مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

افغان جريده


د خان ناظر
 
خان د ډېر ځمکو او جايداد خاوند و، ځکه يې مزدوران دهقانان او اجاره داران هم ډېرو او ډير نوکران يې درلودل چې چا ورته اسونه ساتل چابه ټوپک ګرزول او چابه دتازيانو او بازو باښو ساتنه په غاړه درلوده.
خان به په ولس کې سترګې غړولې او داسې سړى به يې دناظرۍ او بالابينۍ لپاره پيدا کاوه چې کال په کال په اجاره دارانو باندې اجارې زياتې کړي او د دهقانانو په خوارې خوارۍ ځمکې ابادې کړي.
ناظر به دخان دخوشحالۍ لپاره له اجاره دارانو، دهقانانو اومزدورانوسره ډېربد سلوک کاوه او خلک به يې له لاسه ډېرپه عذاب وو.
د ناظر اصلي منظور د خان خدمت و چې بايد ډېرخلک د يوه تن دګټې او خوشحالۍ دپاره په کار واچوي او دغه استثماري وظيفه په ښه شان سرته ورسوي.
ډېرښه ناظربه هماغه و چې خواران نور هم خوار کړي او دخان خاني نوره سم چاغه کاندي، دکورو کلي خلک له خان، نه خپه نه و او له ناظرنه به يې ډيرسرتکاوه، هرچاويل خان پخپله ډېرښه سړى دى خود ناظردې بچي مړه شي.
يوه ناظرچې به څه موده ناظري وکړه او خلک به يې پوزې ته راوستل خان به هغه لرې کاوه او بل به يې راپيدا کاوه.
هغه به له پخواني ناظرنه دخان لپاره ډيرې تودې منډې وهلې، ځکه چې (نوکر نو اهو بدو ميگيرد) ډېره پخه خبره ده.
هغه به پخواني ناظرته نه کتل چې خلک ورته په څومره کرکه ګوري او څوک يې اوس سلام هم نااخلي، نه پوهېږم دخان طالع بيدارې وې اوکه د خلکو بخت ويده وچې هرنوى ناظر به په خان پرستۍ کې له بل نه وړاندې ټوپ واهه او د استثماري نقشو په جوړولوکې به يې خپل ايمان زيات خواراوه مګرخان يوناظر هم له دوه کالونه زيات نه ساته اوخپل خيريې په همدې کې ليدلى و.
په رښتياچې دريم ناظر به له دوهم نه هم تيږه واړوله او دخان ګټه به يې اسمان ته ورسوله. دى به هم څه موده وروسته د نوروله سرنوشت سره مخامخ شو او د ډېرو خلکو دښمني به يې په څو ورځو خپل اولاد ته پريښوده.
داسلسله همدغسې جاري وه او د ناظر په بدلون به څه قدر دخلکو تسکين کيده او زاړه خاطرات به په نوو اميدونو بدليدل.
د اولس نخبه اشخاص به دناظرۍ په طمع دخان په شاو خوا څرخيدل او په لطافت الحيل به بې دهغه توجه ځانته جلبوله. په دې مسابقه کې علاوه په چاکرانه اهليت او لياقت دخان اعتماد ډېرزيات اهميت درلود او دغه دبخت باز دهر چاپه سر نه کښيناسته.
د ناظرۍ عمرکه لنډ و د ستاژ دوره يې ډېره اوږده او په ډېرخدمت دغه عزت او حرمت ګټل کيده.
کجيرخان چې هوښيار او ځيرک سړى و وروسته له ډېرانتظار څخه د ناظر په منظور پوه شو او د غلو دانوکلي ګانې ور وسپارل شوې.
دا ناظرله نورو نه په عقل او فکرپوخ و، ځکه يې دناظرۍ طرزبدل کړ او خلکو ته يې ځان بې واکه او بې اختياره وښود.
ده به چې هرڅه هرچاسره کول هغه به يې په دې پوهاوه چې دى دخان فکر او اراده تمثيلوى او د يوه تواچي حيثيت لري.
دى پخپله هېڅ نشي کولى، هرڅه چې کوي خان يې کوي، خلک بايد هرڅه له خانه وګڼي او ناظر معذور او مجبور وبولي.
دغه وخت هرڅوک په دغه راز پوه شو چې خبره په کوم ځاى کې ده، امر او نهې د چا کاردى.
وروسته تردې بيا چا ونه ويلې چې خان پخپله  ډېرښه سړى دى خو دناظردې بچي مړه شي.
خلک پدې وپوهيدل چې د ناظر بچي هېڅ ګناه نلري، بلکې پخپله ناظر هم اصلي ګنهکار نه بلل کېږي، هوښيار ناظرکه نور څه ونکړه او دخلکوپه حال کې يې کوم ښه بدلون رانه وست دخلکوسترګې يې څه قدرخلاصې کړې او اصلي ناظريې هرچاته په ګوته کړ.
ديته وايي: غير مستقيم خدمت.(١)
 
 
کميت پېژنده
 
نورخلک دکيفيت په تشخيص کې هم ډېرماهر وي او زه د کيفيت په تميزکې هم غولېږم يا حيرانېږم، د دې لپاره چې تاسې خپل حيرت ته حيران غوندې کړم ځينې مثالونه به درته وړاندې کړم. زما مثالونه ډېرساده دي، مګر زه تر هغو ساده يم او د ډيرې سادګۍ په وجه راته عام فهمه شيان هم مشکل شي.
مثلاً يو سړى په شپه کې شل رکاته نفل په نيم ساعت کې کوي او يوبل يې په يوه ساعت کې کوي او يو بل په يوه ساعت کې دوه رکاته نفل کوي، يعنې يو په يوه رکات کې سورت بقرلولي او هغه بل پکې دفيل سورت.
زه نه پوهېږم چې د رکاتونو په حساب شل رکاته ډېرعبادت وګڼم که دوخت په اعتبار يو ساعت عبادت له نيم ساعت نه زيات وبولم.
يوسړى دکوم شرعي عذر به وجه د جوزا په مياشت کې چې د روژې له مياشتې سره مصادفه وي روژې خوري او بيا دقوس په مياشت کې قضايي روژې نيسي دلته ورځ د يوځل طلوع او غروب په اعتبار دکميت په تله برابرې دي او که دساعتونو او دقايقوپه حساب سنجول کېږي.
په ژورناليستۍکې هم دکميت مسئله پېچيده ګي پيدا کوي.
يو ليکوال يوې جريدې ته يوه اوږده مقاله چې دوه مخه نيسي يوبل دوه وړې مقالې چې نيمه صفحه نيسي.
په دې مورد کې هم دکميت په لحاظ داسوال پيدا کېږي چې دکوم يوه برخه په جريده کې زياته ده ايا د کميت معيار دمقالو الفاظ او کلمات دي که د مقالو عنوانونه.
په رسمي او ادارې چارو کې هم دکميت مسئله مشتبه کېږي.
په يوه وزارت کې يومامور خارج ته سفر کوي اوڅلور مياشتې تيروي يوبل مامور درې ځله خارج ته ځي او هرځل يوه هفته هلته تيروي.
ديوه سفرخرڅ به زر ډالر کېږي او دبل له سوونو څخه تجاوز نه کوي دلته هم حېرانيږم، چې دکميت معيار دسفرونوکرات او مرات دى که ورځې او مياشتې يا د ډالرو حساب د شورى د تقنيني دورې حساب هم رانه ورکېږي.
دا دوره په قانون کې څلور کاله ده په هرکـال کې اوه مياشتې دکارموده ده په هره مياشت کې که له عمومي تعطيل سره تصادف ونکړي دولس ورځې دعمومي جلسولپاره تخصيص شويدي چې په دغه حساب ديوې دورې عمومي مجلسونه له (درې سوو څخه ) تجاوز نه کوي، نو که چېرې ولسي جرګه په يوه دوره کې څلور سوه عمومي جلسې دايرې کړي او په يوه بله دوره کې درې سوه جلسې هم پوره نکړي يادمشرانو جرګه په يوه دوره کې خپل يو دوه مياشتې اجلاس اصلاً داير نکړي، نو دا دوه دورې به دکميت په لحاظ مساوي ګڼوکه څنګه؟ يعنې دکار د ورځو په حساب به يوه دوره له بلې نه کمه ګڼو او که معاش اخيستلو ته به وګورو او دواړه به مساوي وبولو؟
که يو سړى لکه ليمو کوچنى او بل لکه چکوتره غټ وي ايا دوى دواړه دکميت په لحاظ يو دى که څه ديوه کرتۍ دبل لپاره واسکټ هم نشي کېداى.
که نه دجسامت په لحاظ ديوه اوښ قرباني له اوه پسونو سره مساوي ګڼلى شو او دکميت معيار سرشماري نه ده.
که څه هم ( عقل بسر است نه به سال).(١)

اداري سياست
 
يوه ملګري راته خپله کيسه داسې شروع کړه:
د انتظار په کوټه کې زما غوندې ډېر خلک دملاقات په اميد ناست وو او دروازې ته به يې تربڼولاندې کتل.
له نورو نه خبرنه يم چې په څه چورت کې وو، خو ما پخپل زړه کې خبرې جوړولې او ځان سره به مې کرل او رېبل چې څه به وايم او څه به اورم؟
کله به مې زړه د زمري کړ او په دې فکرکې به شوم چې راشه له اخلاقي شجاعت نه کار واخله خپل قانوني حق په صراحت وغواړه، ځان دشخصيت او کرکترخاوند وښيه او داهليت و لياقت په ښودلو جلالتماب تر معنوي نفوذ او تاثير لاندې راوله ! ګوندې په درانه نظرراته وګوري او مناسب کار در کړي.
بيا به مې ويل هسې نه چې دا راز خبرې په جنابعالي بدې و لګېږي او د سرکار کچرې و تورېږي ياکله شخ ورته ښکاره شم او په چپيانو کې مې وشمېري نوښه به داوي چې اداب او نزاکتونه په نظر کې ونيسم او داخلاص او عقيدې په څرګندولو دهغه شخص اعتماد او حسن نظر ځانته جلب کړم.
د دې غلامانه فکرتراغېزې لاندې مې دتملق او چاپلوسۍ الفاظ او کلمات لټول او د ماهرانه جملوپه جوړولو بوخت وم چې پېشخدمت راغى او زه يې د جلالتماب لوړ حضورته دعوت کړم.
په قد نما ائينه کې مې ځانته ونه کتل چې نکټايي اونوره وضع مې څنګه ده او په اول نظر کې به څنګه ورشم؟ په دغسې جنجالي حال کې په دروازه سرکوزى ور ننوتم او په ټيټ سر مې د ارادت لاس ور وړاندې کړ ښاغلى جلالتماب د مهربانۍ له خوا لږ غوندې له ځايه جګ شوى شانته و او خبرې يې له ماسره کريمانه وې.
دکوټې لوکس فرنيچر او نفيس سامان دجلالتماب له عطوفت سره زه ترعجيب تاثيرلاندې راوستم اوحيران وم چې دتشکرحق څنګه ادا کړم؟
عادي او معمولي الفاظو نشو کولى چې زما احساسات څنګه چې غواړم هغسې څرګند کړي، ځکه مې دحال او وضع په مرسته خپل عجزاو انکسار تمثيل کړ او حرکاتو سکناتو مې  وښودله چې زه څومره ترتاثيرلاندې راغلى يم.
هغه څه چې ښاغلي جلالتماب زما دحال او وضع په هنداره کې وليدل نو رحيمانه عواطف يې راويښ غوندې شول او په طولاني صحبت کې يې ډېرڅه راته وويل چې ځينې ټکي يې دادي:
د وطن مينې او احساس زه مجبور کړم چې دا درنه وظيفه په دغسې مشکلوحالاتو او شرايطوکې ومنم او دخدمت په مقابل کې سپکې سپورې واورم، په جرايدو او مظاهراتو کې راباندې تورونه ولګول شي او بشري کرامت مې ترپښو لاندې شي.
د افسوس ځاى دى چې دلته وچ او لامده يوشان سوزي او خلک پدې نه پوهېږي چې زه په مجلس کې څه وايم او څه رازپېشنهادونه وړاندې کوم څه وکړم زه بېخي يوازې يم او نور ټول مې يوې خواته رغړي زه تاغوندې منور اشخاص ښه ګڼم او قلبي علاقه ورسره لرم، اهليت او لياقت ته په احترام ګورم مګر ته پخپله هوښيار سړى يې او په نيمه پوهېږې.
زه تاته ډاډ درکوم چې ستاپه کار کې به خپل نهايي کوښښ ونه سپه وم، زه ستاپه سر جنګ ته هم ولاړيم، ته شل ورځې پس خبر واخله، مګر يو ځل... صاحب او... صاحب هم وګوره.
د ده له حضوره چې مرخص شوم دنورو صاحبانو دليدو په فکر کې شوم او لوړ جناب ته ورغلم، داځل زه دلويانو له حضور سره لږ غوندې بلد شوى وم او په دوهم نقش کې مې مهارت نور هم زيات شوى و. لويان خداى په لويه ورځ پيدا کړي او يو جنس غوندې خلک دي، ځکه يې کړه وړه خبرې او طرز تفکر ډېر مشابه وي.
