مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جهاني چي زه پېژنم


د كندهار ښار د كابل دروازې د شمالي كلافصيل او باميزو كوڅې په تقاطع كي يو كور دى چي د احمدشاهي عصر د مشهور شخصيت اشرف الوزرا شاه وليخان باميزايي د استوګني مېنه وه. په دې كور كي يو خوش سليقه، بې آزاره او پرهېزګاره سوداګر اوسېدئ. ښاغلي عبدالباري جهاني، چي نن په فرهنګي حلقو كي د پښتو ژبي د نازكخيال شاعر په توګه يوه پېژندل سوې څېره ده، او شعر يې د پښتو ادبي زېرمي پر حجم باندي، د كيفيت او محتوى په لحاظ، ډېره رنګينه اضافه ده، د نوموړي سوداګر )ارواښاد حاجي عبدالاحمد( مشر زوى دى، چي زما په حساب پنځوس كاله وړاندي په همدې كور كي زېږېدلى دى.
زه او جهاني سره همزولي يو، يو د بل پېژندګلوي مو تقريباً د عمرونو همزولې ده. پر يوه استاد )مرحوم ملا محمدنور اخند( مو ديني زده كړي كړي، او د كندهار د ميرويس په لېسه كي مو تر دوولسم ټولګۍ پوري يو ځاى درس لوستى دى، او په يوه كال پوهنتون ته تللي يو. زه چي اوس دا كرښي كاږم، ذهن ته مي د نيمي پېړۍ ښو خاطراتو هغه ډك ژوند تداعي كيږي چي په رشتيا سره په وياړلو ارزي. پر هيواد باندي د شوروي تاړاك هښمو موږ جسماً سره بېل كړو. زه په هيواد كي پاته سوم او دى يې تر يو لړ سرګردانيو وروسته امريكا ته ورساوه وروسته ما ته هم مېنه سره تبۍ سوه او سرنوشت دا دى د څو كلونو راهيسي د كاناډا اوبه راباندي چښلي دي.
عبدالباري جهاني د تعليم په دوران كي شوخ، له درسونو سره بې علاقې خو مستعد شاګرد و. په هماغه وخت كي يې له شعر سره مينه وه، شاعرانه ولولې يې درلودلې. د محلي سندرغاړو محفلونو ته ورتلئ او د كندهار د مشهورو شاعرانو سلام بابا، ملا منان اخند، مير يحيى، او مولوي بريالي )شهيد( ډېر شعرونه يې په ياد زده وه. حافظه يې دومره پياوړې وه چي محلي سندرغاړو به د ده په مخ كي هغه غزلي نه ويلې چي نورو ته به يې زده كېدل نه غوښتل. ځكه چي عبدالباري جهاني به په يوه وار اورېدلو سره حافظې ته سپارله او سبا ته به هماغه منحصر بفرد غزله د عبدالباري جهاني په كتابچه كي درج وه. جهاني په كلاسيكه موسيقي كي ښه وارد و، او د موسقي مقامونو په مسابقه كي به، چي په هغه وخت كي د ځوانانو مشغله وه، پاته نه راتلئ. له شوخي طبعي سره د ډېرو نازكو عواطفو څښتن و، او په برنده ځوانۍ كي مي څو ګښته ليدلى دى چي له سترګو څخه يې لپي لپي اوښكي ګرېوانه ته تويولې. د طبيعت په ښكلاو كي يې له مازيګرني لمر سره لېونۍ مينه درلوده، او په كتلو يې سترګي نه مړېدې. كله چي د كابل په ګذرګاه كي اوسېدئ ما ته يې په څو ليكونو كي د ګذرګاه له غره څخه د غروب د نندارې شاعرانه تصويرونه كندهار ته رالېږلي و )د 1350 شاوخوا( او هر ليك يې د يوه عالي تخيل ښكلې انشاء وه. حقيقت دا دى چي د ښاغلي جهاني استعداد د پوهنتون په دوره كي څرګند سو، قريحې يې داسي وده وكړه چي د لومړيو شعرو تر ليكلو او اورولو وروسته يې د پښتو ژبي د مشرانو شاعرانو او استادانو پاملرنه ځانته واړوله. نور نو جهاني د پښتو مشاعرو فعال ګډون كوونكى سو، او شعر يې ډېر زيات اورېدونكي وموندل. ده به شعرونه ويل خو غونډول به يې نه. زما او نورو دوستانو د ټينګار نتيجه وه چي جهاني د خپلو شعرو خوندي كولو ته اقدام وكړ.
د جهاني شاعرۍ په افغانانو كي هغه وخت لا ډېر اورېدونكي وموندل چي زموږ پر هيواد باندي د سرو لښكرو ناورين راغئ او ده به په خپلو سوزناكو نظمونو كي له يوې خوا د افغانانو مظلوميت او د سرو لښكرو وحشت انځوراوه او له بلي خوا به يې د افغاني شازلمو په غښتلو "سوكانو" د دښمن "ټانكونه ويلي كول". د ده د شعر ازانګه بيا هله څو چنده سوه چي د هيواد مشهور او منلي هنرمند ښاغلي ناشناس پخپله ساحرانه آواز كي د نړيوالو غوږونو ته ورساوه. زما ښه په ياد دي چي د كابل راډيو او ټلوېزيون څخه د ښاغلي ناشناس په آواز كي د جهاني دا شعر )په موج خېزه هيبت راغلې د فلك سېلابي كرږي = زموږ كښتۍ يې ډوبوله خپل درياب يې توپاني سو( د هوا څپو ته خپرېدئ، خلكو به د ده په شعر كي د خپل ژوند څپڅپانه كښتۍ او د دښمن توپاني درياب كاته. زه د جهاني د شعر پر څرنګوالي نه ږغېږم. ده د شعر په ټولو اصنافو كي د تخيل زور چلولى دى. آزاد شعر يې ويلى دى، غزلي هم، قصيدې او مثنوياني هم. خو كه په شعر كي د مشورې وركولو ګنجايش واى، ما به ورته د غزل ويلو مشوره وركړې واى. د ده غزل په رنګينۍ رنګين او له شوره ډك دى. يو مزيت يې دا دى چي نه يې دومره پرله پېچلى كړى دى چي لكه د ځينو نننيو غزل ويونكو شاعرانو دا، چي لوستونكي يې پوهېدلو ته ټپ ودرېږي. نه پوهيږي چي د شاعر مقصد څه دى؟ او نه يې دومره ساده كړى دى لكه زما غزل چي لوستونكي يې پر شعروالي شكمن سي. جهاني خپل ادبي فعاليت تر ډېري اندازې تخليقي كار ته وقف كړى دى، خو هغه تحقيقي ليكني چي يې خپرې كړي دي، د څېړني په كار كي د ده د نقاد ذوق او ښې سليقې ښكارندوى دي.
د جهاني دا دريمه شعري مجموعه ده. لومړۍ يې "وركه مېنه" نوميږي چي په 1367 ش كال په پېښور كي د ده په شخصي لګښت چاپ سوې ده. دا مجموعه يې له روسي تاړاك څخه د را پيدا سوو غمونو او ويرونو په هيبتناكه بهير كي خپره كړه. په دې بهير كي چي د پياوړي شاعر ښاغلي رفيع صاحب په وينا "هر چا جلا جلا، جلا جلا، جلا وژړل" د چا يوازي په سترګو كي د ژړا سرامني نخښي وليدل سوې، د چا ژړا نورو هم واورېدله او ويې ليدله، خو د جهاني ژړا جهاني سوه. دوهمي مجموعې ته يې د "پايكوب" نوم وركړى دى چي پښتنو ته نا اشنا غوندي ښكاري. دا مجموعه يې هم په پېښور كي په كال 1372 ش كي د وفا د جريدې په اهتمام او د ده په شخصي لګښت خپره سوه. دريمه مجموعه يې د "د سباوون په تمه" نوميږي او زموږ د مظلوم ملت د ژوندانه په يوه داسي غمجن پړاو كي خپرېږي چي د ميليونونو شهيدانو د پاكو وينو پر سر سوداوي رواني دي او د ګران هيواد د اشلې پشلې كېدو خطر محسوسيږي. د دې مجموعې له شعرونو څخه څرګنديږي چي شاعر د هيواد له روان حالت څخه سخت اندېښمن دى او تر دې اندازې چي ځاى ځاى يې پر شعر باندي قنوطيت غلبه كړې ده.
