مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

لوړ خيالونه او ژور فكرونه


 

په انګلستان كې
 
د غم داستان بيانول او داسې څوك لرل چې په دغه داستان پوه شي او خپل پټ غمونه پكې وويني د غمجن زړه دپاره ډېره ښه تسلي ده.
يوه وخت دغه تسلي زما په برخه رسېدلې وه، مګر كله چې ما دانګلستان په خاوره كې قدم كيښوده.
هغه وخت چې ما د دې  ځاى خلك وليدل، چې ډېرو ټينګو او تورو ورېځو د دوى له نظره شين اسمان پټ كړيدى، نو زه له دغې تسلۍ نه محروم شوم. دلته هېڅوك نشته چې د زړه په ژبه پوه شي.
اوه! دا ساړه خلك، دا يخ زړونه چې د خداى (ج) له نامه نه هم غافل پاته دي بې له طلاو څخه بل خداى نه پيژني او بې له پيسونه بل شي ته په تقدس نه دي قايل.
كشكې زما د زړه اهونه دومره پورته لاړشي چې دالپ د كوهستان لمنو ته ورسېږي، ښايي چې هلته داسې خلك ومومي چې د عاشقانو د زړه په غمونو او رازونو پوهېږي.
                                                        (الفيري )


غويي
اى د فصلونو اوكښتونو پالونكيه!
اى وفادار خدمتګاره! ته د ډېر لوى او ارام قوت ښكارندوى يې.
زه له تاسره ډېره مينه لرم ته په  ما باندې ډېر ګران يې.
له تاسره د صلح غوښتلو او عزة النفس روح موجود دى.
ته لكه يوه خاموشه مجسمه خپلې كروندې ته ګورې او د دې  دپاره چې د فداكارۍ وظيفه ترسره كړې پخپله خوښه درانه جغ ته سر ټيټوې.
ته د انسان په خدمت كې د موقر فرمان بردار په ډول خپل عمر تېروې، هر وخت چې هغه تا وهي او ژوبلوي دې ته ورته سر راګرځوې  او په صبر او تحمل ورته غلى او ارام ګورې.
ته پوهېږې چې د جهان ودانول ستا وظيفه ده.
ته دانسان دتېږي په مقابل كې څه نه وايې او شكايت ستا عادت نه دى.
ته سركشي او نافرماني  نه كوې، مګر زه ستا د دردمند روح اواز اورم چې دبخار په ډول اسمان ته خېژي.
زه ستا د درد خفيفه ناله  اوروم، چې د اسماني سرود او د فداكارۍ د سرود په شان په دغه فضا كې خپرېږي.
ستا حقيقت په دغه شنه او غلي كښت كې ځاى لري.
زه په همدغه هنداره كې وينم اى وفا دار خدمتګاره!
  (كاردوچې)
د ټاګور نغمې
 
هغه ماشوم چې ډېرې ښايسته شاهانه جامې اغوستې دي او د جواهرو قېمتي اميل يې په غاړه دى ډېر ښكلى ښكاري، مګر د نورو ماشومانو غوندې معصومانه لوبې نشي كولى او هغه خوشحالې ده هېره كړيده.
دى چې هر قدم اخلي ښايسته جامې يې په پښو كې نښلي.
له ده سره تل دغه ډار ملګرى دى، چې كالي يې په خاورو نشي ځكه له نورو نه لېرې  لېرې ګرځي او يوازې  معلومېږي.
د ده حركت ازاد نه دى او له خاورونه ډېره ډډه كوي.
د ماشوم مورې! د ماشوم دغه راز پاك ساتل چې دغومره قيد او تكليف ورسره وي ماشوم ته زيان رسوي او له ډېرڅه يې محروموي.
همدغه شى دى نه  پرېږدي  چې د ژوند په صحنه او د انسانانو په ډله كې داخل شي.
(۲)
چېرته چې زړونه له ډار او وېرې څخه په امن كې دي سرونه هر ځاى ته هسكيدلي شي.
چېرته چې علم او فكر ازاد دى.
چېرته چې دغه لوى جهان په وړو وړو فكرونو نه كوچنى كېږي.
چېرته چې كلمات د حقيقت او راستۍ له كومي څخه راوزي.
چېرته چې بې نتيجې كوښښونه لاس غځوي او مطلب ته رسېږي
هلته چې د كار او عمل لاسونه نه دي تړلي.
هلته چې د استدالال د چينې رڼې اوبه د عنعناتو وچ ځنګله ته لاره نه لري.
هلته چې ذهنونه او دماغونه نشو و نما كوي.
لويه خدايه! ته ماپه دغسې فردوس او ازاد جهان كې له خوبه روايښ كړه.
(۳)
  لويه خدايه! زما مناجات دادي.
د افلاس نيلې زما نه زړه وشكوه او لرې يې وغورځوه.
ماته توفيق راكړه چې خپلې خوښۍ او مصيبتونه په  اسانۍ وزغملى شم.
توفيق راكړه چې غريب او بېنوا له نظره ونه غورځوم او د ډېر بې باكه قوت په مخكې هم سرټيټ نه كړم.
زه دا توان غواړم، چې د دنيا له خسيسو شيانو نه ځان وژغورم او خپل قوت، خپله مينه ستا خوښې ته وسپارم.
(۴)
بس همدغومره ارزو راته پرېږده چې هر لورته تا پرې وليداى شم.
په هرڅه كې تاووينم او بيله تا نه بل چاته خپله مينه وړاندې نكړم.
هو! زه همدغو مزه ارزو غواړم چې يوازې له تاسره زما تعلق وساتي نور څه نه غواړم، ايكې يو زور لانه غواړم چې ما ستا د رضا پابند كړي او په دغه نيمګړي ژوند كې زما سروكار له تاسره وي.
دا  زولونه د مينې او محبت زولنه ده.
هغه چې له ماسره مينه لري غواړي چې له هرې خوا نه زما مخه ځانته راوګرځوي ايا ستا محبت له ماسره دغه راز نه دى؟
ته پوهېږې چې ستا مينه له ماسره ډېره زياته ده، مګر بيا دې هم زه ازاد پريښى يم.
زما دوستان ما ځكه يوازې نه پرېږدي چې زه دوى هېر نكړم.
ډېرې ورځې وشوې، مګر ما يوځل هم ته پخپلو سترګو ونه ليدې.
كه څه هم ما ستا نمانځنه په ځاى نكړه او پخپل زړه كې مې تاته مناسب ځاى جوړ نكړى شو، مګر بيا هم ستا مينه زما مينې ته انتظار لري.


شاعر او پرښته
 
شاعر: د اسمان پرښتې! كه زما د سترګو يوه اوښكه او زما د شونډو يوه بوسه ستا دپاره كافي وي زه دا دواړه له تانه نه دريغوم.
دا د دې  دپاره چې كه ته بېرته اسمان ته وخېژې، چې زما د عشق يادګار درسره وي، مګر له مانه دا اميد مه كوه چې زه به دهيلې او اسرې دپاره يا د افتخار او سعادت دپاره حتىٰ، چې د رنځ او غم دپاره كومه نغمه سازه كړم.
زه غواړم چې خپله ژبه غلې وساتم او د زړه خبرې واورم.
پرښته: شاعره داڅه وايي؟ زه خو دخزان سيلۍ نه يم چې اوښكې خپله غذا وګڼم او دغه دغم اولاد د اوبو څاڅكي وبولم.
هغه بوسه چې ته يې ستايې له تانه نه غواړم، ځكه چې د بوسې دركولو دپاره زه تاته راغلې يم او غواړم چې ستا د وجود له  كښت نه بيحاصله ګياه لري كړم، چې هغه د تنګدستۍ او تنبلۍ بوټي دي او د زړه غم نه دى.
ستا غم يوازې په خداى پورې تعلق لري.
 كه ستا غم هر څومره زيات وي ته د خپل زړه دغه مقدس زخم همدغسې پرېږده پټۍ او ملهم پرې هېڅكله مه ږده، ځكه چې د بشر د لويوالي دپاره لوى لوى غمونه په كار دي او بل هېڅ شى يې دغومره نشي لويولى.
شاعره! ته داګومان مه كوه چې د غم د ښكلا ادراك ته خاموشي ضرور ده، ځكه چې له ټولو نه ښكلې نغمه هماغه ده چې ډېره نا اميدي په كې وي.
د زړه شاعرانو جاويدانه اواز زما په ياد دى چې بوده او تنسته يې له اوښكو او اوهونو څخه اوبدلې ده.
ماهيخور مرغه ستړې او ستومانه د ماښام په تياره كې خپل ځنګله او ځالې ته راشي او خپل بچې وږي وويني، چې د ساحل له څنډې ورته رامنډې وهي او خولې يې د طعمې دپاره نيولې وي، نو دى په يوه لويه تېږه كښېني او اسمان ته په ډېر حسرت ګوري.
دى پوهيږي چې بيهوده، د بيحاصله ساحل او خاموش درياب په سر باندې د طعمې دپاره پرواز كړى او هېڅ يې نه دي موندلي.
سره له دې بيا هم دى تش لاس نه دى راغلى او خپلخونين زړه ورسره شته، چې خپلو بچيو ته يې اخرينه طعمه كړي.
دا مرغه غلى او ارام په ګټه پر يوازې او خپل څېرې ځيګر خپلو وږو بچيانو ته وړاندې كوي په دغه وخت كې يې له څنګه وينې بهېږي او دى د مينې په ميو مست په ځمكه  پريوزي.
په دې فداكارۍ كې كله د تدريجي مرګ له شكنجې لاندې ستړى شي او ويره ورته پيدا شي چې د ژوند اخيرين رمق له لاسه ورنكړي، نو ځكه نيم ژواندى را پورته شي او خپل وزرونه وڅنډي په دغه وخت كې چې د شپې وروستۍ شومه وي د وداع يو داسې مرګاني فرياد له زړه راوباسي چې دريايي مرغان له ساحله تښتي او هغه مسافر چې د سيند په غاړه تېرېږي له وحشته رېږدي او خداى ته ځان سپاري.
شاعره! ته په دې پوه شه، چې د ټولو حقيقي شاعرانو سرنوشت همدغه دى چې د ماهيخور مرغه په شان د خپل زړه د وينو دسترخان خپوركړي او خلك په دغه دسترخان ميلمانه او خوشحاله كړي.
كله چې شاعران له خاورو شوو اسرو، له رنځونو او غمونو له عشق او نا اميدۍ نه حكايت كوي د دوى خبرې كه هر څومره ښكلي وي بيا هم له زړونو نه غم نه وړي.
د شاعر خبره لكه تېره توره داسې ده، چې په هوا كې حركت كوي او يوه ځلانده حلقه تشكيلوي، مګر په څوكه كې يې همېشه د وينو څاڅي ليدى شي.
(( الفرد دوموسه ))


غم او خوشحالي
خوشحالي هغه غم دى چې پلو يې له مخه لرې شوى دى.
هغه چينه چې ستاسې خوښۍ او خوشحالۍ ترينه راخوټېږي په حقيقت كې ستاسو له اوښكونه ډكه ده.
هرڅومره چې د غم شوكارې ستاسو د وجود لوښي وګروي او ژور ځاى پكې جوړ كړي، هغومره پكې د خوشحالۍ دپاره ډېر ځاى پيداكېږي.
ايا ستاسو دغه كنډول چې له شرابو نه ډك دى د كلام په داش كې په اور باندې نه و ايښى؟
ايا دغه د دورې شپېلۍ چې په اواز يې ستاسې روح خوشحالېږي په تېره تېغ غوڅه شوې او جوړه شوې نه ده؟
كله چې جوړه شوې نه ده؟
كله چې پخپل زړه كې خوشحالي وينئ كه خپل زړه وګورئ دا به درته څرګنده شي، چې هماغه څيز چې تاسو يې غمجن كړي ياست تاسې خوشحاله كوي.
كله چې ستاسو په زړه كې غم پيدا شي كه پخپل زړه كې سترګې وغړوئ په دې به پوه شئ، چې د هاغه شي دپاره اوښكې تويوي چې تاسې يې خوشحاله كړي ياست.
ځينې خوشحالي لويه ګڼي او غم وړوكى، ځينې غم لوى ګڼي او خوشحالي ته په كمه سترګه ګوري. زه وايم دوى داوړه يو له بله بيل نه دي او دواړه يو ځاى راځي كله يوله تاسو سره مخامخ كښيني هغه بل ستاسو په بستر كې ويده وي تاسې لكه د ترازو شاهين د غم او خوشحالۍ ترمېنځ واقع ياست كله چې دتلې پلې تشې وي تاسو غلي ياست.
كله چې زرګر په تاسو باندې خپل زرتلي، نو د غم يا خوشحالۍ پله درنيږي او سپكېږي.            
 (( خليل جبران ))
پارلمان
پارلمان د دولت زړه دى او د حكومت مثال لري چې په ټولو غړو يې فرمان چلېږي.كه دماغ له كاره ولوېږي سړى ژوند كولى شي لكه لېونيان او احمقان چې ژوندي دي، مګر كه زړه كار ونكړى شي ژوند ختمېږي.
(روسو))
ژوند
دا مه وايه چې ژوند يو دايمي بزم دى، ځكه چې دا خبره احمقان كوي.
دا هم مه وايه چې ژوند تل تر تله مصيبت دى، ځكه دا دبې زړه او ضعيفو خلكو خبره ده.
لكه چې د ونو شنې څانګې په پسرلي كې له خوشحالۍ رېږدي، خانده! لكه چې د سيند موجونه په لويو ګټو لګېږي  او فرياد كوي. ژاړه!د جهان ټول خوندونه وڅكه او ټول دردونه وزغمه بيا ووايه هرڅه چې دي ډېر دي، مګر له خوب او خيال سره شباهت لري.  ((پاديامانتوپولس ))


قوت او جرئت
 
د سيند په اوبوكې مخ پورته تګ قوت او جرئت غواړي او د اوبو له جريان سره موافق تګ مړه كبان  هم كولى شي.
 
تاريخ
 
هغه ماته لوى او واړه څه فرق نه لري چې هر څه ده پيدا كړي دي او د ټولو خالق دى. هر چېرته چې هغه شته هر څه شته او هېڅ ځاى نشته چې هغه په كې نشته زه له دومره كوچنيتوب سره، چې هېڅ نه يم هرڅه يمه.
ځكه چې د ځمكې، د ستورو او دشمسي كال او لاديم.
زه له هغې خاورې پيدا يم چې د قيصر لاس، د افلاطون ماغزه، د مسيح زړه او د شكسپير نبوغ يې په ذراتو كې ګډ دي.   (امرسن)
 
لوړه پايه
 
په دغه جهان كې د هر چا د لوړيدو دپاره يوه پله او پايه په كار ده، چې هغه درد او الم دى.           
(( اناتول فرانس ))

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery