د ادب تاثير په اسلامي فقه او ديني احکامو کې:
ادب او ادبي فنون خو د هر علم او هرې پوهې دپاره يوه ښه وسيله ده بشر په علم و
معرفت کې اصلي او اساسي برخه لري، مګر په ديني احکامو او مسايلو کې يې دومره تاثير
وينو، چې ټوله فقه راته يو ادبي استنباط معلومېږي.
که چېرې د اسلام علماو ادبي قوانين نه واى کشف کړی او په ادبي اجتهاداتو نه واى
موفق شوي هېڅکله به څوک د قران کريم په اسراو او معانيو نه وو پوه شوي او دغه
موجوده تفاسېر به ميدان ته نه وو راوتلي. د قران اعجاز او فصاحت، بلاغت به چاته نه
ومعلوم، اسلامي فقه به نه وه تدوين شوې فرايض او واجبات به له مستحباتو او مباحاتو
چا نه وو بېل کړي، هغه اوامر چې يوازې اباحت ترې معلومېږي او هغه امرونه، چې د سوال
و جواب دپاره دي دواړه به يو راز ګڼل کېده او د ډېرو حقايقو په مخ به پرده پرته وه.
همدغه ادبي اصول او قوانين دي، چې خلک يې د خداى د کتاب په فصاحت و بلاغت وپوهول او
د خداى احکام يې ور ښوول، د اصول الفقه، اصول البيان، اصول البلاغت، فقه اللغه او
صرفي او نحوي مسايلو په مرسته يې معنىٰ ته لار پيدا کړه او د فکر او اجتهاد خاوندان
پيدا شول.
هر کله چې زمونږ ديني کتاب(قرآن کريم) د فصاحت او بلاغت له حيثه د اعجاز حد ته
رسېدلى او زمونږ ښکلى رسول (ص) هم افصح العرب بلل کېږي، نو د دغسې کتاب او دغه راز
پيغمبر په وينا پوره پوهېدل ډېره ادبي پوهه غواړي او هر څومره، چې څوک د ادب په
دقايقو زيات پوه شي، هوغومره د قرآن په شاعراتو او عباراتو، دلالتونو او اقتضاآتو
ښه پوهېږي او په نبوي احاديثو کې بصيرت پيداکوي. که مونږ اصول الفقه په غور وگورو،
بې له ادبي مسايلو چې په نصوصو پورې تعلق او اختصاص لري، بل شى نه دى. که چېرې د
دين امامان له عربي لغت او ادب سره پوره نه واى اشنا، دغه صحيح اجتهادونه به نه وو
شوي.
په اصول الفقه کې د شرعي احکامو پېژندل په څلورو تقسيمونو پورې اړه لري:
اول تقسيم: د لفظ په اعتبار دى د صيغې او لغت له حيثه چې اقسام يې دادي: خاص، عام،
مشترک، ماول، دا تقسيم د کلمې په اصل وضع پورې تعلق لري.
دوهم تقسيم: د معنىٰ د ظهور او خفا په اعتبار دی، چې هريو(ظهور – خفا )څلور څلور
قسمونه لري:
د ظهور اقسام: ظاهر، نص، مفسر، محکم.
د خفا اقسام:خفي، مشکل، مجمل، متشابه.
دريم تقسيم :د لفظ د استعمال په اعتبار دى اقسام يې دادي:
حقيت، مجاز، صريح، کنايه.
څلورم تقسيم: د مراد او مقصد پېژندلو اعتبار دى چې قسمونه يې دا دي: عبارت دنص،
اشارت دنص، دلالت دنص، اقتضا دنص (١)
لومړى او دريم تقسيم په کلمه پورې تعلق لري او دوهم د څلورم په کلام پورې وروسته تر
دغو تقسيماتو اوس د مثال په ډول د ځينو اقسامو تاثير او اغېزه په فقه او احکاموکې د
اختصار په ډول ښيو.
