څنګه حاکم ؟ رښتياوايم
زه دلته نه وم بل چېرته وم، هلته خلک بل راز وو، کارونه بل رازو، کورونه بل رازو،
هلته ما هغه څه وليدل چې تاسې به نه وي ليدلي هغه څه مې واورېدل چې تاسې به نه وي
اورېدلي هلته چا پسونه نه حلالول، مګر د انسانانو ونډۍ به يې کله کله کوله زما
څوومه ورځ وه چې يو ښکلى زلمى په رڼا ورځ دڅو تنو په مخ کې چا وواژه مګر دا دظلم
واقعه دومره عادي او معمولي تېره شوه چې لوى حاکم خو پرې خبرهم نه شو، وړوکې حاکم
خبرشو خو ورته رانه غى، دتحقيق دپاره يې دوه تنه راولېږل، په ولس کې هم څوتنه پيدا
شول، چې قاتل يې وښوده او حقه شاهدي يې پټه نه کړه.
مګر د کلي خان او ملک د قاتل له پلاره (پنځلس) زره روپۍ واخيستې او له وايمه، وايم
چې په حاکم په قاضي په چا او چا يې وويشلې، څه دوى وخوړې او څه نورو، دوه زره پکې د
مړي پلار واخېستې او په محکمه کې يې مجاني ابرا وکړه، ځکه چې نور ټول په بله خوا وو
او د ده له لاسه يوازې څه نه کيدل، مقتول له خپل پلاره د نورو زيات سکنى و، ځکه
هغوى خونبهازياته واخيستله په قاتل باندې يو کال قيد وخوت، مګر پلار يې په يوه او
بل پسې ګرزېده چې دا بېګناه بندې خلاص کړي، دا واقعه خو مو واورېد ه اوس بله واورئ
زمونږ په کلي کې داسې خبرې ډېرې دي هغه بله ورځ له ملا صاحب سره ناست وم يو سړى
راغى چې دخداى په لحاظ په حاکم يو خط راکړه چې نور مو ونه ربړه وي، زما زوى سيندوړى
پخپل اجل مړ دى، مګر حاکم وايي چې چا وژلى او تاسې قاتل پټوئ، ځکه مو په وهلو قايله
وم، دغه دى اوس يې زه او زما کډه غوښتي يو، داخبره ماته عجيبه غوندې ښکاره شوه او
دحاکم صاحب په عقل وتميزخندا راغله وروسته چا وويل چې په رښتيا د ده زوى چا وژلى او
په سيند کې يې غورزولي دى، مګر پلار يې پوهېږي چې څه مې له لاسه نه کېږي، نو ولې
ځانته دښمني زياتوم داراز خبرې ډېرې دي زه ټولې نه کوم او له مړو نه تېرېږم ژوندوته
راځم.
يوه ورځ يو زلمى راسره ملګرى شو ماله ده نه پوښتنه وکړه چې څه کار کوې ده دخپلې
پرېشانۍ کيسه داسې شروع کړه:
مونږه دېرش څلوېښت جريبه پټى درلود نورو ټول رانه ظالمانو واخيست اوس دوه جريبه را
پاتې دى په دې کې هم موږ څوک په قراره نه پرېږدي پلانکى صاحب وايي ستاسو په تره مې
شپږزره روپۍ دي او درې نيم زره يې سود کېږي، ځکه مې ورور دا درې مياشتې وشوې چې
بندي دى. ماوويل کوم شرعي سند په منځ کې شته ويل يې نه، خو وايي چې عرفي سندلرمه،
زمونږ تره که څه هم مړدى او حقيقت راته نه دى معلوم، مګر که هماغه شپږزره واخلي او
له سودنه تېرشي وربه يې کړم ماتعجب کاوه چې څنګه حقوقي دعوه کې يوسړى بې له شرعي
سنده درې مياشتې بندي کېږي هغه زما تعجب رفع نکړ، بلکې نور يې هم زيات کړ او ويې
ويل کله چې کوم مشر سړى راځي او مجس ګوري حاکم زما ورور له پهره دارسره چېرته لېرې
لېږي او بيا يې بېګاته بيرته په زندان کې اچوي، زموږ په بندي خانوکې که دغسې
دغلابنديان شته چې بې له رسميته په مجس کې پراته دي ځينې داسې رسمي بنديان هم شته
چې د ورځې په زندان کې وي او دشپې کورته ځي دا افراط او تفريط چې يو نوم يې نه اخلم
او حقيقت ته دکيسې رنګ ورکوم.
