مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ادبي بحثونه


د عواطفو صدق:
د عاطفې صدق دا دى، عاطفه يو حقيقي اساس ولري او د شاعر د زړه غږ وي. كه په يو شعركې دا شى نه وي، نو ساړه تشبيهات، پيكه توصيفونه، تكلفي مبالغې څه تاثير نه لري او ذوق ورځنې نفرت كوي.
بليغ او عالي ادب كله چې ځينې كسان ګومان كوي په وهم او كذب نه دي، بلكې دعواطفو په صدق مبني دي. كه تاسې يو غزل را وخلئ چې شاعر پكې د زړه په شعور د جمال لوړو مدارجو ته رسېدلى وي او دعاطفې صداقت پكې وي او له يوه بل غزل سره يې مقاېسه كړئ، چې په تكلف او تصنع جوړ شوى وي او له مبالغو نه ډك وي رښتياني عواطف پكې نه وي او محض لفاظي وي، درته معلومه به شي چې د تاثير په لحاظ دځمكې او اسمان قدر فرق لري.
د ځينو عروضي شاعرانو ځينې اشعار چې د ادبي صنعتونو، تشبيهاتو او استعارو زور پكې ليده شي او له مبالغو نه ډك وي هغو ملي سندرو قدرته خوند او تاثير نه لري، چې شاعرانو جوړې كړي او ډېرې ساده وي، ځكه چې په دې راز سندرو كې يوه صادقه مينه، يو رښتيانى جوش او عواطف موجود وي، چې په زړونو اثركوي.
د مثال په ډول دا دوه نمونې وګورئ:
لومړى نمونه چې له صنعت او تشبيه پكې كار اخستل شوى:(۱)
روغ به نه شم بې وصاله راشه كښينه
شه خبر زما له حاله راشه كښينه
اخر كړى دى فرار  رم سر شتانو
د وحشت په خوى غزاله راشه كښينه
په مراد د عندليب بې وفا ګله
جلوه ګرشوې پس له كاله راشه كښينه
زه ارام لكه بسمل په پرهار مومم
د خپل يار شام وهلاله راشه كښينه
نازكې د يار د طبع كړه موزونه
اى شيدا نازكخياله راشه كښينه


 

دوهمه نمونه د ملي سندرې يوه ټوټه:
نن زما دپاره ته امېل په غاړه راځه
له هوسه غورځوه لستوڼي دواړه راځه
په كالو چې ځان سنبال كړي زينت ناكه شې
ته له نورو بخونو زياته ښيوه ناكه شې
د عاشقو لړمانه لره قصابه شې
نن زما دپاره ته امېل په غاړه راځه
له هوسه...................................................
                                    ***
چې بورجل لره راځي عالم خبر كه ته
په زلفانو ورته پورې مښك عنبر كه ته
يو ځلي خو په عجم ځان برابر كه ته
چې موزي كره شوې بنده ژاړه ژاړه راځه
نن زما دپاره ته امېل په غاړه راځه
له هوسه.............................................
                                   ***
 
 
وګورئ! په دې دوه نمونه كې يوه ارزو او يو هوس ليدل كېږي په لومړۍ نمونه كې شاعر خپلې معشوقې  ته وايي، چې راشه كښينه او په دوهمه نمونه كې ورته وايي چې  امېل په غاړه او په ډېر هوس راځه! مګر دوهم اواز، چې د زړه غږ دى ډېر خوږ لګي او يو بل شان اثرلري.
لومړنى شاعر له خپلې نازكخيالۍ كار اخلي او خپلې محبوبې ته رم سرشته غزال بې وفا ګل، د خمو ابرو او شهلا سترګو لرونكي او شام وهلاك وايي او خپله ځان ورته بسمل معرفي كوي، مګر سره له دې ټولو تشبيهاتو او اسعمارو بې له دې نه چې ووايو په دې شعركې ميو مړاوي بې روحه جمال پروت دى نور به څه ووايو.
په دوهم شعركې چې يو ه رښتيانۍ ارزو او حقيقي عاطفه موجوده ده او له ساختګي خبرو نه كارنه دى اخستل شوى لكه هر څه چې زړه غوښتي دي هغه ويل شوي. شعر يو مستي او جذابيت پيدا كړى او په عواطفو كې تحريك پيداكوي.
يو شاعر بايد په دې پوه شي چې شعر او غزل د زړه له ارزو او احساسه د اثر اقتباس كوي نه له ادبي صنايعو او هماغه شعر په زړونو ډېره اغيزه كوي چې له زړه راوتلي وي، نو بايد سړى زړه د شعر ماخذ وګڼي او له احساساتو او عواطفو، قلبي تمايلاتو او رښتيانيو جذباتو په كې كار واخلي. په دې صورت كې نوتشبيه او استعماره، تخيل وتمثيل هم ورح پيداكوي او په ادبي صنعتونو كې هم يو حقيقي كيف  پيدا كېږي، مګر كه سړى په شعر كې يوازې ادبي فنون استخدام كړي او بې له كوم قلبي تاثره رنګين الفاظ پيدا كوي او سره نښلوي يې نظم به جوړشي، فن وصنعت به پكې وي، مګر د زړه متحس كولو او د بديعي احساساتو دتحريك قوت به پكې نه وي.
همدغه ټكي ته (سرفليپ سيدني) پريوتى دى چې وايي، ما غوښتل چې له خپل رښتياني عشق نه يو غزل جوړكړم او خپل ټول رنځونه پكې ځاى كړم ګوندې زما په عزيز اشنا اثر وكړ او زړه سوى پكې پيدا كاندي په دې فكر راپاڅيدم څه بديعي صنايع چې ذوق خوښول هغه مې مطالعه كړه كتابونه مې ولټول چې څه ښكلي كلمات او تعبيرات پيداكړم كلمات په ډېر تكليف پيدا كېدل او هر كلمه د ذوق انتخاب ته اړه وه، بديعي صنعت چې د فطرت مولود و د دقت او مطالعې په مخكې يې ځاى نه درلوده، د نورو بحرونه او اوزان او د موسيقي څپې ماته نا اشنا ايسېدې، چې كتل مې زما طبعي د فصيحي وينا توان نه درلود او سريې دعاجزۍ په ميدان كښېښود، قلم مې په غاښ كړ او شونډې مې له قهره  وچيچلې په دغه وخت كې راته ذوق وويل: ليونيه! خپل زړه ته رجوع وكړه او هرڅه چې وايي هغه ليكه! د دې  نوموړي شاعر له وينا  څخه هم پوره نه لټوي، چې ښكلي كلمات او تعبيرات پيدا كړي بې له دې نه چې قلم په غاښ كړي او شونډې وچيچي نور څه لاس ته نه ورځي، مګر كه زړه ته مراجعه وكړي او د زړه د وينا ريكارډ ثبت كړي هغه چې هر څه وي ساده خبرې وي كه تشبيهات او استعارې وي په دواړو حالونو كې ورته شعر ويلى شو او تاثير پكې وينو.
د مثال په ډول يو څو نور شعرونه هم وګورئ، چې په ځينو كې ادبي فنونو كې دومره ډېرنشته او يوازې دهمدې لامله چې دزړه نارې دي په زړه اثركوي، مګر ځينې نور چې  څه قدرته په تكليف او د صنعت په زور جوړ شوي ښايست لري، خو دلبري او دلربايي نه لري:
 
لومړى قسم شعرونه: (۱)
په سرو لبانو دې پېزوان وهي ټالنونه كنه
زلفې جالونه كنه
                                     ***
 
سترګې دې تورې جلۍ – زلفې سمسورې جلۍ
ستاپه تندي كې عجب خوندكاشنه خالونه كنه
زلفې جالونه كنه
                                  ***
وخت د بهار دى جلۍ – وطن ګلزار دى جلۍ
راځه شا كړي ستا غمونه غرونه غرونه كنه
زلفې جالونه كنه
                                       ***
بې تا مې تاب وي كله – په ماكې اب وي كله
ما په شا كړي ستاغمونه غرونه كنه
زلفې جالونه كنه
                                         ***
د باره خان خبرې – درومرجان خبرې
زما د شعر نه قربان شه نور شعرونه كنه
زلفې جالونه كنه
                                                     (باره خان )
 (۲)
چپې مې په زړه ځي دغم داسې داسې
ژوندون مې كړ تنګ ستا ستم داسې داسې
نه پاتې مجنون نه فرهاد نه شيرين شه
فنا شو په عشق كې عالم داسې داسې
سيلاب مې د اوښكو په مخ ځي همېش
بهيږي له سترګو مې نم داسې داسې
مين دې د در يم اى ماه جبينې
كړيږم مدام خورم قسم داسې داسې
غماز مې پريباسي د غم په خندق كې
زه غواړم مدام ستا كرم داسې داسې
نور وزه! مشال د عمل ځانته بل كړه
شته ځاى دخطر په تورتم داسې داسې
                                                          (نوروز)


(۳)
مسته په خندا د جينكو په مخكې ميره ځي
خيال يې په چا نشته دى د ټول مالت كجيره ځي
                                     ***
مسته چې منګى په تندي كښېږدي نېغه نېغه ځي
مخكې شي له نجونو ګودر غاړې ته بېدريغه ځي
واړه عاشقان يې له دنيا څخه بې تېغه ځي
دا لكه كوتره له دې ټولو هوا ګيره ځي
                                  ***
مه كوه خونكارې دومره كبر په خوارانو ته
رحم كرم بويه په بې وزلو عاشقانو ته
مه اخله ازار د كباب شوو پتنګانو ته
ودې سوم په شمع سرې لمبې مې د ضميره ځي
                                ***
وه د نجونو ميرې ته لا څومره لوى دماغ لرې
زه د بڼ طوطي يم ته د سرو ګلونو باغ لرې
تا ته كتى نه شم په تندي كې بل چراغ لرې
نجونې د مالت واړه دا ستا د ورورسته څيره ځي
                                  ***
وخت د پسرلي دى وطن ټول د ګل په څېر شنه
سخت ساعت د ژمي د هر چا له زړګي هير شنه

وږى چې بلبل و د ګلاب په پرخه سير شنه
نن د باغ په لوري هغه ستا اشنا خانميره ځي
                                             (خان مير)
 
دوهم قسم اشعار چې دصنعت په زور جوړشوي:
                                     (۱)
خط په مخ د صنم راغى كه مياشت ګير شوه په هاله كې
دا يې غاښ په خوله كې زيب كا كه ژاله شوه په لاله كې
هسې رنګ سحر جادو كا په نظر د شهلا سترګو
نه يې سيال په هند كې شته دى نه ثاني په بنګاله كې
لكه ونښلي مرغۍ چې په سست دام د سلو لومو
هسې زه پرېشانو زلفو كې ايستم په كشاله كې
دا زما له غمه شين زړه پكې خيال د يار د زلفو
هسې رنګ زيب و زينت كا لكه مى په شنه پياله كې
ما ويل عين ګڼه ګل دى د غنچې په لمن نغښتي
كه مې كوت يو ګل اندام و پروت په سبزه دوشاله كې
سر تر پايه تيغ د هجر لكهني سورى سورى كړم
ځكه يم مدام دا هسې په فرياد و په ناله كې
كه يار غواړې هومره ژاړه څو درځي عبدالحميده
دا په دا چې در مونده شي په درياب نه په ناله كې
                                                               (حميد )
 
                                   (۲)
دا حسينه پري مسته په خوا راغله
كه دې مځكې ته سپوږمۍ د سما راغله
په روڼټوب زما د اوښكو شبنم نه دى
غنچې خوله چې د ګل رخ په خندا راغله
دجنون زنځير مې پريووت وګردن ته
چې په زړه مې ستا د زلفو سودا راغله
چې دې تيغ دغمزي واچاوه وڅنګ ته
زه هغه ساعت شوم پوه چې قضا راغله
په ژړا به مې لمن لنده وي ډېره
كه څرګنده مې په سترګو شهاراغله
خانګل ګل دمضمون ټول ترهسې حدكړ
چې بلبله د فارسي په ژړا راغله
                                                                  (خانګل )
 
                                  (۳)  
دا په خوب كې راښكاره شو د دلبر مخ
كه په ابر كې ښكاره شو د قمر مخ
چې يې وليده دا ستا جوهر د غاښو
پټ له شرمه پخپل اب كې كړ ګوهر مخ
له حيا دې غټ مخ ته كتى نه شم
كله ليده په خوږو سترګو شي د لمر مخ
را په ياد چې دې د سرو شونډو خواږه كړم
ټكوم لكه مګس عبث خپل سر مخ
قلندر د مبرا هلته عاشق بوله
كه يې ونيو ستا باڼو ته د ټټر مخ
                                                                                            (قلندر )
له دې دوه ډوله اشعاروڅخه به معلومه شوې وي چې ځينې شاعران د ځينو اشعارو په جوړلو كې لكه صنعتګران فكركوي چې يوه كلمه له يوه ځايه او بله ځايه  را پيدا كړي او پيوند يې كاندي، نو وروسته تر ډېرو فكرونو او كوښښونو يو نظم جوړشي چې تكلف او صنعت پكې له ورا معلوم وي او لكه چې يو شاعروايي:
هر كه سخن را بسخن ضم كند
قطره اى از خون جگر كم كند
                                   ***
 
 
دا منظومه هم په ډېرې جګرخونۍ او ډېرو فكرونو جوړه شوې ده، نو دغسې شاعرته لكه چې خواجه حافظ وايي:
"صنعتگر است، اما طبع روان ندارد."
صنعتګر ويلي شو، مګر د روانې طبع خاوند يې نه شو بللى.
ځينې نور شاعران داسې وي چې دوى ته دجمال يا حقيقت پلوشه په يوه شي كې ځان ښكاره كړي يا يو بل نفسي او قوي عامل پيدا شي، نو عواطف او احساسات په جوش راشي او بې له څه بندش او تامله د زړه الهامات په خوله راځي. دا راز اشعار ساده وي او كه رنګين په اورېدونكو اثركوي، بلكې اثر نه چې سحر وجادو وي.
 دغه راز شعرونه لكه چې په ملي سندرو كې وينو د ديو ان د خاوندانو په اشعارو كې يې هم ډېرې نمونې مومو او د رحمان بابا او حميد، د خوشحال او د عبدالقادر، د علي خان او ډېرو نورو شاعرانو په ديوانو كې ډېرسوزان او موثر شعرونه شته او دا څوك نه شي ويلى، چې عروضي اشعار له صادقو احساساتو او عواطفو خالي دي.
په ملي سندرو كې هم كله كله ډېر تشبيهات  او استعمارات وي، مګر سړى پوهېږي چې په دې شعركې سلاست او رواني، جوش او مستي عواطف او جذبات شته او د شاعر د زړه نغمه ده، د نمونې په ډول دا څو بيته وګورئ:
يا ټيك ستا په جبين دى
يا سترګه د سباده
ياجام د چين ماچين دى
يا سپينه خوله زيبا ده
                                 ***
يا عطر د ګلانو – يا ستا د مخ خولې دي
يا تورې د فولادو – يا سترګې د ليلې دي
يا كيف دى د شرابو – يا بنګ د بنګالي دي
ياهجر سخترين دى  -  يا تبه يا وبا ده 
                                 * **
يابغ د ښكلو ګلو – يا ستا ښكلي كاكل دى
اواز ى د بلبلو – يا زړه د حميد ګل دى
يا تېغ د غوڅولو – يا ستا خوني چارګل دى
يا دا مرغه زرين دى – يا هغه محبوبا ده
                                                                              (حميدګل )
بې له دغسې ملي اشعارو چې په ملي اوزانوكې ويل شوي دي په عروضي اشعارو كې هم ډېر ساده او بې تكلفه اشعار مومو، چې د زړه له تاثيره پيدا شوي او په زړه اثركوي چې يوه نمونه يې داده:
سحر باده! د اشنا په كوڅه ورشه
زما دپاره په كې وګرځه كوتر شه
لوى وكم چې وي ټول ووينه په سترګو
په احوال سره د هر يوه خبر شه
هر يوه چې زما له حاله پوښتېدلې
په ژړا ورته په اوښكو كې احمر شه
كه خبرې زما دپاره درته وكړي
مخ راكوز كړه زما ولوري ته چپر شه
د نسيم په رپار دې ښه نه شي رحيمه
د دلدار په لور پخپله قلندر شه
                                                                (عبدالرحيم هوتك)
 
بله نمونه:
راشه راشه ستا تر دواړو سترګو ځار شم
هم مخ دې پروانه غوندې نثار شم
د زړه ولې مې په تاپسې پرې كيږي
راته وګوره قربان دې تر ديدار شم
شېريني به دې د وصل هيره نه كړم
كه هر څو غربت زده او خوار و زار شم
چې دې خيال په زړه كې رايشي دننه
اور مې واخلي په نارو او په كوكار شم
د اختر په ورځ كه مخ راته ښكاره كړې
قرباني به دې په مينه د رخسار شم
جنتونه په خاطر كله را درومي
چې په شوق ګډ ستا د حسن په ګلزار شم
ستا وصال په بخارا كې رحيم بيا موند
صدقه تر ټولو ځمكو د بخار شم
                                                                (عبدالريحم هوتك)
دغه دوه ډوله شعرونه چې په يوه ډول كې رښتياني عواطٌف  وي او په بل كې نه وي داسې مثال لري: لكه چې يو شاعر د خپلې محبوبې يا د خپل اولاد په مړينه كې مرثيه جوړه كړي او يو بل شاعر د كوم لوى او معتبر سړي په مرګ كې د مكافاتو دپاره مرثيه وليكي او كوښښ وكړي، چې ډېر اوصاف ورپورې وتړي او ډېر شعري صنعتونه پكې ځاى كاندې، مګر هغه د زړه درد او رښتيانۍ عاطفه چې په لومړنۍ مرثيه كې وي په دې كې نه وي، يعنې دوهمه مرثيه نور هر څه لري، مګر د زړه رښتيانى تاثير نه لري او په پردي غم ژاړي، نو دا شعر هېڅكله هغسې نه شي كېداى او هغه مقام ته نه شي رسېدلى، ځكه چې هغه روحي اتصال او رابطه چې په لوړ شعر كې د مړي او شاعر ترمينځ موجوده ده دلته نشته او همدغه شى حقيقي او غيرحقيقي ادب يوله بله بيلوي او بيل بيل قيمت ورته ټاكي.
د عواطفو تجلي او ظهور:
كله يو شاعر د ډېرښه تامل او فكر خاوند وي، مګر دانه شي كولى چې نور خلك دخپلو افكارو او تاملاتو په ښه والي او ښايست متاثر كاندې، ځكه چې دد ده عواطف كه څه هم صدق پكې وي مګر د تجلي او ظهور درجې ته نه وي رسېدلي. دلته  تر يوه حده د موضوع خصوصيت هم دخل لري. ځينې موضوعات دي چې عواطف پكې لكه د اور لمبه رڼا كوي او نارې طبيعت لري لكه: وطنيت، حب، غم او داسې نور، مګر ځنيې موضوعات لكه فلسفې افكار او اجتماعي نظريات يخ او ساړه وي، چې په هغه اندازه تودوالى او حرارت پكې نه پيدا كېږي، نو مونږ دانه وايو چې يو اديب دې دغه راز موضوعات هم هغسې كړي او هغومره جذابيت او هيجان دې پكې پيدا كاندي، بلكې دا وايو چې په كومه موضوع كې چې دى داخلېږي څومره كيداى شي خپل لوستونكي دې له تاثير لاندې راولي او يا په دې كېږي چې خپل تاثر پوره او واضح وښودلي شي.
په همدغه برخه كې اديبان او شاعران يو له بله فرق او تفاوت لري د ځينو عواطف ډېر تيز او بارز وي د ځينو نه وي، په ځينو كې شعري طبيعت قوي وي او په ځېنو كې ضعيف وي.
دوه تنه اديبان به وي چې په تاريخي رجالو كې به په كوم يوه څه ليكلي يو به يې لكه يو مورخ داسې تصوير كړي، چې خپل دغه تاريخي نګارش ته به ادبي رنګ هم وركړي هغه بل به ورته په شعري سترګه وګوري او نفسيت به يې په نظر كې ونيسې، لكه چې په سيدجمال الدين ډېرې مقالې او نظمونه وليكل شوه چې په ځېنو كې ادبي خواته تمايل ليدل كېږي او په ځينو كې تاريخي خوا قوي ده او د هر چا شاعرانه مزاج پكې خپل خصوصيت ښيي.
د عواطفو ثبات او نه رالويده:
ځينې ليكونكي او شاعران وي چې عواطف يې ثبات او دوام نه لري، يعنې ديوه مضمون او يوه شعر اغاز او انجام يې ډېر فرق لري او كلام يې له خپل حسن او خوږوالي څخه ابتذال او پيكه توب ته رالوېږي، يو بيت ياديوه مصرع يې ډېره ښه او موثره وي، مګر بل بيت او بله مصرع به يې هغسې نه وي او په وينا كې يې د ادبي قيمت په لحاظ لوړې ژورې، تيټ وپاس وموجود وي دلته مقصد دانه دى چې په دغه ډول يو راز والي هم د بلاغت له اصولو مخالفه خبره ده او لكه چې دكلام رالويده او ټيټوالى عيب دى يو رازوالى يې هم عيب دى او ملال راولي، نو په ليكونكي لازمه ده چې له يوه صورت نه بل صورت ته انتقال وكړي او پخپل كلام كې له تفنن څخه كار واخلي. دا كار البته په تغزلي اشعارو كې اسان معلومېږي،  ځكه چې يو خو داراز اشعار لنډ وي بل پكې د يوه مطلب ارتباط ساتل هم لازم نه وي، مګر په قصايدو كې ګران ښكاري.
خيال:
وايي چې خيال يوه قوه ده چې غير مريې شيان او هغه شيان چې مشاهده يې نه شو كولى زمونږ له نظره تېروي، مګر دا تعريف پوره نه دى او دغه راز معاني په يوه منطقي تعريف كې راوړل كېږي هم نه.
 نو وروسته به يې دبحث په ضمن كې رنګونه او ډولونه څه نه څه وښيو، خيال په ادب كې يو خاص مقام لري او په عواطفو كې ډېر تاثير پيدا كوي كه فرضاً كله مونږ يو خبر اورو، چې په كوم ځا ى كې څه طوفان پيښ شوى، چې دومره اثر نه كوي لكه چې دغه حادثه د كوم اديب او شاعر له قلمه په ادبي رسم شي او تخيل نه پكې كار واخستل شي.
ادبي خيال په درې ډوله دى:
(۱) مبتكر خيال:
دا هغه شى دى چې د انسان ادراكاتو ته يو نوى صورت وركوي او اكثره شاعران يې د تشبيه او استعارې په ډول پخپل كلام كې پيدا كوي لكه د حميد دابيت:
دا زما له غمه شين زړه پكې خيال د يار د شونډو
هسې رنګ زيب و زينت كا لكه مى په شنه پياله كې
                                   ***
مګر كه څوك  د كلام په موضوع او اسلوب كې دتخيل له ابتكار او نويتوبه كار واخيستلي شي نسبت هغه تخيل ته چې په تشبيه او استعاره كې وي زيات اهميت لري او دتخيل دغه  راز بداعت ډېر لږ او نادر هم وي، چې يو مثال يې ديوه انګليسي شاعر يو شعر دى، چې د دنيا لوى لوى خلك دسعادت په طلب كې په دې ډول تصويروي:
يو ښار دى چې ديوالونه يې ډېر جګ  او دروازه يې ډېره وړه او تنګه ده، دا ښار د سعادت ښار دى، چې د جهان نومومړي او لوى لوى خلك ورپسې ګرځي. دې دروازې ته يو لوى حربي سړى راځي چې ډېر هېوادونه يې فتح كړي دي او په ډېرو دښمنو يې برې موندلى، مګر د دې  لامله چې عسكري لباسونه او اسلحې يې په غاړه دي په دغه دروازه نه شي ننوتلى او حيران درېږي.
وروسته ترده يو لوى عالم له خپل علمي لباس او غټو غټو تاليفاتو سره راځي او دى هم په دغه دروازه دخپل ځان ځاييدو امكان نه ويني، په ده پسې نور د سياست او مال خاوندان رارسېږي او هريو دلته حيران درېږي چې څه وكړي؟ په دې حال كې يوه كوچنۍ جنۍ راپيدا كېږي او په ډېرې خوشحالۍ په دغه دروازه ننوځي او بيا څه شېبه وروسته بېرته راوځي دوى ته وايي چې ولې ولاړ ياست؟ دوى وايي دروازه وړه ده او مونږ نشو ننوتلى. هغه وايي كالي او اسبابونه وغورځوي او ننوزي! دوى يو بل ته ګوري او متردد كېږي، مګر جينۍ اصرار كوي چې هلئ زرشئ، چې ډېر عجيب ښار دى او هرڅه پكې شته، په دې ډله كې يو تن خپل كالي غورځوي او ننوځي هغه نورهم چې ده ته ګوري هر څه له ځانه لرې كوي او ښار ته داخلېږي.
                                              ***
د دې  شعر ښايست او جمال د تخيل له ابتكاره پيدا شوى او دتخيل ابتكار په اصل مضمون او د بيان په اسلوب كې ځاى لري.
په پښتو كې هم چاپه ارزو باندې څه ليكلي چې خلاصه يې داده:
هلته لرې دغره په لمن كې د لمر پلوشو ته څه شى ځليده، ما ګومان كاوه چې كوم ډېر قيمتي څيز دى او له كوم معدن څخه كومه قيمت بها دانه راوتلې ده په همدې ګومان ور روان شوم او ډېر خوشحاله وم، چې هلته ورسېدم ګورم چې دښيښې يوه ماته ټوټه پرته ده او نور هېڅ نشته. دا وه زما ارزو او د ارزو اغاز او انجام.
دلته هم په اصل موضوع كې يو تخيلي ابتكار ليده شى.
 
(۲ ) مصور خيال:
څه شى چې يوا ديب په سترګو ويني او پرې پوهېږي، نو چې هغه د خپل خيال په مرسته تصويركړي مصورخيال ورته وايي مثال يې دا دى:
يوه سړي د شپې له مخې تبې كولې او هره شپه به يې تر سبا پورې تبه وه چا ورځنې د احوال پوښتنه وكړه چې تبه دې څه وخت او څنګه وي؟ ده وويل يوه حياناكه ښځه ده چې دشپې په توره پرده كې زيارت ته راځي او سبا دوخته بېرته ځي.


(۳) مفسر خيال:
كله چې كوم اديب په يوه شي كې څه روحي يا ادبي كيفيت حس كړي او له مادې مشاهداتو نه پټو او معنوي مشاهداتو ته انتقال وكړي، لكه چې ځينې ادبا د يوه سيند يا يوه غره له ليدو ځنې ځنې تاريخي واقعاتو ته ولاړ شي او د تېرو حوادثو او زاړه عظمت تجليات پكې وګوري، نو دا مفسرخيال باله شي، چې يومثال يې دا دى:
 
