڼل کېږي. که څوک هېڅوک پردې نه ګڼي هغه په حقيقت کې هېڅوک خپل نه ګڼي او خپلوان
نه لري. که پرديتوب په دنيا کې نه واى خپلتوب به هم نه و.
مليت او ملي وحدت په همدغه احساس بنا دي، چې سړی د خپل او پردي فرق وکړي او دواړو
ته په يوه نظر ونه ګوري دا حس په انسان کې ډېر قوي او ډېر طبيعي دي. د انسان په
فطرت کې دا خبره پرته ده له پردي زويه به خپله لور ښه ګڼې او خپل به ورته ښاغلي
معلوميږي.
دغه احساس په يوه قام او يوه ملت پورې اختصاص نه لري.
هر چېرته همدغه حال دى او په دې کار کې د مشورې او سلا څه فرق نه شته. د خپل او
پردي تميز په ډېرو بې تميزو خلکو کې هم شته. مسلمان او کافر پو او ناپوه د خپل او
پردي په فرق قايل دي.
څو زره کاله پخوا هم خپل خپل و او پردي پردي و، څو زره کاله وروسته به هم دغه شعور
او دغه احساس موجود وي دا هغه حقيقت دي چې، په شرق او غرب کې نه بدلېږي او په هر
دين او هر آئين کې شته هغه زمانه په خيال او تصور کې نه راځي، چې يا وروري او
عزيزګلوي دومره بېخونده شي، چې د يوه پلار زامن ځانونه پردي ګڼي يا پردي خلک د عشق
او محبت هغه جذبه پيدا کړې، چې هر څوک هر چا ته ورور او عزيز ووايي او د يوه ميراث
د ټول عالم حق وګرځي، زه يقين لرم چې هېڅکله به ميندې او پلرونه د نورو او لاد ته
په هغه نظر ونه ګوري، لکه چې خپل بچو ته ګوري.
زه دا نه شم منلى، چې د خپل او پردي مرګ به په خلکو يو شان اثر وکړي او په دغه وير
او هغه وير کې به څه فرق نه وي موجود.
په عمرونو به د مور ژړا او د خور ژړا له نورو نه فرق لري او هر څوک به د خپل پلار
په مرګ يتيم کېږي.
هغه زمانه د هېچا په تخمين کې نه راځي، چې د خپل او پردي کاله توپير او تميز له
منځه لاړشي او ټول کورونه خپل شي يا ټول پردي شي.
اوس خو ړوند هم د خپل کاله لاره نه ورکوي او څاروي هم ماښام خپل کاله ته راځي، په
دې بې ثباته دنيا کې، چې کوم شی ډېر ثابت او پايدار معلومېږي هغه د خپل او پردي
فرق دى.
مليت او قوميت په همدغه ټينګ اساس ولاړ دي او ملي وحدت د فطرت د تشکيلاتو فصل او
باب دي.
دغه متمايز رنګونه، چې په اقوامو او مملکتو کې وينئ ډېر پاخه دي او هېڅوک يې نه شي
بدلولى.
له دغه وحدت سره، چې په يوه ملت کې يې وينئ، هغه غيرت تړلی دی چې يو ملت يې د بل په
نسبت احساس کوي.
که چا د خپلو او پردو فرق نه کولى، ملتونه به نه وو جوړ شوي او دغه سياسي او ملي
تشکيلات، چې نن وينئ په دغه ډول به نه وو.
همدغه د ځان او د بل فرق دى، چې يو ملت د بل ملت سلطه او نفوذ نه مني او د خپل ملي
استقلال دپاره ډېرې لويې قربانۍ ورکوي.
مراکش او تونس همدغه احساس له فرانسويانو نه بېل کړل او الجزاير هم د دغه حس او
شعور په قوت د فرانسې له لوى قوت سره په جګړه اخته دي.
د پښتونستان توريالي ملت د پاکستان په مقابل کې همدغه احساس ټينګ درولى دى، هغه
پرديتوب چې د دې دواړو ملتوترمنځ موجود دى ارومرو دوى يو له بله بېلوي او دا بېلتون
ډېر حتمي او يقينی دي.
دغه راز ترکيب او تاليف، چې په زور او جبر بنا وي او انساني فطرت ترېنه کرکه کوي
ډېر بې بقا او بې وفا معلومېږي.
د خپل او پردي تميز د فطرت قانون دى او هر سياست، چې له دغه قانون څخه مخالف وي هېڅ
قوت يې حمايت نه شي کولى.