په دې مجموعه كي يې د پښتو د شفاهي ادب له خزانې څخه څه دپاسه 220 متلونه په رباعي وشمه قالب كي په نظم اړولي دي چي يو څو يې مكرر دي. متلونه د پښتنو په ژوند كي خورا څرګند ځاى لري او پښتانه يې د خبرو پر وخت د استدلال له پاره د يوه غښتلي بنسټ په توګه كاروي. ځيني پښتو متلونه سيمه ايز استعمال لري، خو زياتره يې په ملي سطحه مروج دي. ځيني يې د محيط او لهجوي بدلونو له امله د ثبت بېلابېل روايتونه لري. داسي متلونه هم سته چي په ټول بشريت كي عام رواج لري. البته د افادې شكلونه به يې جلا جلا وي خو د مفهوم له مخي بالكل يو مطلب څرګندوي. په پښتو دېواني ادب كي له روښاني غورځنګ را په هيسته بيا تر ننه پوري د متلو كارول باب دي چي ګومان كيږي لومړني څركونه يې موږ د ميرزا خان انصاري په دېوان كي موندلاى سو. څو مثالونه به يې د كابل له چاپ سوي دېوان )1354 ش( څخه راواخلم :
دا ميرزا پخپل مقدار خبري وايي
په كالي كي چي څه وي ځيني رېژون كا
)چي په دېګ كي وي په چمچه راوزي(.
لكه قدر د جوهرو جوهري زده
يا د زرو اصل پېژني زرګر
)د زرو قدر له زرګر سره وي(، قدر زر زرګر بداند قدر جوهر جوهرى.
د هر چا تر فهمه خپل وطن كشمير دى
ځان په ځان پخپله بخره دى مشعوف
)هر چا ته خپل وطن كشمير دى(.
نورو شاعرانو هم د ارسال المثل د ادبي صنعت په پيروۍ كله كله پخپل كلام كي متلونه راوړي دي، خو د ښاغلي جهاني د كار نوښت په دې كي دى چي ده د متلو نسبتاً لويه برخه په منظمه توګه په ډېرو ښو افادو كي شعري چوكاټ ته اچولې ده.
له ښاغلي جهاني څخه زما هيله دا ده چي دى دې كار ته دوام وركړي، او اميد دى چي يو وخت خپل دغه راز شعرونه په يوه مستقل اثر كي خپاره كړي. زه ښاغلي جهاني ته د دغي مجموعې مباركي وايم. پښتني دنيا د ده د شعرو د نورو مجموعو لار هم څاري.

محمدمعصوم هوتك
20 مې 1998 م ټورنټو، كاناډا
 

 په ديگ برخه كي فاضل استاد پوهاند عبدالشكور رشاد ژوري خگيگؤني كؤي دي او د سل متله په اوو ژبو كي په نامه ييگ په خگلورو تگوكو كي يو دروند اثر كشگلى دى. دغه متلونه ييگ په پشگتو، فارسي، عربي، روسي، انكگريگزي، اردو ژبو كي راوؤي دي. وكگورئ : د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنحگي د پنحگوسو كلونو پشگتو كتابشگود د پوهيالي محمداسماعيل يون ليكنه / 27/ مخ پيگشگور _ 1376 ش.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery