د جهاني جهان
زما يو دوست د امريكا په وريجينيا نومي ايالت كي اوسي چيري چي ښاغلى عبدالباري
جهاني هم له ډېره وخته مېشته دى. هغه راته ويل چي ښاغلى جهاني په ويرجينيا كي زموږ
خان دى . ولي چي زبردست سترخوان لري. مېلمستياوي كوي او په حجره كي ئې د شعر و سرود
محفلونه تاوده وي. د ښاغلي جهاني د خانۍ دغسي قصې ما د نورو ملګرو له خُلې اورېدلي
دي. خو زه په دې حقله دا وايم چي جهاني به خان ضرور وي مګر عزيزخان نه دى . د چا په
باره كي چي رحمان بابا ويلي وو :
نشي د خانانو ملنګانو سره كلى
چرته عزيزخان، چرته ملنګ عبدالرحمان
ولي چي د ښاغلي جهاني له ملنګانو سره ډېره جوړه ده. ثبوت ئې دا دى چي د خپلي شاعرۍ
د دويم كتاب سريزه ئې په يوه سائل باندي ليكلې وه او د دريم كتاب سريزه دا ده په
يوه دروېش باندي ليكي. دا دواړي سريزي له ملنګانو سره د هغه مينه څرګندوي. كنې نو
نه خو اوس د ده كتاب كومي سريزي ته اړتيا لري او نه دى پخپله څه پېژندګلوئ ته محتاج
دى. په پښتو كي اوس دى يو پېژندل سوى شاعر دى . شاعري ئې په چاپي بڼه تر خلكو
رسېدلې ده او په ادبي حلقو كي ستائلې شوې ده. له دې پرته ئې كلام ځنو نامتو
سندرغاړو هم ويلى دى او په دې توګه تر عام اولسه پوري هم رسېدلى دى هسي هم د يوه
شاعر تر ټولو ښه پېژندګلوي د هغه خپل كلام كولى شي كوم كلام چي اغېزه ناك او په
هنري ښېګړو پسوللى وي او د لوستونكو او اورېدونكو پام ځان ته را ګرځولى شي. هغه ځان
لره پخپله ځائ جوړوي او ښاغلى جهاني چي يو ځيرك، لوستى او جهان ګښته شاعر دى. په
دغه خبره باندي پوهـ دى. له خپلي شاعرۍ سره ئې ښه خواري كښلې ده. كوښښ ئې كړى دى چي
نوې خبره وكړي او كه زړه خبره كوي نو هم ئې هڅه دا وي چي په نوي انداز ئې وكړي. ځكه
ئې په كلام كي د خپل وخت د ډيرو شاعرانو په پرتله تازګي او زيات نوى والى شته او
دغه شى د دې دپاره كافى دى چي د يوه ښه شاعر په ډول دى په خلكو وپېژني.
ښاغلى جهاني له شاعره سره سره زما يو ښه دوست او خواخوږى هم دى. ما د هغه كلام هم
لوستى دى او مجلسونه مي هم ورسره شوي دي. څنګه چي زه د هغه د كلام د لوستلو په وخت
په پټه خُله د هغه له خبرو څخه خوند اخلم. همدغه راز ئې په محفل كي هم ما پخپله د
څه ويلو زياته هڅه نه ده كړې. بلكي د دې خُلَور شاعر وېنا ته مي غوږ نيولى دى . د
دې يوه وجه شايد زما خپله يوه كمزوري هم وي او هغه دا چي ما ته خداى پاك د هغو خلكو
په شان هنر نه دى راكړى چي كوم وخت چي د ويلو دپاره څه ورسره نه وي. بيا هم له يوې
يا له بلي خوا څه خبره را پېدا كولى شي او مجلس ورباندي تود ساتلى شي. خپلي دې
كمزورۍ په خپل ژوند كي زه ډېر ځورولى هم يم. كله چي له يوه پټ خُلي غوندي سړي سره
چرته كښېوزم. بيا نو زه او هغه دواړه حيران يو چي له كومي خوا سره وږغېږو او څه سره
ووايو. زه همېشه او هر ځاى په يوه داسي ملګري خوشحاله يم چي په مجلس كي ئې ما ته د
خبرو وار نه راوزي. ځكه نو زما په خپلو هغو دوستانو كي چي ليده كاته مي ورسره كله
كله او كم كيږي. ښاغلى جهاني په دې زيات خوښ دى چي د هغه ژبه هم د هغه د قلم په شان
رواني لري. خلك وايي چي د شاعرانو سره ملاقات د هغو په كتابونو كي ښه خوند كوي. مخ
په مخه ورسره ليده كاته زيات خوندور نه شي ثابيتېدى. او دا خبره شايد تر ډېره حده
سمه هم وي. مګر د جهاني په حقله سمه نه ده د ښاغلي جهاني چي په كتابونو كي څومره
خوند دى. مجلس ئې هم دغومره خوږ دى.