د بشر فطرت او طبيعت په بله خوا ګرځول د انسان کار نه دی او عقل يې نه مني. نن ملي
شعور او ملي احساس ډېر قوت موندلى دى او له دغه قوت سره هېڅ قوت مقابله نه شي کولى،
ځينې ګمان کوي چې که علم ډېره ترقي وکړي او د ګډ ژوند وسايل زيات شي، نو ملي او
قومي تعصبات به ورک شي او ټول عالم به د بشريت په نامه يو وجود شي، يعنې بيا به د
خپل او پردي فرق نه وي او درست ملتونه به يو ملت شي. دا ارزو په اول نظر ډېره ښکلې
معلومېږي، مګر له حقيقت نه دومره لرې ده، چې مونږ د مريخ له کرې نه هم دومره لري نه
يو. اوس خو مونږ وينو او ګورو، چې د دنيا ډېر پوه او مترقي ملتونه له نورو نه په
خپل مليت ډېر ټينګ دي او ملي احساس په متمدنو قومونو کې ډېر قوي دى.
همدغه احساس د نن ورځې په ادب او فلسفه کې ډېر اثر لري او په انسان کې يې ډېره خودي
او خود شناسي پيدا کړې ده. د جهان د څو زرو کالو تاريخ په همدغه بنسټ ولاړ دی او
دغه بنياد يې ډېر مضبوط کړی دی.
نن د هر ملت په نظر کې خپل ملي استقلال د يوه ډېر لوى ناموس حيثيت لري او له دې نه
لوى افتخار بل نه شته. د دغه مقصد دپاره خلک سونه اولادونه قربانوي او بې استقلاله
ژوند ډېرلوى ذلت ګڼي، که چېرې ملي احساس او ملي شعور په ډېر قوت موجود نه واى د
استقلال قيمت به ډېر لږ و او د دنيا لويې امپراطورۍ به نه ړنګېدى، استعمار به دغسې
بده قيافه نه درلوده او يو ملت به د بل ملت له سيوري لاندې خوشحاله و.
دغه ملي جشنونه، چې هر مستقل ملت يې د خپل استقلال په ياد کوي او په ډېر قدر ورته
ګوري د مليت تجليل او احترام په کې پروت دی او همدغه معنىٰ لري، چې يو ملت د بل ملت
حاکميت په ځان نه شي منلى. مونږ بايد په دې خبره ډېر فکر وکړو، چې ملي استقلال د
ملي احساس او شعور محصول دى. هر څومره چې دغه حس قوي وي هغومره به زمونږ استقلال هم
قوي وي. د استقلال ساتنه د مليت قوي جذبې ته ډېر شديد ضرورت لري، که دغه احساس په
يوه ملت کې کمزوري شي هغه د استقلال په قدر او قيمت نه شي پوهېدلی او د همدغې
ناپوهۍ په وجه دغه لوى نعمت ساتلى هم نه شي.
مونږ بايد خپل ملي امتيازات ملي شعور او ملي احساس ډېر ټينګ وساتو او د خپل استقلال
تقويه ورپورې مربوط وګڼو.
ملي يو والى
هغه خلک، چې په يوه وطن کې اوسېږي ګټه او زيان يې يو وي، د يوه واکمن امر ته يې
غاړه ايښې وي له يوه بېرغ لاندې راټوليږي او مشترک تاريخ لري يو ملت بلل کېږي.
افغانستان يو وطن دى، د دې وطن اوسيدونکي يو ملت دی، د دې ملت نوم افغان دى، لکه چې
په افغانستان کې ساړه او تاوده، وچ او لامده، هسک او ټيټ ځايونه شته، چې په ځينو
کې يو راز غلې او ميوې کيږي، په ځينو کې بل راز. په ملت کې هم راز راز خلک شته، چې
کړه وړه يې يو بله ځيني فرقونه لري. مونږ ته په كار دي، چې په دې خبره ښه ځان پوه
کړو، چې وطن هغه تنګ او ګوچنی کور نه دی، چې د يوه پلار او د يوې مور او لادونه به
پکې استوګنه لري او نه هغه کلی دی، چې ټول اوسېدونکي به يې يو خپل يا يو قوم وي. په
دې اوسنۍ زمانه کې اوس ځينې داسې کورونه هم شته، چې يو مسلمان پښتون له يوې روسۍ يا
امريکايۍ مېرمنې سره پکې اوسي او دواړه د يوه او لاد مور او پلار وي.
هر کله چې په يوه کاله کې دا حال وي، نو په يوه لوى وطن کې به ولې هندو او مسلمان،
شعيه او سني، پښتون او تاجک د يو ملت په حيث نه اوسيږي.
زه ډېر داسې دوه وروڼه پيژنم، چې يو پښتو وايي او بل پاړسي.
