آزادي
په كوم حق د هوا ازاد مرغان په پنجرو كې اچوي؟
څه حق لري چې دغه اسماني نغمه وال له ګوښه ځايونو، له چينو او لښتيو، د سپيدو له
رڼا او د ونو له څانګو څخه بيلوي او د ژوند پانګه ترېنه اخلي.
انسانه! ته په رښتيا داګومان لرې چې لوى خداى دغه ښايسته مخلوق ته دا ورونونه او
بڼكې د دې دپاره وركړيدي چې ته يې وشكوې؟
ايا بې له دغه ظلم او ستمه ته ښه ژوند نشې كولى؟
اخر دغو بېګناهو څه كړيدي چې ټول عمر به ستا په زندان كې تېروي.
دا څه معلومه ده چې د دغو بيګناه بنديانو سرنوشت زمونږ له سرنوشت سره نه دي تړلي.
دا چاته معلومه ده چې د دغومرغيو آه به د ظالمانو حاكمانو په څېر په مونږ راونه
ګرځي او مونږ به ونه ځوروي.
آه- هېڅوك نه پوهېږي چې په دغه جهان كې زمونږ له كړو نه څه نتيجه ولاړېږي؟
زمونږ له هغو جنايتونو چې په خندا او خوشحالۍ انجام مومي د اسرارو په چارراهۍ كې څه
پيدا كېږي؟
كله چې دشنه اسمان سپك وزره مرغان چې د دې لويې فضا الوتلو ته پيدا دي په پنجرو كې
ايساروي، هغه وخت چې د اسمان د نېلي درياب ښايسته لامبوزن دخپل ظلم په زندان كې
اچوي دا فكر نه كوي چې يوه ورځ به د دوى په وينو لړلي نوكان له قفسونو څخه راووزي
او تاسو ته به در ورسېږي.
ايا تاسو دا فكرنه كوئ چې هرچېرته چې يو بندي د ظلم او ستم له لاسه فرياد كوي خداى
ورته په رحم او مهربانۍ ګوري.
د خداى دپاره د شنو فصلونو او كښتونو كونجي دغو بنديانو ته وسپارئ.
بلبلان ازاد كړئ مرغۍ خوشې كړئ.
دغه ښكلې پنجرې چې د زينت دپاره ستاسو په كورونو كې ځړېږي په ډېردقت وګورئ.
د جهان هغه تله چې تاسې يې نه وينئ دوه پلې
لري.
همدغه د قفس نري او زري مزي دي چې د زندانو او جېلونو تور آهنين سيخونه ترينه
جوړېږي.
د اسمانونو، د چمنونو، د سيندونو بې ازاره لارويو ته زيان مه رسوئ او ازادۍ ته يې
په احترام وګورئ.
د دغو بېوزلو او بې ګناهو ازادي مه ايساروئ، چې د تقدير او سر نوشت قاضي اوحاكم
ستاسو ازادي سلب نه كړي.
هغه چې د ظالمانو له ظلمه فرياد كوي پخپله هم ظلم او تېرې كوي.
انسانه! ته په رښتيا ازادي غواړې او ازادي دې خوښه ده؟
كه دغسې وي، نو بيا ولې دغه بندي او د خپل ظلم پټه خوله شاهد پخپل كور كې ساتې.
ظالمه! ولې فرياد كوې چې په مابندې ظلم او تېرى كوي.
لږ څه خو دغه بيوزلى بندي وګوره چې سيورى يې په تا باندې پرېوتى دى.
دغه قفس ته خو لږ غوندې ځير شه، چې ستا په كوركې ځوړند دى او ته نه پوهېږې چې د دې
پنجرې د سيخونو ترشا، چې اوس په كې يو بې ګناه مرغه نغمه سرايي كوي د يوه زندان
اساس او بنياد ايښودل كېږي.
( هو ګو)
اجتماعي عيبونه
هغه څوك چې له ټولو اجتماعي عيبونو، يعنې له خودپرستۍ، تعصب، خطا كارۍ او دروغو نه
خلاص وي له اجتماع سره به دومره مخالف وي، چې بې له انزوا نه به هېڅكله ژوند ونكړى
شي.
(ګوستاولويون)
ګل ويل
ګل بورا ته ويل:
زه او ته تقدير يو له بله بيل كړي يو. زه دلته پاته كېږم، مګر ته هرې خواته الوزې
او هر لور ته تلى شې، سره له دې ما او تا يو په بل پورې زړه تړلى او له خلكو نه لرې
خوا په خوا ژوندكوو.
زه او ته دومره يو بل ته ورته يو چې كله كله دواړو ته ګل ويل كېږي، افسوس دى چې ته
له نسيم سره پرواز كوې او زه په زمكه كې زنداني يم.
ما څومره ارزو لرله چې له تاسره والوزم او ستاپه مخكې خپله خوشبويي خپره كړم، مګر
ته دومره لرې ځې چې زه درسره ملګرتيا نشم كولى.
ته همېشه په ګلونو كې پرواز كوې، زه يوازې د خپل سيوري ننداره كوم، چې د لمر له
ګرزيدو سره زما شاوخوا ګرځي.
ته ځې او بيا راځې بيا بېرته ځې او د بل ځاى قصد كوې، مګر ما وينې چې هر سحر پخپل
ځاى ټينګ ولاړيم او اوښكې تويوم.
بوراګله! د دې دپاره چې زما او ستا يارانه ټينګه پاته شي يا ته ما غوندې خپلې نيلې
په زمكه كې خښې كړه يا ماته بڼې او وزرونه راكړه، چې تاغوندې والوزم او له تاسو سره
پرواز كړم.
(هوګو)
شپږ زره كاله پخوا
شپږزره كاله كېږي، چې سړى د سړو په وژنه لګيا دي.
...اسمان هر كله د زنبق د ګلونو او د ښايسته مرغيو د ځالو په صورت خپل استازي را
استوي، چې دوى د صلح او محبت خواته راوبولي، مګر دغه د مينې پېغامونه د خلقو له
زړونو څخه د لېونتوب اثر نه وړي.
له ډېره وخته د ځمكې د خلكو زوروره مينه له وژلو او وينو تويولو سره پيدا شوې ده.
ډېره موده كېږي چې د ملتونو خوږه او جذابه موسيقي د جنګ او جګړې ساز او سرود دى.
ډېروخت دى چې افتخار د وېروونكي خپسكې بڼه پيدا كړې ده، چې په ديو هيكله ارابه په
لاره تېرېږي او ښځې، نران، لوى، واړه له پښو لاندې چيتوي.
اوس زمونږ سعادت او نېكبختي له ډېرې مشكل پسندۍ نه كار اخلي او هغه وخت يې وچولى
غوړيدلى وي، چې خلك ووايي (ځوځانو نه وژنو) اوس بايد د سعادت ګټلو دپاره د جنګ
نغاره وډنګېږي.
هر چېرته د پولادو برق په چليدو دى، په هر ځاى كې د بلو لمبو لوګي او لوخړې پورته
كېږي.
هغه خلك چې ډلې ډلې د خلكو د وژلو دپاره د جنګ ميدان ته روان دي د خپلو تورو شپو د
روڼولو دپاره د توپونو د خولو لمبو ته ضرورت لري.
دا ټول كارونه يوازې د قومونو د مشرانو د جاه طلبۍ دپاره دي.
هغوى لاپه مونږ باندې خاورې نه وې اړولې چې زمونږ په قبرونو باندې د دوستۍ معاهدې
كوي.
ځناور او مرغان لا دجنګ په ميدان كې زمونږ په وينو او هډوكو پسې ګرځي او دغه اقايان
يو له بله سلامونه او احترامونه مبادله كوي.
زمونږ په نننۍ دنيا كې هېڅ ملت نه غواړي چې يو بل ملت خپل ګاونډ وويني.
هغه كسان چې د دوى د حكومت دوام زمونږ د حماقت نتيجه ده هره ورځ د قهر او كينې
احساس زمونږ په روح كې تقويه كوي او هغه اور ته لمن وهي چې دوى پخپله بل كړي دي.
ښايي چې له يوه سيوري لاندې ارام كښېناستل د يوې چينې خوږې اوبه څښل، له يوې ګڼې او
ګورې ونې لاندې له خپلو روياو سره مشغولا خوند او لذت ولري، مګر د نن ورځې انسان له
دې ټولو خوندونو نه زيات خوند د خپلو وروڼوپه وژله كې مومي.
هغه وخت چې سپېدې چوي او د رڼا پېغام جهان ته راوړي، هغه وخت چې د سحر مرغه نغمه
سرايي كوي دغه جګړه مار انسان د وژلو او وينو تويولو په فكر كې وي او له كينې نه
كار اخلي.
(هوګو)
حضرت محمد"ص"
هغه (ص) پوهيده چې د عمر وروستۍ سلګۍ ده او د ژوند رڼا كله د مازيګرزېړى لمر درنګ
ساعت له سترګو پنا كېږي.
دى به تل په فكر كې ډوب و او په هېچابه يې پړه نه اچوله.
چې په لاره به روان و. له هرې خوا سلامونه پرې ويل كېده، ده به هم هرچاته په
مهربانۍ ځوا ب وايه.
په ږيره كې يې شل ويښتان سپين نه ليدل كېده او زهيرتيا يې ورځ په ورځ زياتېده كله
به چې اوښانو اوبه څښلې دى به ورته ودريده او هغه ورځې به يې په زړه ګرځېدې، چې ده
به د خپل تره اوښان څرول.
هر وخت به دخداى په درګا كې په راز او نياز مشعول و.
خوراك يې بيخي لږ و او ډېر ځله به يې په نس پورې تېږي تړلې.
پخپل لاس به يې خپلې مېږې لوڅلې، چې جامې به يې و شكېدې په زمكه به كښېناست او خپل
كالي به يې پخپله ګنډل.
د ځوانۍ قوت يې نه و پاته، ډېرو روژو د ده بدن كمزورى كړى و. په ډېرو اوږدو ورځو كې
به يې د رمضان ټولې روژې نيولې. د درې شپيتو كالو و چې ناځاپه تبه پرې راغله.
هغه قران چې د خداى له لوري پرې نازل شوى و، ټول يې ولوست د اسلام بېرغ يې سعيد ته
په لاس كې وركړ او هغه ته يې وويل:
دا زما د ژوند وروستۍ ورځ ده ته په دې پوه شه چې بې له يوه خدايه بل خداى نشته، ته
د هغه په لاره كې جهاد وكړه.
دى ډېر ارام معلومېده، مګر نظر يې د هغه لوړ پرواز عقاب غوندې و، چې د لوړې فضا په
تركولو مجبور شوى وي.
په دغه ورځ هم دى د هر وخت په شان د لمانځه دپاره مسجد ته راغلى او په حضرت علي يې
تكيه كړې وه، مومنان او مسلمانان ورپسې را روان وو او په مخكې يې مقدس بېرغ رپيده.
چې مسجد ته ورسېده رنګ يې الوتى و او خلكوته يې وويل:
اى خلكو! كه چېرې دپاك خداى ج اراده نه واى ما به له يو ړانده او ناپوه نه څه فرق
نه درلود.
زمونږ سرنوشت يې د دې له سرنوشت سره په يوه ملكوتي پيوند كلك وتاړه، چې په غم او
ښادۍ كې راسره وي.
په دغه ښكلي بخشش بايد ډېر خوشحاله شو او دا ښايسته حوره ډېره وستايو، د زړه په كور
كې د كور د مېرمنې ځاى بايد ديته پرېږدو او ډېر پام وكړو، چې هغه بد ګذرانه او بد
خويه خواښې، يعنې عقل د دې ښكلي نازنينې ناوې زړه ازار نكړي.
اوه! يوازې همدغه جنۍ په ما باندې نه ده ګرانه د دې له خور سره هم زه ډېره ټينګه
علاقه لرم.
خور يې له دينه لږ څه لويه او جدي شانته ده چې (اميد) ورته وايي:
څومره به ښه وي چې دغه مهربانه ملګرې چې له ډېرې مودې زما د سعادت پانګه ده تر هغه
وخت راسره وي، چې زما د ژوند ډيوه مړه شي او ژوند خاتمه ومومي.
(ګوېته )
له مرګه نه وېرېږم
له مرګه نه وېرېږم، كه څوك راته ووايي چې نن شپه مرې زه به ووايم، چې د خداى رضا مې
قبوله ده، مګر خداى دې نه كا چې څوك راته ووايي د يوه تن ژوند ستاله لاسه تريخ دي.
(كانت)
د غم خوښي
زما دا خبره بې له پوهانو بل چاته مه كوئ، ځكه چې ناپوهان بې له ملنډو په نور څه نه
پوهېږي.
زه غواړم هغه څوك وستايم چې ځانته اور لټوي او لكه پتنګ سره اور ته ځان غورځوي.
د عشق په شپو كې چې د ژوند نيالګي كرل كېږي او د حيات ډيوه لاس په لاس ګرځي دسپنې
سپوږمۍ په ليدلو ستا په روح كې يو مرموز هيجان پيدا كېږي، ته بيا خپل ځان د تورتم
په زندان كې بندي كړې، ځكه چې هره ګړۍ د يوه مقام ارزو درسره وي.
ته بيا د اوږدې لارې او د ګران سفر له غمه خلاصيږې او خپله اروا په بيړه د نورو
اوصفا چينې ته استوې، چې د شوق لمبه لكه پتنګ ځان ستي كړي.
ترڅو چې په دغه نكته پوه نشې (مړشه چې ژوندى شې) په دغه تورتم او تياره جهان كې به
لكه نوم وركي مېلمه او سېږې.
(ګوېته )
د ژوند لوبه
څه موده ما او تا يو له بله زړونه تړلي وو او په غم او ښادۍ كې ملګري وو.
په وارو وارو مو د ښځې او مېړه لوبه شروع كړه بې له دې نه چې خبره جګړو او دعوو ته
ووزي.
ډېر ځله مو يو له بل سره وخندل د دوو مينو غوندې د بل په مخ د مينې لاسونه راښكېل،
شوخي مو وكړه يو له بله مو خوله واخستله او خوله مو وركړه.
په اخركې مو د وړو په شان په ځنګلونو او كښتونوكې دا لاداد او پټپټاني لوبه شروع
كړه او يو له بله داسې پټ شوو، چې تر اوسه مو سره نه دي موندلي.
(هاينه )
پوهه
د پوهې قوت ته وزرونه مه پيداكوئ، بلكې څه سرپ ورپورې وتړئ. (بيكن)
هر چا وځورولم
ځينو پخپل عشق وځورولم، ځينو په كينه زما زړه ازار كړ.
چا د عشق په زهرو زما ډوډۍ ولړله.
چا زما د شرابو په پياله كې د كينې زهر توى كړه.
مګر له هر چانه هغه چا ډېر وځورولم چې نه يې راسره كينه پيدا شوه او نه مينه.
((هاينه ))