د ښاغلي جهاني د شعرونو دا كوم كتاب چي دا وخت د يوې ناچاپي مسودې په بڼه زما مخته
پروت دى. او كه خداى كول ډېر ژر ستاسي لاسونو ته په كتابي شكل در رسېدونكى دى. دا
ده له خپلي خاوري او له خپله ټاټوبيه ډېر لري د مسافرۍ او پردېسۍ په حال كي تخليق
كړى
دى. دا د يوه نړېدلي وطن د يوه دردېدلي شاعر وير لړلي سندري دي چي د امريكا په جنتي
غوندي خاوره كي ئې ويلي دي. په امريكا او همدغه راز د يورپ په خوشحاله هېوادونو كي
د جهاني په شان بې شمېره مسافر او مهاجر ليكونكي ژوند تېرولو ته اړ دي. دغه ليكونكي
د نړۍ له بېلابېلو ځايونو څخه دې ځايونو ته را كوچېدلي دي. څوك له لوږي راغلي دي چا
ته د ظالمانو حاكمانو په سبب كور او اور او پېښور درې واړه يو شوي دي. او چا د
خپلواكۍ د تر لاسه كولو او د خپلي خاوري د آزادولو دپاره خپل ټاټوبى پرې ايښى دى.
دغه ټول مهاجر ليكونكي لګيا دي په خپلو خپلو ژبو كي د خپلو زړونو دردونه بيانوي. په
عالمي ادب كي دې مهاجرو يوه ډېره په زړه پوري اضافه كړې ده. او د هجرت په اړه ئې
ډيري دړدېدلي ليكني نړۍ والو ته ور بخښلي دي. كه څه هم دغه ټول ليكونكي د بېوطنۍ او
بېكورۍ دړد ځورولي دي او ځنو خو پكي ډېر زيات كړاوونه او شواخونونه ليدلي دي خو د
جهاني او د جهاني د وطنوالو په شان خوږ به شايد پر هيچا باندي هم نه وي تېر شوي.په
دې نزدې پېړيو كي به د هيڅ يوه وطن وگكړي په دومره ګڼ شمېر كي د مهاجرت او كور پسرۍ
ژوند ته نه وي اړ شوي. همدا وجه ده چي پښتو دا وخت په هغو ژبو كي شامله ده چي ګڼ
شمېر ليكونكي ئې د كور پسرۍ په حال كي په پرديو هېوادونو كي د خپل وطن او اولس په
ياد كي دړدېدلي سندري وايي. او په نړۍ كي د هجرت په اړه منځ ته راغلې ادبي پنګه
زياتوي. د ښاغلي جهاني دا كوم كتاب چي ستاسي لاسونو ته در روان دى دا همدغه د
بېكورۍ او كور پسرۍ په حال كي ليكل شوى
دى او كه زه دا و وايم چي د هري كرښي شا ته ئې همدغه د كور پسرۍ احساس ښكاري نو بې
ځايه به نه وي البته دغه احساس ځاى په ځاى تت او د نورو خبرو شاته څه نهام غوندي وي
او ځاى په ځاى بيا، لكه په "بېګانه نسيم" او "زنداني بلبل" كي چي دى. ډېر څرګند او
په جار وي.
لكه څنګه چي يو زرګر د خپل هنر د څرګندولو دپاره زرو ته اړتيا لري. همدغسي چي د شعر
زرګري څوك كوي د هغو درد، غم او خوږ په كاريږي. او څومره خوږ يا درد و غم چي دا وخت
له افغانانو سره شته. په نړۍ كي به له بل هيڅ يوه ملته سره نه وي. ما يو وخت د دوئ
د زخمونو حساب داسي لګولى وو :
شينكي آسمان دى خپل حساب او كتاب سم ساتلى
د ستورو شمېر يې دى زما تر زخمو كم ساتلى
د زخمو دغه حساب زه اوس هم صحي ګڼم. خو ورسره ورسره دا هم وايم چي دغو زخمونو چي دې
اولس ته كوم خوږ او كوم دردونه وربخښلي دي هغه د دوئ يوه داسي پنګه ده چي كه په سمه
توګه ګټه ځني پورته شي او په صحي معنا هنرمند لاسونه ور باندي واوړي نو ډېر ستر ادب
ځني جوړېدلى شي. هيله ده چي د جنګ د لمبو د سړېدلو پس به ورو ورو هغه قلمونه چي د
توپك د نلۍ په شان اورونه تر خُلو باسي د داسي شپېليو بڼه غوره كړي چي خوږمني نغمې
ئې د دړدېدلو زړونو دپاره تر ټكور په كمه نه وي. هسي دا خو د صبا دپاره يوه هيله
ده. كه د نن خبره كوو نو هم دا ويلى شو چي ډېرو شاعرانو د جنګ په دوران كي هم داسي
سندري ويلي دي چي څوك ورته خالي شعارونه نشي ويلى بلكې هر څوك به ورته له شعريته ډك
شعرونه وائي. زه باور لرم چي له ما سره به څوك اختلاف ونه كړي كه و وايم چي ښاغلى
جهاني هم له دغسي شاعرانو څخه يو دى. د نمونې په ډول ئې دا دوه بيته وګورئ :
آسمانه ما خو داسي نه ويله
چي د كابل ګرېوان ته اور توى كړه
زما جونګړه كي بلا وكره
زما لستوڼي كي ښامار لوى كړه
د جنګ په باره كي چي ښاغلي جهاني كومه شاعري كړې ده. په هغه كي ئې په بېلابېلو نظمو
او غزلو كي د جنګ بېلابېل اړخونه او بېلابېل كېفيتونه انځور كړي دي. په دغو نظمونو
كي كه "د شين ډنډ فتح" د خوشحالۍ تاثر وركوي. نو "حيات آباد" بيا يو ډېر ناوړه اړخ
زموږ و مخ ته راولي. "د وطن ترانه" كه هيله او حوصله زياتوي نو "د سباوون په تمه"
بيا مايوسي هم لري. دغه راز په نورو نظمو كي بيا نور كېفيتونه راغلي دي. خو په داسي
حالاتو كي تر ټولو ځوروونكي اړخ هغه وي چي د وطن د اتلانو د توري مخ د خپل اولس و
خوا ته شي. له دښمنه خو نه هيله كېدى شي او نه څه ګيله. خو خپل توريالي چي د خپل
وطن مېرمني سرتوري كړي او د خپلي خاوري ناموس د خپلو ځاني ګټو له پاره قرباني كړي.
دا يوه ډېره افسوسناكه خبره وي. د ملت پلورني او ورور وژني دغه كېفيت ښاغلي جهاني
په "مور" نومي نظم كي په ډېره ښه توګه انځور كړى دى. او زما په خيال د ده په پابندو
نظمو كي دا يو ښه نظم دى.
ځنو كره كتونكو ادب د ژوند اينداره بللى دى او اينداره چي كوم شي ته مخامخ وي هماغه
پكي ښكاري. د جهاني په شاعري كي چي د وينو او زخمونو دا كوم عكس ښكاري د هغه وجه دا
ده چي دى له ويني ويني او زخم زخم حالاتو سره مخامخ دى. كنې په ځواني كي ئې ځني ډېر
مست او له غورځنګونو ډك نظمونه ليكلي دي. د هغه وخت شاعري چي ئې سړى ګوري نو دى تر
هـر څه زيات د ميني، مستۍ او ښكلا شاعر ښكاري. بلكې ښكلا او مستي اوس هم خوند
وركوي. ځكه خو د خپل "سپين وېښته" په لېدو ورته ارمان درېږي. هسي د سپينو وېښتانو
په ليدو شېرشاه سوري ته هم ارمان درېدلى وو. ويل كيږي چي شېرشاه سوري چي د تخت د
نيولو پس په اينداره كي وكتل نو د خپلي سپيني ږيري په ليدو ئې وويل چي "افسوس !
اختر شو خو ماښام" دا ارمان هغه ته ځكه ودرېد چي له ډېرو كړاوونو او هلو ځلو پس ئې
باچهي نيولې وه خو د دغه باچهۍ په ذريعه چي ئې څه كول غوښت د هغه دپاره ورسره وخت
كم وو. مګر د ښاغلي جهاني مسئله دا نه ښكاري چي دى د شېرشاه سوري په شان جهان بدلول
غواړي او د دغه كار دپاره ورسره وخت لږ دى. بلكې د ده "سپين وېښته" او ځني نور
نظمونه چي سړى ګوري نو په تورو وېښتانو پسي ئې د ارمان كولو وجه په قول د ارواښاد
مشر حمزه شنواري دا ښكاري چي :
شوه معلومه چي ځواني هم د كار څيز وه
چي كوم ښكلى رانه تېر شو ارمان راغى
هسي خو ښكلا په هر څه كي چي وي. هر څوك ئې خوښوي. خو د شاعر كار هغه ښكلا را برسېره
كول وي چي عامه سترګه ئې نه ويني كه داسي ونه كړي نو بيا شاعر هم د يو عام وګړي په
شان دى او وېنا ئې عامه وېنا ده. يو عام وګړى هم كولى شي. چي د ځوانانو په مجلس كي
له شهوته ډكي خبري پېل كړي. او په دغو خبرو د هغو سفلي جذبات را وپاروي. نو كه
همدغه كار په قافيه بنده وېنا كي يو شاعر هم وكړي. زما په خيال څه كمال نه دى. د
شاعر كار شهواني لوږه زياتول نه وي. بلكې د جمال د ذوق روزنه كول او هغه ته تسكين
ور بخښل وي. په پېل كي لا يو شاعر كه په دغه تاله پوره نه وي. خېر دى. خو د وخت په
تېرېدو سره سم د هر ښه شاعر په كلام كي پوخوالى او په نظر كي ئې ژورتيا راځي. په دې
حقله كه موږ د ښاغلي جهاني پر كلام باندي له سره تر پايه نظر واچوو نو وده او
پرمختګ پكي له ورايه ښكاري. د هغه د چټي ځوانۍ په كلام كي هغه څه هم شته كوم ته چي
موږ پورته اشاره وكړه د نمونې په ډول ئې د لومړي كتاب د يوه نظم يو بند وګورئ د دغه
نظم سر خط "د تاشكند لور" دى او بند ئې دا دى :
چيري به زوړ كې دا ښكلى حسن؟
پر چا به تاو كړې نازك لاسونه؟
څوك به دي زبېښي دا سوركۍ شونډي؟
څوك به دي لڅ كړي دا سپين ورنونه؟
خو د نن شاعري ئې زياته پخه، زياته سنجيده او زياته ژوره ده. د ښكلا په حواله چي يې
څه ويلي دي. هغه عامي او برسېرني خبري نه دي. د خپلي خبري په ثبوت كي ئې زه هم له
نظمونو او هم له غزلو څخه نمونې وړاندي كولى شم. خو د داسي كولو ضرورت ما ته ځكه نه
ښكاري چي كتاب ستاسي په لاس كي دى پخپله ئې كتلى شئ. البته د يوه نظم ذكر په دې كوم
چي په دې كي د جهاني د ښكلا د احساس وده خپل آخري حد ته رسېدلې ده. هغه ښكلا چي د
تمامو ښكلاګانو سرچينه ده. زموږ شاعر محسوسه كړې ده. دا هغه مقام دى چي بيا د انسان
مخته بس د ښكلا يو بېكناره سمندر وي او د نړۍ هره ښكلا ده ته د دغه سمندر يوه څپه
ښكاري. ګران لوستونكي دي دغه نظم چي سرخط ئې "راز و نياز" دى ولولي او ودي ګوري چي
د "تاشكند لور" نومي نظم ليكونكي دغه شاعر تر راز و نياز" پوري څومر سفر كړى دى :
كه د نسيم په قدم نه ئې روان
دا د ګلونو كاروان څوك خوځوي؟
دا د غوټيو ګرېوان څوك څيروي؟
دا د رنګونو باران څوك اوروي؟
د ښاغلي جهاني په دې كتاپ كي نظم هم شته او غزل هم د ځنو لوستونكو به يې د ګران
ورور معصوم هوتك په شان غزل زياته خوښه وي او ده ته به صلا وركوي چي غزل ليكلو ته
زيات وخت وركړي او ځني به ئې ما غوندي نظم بلكي آزاد نظم خوښوي د غزل په حقله ئې
كېدى شي چي ځني هغه كره كتونكي چي د غزل زيات نوى شكل په پام كي لري. و وائي چي يو
لړ داسي ټكي او سمبولونه پكي كارول شوي دي. چي پخوانيو شاعرانو پايمال كړي دي. لكه
بتكده، مېكده، جام، ساقي، زاهد، خُم، شيخ، توبه، طور، منصور، فرهاد، مجنون، ليلا،
پير مغان، پروانه، شمع او داسي نور. خو زه وايم چي پر زړو ټكو او سمبولونو باندي هم
چي حقيقي شاعر سم شي نو نوى ژوند پكي پېدا كولى شي. د جهاني په كومو بېتونو كي چي
دغسي ټكي راغلي دي. هغه هم تر كلاسيكي غزل د نن غزل ته زيات نزدې دي.
ما پورته وويل چي د ښاغلي جهاني آزاد نظم زما زيات خوښ دى. خو په پښتو كي لا اوس هم
داسي خلك شته چي آزاد نظم له سره مني نه، او كله كله خو چي سړى ځنو آزادو نظمونو ته
ګوري نو د آزاد نظم د مخالفينو خبره ورته سمه هم وبرېښي. ولي چي په دغه ډول نظمونو
كي داسي هيڅ نه وي چي سړى ورته شاعري ووايي. ما له خدائى بخښلي ايوب صابر څخه يو
وخت د آزاد نظم په حقله د هغه رايه وپوښتله. هغه راته ويل چي زه خو پخپله د آزاد
نظم مبلغ يم. يو وخت چي د يوه اخبار مدير وم نو هر ډول آزاد نظمونه چي به راتلل. ما
به تش په دې نيت چاپول چي د آزاد نظم د ليكونكو حوصله افزائي وشي. او آزاد شعر وده
ومومي. خو حقيقي رايه مي دا ده چي كه ما ته كالخوائي راكړله شي نو يواځي هغو
شاعرانو ته به د آزاد نظم ليكلو اجازه وركوم چي اول په پابند نظم كي ځان شاعر ثابت
كړي. كه د خدائ بخښلي ايوب صابر پر دغه خبره باندي عمل وشي نو ګمان نه كوم چي په
پښتو كي به تر څلور يا پنځه زيات شاعران د آزاد شعر د ليكلو اجازه و مومي. خو دا مي
يقين دى چي د دغسي شاعرانو فهرست كه هر څومره لنډ وي د ښاغلي جهاني نوم به پكي ضرور
شامل وي. ولي چي ده په پابند شعر كي ځان شاعر ثابت
كړى دى.
ښاغلي جهاني له نورو ژبو څخه ترجمې هم كړي دي او په دې كتاب كي ئې شاملي كړي دي.
زما په خيال دا يو داسي كار دى چي پښتو ژبه ډېره زياته اړتيا ورته لري. كه موږ د
خپلي ژبي لمن پراخول غواړو نو د نورو لويو او په ادبي توګه بډايو ژبو غوره ليكني به
ورته را اړوو. او دا كار په ښه توګه هغه څوك كولى شي چي د ښه ادبي صلاحيت لرلو سره
سره ئې له خپلي مورنۍ ژبي پرته د كم نه كم يوه بله داسي ژبه زده وي چي په ګڼ شمېر
كي د عالمي ادب غوره ليكني پكي موجودي وي. ښاغلى جهاني د دغه كار دپاره زيات غوره
په دې دى چي د ځنو نورو ژبو تر څنګ ئې انګليسي هم زده ده. كومي ته چي د نړۍ زياتره
ستري ليكني را ژباړل شوي دي. بله دا چي ښاغلى جهاني په امريكا غوندي هېواد كي اوسي
چيري چي هر ډول كتاب ډېر ښه په اسانۍ سره تر لاسه كېدى شي. دا د خوشحالۍ خبره ده چي
زموږ د شاعر پام له دغي موقعې څخه د ګټي پورته كولو خوا ته راګرځېدلى دى او په
ترجمه كولو ئې لاس پوري كړى دى . زه هيله لرم چي دى به دغه كار جاري وساتي او د
پښتو لمن به د ترجمې له لاري له ښكلو ادبي ملغلرو ډكه كړي.
په دې كتاب كي له اولسي ادبه هم استفاده شوې ده په دې لړ كي زموږ شاعر يوې خوا ته
په ګڼ شمېر كي متلونه د قطعو په شكل كي نظم كړي دي. چي دا كار په دغه بڼه تر اوسه
پوري بل چا نه وو كړى او بلي خوا ته ئې ځنو زړو نكلونو او قصو ته د شعر جامه ور
اغوستې ده. كه څه هم د منظومو قصو رواج تر ډېره حده اوس له منځه تللى دى خو په زړه
شاعري كي د نړۍ د ستري شاعرۍ يوه ډېره لويه برخه له قصو جوړه ده. د هومر، چاوسر،
پوشكين، فردوسي او سعدي په شان د نړۍ د بېلابېلو ژبو ګڼو سترو شاعرانو له قصو څخه
كار اخستى دى او بې ساري او تلپاتې شاعري ئې ترې جوړه كړې ده. د پښتو ځنو پخوانيو
شاعرانو هم د دغه ډول څه نا څه شاعري پرې ايښې ده. خو هغې څه خاص ځائ نه دى نيولى.
او اوس هم د پښتو په شاعرۍ كي د قصې خانه خالي ښكاري. دغه خانه كه موږ نن ډكول
وغواړو نو تش په دې كار نه كيږي چي زړې قصې راغونډي كړو او د شعر جامه ور واغوندو.
بلكې زړې قصې به په داسي انداز نظم كول غواړي چي نوى رنګ ولري او نوې معنا وښندي.
او ښاغلي جهاني په دې لړ كي يو ډېر ښه كوښښ كړى دى. ځني قصې خو ئې زما ډېري خوښي
شوې. په دې قصو يا نكلونو كي يو اوږد نكل "د ښامار افسانه" دى. د اتفاق خبره ده چي
ما هم د "سر لښكر" په نامه دغه نكل ته ورته يو نظم ليكلى وو. چي د جهاني دا نظم مي
ولوست نو اوس هغه خپل نظم راته بې ضرورته غوندي ښكاري.
ښاغلي جهاني چي په دې كتاب كي كوم څه ليكلي دي هغه ئې په خوږه، پسته او شاعرانه ژبه
ليكلي دي. د ستايني وړ خبره دا ده چي له هغي مصنوعي ژبي څخه ئې ځان ژغورلى دى كومه
چي نن صبا زموږ يو شمېر ليكونكي لګيا دي ليكي ئې. دغه ليكونكي كه ضرورت وي كه نه وي
له ځانه نوي ټكي جوړوي او چي جوړ ئې كړي بيا ئې يو شمېر خلك په پټو سترګو په خپلو
ليكنو كي كاروي زه دا نه وايم چي نوي ټكي جوړول نه دي پكار. دنيا ډېره په چټكتيا
سره روانه ده بدليږي. زموږ مخته هره ورځ نوي شيان او نوي تصورات راځي. دغو شيانو او
تصوراتو ته كه نوي نومونه وركړل شي او نوي اصطلاحات ورته وټاكل شي. نو دا څه بده
خبره نه ده. بلكي زه به دا و وايم چي يو ضروري خبره ده او زموږ ځنو مشرانو تر يو
حده دغه كار په كاميابۍ سره كړى هم دى. هغو د ضرورت له مخي ځني ټكي جوړ كړي دي او
دغه ټكي اوس زموږ د ژبي برخه ګرځېدلې ده. كومه خبره چي د تشويش وړ ده، هغه دا ده چي
دغه كار ته اوس هر كس و ناكس ملا تړلې ده. دغه خلك نه يواځي دا چي له پردو ژبو څخه
راغلي ټكي له پښتو باسي بلكې د پښتو په خپلو ټكو پسي ئې هم لرګى را اخيستى دى. تر
دې حده چي "مين" غوندي ښائسته او د پښتو خپل ټكى ئې هم جلا وطنه كړى دى. او د هغه
پر ځائ د "مينه وال" غوندي بې ډوله او مصنوعي ټكى كاروي. د حېراني خبره دا ده چي
دغه ډول مصنوعي ټكي د ځنو پوهـ ليكونكو په ليكنو كي هم ليدل كيږي. كه دا سلسله دغسي
روانه وه نو هغه ورځ لري نه ده چي "وږى" به په "لوږه وال"، تږى" په "تنده وال"،
"لوستونكى" په "لوست وال" او خدائ خبر چي كوم كوم ټكي به په كوم كوم "وال" بدل شي
خو ښاغلى جهاني له دغسي خلكو څخه نه دى. هغه اصيل خيالات او احساسات په اصيله پښتو
كي وړاندي كړي دي. زه هيله لرم چي د ادب او شعر مينان (مينه وال نه) به ئې قدر
وكړي. والسلام
دروېش درانى كوټه (كوئټه)
14 جون 1999 ع