هم دغومره ده زموږ مطبوعاتي ازادي او له دېنه پورته خپله ديموکراسي اجازه نه
کوي.(١)
فکر او کار
په موږ کې ډېر لږ خلک شته چې هم فکرکوي هم کار کوي او اکثره داسې دي چې کار کوي فکر
نه کوي چې فکر کوي کار نه کوي. دهمدې له امله زموږ اکثره کارونه خراب دي او يوه سمه
صحيح نتيجه نشو اخيستلاى.
زموږ دا عادت دى چې يو کار په داسې پيمانه شروع کوو چې زموږ له توان او استعده سره
تناسب نلري، وسايل او اسباب يې نه وي موجود، لاره او طريقه يې نه وي معلومه، موانع
و مشکلات مونه وي سنجولي او ډېرورسته پوه سو چې زموږ پدې فکرکې غلطي وه، د قرغې
بند، دلته بند سرک ته د بخارا نهر او دا راز نور کارونه د دې خبرې شواهددي.
موږ ډېر ځله له خپل معارف څخه شکايت کوو او وايو چې د ١٢ صنف په اطلايو کې داسې
کسان شته چې املا يې غلطه ده او بې سواده پاتې دي، مګر په جواب کې اورو چې موږ
دومره ډېرصحيح او لايق معلمين نلرو چې ټولو مکتبونو ته ورسيږي او تعليمات صحيح شي.
دومره پيسې هم په بودجه کې نشته چې ټولو شاګردانو ته کتابونه او تعليمي وسايل مهيا
شي. که موږ داومنو چې دغه عذرونه صحيح دي او صحيح معلمين نشته نو بايد وزرات معارف
له ابتدا څخه هماغومره مکتبونه تاسيس کړي واى چې لايق او صحيح معلمين او کتابونه
پيداکيدل او پالنه يې ممکنه وه، مګر دا مکتبونه بايد په يوه ښار او په يوه ولايت کې
نه واى، بلکې په ټول افغانستان کې واى وروسته چې هرڅومره وسايل او اسباب زياتېدلاى
هغومره به يې مکتبونه هم زياتول او تناسب مراعات به يې کاوه که چېرې دوى اوس هم شل
مکتبه په صحيح صورت اداره کولاى شي او سل مکتبونه تاسيسوي زماخو ګمان دى چې ډېره
لويه سهوه کوي، ځکه چې له هغسې شلو مکتبونو نه سل تنه پوهان راوتلى شي، مګر له
دغسې سلو مکتبونو نه شل تنه هم لايق کسان نه راوزي زموږ دغسې کارونه داسې مثال لري
لکه چې سړى يوه ژرنده اوبه لري او دوه ژرندې ورته ږدي، نو په تنيجه کې يادواړه
ودرېږي يا خوداسې ګرزي چې ديوې ژرندې کارنشي ورکولى، مګر ژرنده ګړى دوه کوټې دوى
ژرندې، پلونه او ناوې يو په دوه تهيه کېږي او له ګټې يې تاوان ډېر وي فايده يې
داده چې خلک وايي چې فلانکى خان دوه ژرندې او ژرنده ګړي لري زموږ تشکيلات همدا
منشا لري ديوه سړي کار ته څلور تنه نيسو، ديوه مديريت وړکار نه رياست تشکيلوو.(١)
وطن
يوماشوم په خپل کور کې خارپوڅې کوي او لکه دمرغۍ بچى په خپله ځاله کې اوسي د هغه
وطن ډېر وړوکى او ډېر محبوب دى.
د هغه د کورغولى چې هرڅومره وي وطن يې هم هغومره دى چې نه پکې غر شته نه سيند، نه
ښار او نه ډېرخلک وروسته چې هغه ماشوم لويېږي او غټېږي وطن يې هم په همغه اندازه
وسعت پيداکوي او علاقه يې زياتېږي.
