ګران افغانستانه تا به بيرته موږ ودان كو
لوړ به دي نښان كو
كور به دي د سولي در نه ورك به دښمنان كو
لوړ به دي نښان كو
زما ګرانه وطنه ته خو كور د عظمتونو يې
مېنه د مېړونو يې
ځاله د اكبر او مسجدي د ميدانونو يې
كور د توپانونو يې
بيا به دي وطنه افسانه د دې جهان كو
لوړ به دي نښان كو
ستا هغه بچي دي چي نيولي يې ملكونه دي
وړي يې جنګونه دي
نوم د احمدشاه دي لړزولي هيوادونه دي
پاته يې نكلونه دي
نوى به تاريخ د پاني پت او اصفهان كو
لوړ به دي نښان كو
ستا د ګل سرخ لمن به ډكه له ګلونو وي
جوش به دي سيندونه وي
بيا به دي په غاړو كي شرنګى د امېلونو وي
ږغ به د سازونو وي
بيا به دي ړانده په غبرګو سترګو غليمان كو
لوړ به دي نښان كو
ستا پر پاكه خاوره چي راځي دلته سرونه خوري
زړه باندي زخمونه خوري
دلته د بازانو په ځالۍ كي تيندكونه خوري
ويني خوري دردونه خوري
ستا د سر خيرات به ډلي ډلي رقيبان كو
لوړ به دي نښان كو
ستا پر پاكه خاوره چي ګولۍ دي اورولي چا
هغه دى دښمن زما
ستا په جنتونو كي مرګونه چي كرلي چا
خپل به نه سي زما او ستا
ځو چي د سيالانو په ټولۍ كي دي روان كو
لوړ به دي نښان كو
ګران افغانستانه نور به نه يې د خوارانو كور
وران د غريبانو كور
نور به دي څوك نه بولي د كونډو يتيمانو كور
ړنګ د شهيدانو كور
جوړ به دي وطنه د عمرو څيري ګرېوان كو
لوړ به دي نښان كو
بيا به له آمو تر ارغسانه شنه دښتونه وي
مست به يې ګلونه وي
يو به له پنجشېره تر هراته اولسونه وي
يو به يې پوځونه وي
تاج به د لعلونو درته جوړ د بدخشان كو
لوړ به دي نښان كو
واشنګټن ډي سي 1997/17/11