د خداى قانون
مونږ د خپلو كورونو له څنګه په دېره كې ناست وو. له پاسه يو لاروى راغى، د ونى ډډته
يې ډډه ولګوله، ډوډۍ يې له ملا نه پرانيستله په مزه مزه يې له څه شي سره خوړله
مونږه ډېر وږي تږي وو، هغه ځان موړ كړ او يخې اوبه يې وڅكلې، مونږ روژه ووه هغه
بوزه وه، ځكه چې په مسافرو باندې روژې نشته.
لاروي وويل: ماته د خوړلو اجازه شته تاسو ته نشته.
ماته خداى خواړه اوبه رواكړي دي په تاسو يې ايسار كړي دي.
دا د خداى قانون دى، د دې قانون په رمز او معنى تاسې نه پوهېږئ.
د خداى كارونه بې حكمته نه دي.
تاسې د دغه عملي تعليم په اصلي معنىٰ ښه فكر وكړئ! تاسې ولې وږي ياست زه ولې موړ
يم؟
زه په كار او او مقصد پسې روان يم، ناست نه يم زما په ژوند كې درېدل نشته، ځكه ما
نه وږى كوي.
تاسې ځاى په ځاى پراته ياست ستاسې حركت لنډ دى، ځكه يې وږي كړئ.
تاسې د خداى قانون منلى دى، مګر پوه شوى پرې نه ياست. زه د دې دپاره راو ګرزېدم، چې
تاسې پوه كړم او له لوږې نجات ومومئ.
پاڅېږئ روان شئ او لرې ځاى په نظركې ونيسئ لوږه او تنده په توقف او سكون كې ده په
حركت كې نشته.
د كار فكر
دكور مېرمن ناروغه وه، د دوا پيسي نه وې، غله خلاصه وه ماشومان وږي وو، په كور كې
څه نه وو پاته چې پيسې پرنغدې شي.
د كور خاوند يوه ورځ په پور پسې وګرځيده دوستانو، اشنايانو خپلوانو هېڅ ورنكړه، بله
روځ په ګدايۍ پسې ووت، د سخيانو او غنيانو له كورونو نه نا اميده راغى.
درېمه ورځ ورته د كار فكر پيدا شو كار ته يې ملا وتړله په كار پسې روان شو، كار يې
وكړ په دغه ورځ يې كورته دوا او ډوډۍ راوړه د كورمېرمن او ماشومان ډېرخوشحاله شوه.
چې رنځور جوړ شي او وږى موړ شي له دېنه لويه خوشحالي بله نشته.
كه څوك خوشحالي غواړي په كار كې دې ولټوي.
د رنځورانو علاج په كار باندې كېږي.
چې وږي مړوي هغه كار دى.
چې سړى خوار شي او خپلوان ترېنه لاس واخلي.
چې څوك پور ورنكړي او اشنايان نا اشناشي.
چې سخيان ورته ووايي خداى دې دركړي.
چې له هر چا او له هرې خوا نااميده شي.
په دغه وخت كې كار په كارېږي.
پلار خپل ځوى ته تر يوه وخته ډوډۍ وركوي بيا يې له ځانه بېلوي.
چې ځوى لوى شو بيا مور هم شيدې نه وركوي.
مګر د كار مهربانې او احسان په هر وخت كې وي.
د كار بركت په هېچا كې نشته.
هغه چې د خان مزدوري كوي خان څه نه وركوي كار يې وركوي.
نو راشه، د كار سړى شه!
د كار سړى او د سردار سړى ډېر فرق لري.
زه خبرنه وم
له خوبه راويښ شوم ډېر وږى وم.
تا زما له سرلاندې ډوډۍ ايښې وه مانه ليده په دسترخان كې پټه وه.
ما ستا دسترخان ونه لټاوه د خلقو درګاه ته ودرېدم.
زه خبرنه وم چې ډوډۍ زماله پښولاندې ده او ما پردي كور ته لاس نيولى دى.
زه ډېر وروسته پوه شوم، چې د ځمكې دسترخان له ډوډۍ ډك دى او زه ګدايۍ كوم.
كه زه پوه واى ما به د ډوډۍ دپاره ځانته دومره باداران نه پيدا كول.
زه ستا د درګاه د خاورو په قدر پوه نشوم زه نه وم خبر چې پدې خاورو كې هرڅه شته.
هو! تا زمونږ دپاره ډېرڅه پيدا كړېدي، مګر مونږ نه يو پوه شوي.
لكه چې د ځمكې د تيږو دپاره ډكې ويالې او ډك سيندونه بهېږي د وږو د پاره هم په هره
پوله ډوډۍ ايښې ده.
هلئ! زر كوئ! دغه وږي فقيران خبركړئ، چې د خداى دسترخان ولټوي.
ټول نعمتونه همدغلته دي.
له خلقو سره بې له كاره او بې له زياره څه نشته.
تاسې د خداى په نامه له چانه څه مه غواړئ.
د خداى په نامه څه وركړئ، ځكه چې خداى تاسو ته هرڅه دركړيدي. كه تاسې هر څه ولټوئ
په دغو خاورو كې يې ومومئ.
په لټولو هر څه پيداكېږي.
كه تاسې وزګار كښېنئ اوهر څه له ځانه وغواړئ هر څه شته كه ګدايي كوئ هېڅ نشته.
د خيرخاوند
هغه خپله غوا په پولو او لښتيو پووله.
دهقانان پوهېدل چې دى پردى كښت په غوا باندې نه خوري.
غوا به كله كله د خلقو كښت ته خوله اچوله، مګر ده يې جلب نيوه.
دغه لږ زيان د قصد له مخې نه نه و، ځكه چاڅه نه ويل.
د غوا خاوند پوهېده چې په پولو او لښتيو باندې غوا ښه مړېږي.
كه غوا خوشې وي او پردۍ شوتله خوري يا ټنډېږي يا لنډۍ او بوچۍ كور ته راځي. د ده
غوا كټاره نه وه، ډېرې ښې شودې يې كولې، هر چا به ويل چې ډېره ښه غوا ده، د غوا
شودې او شړومبې هغه يواځې نه خوړلې د مېلمنو، د مسافرو، د همسايه ګانو برخه هم پكې
وه.
خلقوويل: داسړى ډېر ښه سړى دى دا كور د خير او بركت كور دى.
هو! څوك چې خپل نفس دغسې وساتي او جلب يې خوشې نكړي هغه د خير او بركت خاوند دى.
د هغه ضرر چا ته نه رسېږي خير يې رسېږي.
د هغه غوا هم وږې نه پاته كېږي او شودې يې ډېرې دي.
ديموكراسي
په شفتالو كې زړى دى په زړي كې د شفتالو ونه ده، د غنمو په وږو كې دانې شته په
دانوكې همدغسې وږى شته.
په چرګه كې هګۍ ده په هګۍ كې چرګه.
دغه يوه دانه پندانه چې ګورې تېل او پلته دواړه لري او په حقيقت كې بله ډيوه ده،
مګر ستا سترګې پټې دي دغه رڼا نه ويني.
ته نه يې خبر چې په يوه دانه او په يوه څاڅكي كې عالمونه پراته دي.
ته پخپله هم دغنم په دانه كې ويده وې بيا دې په يوه څاڅكي او بوكې لامبو وهله نن
ځانته لوى سړى وايې او په لويه بېړۍ كې ناست په لويو سيندونوكې حركت كوې.
څه شى چې ته وړوكى ګڼې هغه هم لوى دى.
يا هغه چې تاته لوى ښكاري هغه هم لوى دى.
ته ونه لويه ګڼې هغه په يوه زړي كې ده.
تاته زړى وړوكى معلومېږي په هغه كې غټه ونه ځاى شوېده، دغه غټه هنداوڼه چې ګورې كال
ته نشي پاته كېداى او عمر يې ډېر لږدى.
دغه د هندواڼې كوچنى زړى تاته هر كال تازه هندواڼې دركوي.
د زړي قيمت له هندواڼې نه لږ نه دى.
هنداوڼه په زړي كې ساتلې ده كه زړى ورك شو هندواڼه وركېږي.
كه ميندې او پلرونه خپل واړه ماشومان ساتي واړه او كوچني هم قام او ټبر ساتي.
نو راشه! هېڅ شى وړوكى او كوچنى مه ګڼه، ځكه چې دلته غټ او كوچنى لوى او وړوكى نشته
ټول برابر دي يواځې خداى لوى دى او بس.
د نن ورځې ديموكراسي له همدغسې كتنې پيدا شوه او د ډېر دقت نتيجه ده.
عشق
ته له ډېرقوت او ډېرو لښكرو سره په دغه ښار راغلې.
د دې ښار له خلقو سره دې ډېر جنګونه وكړه.
له دې خوا له هغې خوا ډېر خلق و وژل شوه، ډېرې وينې تويې شوې، ډېرې ككرۍ له پښو
لاندې شوې.
ستا مخه چا ونشوه نيولى.
تا د ډېرو مړو به سرونو پښې كېښودې او په ډېر قوت له خپلو لښكرو سره د لوى فاتح په
شان ښار ته راننوتلې.
ته ډېر په قار وې تا غوښتل، چې ښار لوټ كړې او قتل عام جوړ كړې، مګر دا كار تا ونشو
كړاى.
ستامخې ته د ښار يو ښكلې پېغله راغله ستا زړه يې ويووړ.
تاخپل زړه د هغې له پنجو خلاص نكړاى شو او له خپل ټول قوت سره يوې پېغلې ته تسليم
شوې.
تاپه ځان باندې د يو فاتح ګمان كاوه، مګر فاتح بل څوك و.
ته نه وې خبر چې دننه په ښار كې بل راز قوت موجود دى.
تاپه ډېر زور او قوت ځان اسير كړ او د خپل اسارت دپاره دې ډېرې قربانۍ وركړې.
كه له تا سره دغه قوت نه واى او شكست دې خوړلى واى ته نه اسيركېدى، دعشق مقام ته
رسېدل څه اسانه كار نه دى.
ته اوس دا ښار نشې لوټولى، دا خلق نشې وژلى، ځكه چې عشق او محبت اجازه نه در كوي.
ته بايد د دوى خدمت وكړې او د دوى خدمتګار شې.
هو! عشق له پادشاهانو نه خدمتګاران جوړولى شي.
دلته سكندر بل راز كېږي او د جهانګېرۍ حرص نه پاته كېږي.
سنګر څوك نشي ماتولى دلته زور او قوت ماتېږي.
عمل
هغه خپله امساټكوله او بازار ته راغى.
په سترګو يې څه نه ليدل، خو په نامه يې هرڅه پېژندل.
له ده نه خپلو ماشومانو وڅكي غوښتې وې.
دى په وڅكو پسې راغلى و.
دغسې ډېر ړانده بازار ته راځي او څه اخلي.
دكانداران دهغوى په سترګو كې خاورې اچوي او پردي مالونه وركوي.
ده ته يې هم له خاورو نه ډكې وڅكې وركړې او هرڅه پكې ګډ وو.
هغه روان وو او ځولۍ يې له لاسه خوشې شوه.
د هغه ارزو له خاورو سره برابره شوه.
هغه د زمكې په سرلاس وګرزاوه او هر څه يې ټول كړه.
هغه نه پوهېده چې خپل كور ته څه شى وړي؟
ده غوندې ډېر ړانده دلته راځي او له ځانه سره څه وړي، چې د وړلو نه دي.
هو! د ړندو عمل همدغسې وي.
د ايمان ځاى زړه دى او دى بې زړه دى
چې وړوكى و له شيشكو او پېريانو ډارېده.
چې لږ غوندې غټ شو د ملاصاحب له ډاره په سبق نه پوهېده په كوروكلي كې له غليمانو په
ښار كې له پوليسانو، د ايمان ځاى زړه دى او دى ډېر بې زړه دى.
د شپې په خوب كې هم ډارېږي او خپسكى يې نيسي.
لويه خدايه! په كوم زړه كې چې دومره وېره وي ستا وېره ډېره نه ځاېيږي، ستا خوف ته
ډېر لږ ځاى پاته كېږي.
كه ستا ډار او د ظالمانو ډار په يو زړه كې يو شان موجود وي له دېنه لويه ګناه بله
نشته.
كاشكې دوى يوازې له تا ډارېدلى او ستا دښمنانو ډار يې په زړه كې نه واى.
د خلقو ډار ستا وېره په زړونو كې كموي او ايمان ته زيان رسوي.
ستا ضعيفه بنده ګان يوازې له تانه نه وېرېږي له نورو نه هم وېرېږي دوى اوس د زورورو
له ډاره حق نشي ويلى او ته دحق طرفداريې.
ته په دروغو خپه كېږې دوى له ډاره رښتيا نشي ويلى.
ستا ظلم نه دى خوښ دوى له وېرې د ظالمانو خدمتونه او صفتونه كوي.
هغه مسلمان چېرته دى چې يوازې له تا ډارېږي اوبس.
ستا بنده بايد د ډاربنده وي. د نمرود له ډاره يې سترګه ونه سوزي د فرعون په مقابل
كې مغلوب نشي، له مرګه ونه وېريږي.
زمونږ باغ
د دې باغ ونې ټولې زړې دي، ډډونه او ښاخونه يې وچ دي په ميوو كې يې زښت ډېر فرق
راغلى دى، ميوو لاڅه چې سيورى هم نيم نه دى پاته، تازګي نشته، خيابانونه او چمنونه
خراب دي باغ ټول اغزو او ناكاره بوټو نيولى دى.
د ګلانو يو نيم بوټى كه وي هغه دربو او كبلو لاندې كړيدي دلته اوس طوطيان او بلبلې
نه راځي، پدې چمن كې اوس څاروي څري، د ونو پاڼې په پسرلي كې زېړې ښكاري دا ونې د
وهلو دي.
د دې زړو ونو نيلو او ريښو ټوله ځمكه نيولې ده د ځمكې قوت يې ډېر كم كړيدى، مګر
څانګو او ښاخونو ته يې فايده ډېره لږه رسېږي، دا ونې اوس بې ثمره او بې حاصله دي.
د باغ خاوند بايد ټولې له بيخه وباسي، په ځاى يې نوى نيالګي كېږدي. مونږ بايد ډېر
انتظار وكاږو، چې دلته بيا سيورى او ميوه پيدا شي، په دې باغ و بڼ كې بيا تازه ګي
ووينو، كه ماليار كال په كال چينجنې زړې ونې ايستلى او نوي نيالګي يې په ځاى
ايښودلى باغ به اوس هم هماغسې سمسور و.
د باغ عمر او د ونو عمر به يو شان نه و.
ونې به وركېدى باغ به نه وركېده.
اجتماعي ژوند به له فردي او شخصي ژوند نه نه قربانيده.
څوك چې زړې ونې په باغ كې ساتي باغ به يې همدغسې وي.
بې تميزي
ډېر ښه اس و، خو د بې تميزو په لاس كې وو.
څوك يې په قدر پوه نشو ه باوغان پرې موړه كېښوده.
د يابوكار يې ترې واخيست.
هغه خبر نه و، چې دغسې اس د پادشاهانو په كمند كې هم نشته او قيمت يې ډېر زيات دى.
چېرته چې علم او فراست نه وي خلق د اس او يابو فرق نشي كولى هلته عربي اسونه له
موړو لاندې زخميان شي او د خرو په غاړه د زرو كټورى وي.
په دغسې وخت كې چې عمومي شعور ړوند وي او څه نه ويني.
حافظ د خلقو د بي تميزي اعلان كوي:
اسپ تازى شده مجروح بزير پالان
طوق زرين همه در گردن خر مى بينم
د ظالم فلسفه
يو سړى د غليمانو په خوله شل كاله بندي شو.
هر چابه ويل: حاكم ناروا وكړه. دومره ظلم هېڅوك نه كوي.
دلته عدالت نشته، قانون ته څوك نه ګوري، په بډو او رشوتونو هرڅه كېږي، مونږ له دې
حاكم سره نور ګذران نشو كولى.
بندي چې له زندان نه را ووت د هنر او كمال نوم يې په وطن كې خپور شواو ډېر د كارسړى
وخوت.
حاكم ويل: زه پوهېدم چې دى بې ګناه دى، مګر كه مادى نه واى بندي كړى غليمانو واژه
يا به ده څوك وژلي و، ده بې زندانه ژوند نشو كولى د ده حيات په خطر كې و، د ده
دغه هنر او كمال د زندان بركت دى كه دى پوه شي ماله ده سره ډېر لوى احسان كړى دى،
انسان پخپل خير و شر نه پوهېږي، ډېرځله په ښوباندې د بدو ګمان كوي.
كه دى پوه شي بنديتوب د ده دپاره خير و، ما د ده خير په زندان كې ليده.
ډېركارونه دي چې په ظاهره بد معلومېږي په حقيقت كې ښه وي د خلقو په نظر كې ظلم وي
چې فلسفه يې ولټوي رحم او دلسوزي وي.
ناپوهه خلق خيرخواهان نه پيژني، په احسان نه پوهېږي، دوستي ورته دښمني ښكاري په
مدرسه باندې د زندان ګمان كوي.
مونږ د دوى په خوشحالۍ پسې نه ګرزو د دوى په خير پسې ګرزو.
دوى پخپل خير نه پوهېږي او خپل خير نشي سنجولى.