معصومې
چېرته د مني مازيګر د سمندر پر غاړه
يوازي زه او ته واى
او ننداره مو د موجونو كړلاى
لمر د رخصت په وخت كي
د سمندر پر لمن تخم د طلا شيندلاى
او څو شېبې وروسته د شپي اژدها
د سمندر له غېږي وړلاى طلايي خمونه
وړو او لويو څپو
د ساحل غېږي ته په منډو منډو
را رسولاى د درياب له توپاني كوګله
د هېبتناكه تلاطم خبري
او دلته د يوې ګاري تر څنګ
له خپله ځانه بې خبره غوندي
ورېښميني څوڼي واى سپارلي بازيګر نسيم ته
تا د موجونو ننداره كولاى
او ما دي غېږه كي كتاب ويلاى
نه د امام، نه د خيام، نه د رستم پهلوان
نه د نشې، نه د خمار، نه د مستيو داستان
نه د بلبلي، نه د شمعي او بورا خبري
كتاب د خپلو لېونو خوبونو
پر وركو لارو د خيالو ګامونه
مياشتي كلونه پخوا
ما دغه غېږه كي خوبونه كول
او د ځوانۍ نشه كي
راڅخه ورك و ستا د سترګو خمار
زما معصومې زما ښايستې معصومې
كشكي چي ستا بهار ته نه راتللاى
د زمانې د خزانونو سيلۍ
كشكي چي ستا پسرلي نه ليدلاى
ژړي ګلونه او زهيري غوټۍ
كشكي چي تل دي پر سرو شونډو باندي
د ميني مسته نغمه ګرځېدلاى
كشكي چي تل دي په توده سينه كي
زما د خيالونو پانوس بل ساتلاى
او ستا د ويښو شپو له وهمه څخه
د زمانې داړه مار نه لوټلاى
زما د ځوانۍ د شېبو دنګه ماڼۍ
ويرجينيا )امريكا( 1993- 5- 10