په لمن د تورو غرونو د خيبر وادي راګېره
لكه تور ديوان چې كښيني له پرې نه ګېرچاپېره
پټ پنهان هره ذره كې د خيبر خوني داستان دى
يو تاريخ يې په مخ ليك دى يو ياداشت دتېر دوران دى
ورو په ورو د غرونو خواكې يو كاروان روان سفر كړي
دا را ياد مې په زړګي كې تېر شوى دور منظر كړي
يوه ورځ به چېرې دلته د محمود كاروان روان و
ګرد غبار د ده د فوج به رسېدلې تر اسمان و
د تكبير نارې اوچتې اوريدلې دې جهان وي
د دې  ملك ذرې ذرې به له دهشته په لړزان وي
په دې خاوره دي تېر شوي د بابر، غوري فوجونه
ابدالي، نادر  راغلى پرې به فخر كړي دا غرونه
                                                                             سيد رسول (رسا)
 وروسته تردې چې د خيال ډولونه څه نه څه وښودل شوه بايد ووايو، چې تخيل د شعر يو داسې عنصر او ركن دى، چې كه ووايو شعر په حقيقت كې بې له تخيله بل شى  نه دى، هم ورسره ښايي. همدغه تخيل دى چې جهان او د جهان هره ذره شاعرته له نور عالمه په بل رازښيي، چې كله يې له لمر او سپوږمۍ سره په خبرو راولي او كله يې د ګل په خندا، د شمع په ژړا، د نسيم په پيغامونو پوهوي. يو وخت ورته ډك سيندونه لكه سراب بې ابه ښكاره كړي بل وخت ورته د يوه مظلوم څو قطرې اوښكې لكه يو سيلاب داسې وښي. كه دغه شاعرانه خيال له شاعر سره ملګرى نه وي شاعر به هم لكه نور دغه جهان ته په عادي نظر ګوري او هېڅ شى به پرې دومره اثر نه كوي. همدغه خيال دى چې شاعر ته ډېر پټ او مرموز شيان ښكاره كوي او هغه څه چې عوام، بلكې خواص يې هم نه شي ليداى، دى بې وينې او تعبيرونه ورځنې كوي همدغه تخيل دى چې شعر او فلسفه دواړه ترينه پيداكېږي او په شاعر و فيلسوف دواړو كې ليدل كېږي.كوم فلاسفه چې د ابتكار و ايجاد قوت لري هغه ارومرو دتخيل خاوندان دي او له تخيل نه ډېر كار اخلي، نو ويلى شو چې په نيوتن او ارسطو كې هماغه قوي تخيل موجود و، چې په هومر او فردوسي كې موجود و، مګر د استعمال په طريقه كې فرق و او مقصد وغرض پكې بيل و. د يوه فيلسوف تخيل د مسايلو په حل كولو او تحقيق كې سرفېږي، مګر د يوه شاعر تخيل د احساساتو او عواطفو دتحريك دپاره په كار لوېږي. ځينې محققين وايي چې له شعري خيلاتونه فلسفه پيداكېږي او له فلسفې نه بيا علم پيداشي، يعنې شاعرانه خيالات او فلسفه او علم داسې مثال لري لكه د سپيدو چاودلو د وخت، د لمانځه د وخت او د لمر ختو رڼا، نو په دغه ترتيب هماغه شاعرانه خيالات چې څه قدر زيات روښانه شي فلسفه شي او فلسفه كې چې زياته رڼا يې پيدا شي علم شي په دې اساس سړى حكم كولى شي، چې د بشر د معرفت تاريخچه له شعره څخه شروع كېږي او په علم ختمېږي.
هومر د يونان معروف شاعر په داسې عصر كې پيدا شو چې د فلسفې څه پته نه لګېده او دغه نوموړى شاعر له حكمت او فلسفې نه دمخه دنيا ته راغلى، مګر وروسته ترده ارسطو د ده د طبع له اكتشافاتو اقتباسونه كوي او د ده په كلماتو استشهاد كوي. كېزو د فرانسې يو ليكونكى ليكي، چې د هومر په اشعارو كې د انسان او عالم حقيقت او د هر شي اساس موجود دى.
كه سړى څه قدر ته دقيق شي، نو د عقل او فكر ماڼۍ په خيال ولاړه ده او خيال په علومو كې زښت ډېر دخل لري، نور علوم خو لاپرېږده هغه علمونه چې د عقل په نزد بيخي منلى دى، لكه رياضي او هندسه. دا هم دانسان له خياله پيدا شوي دي،كه چېرې له يوه رياضي دان څخه (واحلم) د تعريف پوښتنه وكړو چې د رياضياتو ابتدا او انتها ګڼل كېږي يا د هندسې ديوه عالم څخه د (نقطې) تعريف و غواړو چې ټول خطوط ورځنې پيدا دي يقين دى چې دا دواړه شيان ( واحد – نقطه ) به يو داسې شى راوښيي چې بې له خياله به بل وجود نه لري او يو تخيلي شي به وي.
دا چې مونږ يو كاڼى د حس او عقل په مرسته په تحجر او تجمد پېژنو داهم يو خيال دى. د انسان تخيل دغه صورت وركړى دى.
تخيل سره له دغومره اهميته چې په شعرو ادب كې يې لري كه څوك يې په تشخيص كې وغولېږي او له اوهامونو يې فرق ونكړي شي يا يې بېځايه استعمال كړي، نو شعر بېخونده كوي او قيمت يې راټيټوي ځينې اوهام، چې ځينو شاعرانو پخپل شعر كې راوړي دي دومره بې لطفه دي، چې سړى ورته شعر نشي ويلى، بلكې واهمي كلام يې بللى شي لكه امرا القيس چې پخپل يوه شعر كې  وايي:
اتقتلني والمثر في مضاجعې
د مسنونة زرق كانيان اغوال


 
 
مطلب يې دا دى چې رقيب به ماڅنګه مړكړي، چې زما په خواكې د يمن مشرقي توره اېښې ده او داسې نېزې راسره دي لكه د غولانو داړې، نو دلته غول او د هغه داړې يومحض وهمي شى دى، چې ښايي بې امرالقيس بل څوك ترې ونه وېرېږي كه څوك تخيل بې ځايه استعمال كړي، نو هم ښه نه ښكارېږي، مثلاً يو شاعر د بهار او پسرلي په صفت كې د دې  په ځاى، چې شنه چمنونه، زيړ او سره ګلان، ابشارونه وستايي او له تمثيل څخه  كار واخلي د تخيل خواته زور وكړي او خيالي شيان تصويروي يا ديوه چا په مدح او ستاينه كې د هغه واقعي او حقيقي صفات پرېږدي او د تخيل په زور ورته خيالي اوصاف پيدا كوي او ورپورې تړي يې، چې هېڅ حقيقت او واقعيت پكې نه وي، نو دا هم په شعر كې عيب باله شي او د خيال بېځايه استعمال بلل كېږي.
تمثيل:
تمثيل دې ته وايي، چې شاعر او اديب يو مضمون يايوه معنىٰ داسې بيان كړي چې اصلي صورت يې سترګو ته درېږي.
تمثيل هم په شعر كې يو اساسي جزګڼل كېږي او زښت ډېر اهميت لري، ارسطو وايي چې شعر په تمثيل او محاكات ولاړ دى، نو كه په كوم كلام كې دا شى نه وي هغه شعر نه بلل كېږي د همدې لامله پخپل كتاب الشعر كې ليكي چې يو له هغو شيانو څخه چې انساني غرايز بلل كېږي د تقليد حس او د تمثيل ذوق دى، نو هر كله چې شعر هم يو ډول نقل او تمثيل دى د انسان په طبيعت ارومرو اثر كوي او انسان ورځنې خوند و حظ اخلي، نو د ارسطو په نظر به د شعر د تاثيرسبب تمثيل دى.
كوم شعر چې له تمثيل نه پكې كار اخستل كېږي هغه ديوه رسم مثال لري چې بايد د موضوع دقيق نكات په نظر كې ونيول شي او له اصل سره مطابقت ولري.
په تمثيلي شعر كې كله دشعر موضوع يوه منظره يا واقعه وي او كله داحساساتو او تمايلاتو تمثيل  په نظر كې وي په دغه وروستي حصه كې شاعر له رسام څخه موفق دى او ځينې نفسي كيفيات شته چې په رسم كې نه راځي او په شعر كې راځي ځينې تمثيلي اشعاردي چې شاعر پكې له تخيل څخه هم ډېر كاراخلي، مګر په ځينو كې يوازې تمثيل وي او له تخيل نه هېڅ كارنه وي اخستل شوى.
په ځينو مواردو كې د شعر لوى صفت همداوي چې تمثيل ښه قوي وي او حقيقت په نظركې ښه مجسم شي.
د تمثيل په باب كې كه د شعر ښه نمونه ګورئ، نو د ښاغلي رښتين د باغ ننداره وګورئ چې دكابل مجلې په (۱۷۶) ګڼه كې نشرشوې او د تمثيل پوره اقتدار پكې معلومېږي.
د تخيل زور او قوت كه په پښتو اشعارو كې لټوئ، نو د ښاغلي خادم په اشعارو كې يې ښې ښې نمونې شته، د احساساتو او عواطفو صدق او تجلي د ښاغلي بېنوا په (بې وزلي شرق) كې وګورئ، چې د شاعر درد او رښتيانۍ تاثر پكې له ورا معلوم دى او په همدغه شي دې شعر لوړ قيمت پيدا كړى دى.
د دې  بحث خلاصه:
د شعر او ادب اصلي عناصر او اساسي اجزا دمعنويت په لحاظ دا دي:
عاطفه، احساس، خيال تمثيل، نو په هر شعر كې چې دغه شيان يا يو له دغو څخه موجود وي هغه شعر دى او په انسان باندې اثركوي په كوم شعركې چې دغه شيان نشته او يوازې رنګين الفاظ او شعري صنعتونه پكې دي هغه لكه يو تش ښايسته لستوڼى داسې وي او كوم حقيقي كيف پكې نه ليدل كېږي او ننداره به يې كوي، مګر څوك چې په شعر او ادب كې كومه معنىٰ لټوي هغه پرې نه قانع كېږي او يو له دغومعنوي اجزاو او عناصرو څخه پكې غواړي.
د پښتو اشعارو ته چې سړى ګوري او د صنعت او معنىٰ په لحاظ په كې غوركوي معلومېږي چې صنعت ته په ضمني نظركتل شوي او د معنىٰ لورته زياته توجه موجوده ده، يعنې ضرور پكې يا نور عواطف او احساسات وي يا يو عالي تخيل او لوړه مفكوره پكې ليدل كېږي ياله ښه تمثېل او تصوير څخه پكې كاراخستل شوي وي او ځينې اشعار، خو لا داسې وي چې دغه ټول معنوي مزايا او ښېګڼې پكې سړى مومي او د بليغ او عالي ادب ښي نمونې يې ګڼلى شو.(۱)
عاميانه بلاغت:
څوكاله دمخه ديوه لوى سړي په مجلس كې د غرو د خلكو په پوهه او هوښيارۍ خبرې كېدې، دې سړي چې د هېواد په يوه غرنۍ حصه كې ديوه سترحاكم په حيث شپې ورځې تېرې كړې وې هغه خلك يې ډېر زيات ستايل او مكرر به يې ويل چې دوى په خبرو له هر چانه ښه پوهېږي، خو كه څوك له دوى سره د دوى په ژبه وغږېږي او مفاهمه ورسره وكړي. په همدې غرو رغو كې داسې خلق شته چې سړى يې خبرو ته حيران پاته كېږي او د تعليم له خاوندانو نه يې په وينا كې څه فرق نه ليدل كېږي.
دا بحث لانه وقطع شوى چې د هماغه ځاى څوتنه تور ږيږي او سپين ږيري راغلل او د مجلس خلك د دوى اوضاعو او خبرو ته د تېر بحث په اثركې ښه متوجه شوه، چې ودرې دوى څه وايي؟ او څنګه ګړېږي؟ دوى د خپل دغه حاكم له څه مودې مفارقت څخه چې د رنځورتيا په اثركې پېښ شوى و خپل خپګان ښكاره كړ او بيا يې خواهش* [3]وكړ، چې كه صحت يې ښه وي بېرته ورشي او د دوى اداره پخپل لاس كې ونيسي، مګر دا مقصد يې په دې ډول ادا كړ،  چې زمونږ په ملك كې مشهوره ده چې په يوه غره كې كه تر(۷) كالو پورې د سړي غږ وانه ورېدل شي د هغه غرو ماران ښاماران كېږي او پخپل مينځ كې يو له بله سره خوري، نو كه ستاسې غږ هلته نه وي له مونږ نه بل شى جوړېږي او يودبل غوښې خورو.
دې خبرې په ما اثر وكړ او زه يې دې لورې ته ملتف كړم چې عام خلك او هغه كسان چې په تورو ټكو نه پوهېږي او دفصاحت وبلاغت نوم يې هم نه دى ارويدلى پخپله وينا كې دبلاغت خاوندان دي او په خبرو كې يې شعري او ادبي كيف ليده شي.
وګورئ دغه سړى له يوه ادبي منطق او تمثيل او تشبيه نه څومره ښه كار واخيست او خپل مقصد او مطلب يې  د بلاغت له اصولو سره سم داسې ادا كړ، چې د خپل مراد كنه او انتها يې حد ته ورسېده چې ديوه مقصد همدغه راز بيان ته بلاغت او ويونكي ته يې بليغ ويل كېږي.
كه څوك د پښتنو په جرګو او مركو كې ناست وي او د دوى خطبې يې اورېدلي وي هغه ته به په عاميانه محاورو كې دغسې ډېرې نمونې يادې وي او دا به ورته معلومه وي، چې پښتانه پخپلو مركو كې هر وخت له دغسې ښوښو تمثيلونو او ملي رواياتو كار اخلي. د خپل مقصد دپاره لومړى يو موافق تمثيل  او ادبي استدلال پيدا كوي بيا خپله خبره پرې سپروي، د دوى دبلاغت زور او قوت په همدغو تمثيلو او رواياتو يا متلونو كې وي او تشبيهات او استعارې يې هم خورا قوي وي، هغه څوك چې په مركو كې د خبرو حق لري او د ملي مجالسو خطيبان او بلغا بلل كېږي د خپل مقصد له شروع نه دمخه يو حكايت كوي يا له ملي رواياتو او عنعناتو څخه د خپل بيان دپاره يو ښه تمهيد پيداكوي وروسته بيا خپل مقصد ته راځي او خپل مطلب بيانوي، نو په دې صورت كې د دوى وينا دومره قوت مومي چې څوك ورځنې انكارنشي كولى او هر څوك يې په معقوليت باور كوي. كه څوك په دې مجلس كې د دوى د خبرې ترديد كوي او مخالفه نظريه قايموي هغه مجبور دى، چې د ده مدعا په خلاف به يو قوي تمهيد او حكايت پيدا كوي او خپله خبره به قوي ښيي. په دې وخت كې نو يوه ادبي مبارزه شروع شي او د ميدان وړلو دپاره زيات فصاحت او بلاغت په كار دى، مګر هغه بلاغت چې عوام پرې پوهېږي او په عاميانه ادب كې ځاى لري. په همدغه قوت د مركو مشران او وكيلان غټې غټې خبرې اواروي او هرڅوك پخپل قوي منطق او ادبي استدلال قانع كوي. دپښتنو دمشرۍ راز هم په همدې كې دى، چې سړى بايد له ملې عنعناتو او رواياتو نه ښه خبر وي، هغه خبرې چې دوى پرې قانع كېږي او هغه استدلال چې د دوى په افكارو او روحياتو قوي اثرلري ځانته معلوم كاندې دغه راز خبرې ښايي چې مونږ او تاسې ته هېڅ ښكاره شي، مګر په عامه طبقه ډېر اثر كوي،په ځينو مجالسو كې چې زه ناست وم او هلته د پښتنو د روغې د اصولو پوهان راټول شوي وو. ډېر ځله مې په داسې مواردو كې چې خلك به يې د خپلو عزيزانو احترام ته رابلل او دابه يې ورته ويل چې خپل كام اوخپل كام او خپلو عزيزانو ته په سپكه مه ګوري يو د بل عذر قبلوي او ننواتو ته په درنه سترګه ګوري، د يوه منلي او مسلم دليل په ډول به يې ويل چې لوخې د خپل كام سپكه  غوښته  سر يې په درياب كې وچ شو. دې خبرې به خلك ډېر متحس كړه او زيات تاثير به يې وكړ، زه د دې  خبرې په سرو برنه يم خبرچې عنعنوي اصل او اساس به يې څه وي؟ مګر لوخې چې ګورم رښتيا په اوبو كې ولاړې وي او سرونه يې وچ وي، نو دا خبرې كه څه هم څه اصل او حقيقت ونلري تاثير، خو لري او له يوې ډېرې صحيح فلسفې نه په عوامو باندې زيات اثركوي.
كه څوك غواړي چې خپل مخاطب او اوريدونكي د خپلو خبرو له تاثير لاندې راولي، نو بايد له هغه سره داسې وغږېږي چې منطق او ادب يې په هغه تاثير وكړي. تشبيهات او استعارات، تخيل او تصوير، استدلال او استشهاد يې د هغه له فكر او ذوق سره سم وي او په نظركې يې له مسلمانو څخه وي.
زمونږ ادبا او شعرا بايد دې خواته ملتفت وي او په خپل شعراو ادب كې له عاميانه بلاغت نه چې د عوامو په ويناو، متلونو او رواياتو، قصو او افسانو كې ځاى لري پوره كار واخلي، په هغو تشبيهاتو او استعارو خپل كلام رنګين كړي چې دوى ورسره اشنادي او پرې پوهېږي چې زمونږ ادب هم ملي رنګ پيدا كوي او د ملت په ذوق برابر شي.
د پښتو لنډۍ او چاربيتې چې په هر چاښې لګېږي او عمومي مقبوليت لري يو سبب يې همدغه دى چې له عاميانه بلاغت نه پكې كار اخيستلى شو او كلمات وتعبيرات داسې دي چې عام خلق پرې ښه پوهېدلى شي او هېڅ نا اشنايي پكې نه ګوري وينا يې هم د حال له مقتضا سره سمه وي او له حيات سره پوره تطبيق لري دمثال په ډول به يو څولنډۍ هم راوړو.
د پښتو څو لنډۍ:
كله چې مونږ كوچيانۍ لنډۍ او د ګوچيانو ټپې اورو پوهېږو چې دا لنډۍ د كوچيانو له حال او حيات سره څومره اتصال لري او د دوى حياتي وضعيت څنګه ښه تصوېروي لكه دا لنډۍ:
اوښانو بيا غاړې كږې كړې
چې پرې سپرې دي سپينې خولې زېړ پېزوانونه


 

كه چاكله د كوچيانو روانې كډې ليدلي وي چې په اوښانو باندې پښتنې پېغلې سپرې وي او اوښان يوه خوا بله خوا غاړه كږوي او ترشاګوري هغه د دې  لنډۍ په بلاغتي كيف ښه پوهيدلى شي چې دلته ويونكي څه شاعرانه او ساحرانه مهارت خرڅ كړيدى، چې له يوې خوا دغه منظره او وضعيت ډېر ښه تمثيلوي او له بلې خوادې خبرې ته هم تلميح او اشارت كوي چې اوښان هم ددغو پېغلو د ښايست او جمال احساس كوي او د دوى نندارو ته مخ راګرځوي.
په دغسې مواردو كې چې مطلب د دغو پېغلو ستاينه ده ښايې چې ډېر تعبيرات پيدا شي، مګر هر تعبير به دكوچيانوله حال او حيات سره دغومره موافق نه وي او نه به پكې دغومره بلاغت موجود وي.
په يوه بله لنډۍ كې يوه كوچۍ پېغله خپل اشنا ته وايي:
تر دې خروړي سپې راتېر شه
تر دې ملالۍ خولې به زه درتېره شمه



په دې لنډۍ كې يو شرط او تعليق ليدل كېږي، چې بايد مين يې پرځاى كړي او د ملالۍ خولې په مقابل كې يو ګران كار قبول كړي، چې هغه له خروړي سپي څخه تېريدل دي. په دې ځاى كې البته ډېر مشكل شرطونه پيدا كېده چې بايد په مين تحميل شوي واى، مګر د كوچيانو له حال او ژوند سره به يې دغومره موافقت نه درلود لكه چې دا شرط يې لري.
يوه كوچۍ پېغله بايد هر څوك له خپل خروړي سپي څخه وډار كړي او خپل سپى لكه لېوه يا زمرى خلكو ته وښيي. دلته ټوپك يا توپونه يادول له حيات سره مناسبت او موافقت نلري او نه دغه ادبي لطف پكې شته چې د خروړي سپي په لفظ كې موجود دى.
دا د همدغه لفظ اثر دى  چې ځينې د تصوف خاوندان له دې لنډۍ نه د حقيقت په نامه يوه بله معنىٰ اخلي او وايي چې خروړى سپى نفس دى او له دې نه تېريدل خداى ته رسېدل دي كه دلته توپ او توپخانې يادې شوې واى د دغسې تاويل دپاره به هم څه مجال نه و او دومره ظرفيت په دې لنډۍ كې نه پيدا كېده.
د دې  لنډۍ په ځواب كې يوه د تورې خاوند او توريالى مين خپلې معشوقې ته وايي:
د سپينې خولې تن راته كېده
كه د چړو په څوكو لار وي دربه شمه



دا هم يو بليغ تعبير دى او له ده سره مناسب ايسي، ځكه دچړو په څوكو تېرېدل انتهايي مشكلات قبلول دي او سړى پوهېږي، چې د دغسې سختې لارې يون دومره ګران دى چې له خروړو سپو تېرېدل ورته هېڅ دي او څوك چې دا قبلوي هغه په خروړو سپيو هم نه ايسارېږي.
كه سړى په شعر و ادب كې ښه غور وكړي د دې  فن ټوله ساحري په يوه ښه او بليغ تعبير كې مضمره ده كه څوك د خپل مقصد دپاره يو قوي او لطيف تعبير ومومي چې مبتذل او پيكه نه وي، دې سړى په يقين سره د شعر او ادب حق په ځاى كړى او د بلاغت سكه يې قايمه كړيده. په دې تعبير كې دانه ده لازمه چې ارومرو به پكې اغراق او مبالغه وي، بلكې لازمه ده چې لطف او ملاحت او حسن به پكې وي او يو نوى تعبير او ښه تصوير ورته ويل كېږي، لكه په دې لنډۍ كې:
مخ په مړوند كله پټېږي
ظالمه ياره سلامي ولاړه يمه



وګورئ دلته يوازې يو ښه تصوير او ښه تعبير په سړي اثركوي. دا د حياناكو پېغلو عادت دى چې منګى به يې په اوږه وي او ګودر له به ځي، نو چې څوك نارينه په مخه ورشي خپل مړوند مخې ته نيسي او درېږي، په دې وضعيت  ښايي چې كوم اشنا متاثر شوى وي او څه ګله يې ورلېږلي وي، نو دا ورته وايي چې زه تاته سلامي ولاړه يم هسې نه چې خپل مخ پټوم، ځكه چې مخ په مړوند نه پټېږي. رښتيا وايي لمر چاپه ګوته نه دى پټ كړى دابه د سلامي په وضعيت ولاړه وي.
په يوه بله لنډۍ كې يو مين د خپلې ليلىٰ په پوزه سره نتكۍ ګوري او سپينې خولې ته يې زړه كېږي، نو خپله ارزو په دې ډول ورته څرګندوي:
ستا په نتكۍ كې شيطان ناست دى
هره شېبه مې ستا خولګۍ ته لمسوينه


 
 
داخو معلومه خبره ده چې دى په چل كې ورځنې خوله غواړي مګر كه ورته ووايي چې خوله راكړه يا مې ستا خولې ته ډېر زړه كېږي دابه يوه بې لطفه غوښتنه وي او شعر به نه وي، نو دا د شاعر كار دى، چې په دې خبره كې خوند پيدا كړي او شعر ورځني جوړ كاندي، نو اول نتكۍ ستايي بيا پكې شيطان كښيښوي، وروسته تردې نو ورته وايي چې ستاله خپله كوره  دى چې ما په كراره نه پرېږدي او ستا خولګۍ ته مې لمسوي. ښايي چې خبرې د شعري سحر په مرسته په هغې اثر كړى وي او هغې هم ويلي وي:
د سپينې خولې واك مې دركړى......
په پښتو كې اكثره لنډۍ داسې وي چې دغه راز نازكي او باريكې هم پكې نه وي او نه له دغسې پيرايو نه پكې كار اخستل شوى وي، مګر په زړه خوږې لګي او ښه لطف لري لكه چې يو مين خپلې مينې ته وايي:
كه دنيايي شرمونه نه واى
تا به منګى ووړ زه به تش درسره تلمه


 

دا لنډۍ څومره ساده ده چې هېڅ صنعت هېڅ تخيل پكې نشته او بې له تشو تللو هغه هم هله چې دنيايي شرم نه واى نور څه نه لري، مګر مينه او محبت پكې ځاى لري او د عاطفې ترجماني كوي، نو د محبت په لاره او دمينې دپاره تش تګ، بلكې د تګ ارزو هم لطف لري او په زړه اثركوي.
په يوه بله لنډۍ كې يو عاشق خپلې معشوقې ته پيغام استوي چې زه ستا د خولګۍ په اميد درځم او په هرقيمت چې وي غواړم يې وايي:
كه مې اجل ستا په خولګۍ وي
سبا كفن په سر تړم تاله درځمه
                                   ***
په دې لنډۍ كې هم د تشبيهاتو او نازكخيالۍ څه رنګ نشته، مګر رنګ يې څه كوې خوند يې ګوره! د خپلې محبوبې بورجل ته به ډېر خلك په مختلقو لارو تللي وي، خو په دغه ډول چې د دې  لنډۍ خاوند او ويونكي ورځي بل څوك به نه وي ورغلي هر څوك چې چېرته ځي او سفركوي، نو د لارې توښه او د سفر سامان له ځانه سره اخلي، مګر دى كفن په سرتړي او روانېږي، دا تګ شاعرانه تګ دى  چې بې له شاعره دبل چا ورته نه پام كېږي او ده به هم له پتنګه زده كړي وي.
د مينې او محبت خبرې كه هر څومره ساده او بې ساخته وي هغومره ښې وي په يوه لنډۍ كې يو مين خپلې مينې ته دكور ورانۍ ښېرا كوي او ورته وايي:
كور دې نژدې ديدن دې لرې
ديېوال دې ړنګ شه چې وړيا دې ووينمه


 

مګر سړى پوهېږي چې دا ښېرا له مينې او محبته ده او په دې ښيراو كې عشق او محبت مضمر دى داهم هماغه شان ښېرا دي لكه چې يوه مينه خپل مين ته وايي:
ټوټې ټوټې په تورو راشې
چې پرهارونه دې ګنډم خوله دركومه
                                   ***
نوكوم زخمونه چې دغسې ملهم پيداكوي سړى به پرې ولې نه خوشحالېږي او ولې به دغسې ښې دعاګانې ښيرا بولي؟ هم داده چې د مينې اومحبت خبرې ډېرې خوږې دي كه داخبره هر څومره مكرره شي بد مه وړئ، ځكه چې مينه په همدغو مكررو توصيفونو ارزي.
په كومه خبره كې چې د مينې او محبت جلوه وي هغه كه په هر عبارت وي شعر دى او همدغسې خبرو ته شعر ويل  كېږي.
يوه معشوقه بې له كومې تشبيه او استعاري خپل مين ته وايي:
سترګې مې تاته تورولې
چې ته رانغلې په سالويې پاكومه
                                   ***
څوك چې په مينه او محبت پوهېږي او د شعر حقيقت او هويت ته رسېدلي وي هغه به دا لنډۍ هېڅكله هېره نه كړي او د لوړو اشعارو نمونه به يې وګڼي، ځكه چې د عشق او محبت په عالم كې چاته سترګې تورول او د هغه د نه راتلو په سبب يې بېرته پاكول ډېر لوړ قيمت لري.
يو بل ځاى يو ارمانجن مين وايي:
زما جانان دې راســــــــــــره وي
په ما دې تيږې د مېرو راچلوينه


 

سړى چې ګوري ډېر خلك ويني چې د پيسو دپاره تېږي چلوي او څوك ورته هېڅ نه ملتفت كېږي، مګر يو مين چې د خپل جانان د وصال په مقابل كې تيږو چلولو ته تن ږدي، د ده ناراوړې تيږي د عشق او شعر په ماڼۍ كې لكېږي او يو يادګار ورځنې پاته كېږي.
             پاى

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery