ستا له قسمت سره د ميني پټ ځنځير تړلى
موري له تا سره د ويښو شپو تصوير تړلى
ستا له انځور سره ملګري دي رنځور كلونه
ستا د ژوندون له هري شپې سره شوګير تړلى
هسي دي نه كړل جنتونه تر پښو لاندي خالق
ستا له رضا سره د هر بنده تقدير تړلى
راته ياديږي دي رنځوري خوبولي سترګي
شپه تر سهاره دي په جار او په قربان غوښتمه
راته ياديږي نيمي شپې د الاهو سندري
چي زمزمه به دي كوله زه دي ځوان غوښتمه
تا په سيالانو په همزولو كي سرلوړى غوښتم
تا له خالقه لكه ستورى پر آسمان غوښتمه
چي دي زانګو كي زما تندى او زما فالونه كتل
پر هر ميدان دي بريالى او قهرمان غوښتمه
تا مي په لاس كي د احمد او محمود توره ليده
يو ځل دي بيا پر پاني پت او اصفهان غوښتمه
تا مي د پېغلو په سندرو كي كيسې غوښتلې
مګر له توري د ظالم دي په امان غوښتمه
زما له سايې دي د مرميو سيورى ليري غوښتى
ژوندى دي غوښتم د پلو دي نګهبان غوښتمه
موري پوهېږم چي پر سره كفن دي نه وم پېرزو
مګر ټولۍ كي د غازيانو دي روان غوښتمه
تا وې چي زما د زوى د توري له هيبته څخه
د خلكو زړونه په لړزه سي له كټونو پرېوزي
تا وې چي زوى مي لكه باز پر لوړو څوكو ګرځي
چي له حملو يې كرګسان له ګړنګونو پرېوزي
سي يې له ډاره د غليم په زړه كي ويني وچي
له خرخښو يې د چا توري له لاسونو پرېوزي
زه نه د جنګ نه د ميدان سوم نه د تورو سومه
لكه شاعر هديرې ژاړم جنازې ژاړمه
په خوب او خيال كي مي كوثر كوثر وطن ګورمه
پردېسو ګوتو كي سپېرې تشي پيالې ژاړمه
د عزيزانو كډي ووتې له ښاره څخه
د بې وطنو توري ورځي سړې شپې ژاړمه
په وركو لارو تورو شپو كي بې منزله كډي
دا بې جرسه بې سالاره قافلې ژاړمه
دلته په غېږ كي د ساحل د سودايي په رسم
په توپانونو كي بېړۍ وينم څپې ژاړمه
د خيال پر كور مي د مرميو بارانونه اوري
موري كابل مي اور اخيستى دى لمبې ژاړمه
موري د تورو ميدانونو ته ورتللاى نه سم
د فرشتو په شاني ميندي ژړولاى نه سم
زه د بازانو له ځالۍ څخه راغلى نه يم
مرګ د كوترو په سېلونو ګډولاى نه سم
ما ستا په غېږه كي يوازي مينه وڅكله
اوس مي په وينو كي غضب راويښولاى نه سم
تا راته زر ځله كيسې د عرش د خداى كړي دي
ياغي تندى مي بل څښتن ته لګولاى نه سم
تا مي په وينه كي د ميني ډېوې بلي كړلې
د چا د شپو بلي ډېوې خاموشولاى نه سم
تر څو مي ستا د الاهو زمزمه غوږ كي ګرځي
د چا په شونډو د للو نغمه وژلاى نه سم
زه دي د شنو جلګو شپېليو لره و روزلم
ملامت نه يم كه نن اور ته ګډېدلاى نه سم
كه د غليم په وينو سره توره مي رانه وړله
موري د ورور په وينو سره لاسونه نه لرمه
كه مي دښمن ته جنتونه سره تبۍ نه كړله
د خپل بابا په هديره كي لمبې نه كرمه
كه پر دښمن باندي مي ميندي بوري كړي نه دي
په خپلو كليو كي د ساندو تخم نه شيندمه
كه د دوى كونډي مي په وينو ژړولي نه دي
د خپلو كونډو پر پوړني يرغل نه ور وړمه
كه د ناموس د غليم خويندي مي سرتوري نه كړې
پر غليمانو مي د خويندو ستر نه پلورمه
كه پاكه خاوره مي په سرو وينو رنګينه نه كړه
خپله كعبه د عرش د خداى دښمن ته نه سپارمه
كه مي له وينو سره غاټول راټوكېدلي نه دي
د خپل ټاټوبي پر ګلڅانګو مرمۍ نه اوډمه
كه مي سينه په سرو ګوليو غلبېل كړې نه ده
ستا نازولي په ژوندوني ګور ته نه لېږمه
كه خپل مورچل مي په سرووينو لمبولى نه دى
ستا د پلو د دښمنانو سنګر نه ساتمه
ځم چي شنوا كړم د كږديو د كڼو غوږونه
لا مي په وينو كي بڅري سته لا اور پاته دى
راپاڅوم له درانه خوبه دا ويده وګړي
چي په سينه كي د يوې غلبلې زور پاته دى
موري ايمان مي راته وايي چي سبا مي خپل دى
چي يې په غرو كي يو افغان پاته يو كور پاته دى
ويرجينيا 1998/7/5 د مور د ورځي په مناسبت