دغه اعلي جناب هم زه پخپلو خبرو له ځانه ډېرخوشحاله کړم او خپل نظريې زما په باب ډېرښه وښود، خو دا يې وفرمايل چې زه بس ستادکارپه باب... صاحب ته وايم ته هغه ته ورشه او ورسره په تماس کې شه (!) خداى به هرڅه اسانه کړي. ده کنايتاً زه په دې پوه کړم چې عقل فعـال بل دى او (خورد کلانکار) هم بل څوک دى.
دغه وخت ماته هغه وخت راپه يادشو، چې يوه زيارت ته څوتنه ورغلو او منجور راته وويل: تاسو بايد اول هغه وړوکي زيارت ته ورشئ، چې دلوى زيارت شاته و، ځکه چې لوى صاحب همدغسې ويلي و چې دحاجت خاوندان بايد اول هغه ته ورشي او خپل حاجت دهغه په وسيله له لوى زيارت څخه وغواړي.
دا امرمې هم په ځاى کړ او واړه کلانکار ته ورغلم.
په رښتيا چې هغه په سياسي هنر او مهارت کې په نورو مټ اړاوه او زه يې ډېره موده د خوف ورجاء دياس او اميد ترمنځ په اعراف کې وساتلم.
په دغه موده کې يې زه دفوټبال دتوپ په شان يوه بل ته غورځولم او زه هم له ډېرې خوشحالۍ په هوا ګرزيدم، ترڅو چې دوى ستړي شول او زه هم له سرګردانۍ خلاص شوم، مګر په دې پوه نشوم چې كار څوک کوي او دعا چيرته قبليږي.
زما طالع چاتړلي دي او دتوبې ور کوم دى؟ دا هم راته معلومه نشوه چې ښاغلي جلالتماب زما په سرله چاسره جنګونه وکړل او په دغه جنګ کې څه تلفات پيښ شول.
پاک خداى دې زما دغه ګناه راعفوه کړي چې زما په سبب دهغې سنګرمات شو او جلالتمابان يوله بله خوابدي شول.
دغه صاحبان چې زه يې په زيارت څوڅو ځله مشرف شوم او هريوه راته خپل نظر ډېر ښه ښوده د نورو لپاره هر يو ټک وپترى وه.
هرچابه ويل فلانکى دهغه صاحب په پېرزوينه او توجه د ولايت يا رياست خاوند شو او هغه بل معينۍ او معونۍ ته ورسېده.
دا يوازې زه وم چې دټولو په توجه مديريا مامور هم نشوم.
د ملګري خبرې چې دغه حدته ورسېدې، نو يوه هوښيار سړي ورته وويل:
زيارتونه اکثراً همدغسې وي چې يوه ته مواد ورکوي او بل ته نه.
زيارت ته بايد سړى يو شى يوسي چې څه ترېنه راوړي.
چې تش ځې تش به راځې.
زيارتونه نذرغواړي.
څوک چې د زيارت نغري نه تودوي نغرى به يې همدغسې سوړ وي.
يوبل سړى چې له ادارې سياست سره اشنا و هغه خبره له بلې خوا راګز کړه او ويې ويل:
زه تاسوته څه وايم، مګر تاسې به يې هيچاته نه واياست او زما خبرې به ټينګې په غوږ کې نيسئ، هغه موږ له قسمه تېرکړو او بيايې وويل:
د اداري سياست تقاضا همدغه ده او له نامطلوبو اشخاصو سره همدغسې کوي.
يعنې وزير په معين لاس پاکوي او معين په وزير.
دغسې ساده ځوانانو ته هر يو خپل ځان مهربان او خيرخواه معرفي کوي او بل ورته شيخ مير، يعنې مناع الخيرښيي.
همدغه سياست دى چې مقام دخپل بام واورې په بل اچوي او قسم قسم خلک اعلى او عالي العال مقام ته بدبينه کوي.
داخبره هم ديوه سياستمدار خبره ده ښايي چې داهم د ادارې سياست په تقاضا منځ ته راغلې وي او څه چل پکې وي چې ليکونکي او اخبار چلوونکي به هم پرې نه پوهېږي، ځکه يې خپروي.(١)
 
 
اشتباه
کله د اشتباه له مخې داسې هم شوي دي چې دجنګ په محاذ کې يوه جبهه په بلې باندې غالبه شوې وي، مګر دغه د فتحې او غلبې خبرچې دغالبې جبهې مشرته ورکړل شوى هغه بل راز پوه شويدى او ګمان يې کړي چې غلبه د جانب مقابل په برخه ده ځکه سم دلاسه تښتېدلى او ګټلى ميدان يې بايللى دى.
دا راز تارېخي اشتباه ګانې به بل وخت ته پرېږدو او سياسي اشتباهات به هم نه څېړو.
اوس به هغه اشتباه ګانې په ګوته کړو چې لويانو ته جزيې او بې اهميته ښکاري او تاريخونه يې هم غالباً نه ثبتوي.
وايي چې يوسړى له ځان سره لګياو او ويل يې:
په زړه کې رحم او عاطفه نلري، له ډېرې استغنا چاته نه ګوري، دچاپه ژړا او فرياد يې زړه نه سوزي.
دومره ظلم او ستم، دومره کبراو غرور، دومره تغافل او بې پروايي له هيچاسره نه ښايي.
زه په څومره اميد ورغلم، مګر زما عرض يې وانورېده او زماهيلې يې ترپښو لاندې کړې.
خداى دې هغه ماغوندې کړي چې زما دزړه حال ورمعلوم شي.
عاشق دخپلې معشوقې له لاسه دغه راز شکايتونه کول، مګر مخبر اشتباه وکړه او دغه خبرې يې په سرکار والا پورې مربوطې وګڼلې، ځکه يې دهغه په باب ډېر بد رپوټ حکومت ته وړاندې کړاو  په دغسې اشتباه دعشق محجور د سياسي محبوس په حيث په زندان کې ولويداو ډېر کړاوونه يې وګالل.
تعجب مه کوئ! دغسې اشتباهاتو ډېرخلک د توپ خولې ته تړلي او ډېر کورونه يې وران کړيدي.
وايي چې په تېرو زمانو کې يو جنت مکان، مغفور او مرحوم امير د مني په ورځو کې په کوم باغ کې ناست وو، د باغ تر شايو لاروى تېرېده او دا بيت يې په لوړ اواز له ځان سره وايه:
اى زاغ درين باغ تماشا چه ميکنى
 گل رفت وسبزه رفت تو تنها چه ميکنى


دا غږ چې دمبارک غوږ ته ورسيده دا اشتباه پيدا شوه چې لاروى اميرصاحب په غوږ وهي او د شعر په ژبه ناوړه نسبت کوي، ځکه يې هغه د دغه منحوس بيت په ويلو په بيت الاحزان کې بندي کړ.
داهم وايي چې زړه زمانه کې يو سړي خوب وليده چې سرې جامې يې اغوستې دي او په اس سپور دى. د خپل خوب په معنى نه پوهېده ځکه يې خپلو ملګرو ته وايه.
يوه ملګري يې د خوب تعبير په دې ډول وکړ چې ته به پادشاه شې، ځکه چې اس دا قبال نښه ده او سرې جامې سرخ رويي ده.
دا ناوړه خوب او دغه بد تعبيرکوم خبر اميرصاحب ته ورساوه هغه يو قضايي هئيت د دغه لوى جرم اوستر خيانت لپاره وټاکه چې په نتيجه کې خوب ليدونکى ته داعدام جزا تعين شوه.
که چېرې هغه وخت دخوب په تعبير او تفسير کې معبر اشتباه نه واى کړى او دغه غلط تعبيرمنځته نه واى راغلى خوب ليدونکى به ولې وژل کېده.
که معبر ويلى واى چې سرې جامې دشهادت علامه ده او په اس سپريدل د سرکارسپاهي کېدل دي نه به داخبره کوم ځاى ته رسېدلې وه او نه به ورته قضايي مجلس ټاکل شوى و.
څنګه چې معبر د خوب په تعبير کې اشتباه وکړه قضائيه هئيت هم پخپل قضاوت کې له اشتباه سره مخامخ شو. مقصددانه دى چې داعدام جزا درنه او سنګينه ده.
د دغسې لوى جرم په مقابل کې ښايي چې دا جزا ډېره خفيفه وي.
د قاضيانو اشتباه دا وه چې په خوب کې سرې جامې اغوستل او په اس سپرېدل جرم نه دى حتى په ويښه هم هغه کار جرم نه ګڼل کېږي.
اصلي جرم هغه غلط او ناوړه تعبير و چې سرې جامې اغوستل او په اس سپرېدل يې پادشاهي وګڼله او سړى يې دتوپ خولې ته وتاړه. قاضيانو د دې پرځاى چې معبرته سزا ورکړي د خوب خاوند يې په جزا محکوم کړ او د مجرم په تشخيص کې يې اشتباه وکړه.
اشتباه که هرڅنګه وي او په هر ځاى کې وي د عفو وړ ده.
خداى دې سړى بې له اشتباه ګناه څخه ساتي.
هغه څوک چې اشتباه نه کوي او ګناه کوي لويه خطا کوي.(١)
 
خان او بډاى
 
نه پوهېږم چې اصلي نوم يې څه و، مګر خلکو عمرا ناصر باله.
زموږ په علاقه کې ده غوندې بل بډاى نه و.
هرچابه ويل چې دقارون سر يې ګرولى دى.
ده به خپلې پيسې په ګرويو او سودونو بندولې او بيابه يې دفصل په وخت کې دګټې بې حسابه غلې راټولولې.
خلک ورته محتاج و، مګر هرچاروته په درانه نظر نه کتل.
هغه وخت سود خواره خلکو بد ګڼل او هر چاته سپک ښکارېدل.
دا متل به زښت ډېراورېدل کېده چې هندوپيسې ګټې اوپښتون کيسې ګټي.
د دنيا مال ته به خلکو دهندو ږيره ويلې.
عمرا ناصرکه فقير نه و، نو حقير خو هرګوره و.
دى بډاى و مګر خان نه و او بې پيسو يې نور څه نه درلودل.
جاه وجلال، وقار او اعتبار ؤ، د اولس مشرتوب د اولس له خان ښاغلي کريم خان سره و عمراهم دخان ترحمايت لاندې ژوند کاوه او دخان تابع و.
داځکه چې خان د ستر خان درلود، حجرې او مهمانخانې يې لرلې، نوکران او مزدوران يې په مخکې ګرزېدل چې تنخااو ډوډۍ به يې ورکوله.
خان به خيراتونه کول، بخششونه او انعامونه به يې ورکول او له خوارو غريب سره به يې مرسته هم کوله.
دعمران شونډې به هم دخان په کاسه غوړېدې او پخپل کورکې به يې خوله نه خوږېده.
نه يې په نس خوړله نه يې په تن لګوله.
هغه خپل حساب زياتاوه او مره يې پوره کوله.
ده خپل نوم ښه کاوه او شان وشوکت يې ساته. لنډه دا چې هغه حريص او دى کريم و.
خاني د خلکو په نظر کې معززه او محترمه وه.
بډايي لکه ډمه که هرڅومره ښايسته وه هغومره بدنامه هم وه.
يوهندو هم بډاى کېداى او سېټ کېداى شو، مګرخان کېدى نشو.
مشري او واکمني له خانۍ سره تړلې وه.
له بډاى سره له پيسو پرته نورڅه نه وو، که ونوهغه وېره وه.
داحال په مرور دزمان ورور ورو بدل شو.
خان دخانۍ خوى او عادت هېرکړ.
دى هم په پيسو مين شو او حرص پرې غلبه وکړه، اوس خان هغه خان نه دى چې پرون و.
اوس د خان سترګې پيسو ته وږې دي او همدغسې قبلې ته يې سرپه سجده ايښى دى.
دى اوس زر نه خاورې کوي، بلکې د زرو دپاره خپل ځان او نوم خاورې کوي.
د رحمان باب دا بيت ده ته بېهوده او بې معنى ښکاري چې وايي:
داهنردى چې خاورې څوک سره زرکا
چې زر خاورې کړي رحمانه هنر دادى


 
د پروني خان زوى نن تاجر او قاچاقبردى.
هغه سودونه چې عمرا خوړل اوس يې دى خوري او لوى سيټ ورنه جوړ شويدي.
دى اوس سره اوسپين لعل و جواهر ډېرلرې، مګر هغه پخوانى جوهر، وقار او جلال نلري.
خاني چې حامله شوه بډايي ترېنه وزيږېده.
بډايي به هر څه لري، مګر په خلکو کې محبوبيت نلري.
خواران او غريبان که له ناکامه دبډايانو نوکري او مزدوري کوي له بډايانوسره ډېره سخته دښمني هم کوي.
داسې دښمني چې پخلاکېده پکې نشته.
خان که بډاى او منفور شو خير دى.
خداى دى حاکم او حکومت له دغه حاله ساتي.
حاکمانو ته نه ښايي چې بډايان شي او خپله شخصي سرمايه زياته کړي.
د ولس مشران او زمامداران که دخلکو خدمتګاران كېداى نشي، نو اقلاً بايد خانان شي نه هغه سيټان او بډايان چې کرکړې دلته وهي او هګۍ لرې مو له مخه په کوم بل ځاى کې اچوي.(١)
 
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery