هغه اوړى به مي هيڅكله هېر نه سي
چي د ژوند اته لس كاله مي پوره سوه
زه او مور په يوه خونه كي پراته وو
د خوړلو به څه نه وه چي به شپه سوه
زه او مور او ماشوم ورور يوه كوټه كي
له لوى ښار څخه دباندي اوسېدلو
نه دوستان وه نه خپلوان زموږ په مالت كي
نه د ليري نه نيژدې چا پېژندلو
نه جامې د اغوستلو مو درلودې
نه درمل وه نه ډوډۍ وه د خوړلو
يوه ورځ خوږې موركۍ راته ويله
په خوارۍ مي ډېر كلونه يې ساتلې
لوږي تندي مي پېرزو درباندي نه دي
فينسي ځه پر لوى خالق مي يې سپارلې
يو كميس يې راته راووړ نازولى
د ژوندون په هست او نېست يې رانيولى
تېرول يې زما پر مخ باندي لاسونه
زما په غاړه يې را ووهل عطرونه
دواړي شونډي يې راسرې كړې سترګي توري
چي په ځوان او په زاړه كړم لمپې پوري
آيينه كي چي مي ځانته نظر واوښت
د ګلونو د ګېډۍ په شان ښايسته وم
چټه پېغله سر تر پايه د ستايلو
د سپرلي د وني څانګه وم تازه وم
مور مي مړه سوه، سركاري خلكو رهي كړم
كشر ورور چي په كلو راته رنځور و
شوم نهر يې اوږدې شپې وې سبا كړي
نه خواړه نه يې درمل و په ضرور و
نور نو زه او دا جهان سره تنها سوو
د ښايست په دام مي كښېوتل وګړي
پاڅول مي د مستيو محفلونه
نڅول مي په ميدان كي ژوندي مړي
لاس تر غاړه نڅېدمه له شاهانو
رنګ مي وركړ بنګلو ته د غټانو
هوډ مي كړى و چي ژوند به خپلومه
د خوارۍ ژوندون به پاى ته رسومه
لوږي تندي دوږخي شپې سولې پاته
شپې په هسكو بنګلو كي تېرومه
څوك چي هر څه وايي زه پوه سه او ځان مي
د ريا د تهمت څه پروا لرمه
څه پوهيږي دا وګړي چي زه څوك يم
دې جهان ته له كوم ځايه يم راغلې
زه د كومو وږو تږو شپو لمن كي
د چا دوو رنځورو سترګو يم پاللې
پوه سوم ولي مي خوږې موركۍ ويله
په خوارۍ مي ډېر كلونه يې ساتلې
لوږي تندي مي پېرزو درباندي نه دي
فېنسي ځه پر لوى خالق مي يې سپارلې