بدبختي
بدبختي ده، چې عقل او پوهه تربيه كوي.
((هوګو))
عقل
كه غواړې چې دعقل په زيان او ضرر پوه شې، دا ومنې چې عقل هغه قوتونه په سړي كې وژني
چې ژوند پرې ولاړ دى.
ژوندون په عمل او اراده ولاړدى.
غوښتنه او اراده د هر پيشرفت اصل او اساس دى.
څومره چې عقل زياتېږي هغومره اراده ضعيفه كېږي.
كه انسان په هرڅه پوه شي يقين وكړه چې بيابه هېڅ نه غواړي او هېڅ ارزو به ورسره نه
وي، يعنې اراده به نه لري.
عمل له ارادې څخه پيدا كېږي او اراده له ارزوڅخه.
دا دواړه له هغه شي سره نه يو ځاى كېږي، چې د حكيمانو او فيلسوفانو په برخه رسېدلي
دي، يعنې تردد او تامل.
زه ډېرې پوهې له ژوند څخه عاجز كړى يم.
ډېر فكر د سړي قوت او مقاومت كموي.
ناپليون، سزار او د دوى امثال هغه كسان نه وو چې ډېر فكر كوي، ځكه يې هغه څه وكړى
شو چې زړه يې غوښتل.
((اناتول فرانس))
ترقي او تكامل
زه په دې عقيده يم، چې د بشر تكامل به په ډېر ځنډ انجام مومي.
د دنيا سير ډېر بطي دى، د بشر نبوغ په تقليد كې دى، د ابتكار خونده يې نشته، لكه چې
په فزيك كې د ثقل قانون موجود دى چې زمونږ تعلق د ځمكې له زړې كرې سره ساتي په روان
شناسۍ كې هم دغه قانون وجود لري او زمونږ دلچسپي د زاړه جهان سره ټينګوي.
ګويټې هم ويلي دي چې خلق لا د اصلي ګناه د اتمي برخمې په اختراع نه دي بريالي
شوي.
(( اناتول فرانس ))
د ژوند ضروري شرط
ناپوهي يوازې د نېكبختۍ لازمي شرط نه دى، د ژوند ضروري شرط هم دى. كه مونږ په هرڅه
پوه شو يو ساعت هم دژوند تحمل نشو كولى.
هغه احساسات چې ژوند مونږ ته ښه ښكاره كوي يا ژوند راته د تحمل وړښيي له دروغو څخه
زېږي او په موهوماتو باندې تغذيه كېږي.
((اناتول فرانس)
علم او اخلاق
له علم څخه ديوې اخلاقي نتيجې اميد لرل ډېره لويه اشتباه ده.
درې سوه كاله پخوا خلك په دې عقيده وو. چې ځمكه د خلقت او بديا كېدو مركز دى او نن
مونږ پوهېږو، چې د لمر يوه منجمده ټوټه ده.
اوس پوهېږو، چې د ستورو په سطحه كې څه ګازونه سوځي.
په دې هم پوه شوي يو چې دغه جهان چې مونږ پكې د ګرد او غبار يوې ذرې غوندې يو تل د
جوړولو او ورانولو په حال كې دى.
مونږ ته دا معلومه شوه چې پرله پسې ځينې ستوري پيداكېږي او ځينې له مينځه ځي، مګر
دغو خارق العاده اكتشافاتو زمونږ په اخلاقو كې څه تغير رانووست.
ايا نن ميندې له خپلو بچيانو سره له پخوانه زياته مينه لري؟
يا دغه مينه له پخوانه كمه شويده؟ ايا اوس دښكلا په احساس كې له پخوانه څه زيادت يا
نقصان راغلى دى؟ ايا نن د زړورو قهرمانانو په زړه كې له پخوانه څه فرق ليدل كېږي؟
ځمكه لويه وي او كه كوچنۍ وي د بشر په حال كې څه تغير نه راولي. ځمكه لويه ده په دې
شرط چې غم او رنځ پكې وي او عشق موجود وي.
