عمل
هغه خپله امسا ټكوله او بازار ته راغى. په سترګو يې څه نه ليدل، مګر په نامه يې هر
څه پېژندل له ده نه خپلو ماشومانو وڅكې غوښتې وې.
دى په همدغه شي پسې راغلى و.
د دنيا بازار ته ډېر ړانده راځي او څه اخلي. دكانداران د هغوى په سترګو كې خاورې
اچوي او پردې مالونه وركوي.
ده ته هم دكاندار له خاورو ډكې وڅكي وركړي، چې هر څه ورسره ګډو.
دى روان شو او په لاره كې يې ځولۍ له لاسه خوشې شوه.
ده ځمكې په مخ لاس وګرځاوه او هر څه يې راټول كړه.
دى نه پوهيده، چې خپل كاله ته څه وړي؟ او د ده وڅكۍ څنګه دي؟
ده غوندې ډېر ړانده دلته راځي او هغه څه وړي، چې د وړلو نه دي.
هو! د ړندو عمل همدغسې دى، مګر ړانده له دېنه زيات څه كولى شي؟ ړوند كه په سمه لاره
لاړ نه شي بايد معذور يې وګڼو!
عبادت او دعا
د رحمت بارانونه ونه اورېدل، چينې وچې شوې، په كاريزونو كې د مرغۍ مښوكه نه لمدېده.
د ونو پاڼې په پسرلي كې زيږې وې. په سمسورو باغونو خزان ولګېده. په خلكو دلوږې هيبت
راغى.
ټول د عبادت او دعا دپاره بيديا ته ووتل، پاك خداى ته يې زارۍ كولې، لمونځونه يې
كول، درودونه يې ويل، دعاګانې يې كولې د باران تږي وو، زورور بارانونه يې غوښتل.
دغسې د اخلاص عبادت، دغه راز د سوز دعاګانې كله دوى نه وې كړې، په دغه وخت كې د دوى
تعلق له خداى سره ډېر زيات و. دوى بارو درلود، چې روزي له خداى سره ده، ډوډۍ له
اسمانه راځي او ځمكه د خداى دسترخان دى.
هر چا له خپلو بدو عملونو توبې ايستلې، د هر يوه له سترګو اوښكې بهيدې، مګر د اسمان
له سترګو يوه اوښكه هم تويه نه شوه.
د باران په انتظار كې ورځ بېګاه شوه، ماښام هر څوك خپلو كورونو ته لاړل. د قبلې له
خوا توره ورېځ راښكاره شوه، پوه نشوم څه شى زياته ورسره وه، خلكو ويل د حيات اوبه
په تورتم كې دي. زمونږ دعا قبوله شوه اوس به داسې زورور باران وورېږي، چې غرونه
رغونه به په اوبو ماړه شي او د ځمكې تنده به ماته شي. دا تياره ورو ورو زياتيده،
كلي، كورونه، غرونه، رغونه په دغه تورتم كې ورك شوه. له اسمانه ډېر زورور باران
راښكته شو، چې تالندې، بريښنا ګانې له هيبته ډك غږونه او زورور سېلابونه ورسره وو.
دهوا موجونه په دغه شپه طوفاني معلومېده، باران د يوه زورور اپت هيبت درولود، سېلاب
له غره نه ډېرې غټې تيږې رغړولې، د هر چا دا يقين و، چې هر څه به سېلاب يوسي،
مالونه، اولادونه، ښځې او نر به ټول تباه شي. د مړو پته به نه وي معلومه، كلي
كورونه به له خړو لاندې شي او هېڅوك به هېڅ پيدانه كړي.
دغه ډار بيا په كلي د ژړا انګولا اوازونه اوچت كړه، خلكو بيا پاك خداى ته رجوع وكړه
هماغه اوراد او هماغه دردونه بيا لوستل كېده، هر چا به دعا كوله، چې باران ودرېږي
او د خداى له قهره نجات ومومي.
بې زړه
د ايمان ځاى زړه دى او دى بې زړه دى.
چې وړوكى و له شيشكو او پېريانو ډاريده، چې لږ غوندې لوى شو د ملاصاحب له ډاره په
سبق نه پوهېده.
اوس، چې لوى دى د خان ډار، د ملك ډار، د حاكم ډار يې په زړه كې ټينګ ځاى نيولى دى.
په لاره كې ورسره د غلو وېره ده او په كور كې د غليمانو له ويرې ډېر ځاى نه شي پيدا
كولى.
په دغسې زړه كې ستا خوب ته ډېر لږ ځاى پيداكېږي، كه ستا ډار او د ظالمانو ډار په
يوه زړه كې يو شان موجود وي له دينه لويه ګناه بله نه شته.
كاشكې دوى يوازې له تا ويرېدلى او ستا د دښمنانو ډار يې په زړه كې نه واى. د خلكو
ډار ستا وېره په زړونوكې كموي او ايمان ته زيان رسوي، ستا ضعيفه بندګان يوازې له
تانه نه وېرېږي له نورو نه هم وېريږي، دوى اوس د زورورو په مخ كې حق نه شي ويلى او
ته د حق طرفدار يې. ته په دروغو خپه كېږي او دوى له ډاره رښتيا نه شي ويلى.
ستا ظلم نه دى خوښ، دوى له ويرې د ظالمانو خدمتونه او صفتونه كوي. هغه مسلمان اوس
چېرته دى، چې يوازې له تا نه ډارېږي او بس. ستا بنده بايد د ډار بنده نه وي او د
نمرود له اوره يې سترګه ونه سوځي.
ملك او ملا
د كلي ملك به، چې هر څه كول څوك يې مخې ته نه شو ورتلى. زر و كه زور دواړه له ده
سره وو. هر څه د ده په لاس كې و او هر څوك د ده لاس لاندې وو. هېچا د خپلې خور او
لور واك نه درلوده. د كلي غوړي او چرګان هر څه د ده و، ښايسته ښځې به ده كره وې،
ښكلي هلكان به د ده په مخكې ګرځېدل او هر چا به د ده خدمت كاوه.
يوه ورځ په كور او كلي كې دا اوازه خوره شوه، چې هغه بې موره او بې پلاره هلك، چې
په علم پسې تللى و د علم او كمال خاوند شو، هغه اوس له ډېرې پوهې سره بېرته وطن ته
راځي، هر چا ته سمه لاره ښيي، هر څوك په حق پوه كوي او هر چا ته حق وايي، ځكه چې
هغه د حق ملګرى دى او له ظلم سره دښمني لري.
د اوازه په ملك باندې ښه ونه لګېده.
ملك له دغه هلك نه وډار شو او پرېشانه خوبونه يې وليدل. ملك پوهېده، چې هغه خيرات
خور ملانه دى، د هغه سترګې ډېرې مړې دي او په زړه كې يې د زورورو ډارنه شته.
هغه هېڅكله بې له خدايه بل چا ته سر نه ټيټوي، له هغه سره د حق جذبه او حقاني قدرت
شته او په وينا كې يې بل شان تاثير موجود دى.
څو ورځې پس ملا له يوې امسا سره راغى، ظلم او ناروا ته يې بد وويل د زور او قوت مخه
يې ونيوله خلك يې په خپل حق پوه كړل او د مظلومانو ملګرى شو.
د ده ملګري ورځ په ورځ زياتېدل او په ولس كې پوهه او بيداري پيدا شوه. هغه ملك لرې
شو او په ځاى يې بل ودرېده. دغه بل ملك هغسې ملكي نه كوله او ډېر به سم چلېده، چې
علم او پوهه پيدا شي ملكان سمېږي او خلك دروي.
د فرعون او موسى كيسه، د ملك او ملا افسانه همدغه معنىٰ لري.
هلكان بايد په علم پسې لاړ شي او د علم رڼا له ځانه سره راوړي.
شاعر
شاعر يوازې پرېږدئ، ځكه چې دى د جرګو او مركو سړى نه دى.
هغه چې له نورو نه ګټه كوي بايد نورو ته ورشي.
دى غواړي، چې له ځانه استفاده وكړي، نه له بل چا نه.
هغه وخت، چې برخې وېشل كېدې سازنده يې د ساز او سرود مجلس ته را وباله او شاعر يې
له خلكو نه لرې يوازې كښېناوه، شعر اجتماعي شو، مګر د شاعر په برخه تنهايي ورسېده.
څوك، چې په ازادۍ مين وي هغه هېڅكله ځان نه شي مقيدكولى.
د ازادۍ معشوقه هغه وخت چا ته ځان ښيي، چې له نورو نه بېل او يوازې وي. شاعر له ځان
سره عشق لري او په ځان مين دى.
دى نه غواړي، چې په نورو كې ورك شي او نورو غوندې شي.
دى له خلكو سره همدردي لري، له خلكو سره ناسته ولاړه نه شي كولى، عاشق دى، خو
معشوقه نه لري.
درد لري، مګر دوا نه خوري.
ذلت يې نه دى خوښ او عزت ته هم به ښه سترګه نه ګوري.
د ده طبيعت بل شان دى.
دى تاسې ته لاره ښيي، مګر په لاره درسره نه شي تللى.
سبا
هغه ورځ، چې تر اوسه يې نه د لمر وړانګې د غرونو په سرو لوېدلي دي او نه يې د پېښو
او واقعاتو مطلع چا ته معلومه ده، د سبا په نامه ياديږي.
دا ورځ لكه يوه پټه معشوقه له هر چا نه پټه ده او د سحر نسيم يې هم له مخه پوړنى نه
دى لرې كړى.
دا نه ده معلومه، چې دغه ورځ به څه له ځان څه سره راوړي او څه به له ځان سره يوسي.
د چمن په ګلونو به شبنم وروي او كه ږلۍ؟
يو اشنا به په سرو سترګو له بل نه بېل كړي او كه دوه خواږه ياران به غاړه په غاړه
كړي.
دا ورځ له دغه مجهوليت او معماتوب سره د هر چا په زړه كې محبوبيت لري او هر څوك
ورته په اُميد ګوري.
د هر چا كار او زيار د سبا ورځې د ښه والي دپاره دى او د نن ورځې د عمل نتيجه د سبا
ورځې په لمن كې لټوي.
هر څوك هيله لري، چې د نن ورځې زحمت به د سبا ورځې په راحت بدل شي او سبا به له نن
نه ښه وي.
په همدغه اسره د ژوندانه مشقت سپكېږي او د اُميد مزې غځېږي، د نن ورځې بندي د سبا
ورځې ازادي په خوب كې ويني او همدغه راز خوبونه د غمونو تله سپكوي.
چا چې نن د خوښۍ او خوشحالۍ ډولۍ كاله ته راوړې ده، هغه يقين لري، چې سبا ته به د
زوى پلار شي او له دغې خوشحالۍ نه به بله خوشحالۍ پيدا شي، دا غولونكى سبا هېڅكله
نه سبا كېږي او تر قيامته دوام لري.
د ژوندانه ټول خوږوالى په همدغه شي كې پټ دى، كه دغسې سبا ته څه اميدونه لرو د
ژوندانه تحمل هېڅكله نه شو كولى.
ځمكه او اسمان په همدغې ورځې پسې سر په څېړۍ سرګردانه ګرځي او د اتيا كالو بوډا هم
له دغې ورځې نه نا اميده نه دى.
كه د سبا ورځې مينه زمونږ له زړونو نه راوزي مونږ بيا ژوند نه شو كولى، ځكه چې
زړونه سړيږي او ارزوګانې مري.
كه مونږ له سبا سره خپل تعلقات قطع كړو ډېر تاوان به وكړو او خپل ژوند به فاني
وګڼو.
په دغسې حال كې مونږ بيا اوږده فكرونه نه شو كولى او د مريخ سفر رانه پاته كېږي.
د سبا ورځې فكر زمونږ په اخلاقي ژوند كې هم ډېره اغېزه لري او د بشر هر راز مادي او
معنوي ترقيات ور پورې تړلي دي.
دهقان د همدغې ورځې دپاره كار كوي او باغوان په باغ كې نيالګي ږدي، د خرما زړي په
ځمكه كې كرل او د خرما له ونو نه خرما ټولول د هغوكسانو كار دى، چې سبا ته اميدونه
لري او د نن ورځې په تنګه دايره كې ايسار نه دي.
څومره، چې د انسان ذهن او دماغ ترقي كړې ده. په هره اندازه چې انسان لوى شوى او پوه
شوى دى هغومره يې له سبا سره تعلق زيات شوى دى، د سبا ورځې غم خوړل، د سبا دپاره
فكر كول د سبا ورځې ضرورت او احتياج په نظر كې نيول د ډېرو پوهانو او د ډېرو لويانو
كار دى. زه لوى او كوچنى په همدې پېژنم، چې يو ډېر لرې ګوري او بل ډېر نږدې ګوري. د
يوه سبا هم ډېر لرې او د بل لنډ دى.
د مسلمان سبا پس له مرګه هم شته، د ده نظر بايد ډېر لرې څار وكړي او ابدي ژوند په
نظر كې ونيسي.
ابدي ژوند همدغه دى، چې سړى له سبا نه غافل نه وي او د سبا اندېښنه ورسره وي.
نن او سبا هغه دوه مېلمانه دي، چې يو ځى مونږ له يوه سره وداع كوو او د بل په خدمت
مشغوليږو.
زمونږ خدمت بايد د سبا ورځې دپاره وي او خپله اينده په نظر كې ونيسو، د عقل او دور
انديشئ تقاضا همدغه ده.
د پسرلي ګله!
ستا ښايسته او ګلالۍ څېره په جهان كې څومره قدر لري او د اسمان له دومره لويوالي
سره هر سحر د شبنم په پاكو او رڼو څاڅكو ستا ښكلى مخ وينځي او ځمكه د خپل زړه له
نمه اوبه وركوي.
د ځمكې مخ په تا ښايسته دى هو! ستا په وږمو معطره شوه، د بلبل خوږه نغمه ستا د جلوې
بركت دى، شاعران ستا په ستاينه په جامعه كې مقبول وو، ښكلو پېغلو تا ته په خپل
اوربل باندې ځاى دركړ، بورا ستا په مينه په غزلو كې وستايل شو. په شعر او ادب كې
ستا برخه ډېره زياته ده، د مينې او محبت ډېر ښه سوغات ته يې.
مګر ګوره، چې په خپل جمال او كمال مغرور نه شې او له باغه ونه وزې.
تا غوندې ډېر ښكلي او ښايسته ګلونه د هېواد په غرو رغو كې پيدا شوه، چې نه چا وليدل
او نه وستايل.
كه ته هم له دغه چمن نه ووتلې او په غرونو كې دې ځاى ونيو نه به بلبل پيدا كړې او
نه ماليار.
ته د خلكو له نظره مه لرې كېږه او ځانته ماليار پيدا كړه.
د انسان دا عادت دى، چې مطلق ښه نه ستايي او هر ښه څيز ښه نه ګڼي.
هو! دى هماغه شى ښه بولي، چې ده ته نږدې وي او د ده خپل وبلل شي.
دلته هر څوك خپل ښاغلى ګڼي او هر يو د خپل باغ ګلونه ستايي.
نه هېڅكله د خلكو له نظره لرې كېږه مه!
ستا ښايست د خلكو د توجه او التفات نتيجه ده.
كه ته غواړې، چې هر څوك دې قدر وكړي او په خپل سر دپاسه ځاى در كړي، لكه نرګس هر چا
ته په ښه سترګه ګوره او لكه د باغ غوټۍ هر سحر خلكو ته خانده!
په دغسې التفات او يوه خوله خندا سړى د خلكو زړونه خپلولى شي.
په يوازې ګلتوب او ګلاليتوب هېڅوك قدر او منزلت نه مومي او نه په تش ښايسته دلبري
او دلربايي كېږي.
راشه زما د باغچې ګل شه.
چې هر سحردې په ديدن اوبه كومه.
د رمې خاونده
د تورې كېږدۍ او د لويې رمې خاونده!
په دې سره او ټكنده غرمه كې، په دې وچه بيديا او سپېره صحرا كې، چې يخې اوبه، يخ
سيورى، توده ډوډۍ، شودې او مستې، كوچ او پېروى، كورت او غوړي، پوڅې او پنيرونه هر
څه له تاسره دي. په خوارانو او بيوزلو رحم وكړه!
هر څوك، چې ستا كيږدۍ ته په هيله او اسره راځي هغه له خپلو سپيو نه ساته او قدر يې
كوه!
په دې وچ ډاګ كې بل سيورى نه شته يوازې ستا سيورى ته هيله او اسره كېږي.
كه ته خپل سپي ونه نيسې له دينه لويه بې رحمي بله نه شته.
اى د خروړو سپيو خاونده!
ستا د سپيو تاوان له تا ته رسېږي او د دوى په ضررته مسوول يې.
سپى او نفس دواړه يو شانته دي.
ته خپل سپي ونيسه! او په مونږ رحم وكړه!
ته په خپلو سپو دا ګمان مه كوه، چې دوى به هر وخت ستا غليمانو ته وغاپي.
دوى ډېر ځله د اسمان ستورو او سسپوږمۍ ته هم غاپي.
ستا په ملګرو او دوستانو هم بلوڅې او غوټې وهي.
آه – هېڅوك زما نارې نه اوري.
د خپلو سپيو حملې هم نه وينې.
زما غږ تر كېږدۍ نه رسېږي.
دوى ولې څه نه اوري؟
ولې څه نه ويني؟
ولې په چا رحم نه كوي؟ پردي خو به نه وي؟
كېږدۍ خو د پښتنو معلومېږي.
بې ګناه بندي
پرېږدئ! دا بې ګناه بندي پريږدئ.
مه وېريږئ، د ده په ازادولو كې هېڅ خوف او خطر نه شته.
فساد او شرارت له ده څخه نه پيداكېږي.
د ده بندي كول لويه ګناه ده.
دى هغه يوسف دى، چې د بې ګناهۍ په سبب په زندان كې لوېدلى دى.
كه دى له زندانه را والوزي ستاسې اينده سنجولي شي او ستاسې د بلې ورځې غم خوړلى شي.
پريږدئ! دا بې ګناه بندي پريږئ.
كه دى خلاص شو ستاسو انتظام به په ډېر ښه شان وكړي.
ستاسې وږي به ماړه كړي، ستاسې بربنډ به پټ كاندي.
تاسې دغه ښكلى موجود په تورو څاګانو كې مه غورځوئ.
په زندانونو كې يې مه اچوئ!
پريږدۍ دابې ګناه بندي پريږدۍ!
دى به ستاسې د ګډو وډو او پرېشانه خوبونو صحيح تعبيرونه وكړي.
ډېرې سختې مبهمې او مجملې غوټې به پرانېزي.
دى د راتلونكي حال پيشبيني كولى شي.
د طبيعت په رمزونو او اسرارو پوهېږي.
د جوي او فلكي اوضاعو اقتضارات ورته معلوم دي.
پريږدئ! دا بې ګناه بندي پريږدئ!
د ده پر ازادولو باندې علم او پوهه زياتېږي.
وطن رڼا كېږي او ړانده بينا كېږي.
دى له خپلو جفا كارو ورونو سره هم ښه سلوك كوي.
دى ډېر پېچومي اوارولى شي.
دى ډېرې كږې سمولى او ډېر مشكلات حل كولى شي.
ما خوب ليدلى، چې دا بندي خلاصيږي او د سلطنت په كرسۍ كېني.
ښه فكر وكړئ!
دا بندي څوك دى؟
پس له ډېر فكره وايم!
فكر دى فكر!
نظر لالا
په يوه ستانه كورنۍ كې يو سپين ږيرى خدمتګار اوسېده، چې هر چا به ورته نظر لالا
ويل.
دا سړى د ماشومتوب له وخته د بوډاتوب تر زمانې په دغه كاله كې و او خپل ژوند يې په
همدغه كاله كې خاورې كړ.
د دې كاله نسبې سړى نه و او د خدمتګار په حېث يې كار كاوه، مګر مزدور ورته نه شو
ويلى، ځكه چې د مزدور په شان كار يې نه كاوه.
هېڅوك به خپل ځان د ځان دپاره په كار كې دغومره ستړى نه كړي، لكه چې نظرلالا د دغې
كورنۍ په خدمت كې ستړى او ستومانه و.
كوم كار، چې څوك د يوې ټينګې او لوړې عقيدې دپاره كوي هېڅ حريص او په ګټه مين سړى
يې د پيسو دپاره نه شي كولى.
ده دغه خدمت د خداى دپاره كاوه او په داسې جذبه يې كاوه، چې لمانځه د قضا كېدو هم
څه ډېره پروا ورسره نه وه.
په دغه سړي كې ډېر زيات اخلاص، امين توب او صداقت موجود و، چې په دې وخت كې بې مثل
او نظير نه شي پيدا كېدى يا ډېر لږ پيدا كېږي.
دا سړى بې نامه او بې نشانه سړى و، جامې به يې تل زړې او خړې وې، مګر د زړه صفايي
يې دومره زياته وه، چې زه ورته حد او اندازه نشم ټاكلى.
په كوم كلي كې، چې نظرلالا اوسېده د جاه او جلال خاوندان او د علم وفضل صاحبان هم
پكې اوسېدل، چې ځينو مريدان هم نيول، مګر زه له هغو ټولو نه نظرلالا انتخابوم او له
نورو نه په ادب تېرېږم.
زما دا عادت دى، چې له مخدوم نه خادم ته په محبت ګورم او له پير نه مې مريد خوښ دى.
له ماسره اوس دا فكر ډېر پوخ شوى دى، چې د خير او بركت خاوندان په ساده مسلمانانو
كې ډېر موندلى شو او پوهان او هوښياران د بل دپاره د خپلې ګټې نه نشي تېرېدلى.
څوك، چې د خداى دپاره د نورو خدمت كوي او خپل ژوند د نورو له ژونده قربانوي هغه لكه
نظرلالا داسې وي، چې خپله مادي ګټه هېڅ نه پېژني او په پردي كاله دومره زهير وي، چې
له هېچا سره به د خپل كاله دغومره غم نه وي، دا سړى په تور او سپين نه پوهېده، الف
او بې يې نه و لوستي، د لفظ او معنىٰ فرق يې نه شو كولى، مګر د نېكۍ او خير رسولو
په لوړه مبدا يې ټينګه عقيده لرله او دا جذبه پكې د عشق حد ته رسېدلې وه. نظرلالا د
هر چا په نظر كې ډېر سخت او بخيل سړى معلومېده، هر چا به ويل چې ده غوندې سخت سړى
بل نه پيدا كېږي، په رښتيا چې د ده پېرزوينه په ځان باندې ډېره لږه وه، مګر بخيل
ورته نشم ويلى او ډېر حاتمان زه ورځنې ځاروم.
كله به، چې د كاله خاوند، نظرلالا له كابله ننګرهار ته استاوه، چې څاروي او پسونه
بوزي، نو يو څو ډوډۍ به يې پخې كړې او ډېرې لږې پيسې به يې هم وركړې، چې په لاره كې
ځان ته كوم وخت څه نګولى واخلي يا چېرته د څارو دپاره څه واښه پرې رانيسي. دا سړى
به له كابله لغمان ته ولاړ او څاروي به يې هم ورسول، مګر يوه مياشت يا دوه مياشتې
پس به، چې څوك مېلمانه راغلل او چرګ به په كار شو نظرلالا به هغه پيسې په چرګوړو
وركړې، چې ميلمانه په ښه شان عذر شي او د كاله د خاوند ښه نوم وساتل شي.
دى هغه راز خدمتګار نه و، چې له خپل مخدوم نه څه واخلي او د ځان دپاره يې ذخيره
كړي، بلكې ده به هغه ته څه وركول او خدمت يې بيخي وړيا و.
د ده خور او خوريى ډېر غريبان وو، مګر هېڅ بدګمانه سړى هم دا ګمان نه شو كولى، چې
دى هغوى ته څه وركړي.
كه كله به د كاله خاوند د ده په خاطر هغوى ته څه وركړه، دى به خپه كېده او د دغه
كاله زيان ورته، لكه د ايمان زيان معلومېده.
د نظرلالا دا عادت و، چې كله به له خوبه پاڅېده او د سپېدو به رڼا كې به غره ته
روان و، ترڅو به چې لمر څرك واهه ده به له غره نه د خسو ګېډى راوړو، چې سبا نارى به
يې وكړ، نو بيا به په نورو كارو پسې روان شو او ډېر ناوخته به ويده كېده.
د ده په كار كې د رخصتۍ او تعطيل ورځې نه وې او د ناروغۍ دپاره يې هم فرصت نه
درلود.
دى د عادت او ډېركار كولو په وجه له پولادو نه هم كلك و.
هغه ګېډۍ، چې ده د شپېتو كالو په عمر په شا باندې راوړ د دې زمانې ښه ښه ځوانان يې
نه شي وړلى.
ده به هركله د خمتا پيوندي كالي اغوستل او خوراك هم ډېر خوړو، ترڅو به چې ډېر
مجبور نه شو، نو د اختر په ورځ به يې هم نوي كالي نه اغوستل. په دغه كاله كې به، چې
هر څومره ښه څه پاخه شوو د ده برخه به پكې ډېره خوراه وه، ځكه چې ښه ډوډۍ د ده له
ستونې څخه نه تېرېده او په همدغه وجه به د چرګ ورمېږ د ده برخه وه.
نظرلالا له تودې ډوډۍ سره هم دښمني درلوده او چې په كور كې به سړه پرته وه تودې ته
به يې لاس نه وروړو.
په همدغه سبب دى په بخيل مشهور و او هر چا به ورته سخت او بخيل ويلى.
دا و د خلكو قضاوت، چې له حقيقت نه ډېر لرې و او په ډېرې ظاهر بينۍ بنا و، هغه څوك
چې خپل ژوند د بل دپاره وقف كړي او هېڅ دنيايي ګټه پكې له نظر لاندې نه وي هغه ته
به څنګه بخيل ووايو.
هو! نظرلالا په ځان باندې بخيل و، ځكه چې له ځانه تېر و او خپل ځان يې بل ته بخښلى
و.
ده ته به كه چا د خداى دپاره څه وركړه هغه يې د بل دپاره اخيستل او بل ته يې وركول.
دا ايثار او فدا كاري، چې په دې وخت كې لكه د اينځرګل يا د مرغۍ پۍ ډېر نادر څيز
معلوميږي، له انساني غرايزو سره ډېر موافقت نه لري او مثالونه يې ورك دي.
دا راز سړى د خلكو په نظر كې ډېر ساده او ډېر احمق معلوميږي.
په عقل او پوهه دا ګمان نه شي كېدى، چې چا ته د دغسې ايثار او فدا كارۍ اجازه
وركړي.
خپل ځان خوارول او بل پالل، له ځانه تېرېدل او د بل په ښه ورتلل د عقل او فكر كار
نه دى، د دغسې كارونو دپاره يو لوړ معنوي عشق په كار دى او د نظرلالا اخلاص غواړي.
د دغه كاله هر څه د نظرلالا په لاس كې وو او د ده په امانت دارۍ هر چا داسې يقين
درلود، چې هېڅ شك پكې چا نه شو كولى.
زه د هغه چا ستاينه نه كوم، چې نظرلالا ورته ډېر اخلاص او عقيدت درلود.
زما په نظر كې د ستايلو وړ نظرلالا دى او د ده په ښه سړيتوب ټينګه عقيده لرم.
دى اوس له نظره پناه دى او زه د ده زيارت ته په ډېر اخلاص ورځم، په هغه اديره كې چې
دى ښخ دى نور قبرونه هم ډېر دي او په ځينو باندې لا جنډې هم ولاړې دي، مګر زه خپل
مراد له نظر لالا څخه غواړم او د ده حسنات راته ډېر درانه معلومېږي.
په رښتيا، چې زما خادمان خوښ دي او ښه خلك په خدمتګارانو كې وينم.