دستور العمل
خاص مجلس و، ټول غلي ناست وو، يو هم خبر نه و چې څه به وايي؟ دومره پوهېدل چې مطلب
ډېرمهم دى.
پس له څه قدر سكوت نه، هغه وويل: غير له سرو او سپينو ډېر قيمت بها نه شته، چې
جواهر او الماس هغومره قېمت نلري.
حكومت بايد هغه ډېر ټينګ وساتي.
كه هغه و، هر څه شته، كه هغه نه وهېڅ نشته، دحكومت اساس او بنياد هماغه دى، بې له
هغه حكومت نشي قايمېدلى.
د خزانو ساتنه هغومره ضرورنه ده، د هغه شي ساتل فرض دي.
د سياست په دنياكې هېڅ شى هغومره قيمت نلري.
په دې خبره ټول په فكر كې شوه.
چا ګمان كاوه چې مراد عدالت دى حكومت بايد دغه شى ډېر ټينګ وساتي او له الماس نه
يې بهتر وګڼي.
د ځينو دا خيال و، چې د مملكت استقلال له هر څه نه زيات قيمت لري. يو سياستمدار
بايد د همدغه شي د ساتلو ډېره ټينګه توصيه وكړي.
څه نورو تصور كاوه چې مقصد دملت خوشحالي ده.
ديوه ديموكرات حكومت اساس همدغه دى جواهر او الماس دومره قيمت نلري.
پس له يو څه وقفې هغه خپل مطلب ښكاره كړ.
هغه پوهېده چې زما په خبرو پوهېدل څه اسانه كار نه دى.
هغه وويل: د حكومت ډار بايد ډېر ټينګ وساتل شي او حاكمان له ډېر تشدد نه كار واخلي.
د حكومت ډار كه دخلقو په سترګو كې و خزانو ته څوك كاږه نشي كتلى له ګدامونو نه مږك
هم غله نشي وړلى، سره او سپين كه په ډاګ پراته وي څوك ورته نه ګوري. كه دا ويره
دخلقو په زړه كې وه ظلم ته به عدالت وايي بې رحمي به رحم ګڼي.
كه ډار نه و او خلق سپين سترګې شوه، نو بيا ګذاره ډېر مشكله ده.
تاسې كوښښ وكړئ، چې دغه ډار د خلقو په زړونو او سترګو كې وساتئ او دا قيمت بها څيز
ضايع نشي، د دې شي په قيمت باندې ښه پوه شي!
دا هغه شى دى چې په وينو تويولو، په كورونو ورانولو، په مالونو لوټولو لاس ته راغلي
دي تاسې يې په اسانه مه وركوئ!
اصلي غل
ستا خوښه چې غل ورته وايې كه د غلو مل؟ زه يې غل بولم.
د دې غله لاس قاضي يا مفتي نشي پرېكولى.
د ده له لاسه هر څه كېږي او ډېر قوت ورسره دى.
حاكمان ده ته څه نشي ويلى.
د پوليسانو زور په ده نه رسېږي.
د دې غله احترام قوماندان هم كوي.
دا غل ډېر زورور غل دى.
د ده مخه څوك د ورځې هم نشي نيولى.
دى د سركار په مال كې هم برخه لري او په خزانه شريك دى.
په ده باندې حقه شاهدي اداكول ډېر ګران كار دى.
په ده باندې هېڅوك دعوه نشي كولى.
ده ته يواځې زه غل ويلى شم او بس.
دا هغه غل دى چې له سترګو نه رانجه نه پټوي سترګې پټوي.
غله پيسې پټوي.
دې غله پټوي. خيانتونه پټوي، ظلمونه پټوي.
اصلي غل همدغه دى.
نور غله د ده په سيوري كې پټ دي.
ترڅو دى ورك نشي غله نه وركېږي.
د غلو منطق
له ورځې نه شپه ښه ده او له رڼا نه تورتم.
شپه د راحت دپاره ده ورځ د زحمت دپاره.
د عيش او عشرت وخت شپه ده.
سازونه سرودونه په شپه كې وي.
وصالونه په شپه كې صورت نيسي.
ساقي او شاهد د شپې ښه ښكاره كېږي.
بزمي محفلونه د شپې وي.
د حيات اوبه په تورتم كې دي.
په تياره كې د ستر او پرده پوشۍ راز پټ دى.
تاسې د تورتم په قدر نه پوهېږئ.
شپې لكه د خوبانو زلفې چې هر څومره اوږدې وي هغومره ښې وي.
په سپينو مخونو باندې بايد تورې زلفې خورې وي.
ښكلي او ښايسته مېرمنې په تورو پردو كې پټې ښې دي.
مونږ او دوى د پردې ترشا په تياره كې هر څه كولى شو.
كه زمونږ له عملونو پرده لرې شوه او هر چاپه رڼا كې وليدو مونږ ته به په نفرت
وګوري.
زمونږ دپاره شپه ډېره ښه ده.
تاسې كوښښ وكړئ، چې د ورځې هم تورتم او تياره وي.
د وهم او خوف تياره د ورځو رڼا كموي.
له ظلم سره ظلمت او تورتم تړلى دى.
د وږو خلقو په سترګو باندې توره شپه وي.
د ناپوهۍ تياره له شپې نه كمه نه ده.
بايد تل ترتله تياره وي، ځكه چې د حيات اوبه په تورتم كې دي.
د غلو ډيوه
سپوږمۍ وركه شوه، شپه ډېره تياره وه، غله په تور نم كې راغله په كاله ننوتل.
دوى خبرنه و، چې ښه ښه مالونه چېرته ايښي دي، ځكه يې ډيوه ولګوله او مال يې لټاوه.
د كورو كلي خلقو چې رڼا وليده را پاڅېدل دغلو مخه يې ونيوله او غله يې وپېژندل يوه
وويل: له تورتم نه د غلو ډيوه هم ښه ده.
مونږ غله په رڼا كې وليدل او راويښ شوو.
هو! مونږ غلو راويښ كړو.
زمونږ په كور كې غلو ډيوه ولګوله.
د حاكم اشتباه
دومره ظلم او ستم. دومره تغافل او بې روايي. دومره كبر او غرور.
داسې سخت زړه؟
بې رحمي او بې غوري انتها ته ورسېده.
د زړونو له ازاره هېڅ نه وېرېږي.
زما په ژړا يې زړه نرم نشو.
زما فريادونه نه اوري.
زما عذرونه او زارۍ تاثير نلري.
زه په ډېر اميد ورشم. زما په زړه كې ډېرې خبرې وي.
زه وايم خپل ټول عرضونه به وكړم.
هغه لكه برېښنا د سترګو په رپ كې له سترګو پناشي.
له ډېرې استغنا راته ګوري هم نه.
عاشق د معشوقې له لاسه دغه راز شكايتونه كول.
حاكم اشتباه وكړه، هغه يې سياستاً بندي كړ او په سياسي بنديانو كې حساب شو.
آهِ! د وطن مينان په دغسې خبرو زندان ته ځي.
څه لري او څه نه لري؟
ځمكې لري، ژرندې لري، قلاګانې لري.
راډيو نه لري، موټرنه لري، چوكۍ نه لري.
سر لري، سترګې لري، زړه لري، غوږونه لري.
ذوق نه لري، فكر نه لري، شعور نه لري، احساس نه لري.
ټغرونه لري، توشكونه لري، رخت خوابونه لري.
جارو نه لري، څنډل نه لري، مينځل نه لري.
ګوخانې لري، طبېلي لري،تحويلخانې لري.
حمام نه لري، تشنات نلري، صابون نه لري.
جوار لري، غنم لري، وريجې لري، پيسې لري،
خيرات نه لري، زكات نه لري، صحت نه لري، راحت نه لري.
حرص لري، غم لري، سودا لري ظلم لري و ناروا لري.
قناعت نه لري، صبرنه لري فضيلت نه لري، رحم نه لري.
جهل لري، بخل لري، حسد لري، رقيبان لري، دښمنان لري.
علم نه لري، اخلاق نه لري، سواد نه لري.
زامن لري، نمسۍ لري، لوڼې لري، وروڼه لري.
مكتب نه لري، معلم نه لري، ملا نه لري، مېرزا نه لري.
كبرلري، غرور لري، بدبيني لري، بدګماني لري.
انصاف نه لري، ضمير نه لري، وجدان نه لري.
څوك؟
زمونږ خان او زمونږ ملك.
آمر او مامور
زه به په تريو وچولي خبرې كوم.
ته به لكه مجرم كوږ اومېږ ولاړ يې بلې صاحب به وايې.
زه به په هر كار كې كارلرم.
ته به زما په كار كې د فكر كولو حق هم نه لرې.
زه به هېڅ نه كوم، ته به زما په امر هر څه كوې.
خدمت به ته كوې نام نېكي به زما وي.
كار به زه ورانوم ملامت به ته يې.
منډې به ته وهې ستومانه به زه يم.
څومره چې له مرګه وېرېږې له مانه به هم ډارېږې.
په هره اندازه چې له ژوند سره علاقه لرې له ماسره به يې هم لرې.
يوازې محبت مې نه دى په كار زما له خوفه بايد زړونه ورپېږي.
زما په حضور كې بې له عجز، نيازه هېڅ خدمت نه قبلېږي.
كه عاجزي او د غلامۍ خوى درسره و هر راز خيانتونه معافېږي.
پام كوه! چې پخپل خدمت او لياقت مغرور نشې.
هر كله چې راځې كه هر څومره مهم كارونه دې كړي و لكه ګنهګار سر ټيټى راځه!
خپل خدمتونه مه يادوه!
په قانون استناد مه كوه!
ماته ځان وسپاره، زما په خوشحالۍ كې هرڅه ولټوه! ستاترقي زما په اطاعت پورې تړلې
ده.
ستا ترفېع په همدغسې تواضع كې پټه ده، ته خپل ځان او خپل حد وپېژنه.
ته ښه فكر وكړه چې زه څوك يم او ته څوك يې!
توره پرده
سپوږمۍ چې په تورو ورېځو كې پټه شي په جهان باندې توره پرده غوړېږي او هر څه په تور
تم كې ورك وي.
په دغسې توره تياره كې د انسان بينايي كار نه كوي، ړانده او د نظر خاوندان يو راز
وي، ښه مخونه او بد مخونه فرق نه لري، د سپين او تور تمېز نشي كېداى خپل او پردي
پېژندل كېږي.
د حقيقت او جمال رڼا له سپوږمۍ پټوالي په سترګو لاڅه چې په زړونو هم تياره راولي
كه دا تياره وركه نشي او دغه رڼا له تورې پردې لاندې وي د ذوق او نظر د خاوندانو
شپه نه سباكېږي.
د شعر او ادب دنيا نه جوړېږي.
فكر، شعور او احساس نه ويښېږي.
د كار او حركت اراده نه پېدا كېږي.
د ژوند نغمه
ټول غلي دي، هېڅوك څه نه وايي، د ژوند نغمه غلې ده په دغسې خاموشۍ كې ذوقونه مري،
فكرونه محوه كېږي، نشاط او فرحت لكه وحشي مرغه له انسانانو نه تښتي.
زه غواړم د دغه سكوت طلسم مات كړم او خپله سرينده وغږوم دا سرينده مادعشق له هېواده
او دبلبلو له كوره راوړيده.
زما د سريندې اواز ډېرخوږ دى.
راشئ! كښېنئ زما نغمې واورئ!
زه نه غواړم چې ارزو ګانې مړې او زړونه ساړه وي.
زه د احساساتو اوجذباتو د ويښولو دپاره راغلم.
دغه ده ماخپله سرينده راواخيستله خپلې نغمې شروع كوم.
آه – داڅه وشوه؟ له دې سريندې نه خوهېڅ اواز نه پورته كېږي.
سورۍ نه خونه ده ما ته ښكاري تاورنه يې ټول په ځاى دي.
دا ولې نه غږيږي! له دېنه لويه ضايعه بله نشته.
پوه شوم، وپوهېدم دا سرينده د بلبلو د كور ده او بې د ګلونو له خوا بل چېرته نه
غږيږي.
دا سرينده له عشق سره تعلق او ارتباط لري. تارونه يې هم په هماغه مقام پورې تړلي
دي.
زه بايد ګل زار ته ننووزم او د ګلونو په حرم كې د خپلې سريندې اواز واورم.
زه بايد د نرګس سترګې، د غوټۍ خندا، د چندړو لښتې، د سنبلو پرېشانه زلفې وګورم او د
حسن په ګل زار كې خپله سرينده وغږوم بې له دېنه دغه خاموشي نه وركېږي او خوشحالي نه
پيدا كېږي.
دا تورې ورېځې بايد دلمر او سپوږمۍ له مخې لري شي.
د بلبلانو پنجرې او قفسونه بايد مات شي.
د باغ تړلى ور بايد بېرته شي چې خوشحالي راشي او ذوق وشعور سترګې وغړوي.
خوشحالي
ستا د شجاعت او شهامت ترانه ډېره خوږه ده.
دا ترانه ډېر مشهور شاعر جوړه كړه، سازندګانو ورته ډېرښه اهنګ پيداكړ اوس يې د وطن
جونه او پېغلې په ډېرشوق وايي او ته يې په اورېدو ډېرخوشحاله يې.
ټول خلق تاته په ډېر قدر او احترام ګوري، دا نه هلته يو ځاى بل ځاى ستا د تورې او
سربازۍ صفتونه دي او ته له ډېرې خوشحالۍ په جامو كې نه ځايېږې.
په هغه ورځ چې ته د جنګ او جګړې له ميدانه بريالى راغلى ستا په افتخار جشن ونيول شو
په تا باندې له هر خوا ګلونه شيندل كېده ستا په غاړه كې خلقو د ګلو هارونه اچول
ټولې سترګې تاته متوجه وې او په تا باندې خوشحالي ورېدله. دا خوشحالي تاله هغه ځايه
راوړه، چې هلته دګوليو او بمنو باران ورېده او ژوند ډېر په خطر كې و، ته به هر ساعت
له مرګ سره مخامخ كېدې او ډېر لوى غم درسره و.
هو! د مشرانو خوشحالي په همدغسې مشكلاتو او خطراتو او غمونو كې پټه وي او كو چنيان
خوشې په خوشې خوشحاله وي.