غم او عشق د غير فاني ښكلا جاويداني مركزونه دي.
غم يو داسې نعمت دى چې قيمت نه لري.
هغه ښيګڼې چې په ځان كې وينو او هغه څه چې ژوند زمونږ په نظر كې ښه ښكاره كوي
دهمدغه لوى نعمت اغېزه ده.
زمونږ ترحم، شجاعت شهامت او نور فضايل او ملكات د همدغه شي مرهون دي.
اخلاق طبيعتاً په احساساتو باندې تكيه لري او بـس.
((اناتول فرانس ))
فكر او احساسات
تاسې واياست، چې د ټولو مصيبتونو او بدبختيو علت زمونږ فكر دى، كه غواړئ چې د فكر
په نحوست قايل شئ بايد په قدرت او عظمت كې يې ډېره مبالغه وكړئ، مګر په دې خبره
بايد پوه شئ چې فكر په احساساتو او غرايزو باندې ډېر لږ تسلط لري.
هغه خلك چې د فكر له تاثير لاندې ډېر زيات راغلي دي هغوى هم د نورو په شان متكبر
شهواني او بخيلان دي.
چېرته چې تمدن ډېر وړاندې تللى هلته هم هغه كارونه ډېر لږ دي چې په فلسفې اصولو
اجرا كېږي.
مونږ د غرايز و او احساساتو په مقابل كې دومره ضعيف او ذليل يو چې زه هېڅكله يوه
داسې شعوري حالت ته نه شم قايلېدلى چې له طبيعي حالت سره مخالف وي.
(( اناتول فرانس ))
تمسخر او ترحم
هر څومره چې د انسان په ژوندانه كې ډېر فكر كوم هغومره راسره دا عقيده ټينګېږي، چې
بايد د بنيادم د اعمالو شاهد او قاضي تمسخر او ترحم وي.
دا دوه ښه مشاوران يو پخپله د خندا ژوند زمونږ په نظر كې محبوب كوي او بل پخپله ژړا
ژوند را ته مقدس ښكاره كوي.
هغه تمسخر چې زه يې لرم بې رحمه نه دى په عشق او ښكلا باندې ملنډې نه وهي، بلكې
ډېر ملايم او نېكوكار دى.
د ده په خندا قهر سړېږي او مونږ ته داښيي چې بايد د اشرارو او احمقانو په مقابل كې
له تمسخر نه كار واخلو.
كه دا حس له مونږ سره نه وي، نو زمونږ په زړه كې هرګوره نفرت پيداكېږي
(اناتول فرانس )
د خلكو انتظار
خلك هر وخت په اجتماعي چارو كې ډېرو لويو تغييراتو ته انتظار لري.
دا هغه دايمې اشتباه ده چې دغيب ويلو له روح نه يې نشات كړيدى.
زه دامنم چې ژوند په رښتيا بې ثباته دى او ژوندي شيان تل تغيېر كوي، مګر د تغير
محسوس نه دي.
د دنياهره ترقي ډېره ځنډنۍ او منظمه ده.
ناڅاپي او سريع تغييرات هېڅكله نه دي پيدا شوي او نشي پيدا كيداى، ټول اقتصادي
تحولات دطبيعي قواو په رحيمانه ځنډ انجام مومي.
دا خبره زمونږ له احساساتو سره مخالفه وي او كه موافقه، مګر يو منلى حقيقت دى چې
هرڅه هماغه شان دي چې پخوا وو.
زمونږ اجتماعي و ضع دهماغه دماغو او كيفياتو نتيجه ده چې دمخه موجود و، لكه چې علت
او سبب هغو احوالو ته ويل كېږي چې وروسته تردې به موجود شي.
دا تسلسل تر ډېره وخته ديوه حال ثبات ساتي او په ژوند كې نظم او ارامتيا پيدا كوي.
دا خبره رښتيا ده، چې دغه حال نه هغه ارواګانې خوشالوي چې د نورو شيانو ډېره تنده
ورسره ده او نه په هغو زړنو كې خوښي اچوي، چې شفقت په كې نشته، مګر د جهان نظم
همدغه تقاضا لري اومونږ بايد تن ورته كښيږدو. مونږ بايد پخپل زړه كې يو څه حرارت او
له ځان سره څه اشتباهات ولرو، مګر اني او عجيب وغريب موفقيتونه ونه غواړو او د
معجزې انتظاار ونه لرو.
(اناتول فرانس )
خطرناك
مونږ ته هغه كسان خطرناك ښكاري، چې روحيه يې زمونږ له روحيې نه مخالفه وي.
هغه چې زمونږ خوبونه پكې نشته مونږ ورته بدا اخلاقه وايو.
څوك چې زمونږ په اشتباهاتو مبتلا نه دي مونږ ته شكاك معلومېږي او دا فكر نه كوو، چې
هغوى به په نورو شبهاتو مبتلا وي.
(اناتول فرانس )
د ژوندانه مخ او څټ
ژوند لكه د زري ټوټو كې مخ او څټ لري. هغه ښكلا چې په مخ كې شته په څټ كې نشته مګر،
د ټوټې اوبدانه (بافت ) له مخ نه په څټ كې ښه ليدل كېږي.
(شوپنهاور)
ليونتوب او حماقت
زه باور لرم چې بشر په هر وخت او په هرځاى كې د خپل مصرف دپاره د جنون او حماقت
كافي ذخيره لري.
دا سرمايه هر څنګه چې وي بې حاصله نه ده.
كله چې ګورم چې يوه پخوانۍ اشتباه وركه شوه بې له دينه، چې په دغه كار خوشحاله شم د
بلې اشتباه په باب كې فكر كوم چې د زړې اشتباه ځاى نيسي.
زه په ډېر تشويش له ځانه پوښتنه كوم چې ايا دغه نوې اشتباه به له زړې نه ډېره
خطرناكه نه وي؟ كه ښه فكر وكړو زاړه اوهام او زاړه خرافات له نورنه لږ زيات دي، ځكه
چې هغه د زمانې په مرور صيقل شويدي او ضرر يې كم شوى دى.
((اناتول فرانس ))
په ځان باور
هر څوك چې په ځان باندې اطمينان او باور لري خلك د هغه ملګري كېږي. په ځان باور يو
داسې صفت دى چې د هر چا خوښيږي.
خلك له قطعي او يقيني مطالبو سره مينه لري نه له دلايلو سره، دليل او برهان د وګړو
اندېښې او پرېشاني زياتوي.
اوس ساده ګي خوښوي او په ساده خبرو پوهېږي.
خلكو ته بايد څنګه او څه راز ونه وايو، بلكې هو يا نه ورته ووايو او بس.
(اناتول فرانس )
تعصب
تعصب او عدم اغماض په هر عصركې شته.
هر څه چې زمونږ خوښ وي زمونږ په نظر كې لوړ معلومېږي او نمانځنه يې كوو. كه څوك
مونږ ته زمونږ د بتانو عيب ښكاره كړي خوابدي كېږو.
خلك په مشكله دې ته حاضرېږي، چې د خپلو عقايدو په منشا او منبع كې لږ غوندې ايراد
قبول كړي.
كه چاپخپلو اصولو او معتقداتو كې غور او فكر كولى هېڅكله به نه وو معتقد
شوي.
( اناتوس فرانس )
ځان وپېژنه!
دا خبره چې ځان وپېژنه د يوناني فلسفې له حماقتونو څخه يو لوى حماقت دى، مونږ به
هېڅكله نه ځان وپېژنو او نه نور.
ټول مشكلات په همدغه ځاى كې دي او په همدغې موضوع پورې ارتباط لري.
د دنيا جوړول دومره ګران كار نه دى لكه پېژندل يې چې ګران كار دى.
ښايې چې بشري نبوغ يوه ورځ دنيا جوړه كړى شي، مګر دا توفيق به هېڅكله ونه مومي چې
پرې پوه هم شي.
د بشر په پوهه او نبوغ باندې دا ډېره لويه تعدي ده، چې د حقيقت په لټون كې به كار
ولوېږي. څه شى چې له پوهې نه پكې استفاده كېږي د اشياو لږ غوندې حقيقت پېژندل او
ترينه خوند اخستل دي.
( اناتول فرانس )
شخصيت
مونږ غواړو چې خپل شخصيت له ځان سره هغه بل جهان ته هم يوسو، له مونږ سره دا عقيده
موجوده ده چې كه څوك ځان هلته ونه پېژني هر سعادت چې د ده په برخه وي په ده پورې به
څه ربط نه لري، بلكې د بل چامال به وي.
له دينه غافل يو، چې زمونږ شخصيت دلته په دغه جهان كې هم محفوظ نه دى او په ژوندانه
كې څوڅوځله يورا زاو بل راز كېږي.
زه چې اوس له اتيا كالو نه اوښتى يم له هغه شل كلن، (( موريس ميترلينګ )) سره هېڅ
شباهت نه لرم، بلكې هغه هېڅ نه پېژنم.
همدارنګه له هغه لس كلن هلك سره هم مشابه نه يم چې يوه شېبه هم په ځاى نه و ناست
او تل به په لوبه مشغول و.
ما ته اوس هغه پردې او بيگانه معلومېږي.
هركله چې په دې نړۍ كې زمونږ شخصيت بدلېږي، نو بيا ولې دا انتظار لرو، چې هغه بل
جهان ته به يې هم له ځان سره وړو.
(( مترلينګ ))
بقا
پسونه طبيعت د سختيو په مقابل كې مقاومت نشي كولى كه انسان دغه نوع د خپل خوراك
دپاره نه واى ساتلى اوس به يې نسل ورك و، مګر اوس چې دغه حيوان په دنيا كې ژوندى
پاته دى سعادت يې په برخه نه دى ځكه چې د وژلو او خوړلو دپاره يې ساتلي دي.
هر حيوان او هر يو بوټى چې دلته وينئ، سر نوشت يې هم دغه دى كاڼي او معدنيات هم دغه
راز دي، مګر زمونږ غم دومره نه دى چې د دوى تغير ووينو او په بدبختۍ يې پوه شو.
((مترلينګ ))
كب
هغه كب چې يوازې ژوند كوي او هغه كبان چې په يوه ځاى كې ګډژوند كوي يوه اندازه پوهه
لري، مګر سره له دې ډېركبان شته چې يوازې نه اوسيږي.
مونږ نه پوهېږو، چې د دوى د اجتماع سبب څه شى دى؟
ښايې چې دوى به د ځينو ځناورو او بلاګانو له ډاره او د ځان ساتلو دپاره يو ځاى شوي
وي، مګر همدغه ګډ ژوند او يو ځاى اوسي د دې سبب وګرځيده چې انسان يې ژر ښكاركړي.
(( مترلينګ ))
هغه چې دنيا ته رانغله
په ملياردونو نطفې ضايع كېږي او په دې باب كې تاسې ډېر افراط كوئ.
ستاسو ښځې ډېرې لږې نطفې قبلوي چې هغه په انسانانو بدليږي، هغه نطفې چې ضايع كېږي
او څه ترينه نه جوړېږي ستاسو د خوابدۍ او خپګان موجب نه ګرځي، تاسو ته معلومه ده چې
دغه په سلهاو زرو ملياردونو نطفې، چې په هره پيړۍ يا نيمه پېړۍ كې له دې جهانه ځي
او هېڅ ترينه نه جوړيږي د انسانيت توان په كې شته او بالقوه انسانان ورته ويلى شو،
مګر دوى ته هغه چانس نه پيداكېږي چې مونږ غوندې انسانان شي، لكه چې مونږ ته هغه
چانس په لاس نه راځي چې د مشتري كره رانه جوړه شي او هغومره عمر ولرو.
ايا دغه بالقوه انسانان د فكري او معنوي ژوند خاوندان وو او كه نه؟ كه نه وو، نو
څنګه ورته بالقوه انسانان ويلى شو؟
اوس چې دوى مړه شو او مونږ غوندې نشو ايا د دنيا په اوضاعو كې څه تغير راغى؟ ايا د
دوى ځاى تش پاته شو او هغه كار، چې بايد دوى سرته رسولى واى سر ته ونه رسېده.
((مترلينګ ))
څنګه به يو؟
مونږ غواړو چې په هغه بل عالم كې هم خپل ځان وپېژنو او پوه شو، چې ته (اسميت) بې
زه (موريس) يم، مګر دانه ده معلومه چې هلته به خپل كوم شخصيت غوره كوو؟
ايا ته به دا غواړې چې زمونږ د بدو كارونو سزا به زمونږ كوم شخصيت ويني؟ هغه موريس
چې اوس له اتياكالو نه اوښتى دى، كه هغه شل كلن موريس به وي چې بېل شخيصت يې درلود.
په رښتيا چې مونږ تر اوسه نه يو پوه شوي، چې په څه صورت به د خداى حضور ته وړاندې
كېږو، سپين ږيري به يوكه ځوانان او كه ماشومان.
(مترلينګ)
ستاسو فكر
ستاسې فكر چې هرڅه وي تاسو هماغه ياست.
هېڅ امكان نه لري، چې څوك له خپل فكره لوى شي يا د خپل فكر له حدودو څخه تجاوز
وكړي.
( مترلينګ )
كه طبابت ترقي وكړي
ښايي چې يوه ورځ طبابت دومره ترقي وكړي چې طبيبان دسړي زړه او نور زاړه له كاره
وتلي شيان بدل كړي او د سر په كوپړۍ كې هم نور ماغزه واچوي.
لكه چې زاړه ماغزه بدل شي، نو طبعاً دغه حافظه هم نه پاته كېږي چې د تېر ژوند پوهه
او معلومات،كينه او مينه يانور خاطرات پكې ساتلي دي، چې دا حافظه لاړه شي هغه شخصيت
هم درومي چې له دغې حافظې سره ټينګ تعلق لري.
په دغه صورت كې بيا څوك خپل ځان نشي پيژندلى او په دې نه پوهېږي چې زه څوك يم؟ يعنې
د ده او ديوه مړي ترمنځ به څه فرق نه وي، مګر څېره او تنه به يې په كوڅو او بازارو
كې حركت كوي.
دا زيان چې د مغزو له بدولون څخه سړي ته رسيږي د مرګ او مړينې له زيات كم نه دي،
دغه جسد چې وروسته تردې دلته او هلته ګرځي هغه پخوانى سړى نه دى بل څوك دى. هر
تندر چې په ده پريوزي په هغه پخواني شخص پورې څه تعلق نلري، بلكې په يوه بل نا اشنا
سړي پورې ربط پيداكوي.
(مترلېنګ)
څه غواړئ؟
كه پاك خداى له تاسو نه پوښتنه وكړي چې څه غواړئ؟
تاسو په ځواب كې څه وواياست؟
ايا داسې ژوند به وغواړئ چې تل ترتله او هېڅ زړښت او هېڅ راز بدبختې هېڅ تغير په كې
نه وي.
دغسې ژوند خو عيناً د هغه غټ كاڼي حال ته ورته دى چې په مليونو كاله په يوه ځاى
پروت وي او هېڅ تغييراو تحول پكې نه راځي.
زه يقين لرم چې كه تاسې د جاويداني عمر په حقيقت پوه شئ. هېڅكله به يې له خدايه ونه
غواړئ.
جاويداني سعادت هم دجاويداني عمرپه شان دى يا په بل عبارت جاويداني بدبختي
ده.
(مترلينګ )