حقيقت او مجاز: حقيقت په درې ډوله دى: متعذر حقيقت، مهجور حقيقت، متعارف حقيقت، که
چېرې ديوه لفظ حقيقي معنىٰ متعذره يا مهجوره وي د ټولو په اتفاق مجاز مرادېږي نه
حقيقت[2]
نوکه يو سړى قسم وخوري، چې زه به د فلانکي کره قدم کښېنږدم او بيا دهغه کاله ته په
اس سپور ننوزي قسم پرې اوړي، که څه هم حقيقتاً يې قدم نه دى ايښى که چېرې له دروازې
نه قدم دننه کړي او بې له دېنه چې ننوزي هغه کره قدم کښېنږدي قسم پرې نه اوړي که
څه هم حقيقتاً يې قدم ورکره ايښې دي، ځکه چې دلته له قدم ايښودلو نه مجازي معنىٰ
مرادېږي چې ننوتل دي نه قدم اپښودل، نو حقيقت دلته عرفاً مهجور دى، همدغه شان په دې
حديث کې (لاتبيعوالدرهم بالدر همين ولاالصاع بالصاعين) چې يوه روپۍ په دوو روپو او
يوه پيمانه په دوو پيمانو خرڅول منع شوي دي. د پيمانې حقيقي معنىٰ متروکه ده او
غرض ورځنې د يوې پيمانې او دوه پيمانو غله ده، نو که څوک د لرګي يا د کوم بل شي يوه
کونډۍ او کاسه په دوو باندې خرڅوي سود او ربا ورته نه ويل کېږي، ځکه چې له يوه لفظ
څخه به يوه حال کې حقيقي او مجازي دواړه معناوې نه مراديږې.
که يو لفظ مستعمل حقيقت لري او په مقابل کې يې متعارف مجاز نه وي موجود د ټولو په
اتفاق حقيقت مراد دى نه مجاز او که متعارف هم دى، نو امام ابوحنيفه رح وايي چې
حقيقت اولىٰ دى او د امام محمد او ابو يوسف په نزد د مجاز په عموم باندې عمل کېږي.
د دوى اختلاف هلته معلومېږي چې يو سړى قسم ياد کړي چې زه دغه غنم نه خورم او بيايې
نينې يا ډوډۍ و خوري، نو د امام ابو حنيفه په نزد د نينو په خوراک حانث کېږي او د
ډوډۍ متعارف مجاز دی، نو دى حقيقت ته په مجاز باندې ترجيح ورکوي، مګر د هغو دوو
نورو امامانو په نزد د دواړو خوراک د مجاز دعموم په ډول حانث کېږي.
صريح او کنايه:
سريح هغه لفظ دی چې معنىٰ يې څرګنده او ښکاره وي او کنايه هغه کلمه ده چې معنىٰ يې
څه قدرته پټه وي، د فقه په احکامو کې دا دوه لفظونه ډېر فرق لري،که صريح الفاظ د
چاله خولې ووزي لکه طلاق او عتاق که د ټوکو په قسم وي او که په زړه کې يې کوم بل
مطلب نيولي وي هم خپل کار کوي او طلاق يا عتاق واقع کېږي او نيت ته هېڅ ضرورت نشته،
مګر په کناياتو کې نېت يا د حال دلالت ضرور دى، که يو سړى په غلا(سرقد) يا زنا
اقرار وکړي، نو د دې لا مله چې دا الفاظ صريح دي حد کېږي، يعنې د غلا په اقرار يې
که له لسو روپو کمه نه وي لاس غوڅېږي او په دې بل اقرار په دُرو کېږي يا سنګسارېږي،
مګر که د زنا د کلمې په عوض جماع ووايي يا د غلا او سرقې په ځاى (مثلاً) ووايې چې
جماع هسې يو ځاى کېدو معنىٰ هم لري او اخستل هم ډېر ډولونه لري او احتمال لري چې په
بيع به يې ورنه اخستي وي.
ظاهر نص، مفسر محکم:
هغه کلام چې مراد يې ښکاره وي او تامل او پوښتنې ته پکې حاجت نه وي او له صيغې څخه
مطلب او مراد معلومېږي ظاهر ورته ويل کېږي او نص هغه وي چې له ظاهرنه پکې وضاحت
زيات وي.
که څوک ووايي: ماته چې دکلي خلک راغله، نو احمد مې وليد. دلته د کلي د خلکو راتګ
يوه ظاهره خبره ده چې څه خفا نه لري، مګر د احمد ليدل نصي بلل کېږي، ځکه چې دلته
علاوه د معنىٰ په ښکاره والي د کلام صوق هم د احمد دليدلو خواته دى او خبره اصلاً د
همدغه مطلب دپاره روانه شوې ده.
مفسر هغه کلام دى چې له نص نه هم پکې زيات وضاحت وي او د تاويل وتخصيص احتمال پکې
هېڅ نه وي موجود لکه دا ايت: ((فسجد الملکة کلهم اجمعون)) په دې ايت کې د ملايکو
سجده کول ظاهر بلل کېږي، مګر د ادم عليه السلام تعظيم پکې نص دى ځکه چې د کلام سياق
د همدغه تعظيم د بيان دپاره دى، يعنې همدغه تعظيم بيانول پکې اصلي مقصد دی.
هرکله چې(( فسجد الملکة )) وويل شوه دا احتمال پيدا شو، چې ټولو ملايکو به سجده
کړې وي او که ځينو؟ ځکه چې د جمع اطلاق په درې تنو او دوو باندې لاهم کله کله کيږي
بل دا احتمال هم و، چې هرې ملاکې به يوازې يوازې ورته سجده کړې وي که ټولو به يو
ځاى سر په ځمکه ايښی وي؟ چې((کلهم اجمعون)) وويل شوه دغه احتمالات رفع او کلام مفسر
شو (١)
که چېرې ددغو درې قسمو(ظاهر، نص، مفسر) يو له بله تعارض پېښ شي، نو مفسر په نص او
نص په ظاهر قوي دى، لکه په دې دوو اياتو کې:
((واحل لکم ماوراخالکم ان تبتغوابا موالکم))،((فانکحواماطاب لکم من النسامثنې وثلث
ورباع)) چې په لومړي ايت کې بې له محرماتو چې په ايت کې دمخه ذکرشوي دي د نورو ښځو
روا والى هر څو چې وي د عدد له تعينه ترې معلومېږي او دوهم ايت له څلورو نه زياتې
نه رواکوي، نو دلته د دواړو اياتو مقابله راغله، مګر د دې لامله چې دوهم نص او
لومړى ظاهر دی دا حکم په هغه زورور شو او له څلورو نه تجاوز نه دی روا.
د استثنا بحث:
د دين د مجتهدينو اکثر مذهبي اختلاقات په ادبي اختلاف مين وي چې يو له دغسې
اختلافونو څخه د استثنا بحث دى،په دې بحث کې د امام اعظم(ابوحنيفه) او امام شافعي
رحمة الله علی هما ترمنځ اختلاف دی.
امام اعظم صاحب وايي که يو سړى اقرار وکړي، چې په ما باندې د فلانکي سل روپۍ دي،
مګر لس کمې نو داکلام په حقيقت کې داسې دی، لکه چې ده ويلي دي د فلانکي پر ما
باندې نوي روپۍ دي، يعنې لکه چې په لسو باندې بيخي له اصله اقرار نه وي شوي اما
شافعي صاحب وايي چې نه، ده يو ځل په سلو اقرار کړی وروسته يې لس د جګړې او معارضي
په ډول ترېنه کمې کړي.
دا اختلاف ښايې چې ځينو کسانو ته لکه يوه لفظي نزاع داسې ښکاره شي، مګر په شرعي
احکامو او د قران کريم په تفسير کې دخل او تاثير لري شافعي(رح)وايي: که مونږ
استثناً داسې وګڼو لکه چې په مستثنا بيخي اقرار نه وي شوی، نو د توحيد د کلمې
(لااله الله ) معنىٰ به داسې شي، چې نور خدايان نشته، يعنې د نوروخدايانو نفي به يې
معنىٰ شي او اثبات به پکې را نه شي، مګر که مستثنی د معارضې په ډول له مستثنی منه
څخه جلا کړو معنىٰ به يې داسې شي: نور خدايان نشته، مګر يو خداى شته، نو هم نه نفي
شي او هم به اثبات شي امام اعظم صاحب په ځواب کې وايي، چې په کلمه توحيد کې مقصد د
نورو خديانو نفي ده، ځکه چې د خداى په وجود، خو مشرکان هم قايل دي، مګر شريکان
ورسره پيداکوي او که مونږ په استثنا کې په معارضه قايل شو، چې لومړى په ټولو حکم
وکړو بيا مستثنې ورځې وباسو، نو په دې ايت کې (( فلبث فيهم الف سنة الاخمسين عاما))
چې خداى پاک فرمايي:
نوح عليه السلام پخپل قوم کې پنځوس کم زرکاله تېر کړه که اول په زرو کالو حکم وکړو
او بيا پنځوس ترينه وباسو د خداى په کلام کې به کذب راشي(نعوذبالله منها))همدغه د
استثنا په مساله کې يو بل ځاى هم دا دواړه امامان اختلاف لري که يو سړى ووايي، چې
په ما باندې زر روپۍ د احمد دي، زر د محمود دي زر د زيد دي، مګر سل کمې. امام شافعي
صاحب وايي چې د هر يوه لکه شرط چې له هر يوه معطوف سره تعلق پيدا کوي دغسې استثناء
هم ده، مګر امام اعظم صاحب وايي چې سل روپۍ يوازې له وروستي سړي څخه کمېږي او شرط
او استثنا يو له بله فرق لري، ځکه چې که د شرط په ډول سړی ووايي زه به يوه مياشت
روژې ونيسم يو ځل به پسه خيرات کړم، يو ځل به قران ختم کړم که فلانکی راغی، نو شرط
له درې واړو جملو سره تعلق پيدا کوي، مګر استثنا يو له بله فرق لري، ځکه چې که د
شرط په ډول سړى ووايي زه به يوه مياشت روژې ونيسم يو ځل به پسه خيرات کړم يو ځل به
قران ختم کړم که فلانکی راغى، نو شرط له درې واړو جملو سره تعلق پيداکوي، مګر
استثنا هغسې نه ده او بېل حکم لري دا بحث د دوی ترمېنځ دعربي ادب به لحاظ ډېر دقيق
نکات لري، چې نور بخث پکې د طوالت موجب ګرځي
لغوي تدقيق:
لغوي تدقيق هم په ديني احکامو کې ډېر تاثيرکړى دى، چې د نمونې په ډول يې دا څومثالو
نه ښيو:
په دې ايت کې (( ولاتقل لهمااف)) چې خداى پاک د مورپلار په حق کې ((اف)) ويل منع
كړه. د لغوي تدقيق خاوندان په دې پوه شول چې له دې كلمې څخه غرض اذيت او ضرر دى،
ځكه چې دا معنىٰ په دې لغت كې پرته ده او اهل لغت پرې پوهېږي، نو د دغه لغت په
تقاضا په همدغه ايت د مورو پلار وهل او رټل هم منع شول، ځكه چې په دې كې اذي او
ضرر لازيات دي، مګر كه په كوم قوم كې د(اف) كلمه د خوشحالتيا دپاره استعمالېږي او
څه ضرر پكې نه وي، نو بيا اف ويل څه ګناه نه لري.
په عربي كې د (لحم) كلمه چې په پښتو يې غوسه بولي له (التحام) څخه مشتقه ده څوك، چې
په دغه ژبه كې د لغوي ذوق خاوند دی هغه پوهېږي چې په دې كلمه كې دشدت او قوت معنىٰ
پرته ده، چې هغه معنىٰ د كب (ماهي) په غوښه كې نشته، نو كه څوك قسم وخوري چې زه
(لحم) (۱) نه خورم او بيا كب وخوري قسم پرې نه اوړي، ځكه چې دې ته د لغوي تدقيق په
لحاظ لحم نه ويل كېږي (۲)
همدغه شان كه كوم عرب ووايي چې زه (فاكهة) نه خورم او بيا انګور خوري، ده فكهه چې
مونږ ورته ميوه وايو نه ده خوړلې ځكه چې په عربي كې فاكهه دخوراك هغوشيانو ته وايي
چې تلذذ پكې وي او غذا نه وي، نو د دې لامله چې په انګور كې غذايت شته له فاكهې
څخه دلغوې تحقيق په لحاظ وزي.
فقهي مسالې له ادبي مسايلو بيان او معانې يا نورو ادبي علومو او فنونوسره داسې تاوې
راتاوې دي، چې څوك يې يوله بله نه شي بيلولى او د همدغسې قوي ارتباط په اثر كې
ويلى شو، چې د اسلامي فقهې زياته برخه له هغو ادبي تدقيقاتو راوتلې ده چې د دين
امامانو او عالمانو په عربي لغت او ادب كې كړي دي.
كه څوك غواړي، چې د خداى په كلام پوه شي په فقه كې دې بصيرت پيدا كړي او د احكامو
فلسفه ورمعلومه شي بايد اديب شى او په ادبي دقايقو وپوهېږي په كلماتو كې عام وخاص،
مشترك و موؤل، حقيقت و مجاز صريح وكنايه وپېژني، د كلام سياق و سباق، د ظهور او خفا
مراتب ورمعلوم شي. د نص په عبارت او اشارت دلالت و اقتضا پوه شي او په استعماراتو
كې بينايي پيدا كړي. همدغه سبب دى چې له ديني پوهې سره ادبي پوهه هم تړلې ده او يو
بينا فقيه هېڅكله له ادب او ادبي علومو نه شي مستغني كيداى. كه دغه احتياج او دغه
تلازم په تفصيل سره وښودل شي يو كتاب پرې ډكېږي او په دغسې فصل يا باب كې نه
ځاېيږي، ځكه په همدغومره لږ بحث اكتفاكوم.
د ابن زبعري د اعتراض ځواب:
د دې ايت په استناد (انكم وماتعبدون حصب جهنم) ابن زبعري د اعتراض په ډول د رسول
الله صلى الله عليه وسلم په حضور كې وويل:
چې عيسى (ع) او عزير(ع) ته خو هم عبادت شوی دی، نو دوی به هم په اورسوځي؟ رسول الله
(ص) ورته په جواب كې وويل: (ما اجهلك بلغة قومك) يعنې ولې دخپل قوم په ژبه نه
پوهېږي او د دې امتياز نه شې كولى چې (ما) په (ما تعبدون) كې د غير ذوي العقولو
دپاره استعمالېږي او د ذوى العقولو دپاره په ژبه كې (من) استعمالېږي، نو دلته غرض
بوتان او اصنام دي.
وګورئ په دې ځاى كې زمونږ پېغمبرد دې اعتراض ځواب د ادب په اصولو او د لغت د تدقيق
په اساس څنګه ښه كړى دى او په دغسې ادبي دقايقو پوهېدل دقران په لحاظ څومره ضرور
دي. دغه راز ادبي پوهه معرفت كې ډېره اغېزه لري او معلومېږي چې د ډېرو ديني مسايلو
نيلې او ريښې ورپورې تړلي دي.
د ادب بڼه او ګاڼه:
په يوه ادبي كلام او شعر كې دوه ډوله ښكليتوب وينو چې يو د ادب په معنوي او حقيقي
پيكر او صورت كې ځاى لري بل يې په لباس او زيور كې. دا دوه جماله بايد يو له بله
وپېژندل شي او هر يو د خپل قيمت په لحاظ اهميت ولري ځينې اشخاص ښايي، چې يوازې په
رنګينو الفاظو او دكلام په اقسامو باندې لوبې كول ادب وبولي، مګر د ادب بيناد د
معنا په لحاظ په نورو شيانو ولاړه دى، چې عواطف او احساسات، خيال او تمثيل يې بولي
پخوانيو ادباو او د ادب مبصرينو او منقدينو د ادب دپاره څه احكام او اصول مقرركړي
دي، چې بايد كلمات او د كلماتو تركيب له هغو مقرراتو سره سم وي او كلام هم د دوى د
موضوعه اصولو په قرار د بيان وبديع په زيور او ګاڼه ښايسته شي.
په دې كې هېڅ شك نشته چې دا شيان د كلام په محاسبو كې تاثير لري او څوك چې په ادب
باندې بحث كوي او ادبي خصايص بيانوي ضرور به په دغو ادبي اصولو او احكامو هم بحث
كوي، مګر حقيقي ادب د اوسني پوهانو په نظركې بل شى دى او څه چې پخوا نوور ته په
ډېره اعتنا او مقصودي نظر كتل دوى ورته د اداتو او ادواتو په نظرګوري.
اوس خلك د ادب ذاتياتو او ذاتي خصايصوته ډېر اهمېت وركوي او پخوا د ادب حليه او
ګاڼه ډېره له نظر لاندې وه.كه څوك د اوسني او پخواني ادب فرق د اسلوب په ضعف او
تانت باندې كوي دا فرق صحيح نه دى، ځكه چې په دواړو كې ضعف او متانت پيداكولى شو، د
دې دوو ډولو ادب صحيح فرق دا دى هغه څه چې په پخواني ادب كې غايه وه اوس واسطه ګڼل
كېږي، يعنې لفظي او معنوي صنايع چې په قديم ادب كې د غايې په حيث ليدل كېده اوس د
واسطې حيث لري او په ادب كې نسبت پخواته د كايناتو او حيات خفا يا او دقايق په وسيع
او اصلي نظركتل كېږي.
څه ادبي فنون او ادبي مسايل چې په بيان وبديع او معانې كې ورڅخه بحث كېږي هغه ټول
دفصاحت او بلاغت له عنوان لاندې راځي او همدغه دوه شيه اصلي او اساسي بلل كېږي.
فصاحت: د ظهور او څرګند والي په معنىٰ دي او هر كلمه يا كلام چې مطلب او معنىٰ يې
ښكاره وي فصيحه كلمه او فصيح كلام ورته ويلى شو. د دغسې كلام ويونكي ته هم فصيح ويل
كېږي، يعنې فصاحت يو صفت دى چې كلمه، كلام، متكلم درې واړه پرې ستايلى شو، دكلمې
فصاحت دا دى چې غير مانوسه او له لغوي قياسه مخالفه نه وي او حروف يې هم تنافر ونه
لري، نو كومه كلمه چې په ژبه كې مانوسه نه وي او استعمال يې نادر وي لكه: بژه كيدل
غير فصيحه كلمه ورته ويلى شو همدغه شان (واخاڼي) (وكاڼي) د (واخلئ) په ځاى د دې
لامله چې له لغوي او صرفي قانونه مخالفت لري غېرفصيح الفاظ دي، د حروفو تنافر او
ثقل په صحيح ذوق معلومېږي او كم معين قانون ورته نه شو ټاكلى.
د كلام فصاحت دا دى چې له فصيحو كلماتو يې تركيب راغلى وي او دغه تركيب په نحوي
قانون برابر وي او څه ضعف ونقصان يې په تاليف كې نه وي، يعنې لكه چې د كلمې په
فصاحت كې له صرفي او لغوي قانون سره مطابقت لازم دى دغسې په كلام كې هم د نحوي
قانون مراعات ضرور دي.
كه چېرې كوم كلام په تركيب او تاليف كې څه نقصان ولري يايې كومه كلمه په مقصودي
معنىٰ واضح دلالت نه كوي، نو په كلام كې تعقيد پيدا كېږي او معنىٰ يې مبهمه كېږي،
يعنې د فصيح كلام له تعريفه وزي.
د فصيح كلام په تعريف كې ځينې دا ټكي هم زياتوي چې بايد يې فايدې تكرار پكې نه وي.
بلاغت:
د بلاغت لغوي معنىٰ اخر وانتها ته رسېدل دي، نوكه څوك پخپل عبارت اوخپله وينا دخپل
مقصد او مراد انتهايي حد ته ورسيږي دا هم بلاغت بلل كېږي او د ادب په اصطلاح همدغه
د بلاغت معنىٰ ده.
بلاغت دكلام او متكلم صفت كېدى شي، مګر يوې كلمې ته بليغه كلمه نه ويل كېږي د فصاحت
او بلاغت بل فرق دا دى چې دفصاحت رجع لفظ ته ده او دبلاغت معنىٰ ته په هر بلېغ كلام
كې ارومرو فصاحت موجود وي او بې فصاحته يوه كلام ته بليغ نه شي ويلي، مګر بلاغت له
فصاحت سره نه دى تړلى او بې بلاغته هم فصاحت موجودېدلى شي او دا دواړه د بسيط او
مركب مثال لري يا لكه جنس او نوعه داسې دي.
دبلاغت په تعريف كې ويل شوي چې بلاغت ديوه كلام مطابقت دى له مقتضاى حال سره، يعنې
هغه كلام چې له محل او موقع د مخاطب او ويونكي له حال سره سم او مناسب وي هغه بليغ
كلام دى. د دې لامله چې د فصاحت او بلاغت بحث د ټولو ادبي فنونو په بحث كې شامل
دي او مستقل كتاب غواړي او په دې باب كې څه ليكل شوي هم دي، نو دغه د ادب د ګاڼې
برخه (ادبي فنون او صنايع) پرېږدو او د ادب په بڼه او اصلي وجود څه خبرې كوو.
اوسني ادبيان او ادب څيړونكي په ادب كې اصلي او جوهري شيان لكه دمخه وويل شوه عواطف
او احساسات، تخيل او تمثيل ګڼي او د شعر او ادب تاثير او اغيزه هم په همدغو شيانو
كې ګوري نه په صنايعوكې.
عواطف:
عاطفه هغه داخلي قوه ده، چې په نفس كې تاثير لري او نفسونه متاثر كوي، مګر دا هم
بايد ووايو چې ټول هغه شيان چې په نفس اثر كوي حقيقي ادب يې نه شو بللى، ځكه چې
ځينې شاعران او خطيبان چې عمومي اميال ور معلوم دي د عوامو په شعور لوبې كوي او
دځينو كلماتوپه استعمال لكه: وطنيت، مليت، قومي لوړتيا... د دوى احساسات راويښوي او
متاثركوي يې، مګر دا تاثير د اني اقتضاتو تابع وي، نو چې هغه اتقضاات بل راز شي د
دوى وينا بيا هېڅ قيمت نه لري او في الحاله له اعتباره لوېږي، دغه راز عواطف چې يو
ټينګ حقيقي اساس نه لري د بليغ ادب مميزه نه شي كېداى، نو په عواطفو كې څو شيه
ضروردي چې دلته پرې بحث كوو.