د اورګاډي د پټلۍ سره ولاړ يم
تېروم د انتظار ترخه وختونه
وايم ګوندي كه ټاټوبى مي بدل سي
نو سينه كي به آرام وكړي دردونه
ما دا ټوله سړه شپه كړه دلته روڼه
نڅېدل مي راته مخي ته خيالونه
پكښي خيال به راته ستا د بېلتون راغى
تصور به مي ژوندي كړل مړه زخمونه
هر يو ګام مي د مزلونو په څېر اوږد سي
راته انګولي ساړه ساړه بادونه
د آرام په تمه ووتم له كوره
يو په بل پسي ايږدم رنځور ګامونه
وايم ګوندي كه ټاټوبى مي بدل سي
نو سينه كي به آرام وكړي دردونه
تصور كي راته راغلې ګڼي وني
ويلي سوي دي د لوړو څوكو واوري
بوى د اوړي په ورو ورو راوړي سږمو ته
ته لا اوس هم راسره وې پر دې لاري
په غوسه دي راته نه كړلې خبري
د بېلتون له وهمه نه وهم كوكاري
خو دا هسي لېونى غوندي يو خوب دى
تعبيرونه به يې كوم خيالونه واوري
زه پوهېږم د دې لمر كمزوري وړانګي
زرغونه برګونه نه سي غوړولاى
وايم كشكي خو يو ځلي پسرلى واى
په خيالونو ژمى نه سي لنډېدلاى
لا د ژمي اوږدې توري شپې پخوا دي
د سپرلي مخ كي پراته دي لوى مزلونه
د ګلاب سترګي ېي لاري ته څلور دي
سپرلى سږكال په ورو ورو ايږدي ګامونه
كشكي واك د خپل قسمت مي واى په لاس كي
چي مي نوم د بېلتانه واى سوځولى
راسره واى نندارې مي دي كولاى
پسرلى مي سږكال نه واى ځنډېدلى
تل خيالونه راته وايي چي سپرلى دى
مرغكيو خپاره كړي دي وزرونه
د ګلاب سترګي يې لاري ته څلور دي
سپرلى سږكال په ورو ورو ايږدي ګامونه
د كنګل ځمكي پر مخ واوري پرتې دي
د ساړه ژمي را الوزي بادونه
په سينه كي د اميد لمبې ساتمه
موسم نه سي رانه وړلاى ميدانونه
خو ګومان كوم چي ته راسره نه يې
سپرلى سږكال په ورو ورو ايږدي ګامونه