د ده علاقه اول له خپل کلي، بياله ښار او ورپسې له سمت او ولايت سره پيدا کېږي او
چې دغه ابتدايي مراحل طى کړي، نو بيا دخپلې پوهې او اجتماعي تربيې په اندازه د وطن
مفهوم او معنى سره اشناشي، يعنې څومره چې پوهه زياته شي او انسان عقلي رشد او بلوغ
ته ورسېږي هغومره يې فکرانکشاف کوي او علاقه يې له وطن سره زياتېږي بالعکس څومره چې
يوسړى له علم او له پوهې څخه لرې پاتى شي او لکه کشمير اکا په ټول عمر کې له لغمان
او سره رود ته نه وي تللى د هغه وطن يوازې لغمان دى او اسمان يې هم همغه دى چې په
لغمان کې ليده شي.
دغه شان سپين ږيرى هم له ماشوم نه کم نه دى او په ډېر تنګ اومحدود وطن کې اوسيږي
کشميراکا خو ديرش کاله پخوا مړ شوي دى، مګر ما څلور كاله پخوا په مشرقي کې يو حاکم
وليد چې پخپله هم دهمدغه ولايت سړى و.
ده ويل پخپل وطن کې حکومت ښه نه دى او سړى ښه اجرا ات نه شي کولى.
زه پدې خبره خپه نشوم چې حکمران صاحب ولې يوازې مشرقي خپل وطن ګني او د افغانستان
نور ولايات ورته پردى وطن معلوميږي يا ولې دغه سړى له دومره لږې پوهې سره دغومره
لويې رتبې ته رسيدلى دى؟ بلکې زه ډېرخوښ شوم چې حکمران صاحب يوازې خپله علاقه وطن
نه ګڼي، بلکې ټول ولايت ورته خپل وطن ښکاره کېږي او له کشمير اکا نه د ده وطن لوى
او پراخه دى په دېرش کالو کې دغومره عرفاني ترقي زمونږ لپاره بس ده او په ډېرې
خوشحالۍ ارزي.
ځينې کسان به وايې چې ديوه حکمران او يوه دهقان مقايسه صحيح نه ده دهقانان به اوس
هم يوازې سره رود يا لغمان ته وطن وايي او بس، مګر زه دا خبره نه کوم او پدې ښه
پوهېږم چې رتبې د پوهې او عقل په حساب نه دي ويشل شوي ډېرخلک شته چې رتبې لري يا يې
رتبې مړې دي، مګر پاک خداى ډېرعقل او زياته پوهه ورکړې ده او يو بل چې د رتبې له
برکته په تېز رفتارموټر کې ګرځي له عقله پياده دى، نو کيداى شي چې نن يو دهقان د
وطن په معنى پوه شوى وي او يو حاکم لانه وي پوه شوى او اوس هم په پردي وطن او اجنبي
ملک کې حاکمي غواړي، موږ بايد په ظواهرو ونه غولېږو او په رتبو يا جاموتېر نه وزو
ډېر خلک شته چې دماموريت نوې خولۍ يې په سر کړېده، مګر په سرکې يې څه نشته. د ډېرو
اشخاصو پګړۍ او خولۍ زړې دي مګر په سر کې يې نوي او تازه فکرونه شته.
له موضوع نه لږ غوندې هغه خوا ولاړم، مګر ژر ملتفت شوم او بيرته خپل مطلب ته
راګرزم.
د وطن په معنى باندې پوهېدل علم او پوهه غواړي او له وطن سره عشق او علاقه پيداکول
اجتماعي رشد او بلوغ ته ضرورت لري.
وطن يوه کور ته ويل کېږي په يوه کلي باندې د وطن نوم ايښودل مناسب نه دي، يوه ښار
يا ولايت ته وطن ويل د خندا وړ معلومېږي په يوه وطن کې ډېرکلي، ډېرښارونه،
ډېرولايتونه موجود دي او راز راز هواپکې وي.
ځينې ځايونه ډېرتاوده، ځينې ډېرساړه، ځينې معتدل وي وطن وړوکى کور يا کلى نه دى،
بلکې ډېر لوى او سترکور دى او لوى خلک يې لوى ګڼي د ماشومانو او ناپوهانو په نظرکې
البته وړو کې راځي او يوازې همدوى پکې ځايېږي.
يو کابلى، ننګرهارى، جنوبي وال، کندهارى، فراه وال، هراتى، ميمنه وال، مزازى،
بدخشى، بغلانى په يوه کور، په يوه کلي په يوه ښار او يوه ولايت کې نه دي، مګر په
يوه وطن کې دي او ديوه وطن دي.
د دغه وطن نوم افغانستان دى چې په ټولو يو شان حق او ټول پکې يو شان حق لري، دوطن
په سيوري کې ټول ځايېږي او دوطن په اوبو دټولو تنده ماتيږي وطن د ټولو دى، په ټولو
حق لري او ټول پکې حق لري.(١)
ملت
زه غواړم دملت په معنى باندې هغه څوک پوه کړم چې په کتابي خبرو باندې نه پوهېږي او
پوهول يې ګران کار دى د يوه وطن ټولو خلکو ته چې ديوه پادشاه رعيت وي ملت ويل، يعنې
څومره خيلونه او قامونه چې افغانستان کې دي دا ټول يو ملت دى او په يوه نامه يادېږي
چې هغه نوم افغان يعنى پښتون دى.
تردې نامه لاندې لکه چې خوګياڼي، شينواري، مهمند، سليمانخيل، تره کي، اندړ، ځاځي،
احمدزي، بارکزي، غلجي او دراني ټول راځي دغه شان ازبک، ترکمن، هزاره، نورستاني،تاجک
او نورپه دغه نامه کې شريک دي او ټولوته افغان ويل کېږي. د افغانستان ټول خلک په
هره ژبه چې خبرې کوي او هر رنګه کالي چې اغوندي څادرونه لري او که چپنې څپلۍ په
پښوکوي که پڼې ياموزې کندهارۍ وي که کابلۍ، ننګرهارۍ، وي که هراتۍ، دمزار وي که
دميمنې دجنوبي وي که دشمالي دا ټول يودي او يو ملت ورته ويل کېږي چې نوم يې افغان
دى.
دا نور نومونه چې د افغانستان بيلابېل قومونه او خېلونه يې لري لکه بارکزي، اڅکزي،
منګل، ځدران، دېګان، ايماق او نور داسې مثال لري لکه ديوه سړي لاس، پښه، خوله،
پوزه،سترګه،غوږ، زړه او نور غړي چې ډېر نومونه لري، مګر د سړي نوم يودى چې احمديا
محمود ورته وايي، نو څنګه چې يو وجود په دغو ډېرو نومونو باندې نه دوه کېږي او
يوسړى سره له دې ددوه لاسونه، دوه پښې، دوه سترګې، دوه غوږونه لري يو تن بلل کېږي
يو ملت هم که څومره قامونه پکې وي لکه يو وجود اويوتن باله شي او اصلي نوم يې يو
دى.
هماغه شان چې يو وطن څوقسمه هوا لري او يوځاى يې بل ځاى غوندې نه وي يوملت هم
څوقسمه خلک لري چې څوک يوراز او څوک بل راز معلومېږي، هغه څوک چې دملت په معنى
پوهېږي هغه ته دا معلومه ده چې له دغوخېلونو او قامونو نه پورته يو بل نوم شته چې
ټول قامونه پکې شريک دي او ډېره لويه لمن لري.
څنګه چې له سيندو څخه ويالې او له ويالونه لښتي بېلېږي څنګه چې په يوه ونه کې
شاخونه اوپه يوه شاخ کې څانګې وي دغسې په يوه ملت کې قامونه په يوه قام کې کندې او
تپې شته دسيندونو، ويالو او لښتيو مثال لري، نوکندې ياتپې به بېلې وې، مګر قام به
يو له بله بيل وي، خو ملت به بېل نه وي.
وګورئ دپښتنو څومره ډېر قامونه دغلجي يادراني په نامه يادېږي، مګر غلجي او دراني
دواړه بيا پښتون او افغان په نامه بلل کېږي د افغانستان ټول اوسېدونکي بايد په دې
خبره باندې پوره وپوهېږي چې ديوه ملت خلک ټول يوشان ورونه دي او پښتون وفارسي وان،
سني او شعيه غلجي او دراني، هراتي، ننګرهاري، کندهاري، مزاري په دغو بېلوبېلو
نومونو له بله نه بېلېږي.
موږ په خپل وطن کې ډېرې کورنۍ وينو چې څه يوه ژبه کوي او څه بله يو ورور چې په کابل
كې اوسېدلى دى هغه فارسي وايي او بل ورور چې په ننګرهار کې اوسي هغه پښتو وايي، مګر
دواړه ورونه دي او هريو هغه بل خپل ورور ګڼي په يوه کور کې داسې ورورنه او خويندې
هم شته چې پلار يې پښتو او مور يې فارسي وايي يا يې مور په پښتو او پلار په فارسي
خبرې کوي.
داسې کورونه هم شه چې يو مسلمان خاوند او يوه نامسلمان مېرمن پکې ژوند کوي او دواړه
ديوه اولاد مور پلاربلل کېږي، نوهرکله چې يومسلمان او يونامسلمانه چې په ژبه په دين
په وطن او نسل کې بېل دي په يوه کاله کې خوږ ژوند کولاى شي، نو په يوه لوى وطن کې
به ولې سني او شعيه، پښتون او بل ديوه ملت په شان نشي اوسېدلى.(١)
حقيقي غل
په رڼا ورځ يې د ډېرو خلکو په مخکې ډېرڅه له موږ نه پټ کړه، ستا خوښه چې غل ورته
وايې که نه!
زه خويې غل بولم.
هو! غل دى مګر دپوليسانو په نظرکې نه.
د دې غله لاس قاضي او مفتي نه پرېکوي.
هېڅوک داغل نه نيسي او نه يې بندي کوي.
د دې غله په ږيره خلى نشته.
ده ډېرڅه له موږ نه پټ کړي دي او ډېر زيان يې را اړولى دى ده له موږ نه سره و سپين
نه دي پټ کړي.
دى ډېرلوى غل دى.
د ده غلاډېره لويه او ستره غلا ده.
دى مال نه پټوي.
د ده غلاته په عادي نظرمه ګورئ!
دى زموږ پيسې نه پټوي.
ده ته دمال او دپيسو غل نه شو يلاى.
دى موږ نه خپل ځان او خپل بد بد کارونه پټوي.
دى خپل حقيقت او ماهيت پټوي.
ځان او حقيقت پټول ډېره لويه او ستره غلاده دا غلاد يوه ملت او مملکت کور ورانوي او
ملکونه بربادوي.
په سترګو ننوزي.
له سترګو سره دښمني لري.
هو! داغل له سترګو نه رانجه نه پټوي، سترګې پټې دي له مونږ نه ډېر حقيقت پټوي او د
حقيقت غل دى، ده ته بايد حقيقي غل ووايو.(١)
بنديوانه
ماستابنديان وليدل، ستازندان هماغه شان له خاينانو اومجرمانو نه ډک دى.
ستاپه زندان کې ډېر رشوت خواره او دخيانت خاوندان واچول شول، مګر رشوتونه او
خيانتونه ورک نه شول.
په هېواد کې ورځ په ورځ د دوى ډله زياتېږي.
په دوايرو کې د رشوت بازار هماغسې تود دى او اجراات خراب دي.
اصول او قوانين که هرڅومره سختې سزاګانې تعين کړي جرايم نه ورکېږي.
اوس څه بله چاره او بل فکر په کار دى.
د مملکت درد په دغو سزاګانو دوانه شو.
وهل، ټکول، بنديانول او وژل بې تاثيره شول. خلک په دغو عذابونو او تکليفونو عادي
شول او د زندان وېره له سترګو لاړه،
اوس بل علاج وکړه او بله چاره وسنجوه!
زندان او بنديتوب موږ اصلاح نه کړو.
حبس او توقيف موږ له بدو کارونو له خيانتونو، له رشوتونو او غفلتونو راونه ګرزولو.
راشه! چې زه او ته په دې باب کې غور وکړو او داصلاحاتو لپاره يې موثرعلاج پيداکړو.
ماپه دې فکر کې ډېرې شپې سبا کړي او دحل لاره مې موندلې ده که زمامنې راشه !
هغه بې ګناه بندي چې په هغه توره کوټه کې پروت دى خوشې کړه او له زندانه يې
راوباسه!
که هغه ازاد شي دغه ټول مجرمين اوخاينين به که خداى کول بې بندي توبه په سمه لاره
روان کړي او کارونه به ښه شي.
ته نه پرېږدې او په توره شپه کې دکارنقص او عيب موندلى شې.
د هغه ديد او نظر ډېرتېز دى او خيانت ترې نه ډېر په ويره کې دى دهغه ازدي دعلم، د
ترقي او دفکر دپالنۍ دپاره ډېر ضرور دي.
راشه ! دغه بې ګناه بندي دخداى لپاره او دمملکت دخير اوبهيود لپاره ازاد کړه.
که ته هغه نه پرېږدې زه حاضريم چې د هغه په عوض زندان قبول کړم او زنداني شم.
زه پوهېږم چې ترڅو ليکونکي او شاعران (هغه چې نقادان دي او متملقين نه دي) زندان
قبول نه کړي او دمجرمينو په ځاى دوى په جېلخانو کې ونه لوېږي يومملکت ښه ورځ نه شي
ليدلى، دا د ليکوالو وظيفه ده چې زندان ته ننوزي او د ده بندي راوباسي.
که په يوه مملکت کې حق او حقيقت مختنق وي او څوک څه نه شي ويلى. که انتقاد او رښتيا
ويل لکه يو مجرم او خاين په زندان کې وي هلته عدالت او ديموکراسي هېڅ نه شي راتلى
او سعادت لکه وحشي مرغه له هغه ملکه تښتي.
هغه خاموشه فضااو تاريک محيط چې دحق ويلو ګنګوسې پکې څوک نه اوري او د حقيقت رڼا
دوړو کې هومره ليدله کېږي دجنايتونو او دخيانتونو لپاره ډېرمساعد معلومېږي او د
فاسد عناصر ډېرښه پالي.
که زندانونه هرڅومره لوى او پراخ شي مملکت به زندان شي، مګر ودان به نه شي ځکه چې
وداني بې له حق ويلو او انتقاد کولو هېڅ امکان نه لري، ترڅو چې فکر ازاد نه شي او
انتقاد ازادي پيدانکړي د دې خلکوښه کيدل او په سمه لاره روانيدل محال معلومېږي.
انتقاد دبشريت ډېرلوى مصلح او صحيح رهنمادى.
کوم عقل، کوم منطق، قانون، کوم دين اومذهب دى په مجرمينو کم قبول کړى او په زندان
کې يې اچولى دى؟ که انتقاد کول او حق ويل په دنياکې نه وي دا دنيا ډېره ژر ورانېږي
حق او باطل ګډېږي.
د ښو او بدو تميزله منځه ځي. په ملک او وطن باندې داسې تياره راځي چې خاين او صادق
نه پېژندل کېږي، ظلم دعدالت ځاى نيسي او له انسانانو نه ځناور جوړ ېږي.
بنديوانه!
هغه وخت، چې مځكه وه او انسان په كې نه و.
هغه وخت چې حيواني ژوند لکه چينجي په تورو خټو او اوبو کې ډوب و، ونو او بوټو د
ژوند وږمې ته انتظار درلود.
هغه وخت چې پاک خداى(ج) دانسان دپيدايښت اراده وکړه او داسمان پرښتې يې خبرې کړې
هغوى د لوى خداى په حضور کې په ډېرجرئت ووې.
ته هغه څوک پيداکوې چې په ځمکه کې فساد کوي او وينې تويوي دانتقاد تاريخچه له همدغه
وخت نه شروع کېږي.
پرښتې سره له خپل لږعلمه دخپل مالک او خالق په کړو کې خبرې کوي...
هغه وخت چې انسانان پيداشول او له انسانانو نه فرعونيان جوړشول حضرت موسى(ع) له يوې
امسا سره دفرعون په مقابل کې ودرېداو د ده په کارونو او لويو دعوو يې انتقاد کاوه.
فرعون د خدايۍ دعوه وکړاى شوه، مګر د انتقاد مخه يې ونه شواى نيولى او حق ويل ازاد
و. (١)