ژوند
ښايي چې تاسې به کله داسې سړي ليدلى وي، چې لاس او پښې نه لري، سترګې يې ړندې او
ژبه يې ګونګه وي، مګر ژوندى وي.
دغه راز سړى که په ګېډه موړ او په تن پټ وي او په ښه کور کې اوسي، يعنې د شتمنۍ
کورنۍ غړی وي بيا هم د ده ژوند بې خونده او بې اهميته دى.
په ژوند کې چې حرکت او فعاليت نه وي او له قوت او قدرت نه محروم وي، څه ارزښت نه
لري. هغه ژوند چې پوهه او بصيرت ورسره نه وي او د شعور او احساس برخه يې نيمګړې وي
ښه ژوند ورته نه شو ويلی. ګېډه مړول، په ښه کور کې اوسېدل او ښه اغوستل د ژوند
لومړي ضرورتونه دي، مګر کافي نه دي. په ژوند کې د ذهن او روح اطمينان د اينده په
نسبت ښه انتظار، د انساني ازادۍ او بشري حقوقو تامين او تکميل ډېر مهم ضرورتونه دي.
په ژوند کې له کميت نه کيفيت ډېر مهم دی. ژوند بايد ښکلی او ښاغلی وي.
د ژوند دپاره جمال او جلال دواړه په کار دي.
لذت او افتخار د ژوند لاس او پښې يا د الوتلو وزرونه دي.
که ژوند خوار او غريب وي دا دومره ډېره د افسوس خبره نه ده.
ډېر افسوس هغه وخت په کار دى، چې له ژوند نه د خلکو زړونه تور شي او ژوند ته په
کرکه وګوري. د يوه هېواد د واکمنو او مشرانو کار يوازې دا نه دی، چې د خلکو ژوند ښه
کړي، بلکې ستر او مهم خدمت دا دی، چې د ژوند مينه په زړونو کې زياته کړي او هيلې،
اسرې را ژوندۍ کړي.
کېداى شي، چې په جنت غوندې ځاى کې سړی له ژوند بېزاره شي يا په جونګړه کې له
ژوندانه سره مينه ولري. په ژوند کې يو معتدل حالت ډېر ښه دى او ښه ژوند هماغه دی،
چې اعتدال پکې وي، يعنې نه ظالم وي او نه مظلوم، نه د چابادار وي او نه يې څوک
بادار وي. هو! اجتماعي عدالت تل د ژوند دپاره ډېر ضرور دى، د ژوند ساتنه، د ژوند
وده او د ژوند خوشحالي په همدغسې معتدله هوا کې امکان پيدا کوي.
چېرته چې عدالت او عدل نه وي هلته ژوند خوښ او ښاغلی نه وي او په دغسې ځاى کې ژوند
ډېر لوى عذاب دى.(وقناعذاب النار).
مترقي ژوند
ژوند د تحول او تکامل نوم دى. صحراکاڼي چې په پېړيو په يوه حال پاتي دي، ژوندي
ورته نه شو ويلى.
د پسرلي ګلونه، چې له ځمکې را ټوکيږي، لويېږي، غوړېږي، مړاوي كېږي او خاورې كېږي په
ژوندانه کې برخه لري او ژوند د همدغسې تغير او تحول نوم دى. هغه غله چې په کندو يا
په ګوډي کې پرته ده او هغه، چې دهقان يې په ځمکه کې کري د ژوند په لحاظ ډېر فرق
لري.
همدغه له خاورو لاندې زرغونېدل، لوئيدل او پخېدل د ژوند انتظار دى او مترقي ژوند
همدغه دى.
که مونږ انساني او حيواني ژوند مقايسه کړو، پوهېږو چې په انساني ژوند کې تغير او
تحول، يعنې د حالاتو بدلون ډېر زيات دی او غير له انسانه په نورو حيواناتو کې
تحولات ډېر لږ دي. حيوانات په زرګونو کالو کې هغومره فرق نه کوي، لکه چې انسانان يې
په څوکالو کې کوي.
انسان په مرور د زمان خپل لباس، خپل کور، خپل خوى خپل فکر بدلوي او وخت په وخت په
بل رنګ او بله بڼه را اوزي.
يو عصر له بل نه د همدغو تحولاتو په بنا بېلېږي او بدليږي.
د عصر او زمانې په اقتضاء له ماضي نه مستقبل ته راتګ، زوړ حال پرېښودل او د نوي حال
قبلول مترقي ژوند دی.
هغه قام چې د حالاتو په بدلون قادر نه وي او خپل زوړ فکر، زوړ خيال، زوړ عادت، زړه
پوهه په نوي نه شي بدلولى مترقي ژوند نه لري.
د ژوند د بقاء او لوړتيا دپاره د انسان په طبيعت کې د تحول او تجدد غوښتنه پرته ده
او قدرت هم د تغير او تحول قانون په ټولو مخلوقاتو جاري کړی دی.
هغه ژوند، چې د ودى او لوړتيا په حال کې وي د تجدد خوا ته ډېر تمايل لري.
کوم ژوند چې مرګ ته نږدې وي طبعاً د مړينې خوى او عادات پيدا کوي.
همدغه سبب دى، چې کوچنيان او ځوانان نوو شيانو ته ډېره هڅه کوي. نوى لباس ښه ګڼي او
نوې کورنۍ له زړې جونګړې نه ډېره خوښوي، مګر زاړه او سپين ږيري له زړو شيانو او
زړښت سره خدای پامانۍ ته نه دي تيار.
که مونږ د دنيا مترقي ملتونه له هغو قومونو سره مقايسه کړو، چې ژوند يې د ترقۍ په
حال کې نه دی، دا به ومنو چې د مترقي حالت تغير او تحول ډېر ګړندی او په بېرته پاتې
قومونو کې تحولات ډېر ځنډني دي. د جهان تاريخ همدا ښيي، چې د بشري ټولنو تحولات په
لومړيو مرحلو کې ډېر سست وو او اوس پکې ډېر ګړنديتوب راغلی دی.
که څوک غواړي، چې خپل ارتقايي سير او حرکت ځانته معلوم کړي، خپلو اجتماعي تحولاتوته
دې ځير شي او ودې ګوري، چې په عمومي او ضاعو او حالاتو کې څومره فرق راغلى دى.
د يوه ملت د پوهې او هوښيارۍ د معلومولو دپاره هم اجتماعي تحولاتو ته دې ځير شي او
ودې ګوري، چې په عمومي اوضاعو او حالاتو کې څومره فرق راغلى دى.
د يوه ملت د پوهې او هوښيارۍ د معلومولو دپاره اجتماعي تحولاتو او تجدد پسندۍ ته
کتل په کار دي.
د علم او پوهې خاصه او مميزه همدغه ده، چې په انسان کې د زړو دودونو او رواجونو
پابندي کموي او د نوي عصر ضرورت او احتياج ته يې متوجه کوي، يعنې د تقليد پېټى
سپکوي او د عقل او منطق په اساس د نوو افکارواو نوو خيالاتو د قبلولو استعداد ته
ترقي ورکوي او ابتکاري قوه زياتوي.
د عرف او عادت له غلامۍ څخه ازادي، د مدنې پېشرفت په برکت حاصليږي او زاړه ناکاره
رواجونه د همدغې رڼا په مرسته له مينځه ځي.
راشئ! چې اوس خپل ځانته په ډېر ځير وګورو او پخپل حق کې قضاوت وکړو، چې مونږ د نوي
ژوند په قبلولو کې څنګه يو او د نوو افکارو په څرګندولو کې څومره جرئت او همت لرو.
زمونږ ذهني ازادي، چې د پوهې او تنوير نتيجه ده ترکومه حده ده او له اجتماعي
نهضتونوسره څومره علاقه لرو؟
د خلکو نظر
انسان ډېر زيار کاږي، چې د نورو په نظر کې ښه شي او خلک ورته ښه ووايي.
د دغه مطلب دپاره دې ډېر ځله سمه لاره پرېږدي او په کږه لاره ځي، يعنې حقيقي ښه
والى بدلوي او د دې دپاره، چې د خلکو په نظر کې ښه معلوم شي، نو د ريا او ټګۍ
رنګونه هم په ځان پورې مښي.
د خلکو نظر هم عموماً سم نه وي او ښه يا بد پېژندل د هر چا کار نه دى، ځکه ځينې بد
کسان هم د خلکو په نظر ښه ورغلي دي.
زه دانه وايم، چې سړی دې د نورو د نظرمراعات نه کوي.
او دود دستور ته دې نه ګوري، ځکه دا کار هر څوک نه شي کولى او علا الاطلاق ښه هم نه
دی.
ما ته معلومه ده، چې د نورو ښه او بد نظر د انسان په ژوند کې څومره اثر لري. د ډېرو
خلکو ډېرې خوشحالۍ او ډېر خپګانونه د نورو د نظر اغېزه ده او د خلکو نظر په سړي
باندې هر څه کولی شي.
څنګه چې د يوه نظر باز نظر روغ سړي رنځور کوي او ډېره ښه ماڼۍ را نړوي دغسې د
اجتماع نظر هم ډېر قوت لري او ډېر خلک يې ځانته تابع کړي دي.
ډېر کسان شته، چې پخپلو سترګو څه نه ګوري او ښه و بد د نورو په نظر پېژني.
د خلکو نظرونو ډېر ښه شيان او ډېر ښه خلک هم بد معلوم کړي يا يې بد ښه ښودلي دي،
خلک لا پريږ ده چې يوازې د حاکم په نظر به هم ښه سړی بديږي، نو بد سړی ښه کېږي،
يعنې د نورو نظر په سړي اثر اچوي او په ژوندانه کې ډېر دخل لري. که هرڅنګه سړی وي
او د مودو ځوان وي بيا هم د نورو په ښه نظر خوشحالېږي او په بد نظر خوابدي کيږي،
کله کله سړی د دې دپاره، چې د خلکو ښه نظر ځانته جلب کړي د هغوی نظر ته دومره
ورجذب شي، چې هر څه د نورو په خوښه کوي او له هر څه ورته تېريږي، د همدغې جذبې
دپاره کله انسان ځينې ښه کارونه هم کوي او له ناوړو کارونو نه ځان ساتي، قرباني او
فدا کاري، د نورو خير غوښتل او نورو ته ګټه رسول، په فن او هنر کې نوم ايستل، د
نورو د ښه نظر د جلبولو اثر او برکت دی. که چېرې چا د نورو نظر ته په اعتنا نه کتلی
انسانان به لکه د صحرا کاڼي يو له بله بې تعلقه وو او بل شان ژوند به يې کاوه، مګر
ډېر ښه ده چې دغسې نه دي او د نورو په نظريه هم کار کوي. دا کار د اخلاقو د اصلاح
دپاره هم ښه دی او د بې مبالاتۍ مخه نيسي
زه دغه کار ته ښه وايم، مګر داسې چې په هېڅ حد او اندازه ورته قايل نشم.
سړی بايد په دغه باب کې دومره افراط ونه کړي، چې د نورو د نظر حلقه بګوش غلام شي او
خپل فکر او شعر پکې داسې بايلي، چې د ده شخصيت او حريت محوه شي او هېڅ ورته پاته نه
شي.
څومره چې د انسان د شخصيت تجلي ته د نورو حسن نظر په کار دى، هغومره د نورو نظر ته
ځان سپارل د انسان شخصيت هم محوه کوي.
د هر مجلس په رنګ رنګين کېدل او د هر چا فکر او نظر ته خضوع او خشوع د سړي شخصيت
راټيټوي او د عادي انسانانو په ډله کې يې دروي. انسان بايد ډېر کوښښ وکړي، چې خپله
ازادي ورځ په ورځ زياته کړي. د فکر د حریت دپاره خدمت وکړي او پخپل شخصيت متکي شي.
د هنر خاوند، چې هر څومره له ابديت نه زياته استفاده وکړي او له انسانيت سره زيات
تعلق پيدا کړي، هماغومره له خپل عصر او محيط څخه لوړېږي او معاصرين ورته په ښه نظر
نه ګوري.
د عصر او زمانې له خلکو سره غوږ په غوږ تلل او د هغوى په فکر ځان برابرول د عادي
خلکو کار دی. فوق العاده اشخاص او د لوړ فکر خاوندان هېڅ کله په دغسې قيد او زندان
کې نه اوسي او د خلکو ستاينې ته دغومره سر نه ټيټوي.
پوهان هر وخت په هر څه کې د خپل وجدان او ضمير غږ ته غوږ ږدي او ناپوهان له اندازې
نه زيات د يوه او بل نظر ته ګوري.
د بصيرت خاوندان له دې خبرې سره دومره ډېره علاقه نه لري، چې د خلکو په نظر کې ښه
ښکاره شي، بلکې کوښښ کوي، چې د خلکو نظر ښه کړي او ښه نظر پيدا شي.
د جامعې اصلاح او د فکر خدمت سړی مجبوروي، چې له هغو خبرو او هغو شيانو سره مبارزه
وکړي، چې هغه په جامعه کې ښه ګڼل شوي دي، مګر ښه نه دي.
که څوک د خلکو د نظر مراعات کوي، نو هغه بتان نه شي ماتولی، خلک ورته په ښه نظر
ګوري، بلکې مجبورېږي چې سر ورته ټيټ کړي او خلک ده ته هم په ښه نظر وګوري.
دغه راز خو د خواهي او خود پرستي، چې ظاهراً غير پرستي ده بايد سړی پرېږدي او د
نورو د نظر مراعات له اندازې نه زيات ونه کړي. د خلکو قضاوتونه اکثراً صحيح نه دي
او پدې نه ارزي، چې سړى هر څه ترېنه قربان کړي.
د خلکو خدمت دا نه دی، چې سړى به ارومرو د دوى د خوشحالۍ دپاره کار کوي، بلکې حقيقي
خدمت دا دی، چې د خلکو خير او ګټه په نظر کې ونيول شي او فکرونه، نظرونه، کارونه،
خويونه اصلاح شي. که سړی د هر چا کار ته ښه وايي، چې هغه خوشحاله شي او ده ته په ښه
نظر وګوري دا ډېره ټيټه سودا ده او د غلامۍ بوي ترينه ځي. که څوک خپه کېږي او
خوشحالېږي، که خلک سړي ته په ښه نظر ګوري که په بد نظر، سړى بايد ښو ته ښه او بدو
ته بد ووايي. د بيان او وينا ازادي همدغه ده، د فکر او قلم ازادي همدغه تقاضا لري.
د يوه او بل ښه نظر دومره قيمت نه لري، چې د انسان ازادي سلب کړي او په غوږ کې يې د
غلامۍ کړۍ واچوي. د نورو نظر که هر څومره ښه وي بيا هم هر سړى پخپلو سترګو بينا دی
او له خپل نظر نه کار اخيستل په کار دي. که څوک هر څه د نورو په نظر ګوري خپل نظر
ته به شرمنده وي او د بصيرت حق به يې نه وي ادا کړی.
سړى بايد يوازې د پوهانو نظر په نظر کې ونيسي او بس.
د حق اظهار
په هر هېواد کې، په هر ولس کې، په هر عصرکې ځينې اشخاص په کار دي، چې د حق اظهار
خپل فرض وګڼي او خپل مال، خپل سر، خپل مقام ونه ساتي حق او حقيقت وساتي.
ولسونه دغسې خلکو ته له حده زيات محتاج دي، د ظلم د جبر او د ناروا ملا همدغه کسان
ماتوي.
که دغسې خلک په يوه محيط کې نه وي، هلته داسې تياره او تور تم وي، چې د حق او باطلو
فرق نه شي کېداى، خدمت او خيانت، روا او ناروا د خلکو په نظر کې يو شان جلوه کوي.
هغه اشخاص بايد له سرو او سپينو سره وتلل شي، چې د زور او قوت يا د مال او دولت په
خاوندانو پسې نه وي روان، بلکې په حق او حقيقت پسې درومي او حقايق څرګندوي.
ولسونه د همدغسې ايماندارو خلکو په بدرګه منزل مقصود ته رسېږي او همدغه اشخاص دي،
چې ظلم او استبداد محوه کوي.
که دغسې خلک چېرته نه وي، نو هلته عدالت نه شته، انصاف نه شته، حقيقت شته او
انسانيت هم بل راز څېره لري.
هر څوک بايد په دې پوه شي، چې حق ويل لوى عبادت دی او حق نه پالل لويه ګناه ده، دا
ګناه په دنيا کې هم انسانان په سل رنګه عذابونو ګرفتاره کوي او په ژوندونې بنيادمان
په دوزخونو کې اچوي. که د حق او حقيقت رڼا مړه کېږي دا مرګ د ملت او ولس مرګ دی او
د عدالت جنازه هم سمه ورسره وزي.
ځينې کسان وايي، چې د حقايقو په اظهار کې د وخت او زمان او د محيط اقتصاد په نظر کې
نيول په کار دي او هغه حقايق، چې ويل يې زيان او ضرر لري او نتايج يې بد دي بايد
ونه ويل شي.
مونږ دوى ته نه وايو د حق او حقيقت شان له دې نه ډېر پورته دی، چې موقع شناسي
وپېژني او د اشخاصو د اقتضاتو قيد او شرط ته غاړه کېږدي.
د حقايقو د اظهار دپاره حدود ټاکل او له قيد او شرط لاندې يې راوستل له حقايقو سره
مجاد له او مبارزه ده.
حق او حقيقت هر کله او هر چېرته د هر چا له خولې، چې وي د اورېدولو او منلو شی دی.
د حقايقو پيروي په هر کار کې او په هر حال کې د هر چا دپاره په کارده، ترڅو چې يو
قام او ولس په حقيقي لاره روان نه شي او حقيقي اساسونه قبول نه کاندې توره شپه به
يې سبا نه شي.
يو مملکت هغه وخت سعادت، قوت او شهامت پيدا کولى شي، چې حقايقو ته نژدې شي. په
حقايقو پوه شي او په حقيقي اساساتو استفاده او اتکا ولري. حقيقت لکه د مداريانو
ننداره نه ده، چې هر ساعت بېل رنګ او بېل شکل ولري. يوه سمه او مستقيمه لاره که لږه
غوندې کږه شي بيا ورته سمه نشو ويلى او تور هر کله تور او سپين هر کله سپين دي.
ډار
زه چې وړوکی وم، د شپې به بيبکې توړۍ د تناره په غاړه د پېريانو، د يوانو يا دروو
او شيشکو کيسې کولې او ما به ورته غوږ ايښى و.
دې کيسو په ما کې ډېره وېره پيدا کړه، چې زه يې د شپو له تورتمه، له ورانو کنډوالو،
له قبرونو او هديرو نه ډېر وډار کړم او هره شپه به مې پرېشانه او وېرونکي خوبونه
ليدل.
اوس چې لوى شوی او پوه شوی يم هغسې نه يم.
هغه ويره اوس زما په زړه کې نه شته او د شپې له تيارې نه نه ډارېږم.
که زه کومه شپه د هديرې او يا ورانې کلا له څنګه تېر شم پېريان را باندې نه کښېني،
مړي مې مخې ته نه پاڅېږي، د قبرونو له شناختو نه راته بلاګانې نه پيدا کېږي.
ما اوس د شادمان ديو کيسه هېره کړې ده او د شيشکو ډار مې له زړه وتلی دى، مګر ګورئ!
دا ګمان ونه کړئ، چې زما وېره به اوس بېخي ورکه وي او هېڅ ډار به راسره نه وي. څنګه
چې بې وېرې ژوند انسان ته نه ښايي او هغه انسان، چې په زړه کې يې هېڅ ډار نه لري،
له يوه ځناور نه ډېر فرق نه لري.
زما ډار اوس له پخوا نه ډېر شوی دى، پخوا زه د شپې ډارېدم اوس د ورځې هم ډارېږم، د
رڼا ورځې ډار د شپې له ډار نه ډېر هيبت لري.
څومره ويره، چې له ښاغلي انسان نه په کار ده له ديو او پيري نه نه ده په کار.
پخوا زه له مرګه وېرېدم، اوس ژوند زما په نظر کې ډېر مصيبت دى.
زه اوس له مړو نه نه وېريږم له ژوندو ويرېږم.
کله چې زه کوچنی وم زما ډار هم کوچنى و.
هغه وخت، چې زه ناپوه وم زما ډار هم ناپوه و او د ډارولو په چل دومره ډېر نه
پوهېدم، يو کوچنى ماشوم د خلکو له څپيړو او قهرو غضب څخه ويريږي، مګر لويان او
پوهان د خلکو له خندا نه هم ډاريږي.
يو پوه او هوښيار سړى له مکروبونو او د ملاريا له مياشو نه هم ډاريږي، مګر ماشومان
او نا پوهان له دغسې ډار سره اشنا نه دي.
د يوه کوچني ماشوم د ډار دپاره تعويذونه هم شته، مګر د لويانو ډار په تعويذ هم نه
ورکيږي. د واهمې ډار دومره دوام نه لري، لکه د عقل او پوهې ډار، چې دروند او دوام
دار دی. پخوا مونږ له هغه جنګ څخه وېرېدو، چې په کور او کلي کې به پېښ شو اوس له
هغو جنګونو نه هم په وېره کې يو، چې د دنيا په يوه سر او بل سر کې پيدا کيږي.
يو وخت زه نورو څخه ويرېدم اوس له خپل ځانه او له خپل عمل څخه هم وېرېږم. پخوا به
چې چا د لارې ملګری پيدا کړ، وېره به يې کمه شوه، مګر اوس له خپل ملګري ويريږي او
ورور له ورور نه په خوف کې دى.
مونږ اوس پوهېږو، چې شيشکې او ديوان او پېريان انسانانو ته څه زيان او ضرر نه رسوي،
لکه چې خپله انسانان يې يو بل ته رسوي.
زمونږ دښمنان په کور و کلي کې نه، بلکې زمونږ په ځان کې موجود دي.
مونږ بايد له ځانه وډار شو او په ځان وډار شو.
حقيقت
دا کلمه زمونږ په نظر کې ډېره ښکلي معلومېږي او په تقدس ورته ګورو، مګر څومره چې
حقيقت ستايو هغومره حقيقت نه وايو.
که حقيقت ستايو هغومره حقيقت نه وايو.
که حقيقت رښتيا وبولو، نو رښتيا خو يا لېونۍ وايي يا زورور او دا دواړه زمونږ په
هېواد کې ډېر لږ دي.
د حقيقت له لفظ سره ډېر ځله تريخ کلمه يو ځاى کوي او وايي:
(دا يو تريخ حقيقت دى))
هو! حقايق اکثره ترخه وي او حق په تريخوالي ستايل کيږي.
په علمي اصطلاح حقيقت په درې ډوله دی، مهجور حقيقت، متعذر حقيقت او متعارف حقيقت.
په دغه لحاظ ويلى شو، چې زمونږ په خبرو اترو کې د حقيقت برخه ډېره لږه ده.
په شعر او ادب کې، خو معلومه ده چې له حقيقت نه مجاز او استعماري پله ډېره درنه ده،
د ادب ژبه د حقيقت ژبه نه ده او ډېر خوږ شعر هماغه دى، چې د حقيقت له اظهار سره ډېر
موافقت نه لري او ډېر ځله يو سړى د حقيقت په ويلو بې ادبه معلوميږي.
يوه ورځ يوه لوى سړي خپل ليکلي مضمون، چې څوک يې په معنىٰ ښه نه پوهيدل څو تنو
پوهانو ته لوسته او خلک يې په ستاينه مجبور کړي وو په هغه مجلس کې، خو هېچا څه
انتقاد ونه شو کړاى، مګر په بل مجلس کې چې هغه جناب نه و د حق ويلو او حقيقت
بيانولو مسابقه شروع شوه او له ډېر اخلاقي جرئت نه کار واخيستل شو. يوه ويل چې په
ټول مضمون کې له سره تر اخره د مبتداګانو يو سلسله وه، چې هېڅ خبر يې نه درلود، بل
ويل دا ځکه چې دى پخپله مبتدي دی او له هېڅ نه خبر نه دى، دغه راز حقايق چې د
ښاغلي... په غياب کې وويل شوه د غيبت رنګ يې پيدا کړ، چې شرعي جواز يې نه درلود
اخلاقاً ممنوع و.
اوس چې زه دغه حقيقت داسې بيانوم، چې نه د هغه لوى سړي نوم اخلم او نه د غيبت
کوونکو پته درښيم دا بيا يو بل ډول حقيقت دی، چې بايد ګونګ حقيقت ورته ووايم.
هو! د حقيقت ژبه ګونګه ده او فصاحت وبلاغت د ادب ژبه ده، چې په مجاز، کنايه، اشاره
او استعاره چليږي.
اوس پوه شوئ، چې زمونږ په وينا کې د حقيقت برخه څومره خواره ده او د حقيقت د اظهار
دپاره څومره موانع موجود دي؟
زما نظر
صحرا ته لاړم يو کاڼى له بل سره برابر نه و.
غرونو ته وختلم، ځينې جګ او ځينې ټيټ وو.
ښارونه مې وکتل ځينې کورونه لوى او ځينې واړه وو.
په باغونو وګرځېدم ټولې ونې په يوه مېچ نه وې.
د سيندونو کبان مې وليدل يو له بل سره په تول کې برابر نه ختل.
د هوا مرغان هم ځينې غټ او ځينې کوچني وو.
ملايان مې وليدل د چا پګړۍ غټې او د چا وړې وې.
کتابونه مې ولټول هلته هم ډېر تفاوت موجود و.
له يوه هېواده بل ته لاړم او له بل نه بل ته په هر ځاى کې ټيټ و پاس او لوړې ژورې
وې.
په هېڅ ځاى کې نه د يوه لاس ګوتې برابرې وې او نه د يوې خولې غاښونه.
د لوى خداى کتاب مې بېرته کړ او دا مې پکې ولوستل.
ايا پوه او ناپوه برابر دي؟ ايا د ړانده او بينا څه فرق نه شته؟ ايا د جنت او دوزخ
خاوندان څه توپيرنه لري؟ ايا نور او ظلمت يو راز دي؟ په دې پوښتنو د غفلت له خوبه
راويښ شوم او هرې خوا ته مې په ځيرځير وکتل، څنګه چې د يوه پټي ټېپر او د يوه بوټي
کدوان يو راز نه و، د انسانانو سرونه هم غټ او واړه او د ټولو خولۍ برابرې نه وې.
ماپه دې عالم کې په وارو وارو سترګې وغړولې او هرچا ته مې له هرې خوا په غور وکتل
همدغه وخت زه د پرښتو او لعينانو په معنىٰ پوه شوم، قصابان او شپانه مې وپېژندل، د
عدل او ظلم، د خير او شر، د علم او جهل فرقونه راته ښکاره شوه.
هغه ديوان، چې خلکو له کوه قاف نه هغه خوا ګڼل، ما دلته په کور او کلي کې وليدل.
د انسان په بڼه شيطان او د پرښتو په صورت د يو سيرت انسان ته مې پام شو.
اوس زما له سترګو نه ډار په کار دى، ته زما له حقيقت بين نظر نه وډار شه!