ياغي او مبتكر شاعر
ښاغلى عبدالباري جهاني ځوان پښتون شاعر دى، زما په خيال ابتكار او سلاست د ده د شعر
ځانګړتياوي دي. زه چي د ده ترانې وايم يا يې اورم ګمان كوم د ده پر نغمو مستۍ ناڅي،
او د ده ترانو ته شاپېرۍ اتڼ اچوي.
د ښاغلي جهاني د شعرونو بل خصوصيت ما ته دا ښكاري چي له رسومو څخه بغاوت كوي، د
جمال جلوې له ده څخه ځان او جهان هېروي. په دغه جذبه كي نه دى ځاني دى نه جهاني. د
احتساب بېره يې له زړه وتلې وي، د مغانو پر دوكانو په ډېره زړه ورتيا ګرځي. په خورا
بې احتياطۍ د ميخانو تړلي دروازې ور ټكوي. د حسن پر كعبه طوافونه كوي، د ميني د بت
پر پښو تندى موږي. ځكه نو زه دى ياغي شاعر بولم.
د ښاغلي جهاني د فكر شهباز د نوو معناوو په ښكار پسي ډيري هسكي الوتني كوي، او بې
ښكاره نه راستنېږي، ځكه نو زه دى مبتكر شاعر بولم.
كه ووايم چي د ښاغلي جهاني دغه استعداد يوازي د ښكلا ستايني ته نه دى وقف سوى، زما
اميد دا دى چي د ادب پوهان به يې رد نه كړي. دا ځوان شاعر زيار باسي د ګران وطن پر
شمعه باندي سرښندونكي پتڼان د ستۍ كېدلو له پاره راوبولي. د ده شعر بې مبالغې د
افغان اولس د ويښتابه له پاره هغه سوي چيغي دي چي ږغ يې په اورېدلو كي د غوږ او په
لوستلو كي د سترګو له لاري بڅري پاشي. رنځېدلى او كړېدلى افغان اولس ملي وحدت ته
هڅوي، د ده استعارې هغه تارونه او كنايې هغه ستني دي چي زړونه سره ګنډي. اوس چي په
ګران افغانستان كي اخترونه عاشورې سوي دي، د دې اسكېرلي اولس د سوځېدلي او لولپه
هيواد په كربلا كي جهاني د حق پر شهيدانو ساندي وايي او كله د يزيدانو په لټون د
ماغزو په غوړو مشالونه لګوي. زه چي د ده د شعر په طور كي ګرزم د تاْثير جلوې زما
ذهن ته د ليدلو بلني راكوي. زه د ده د طبعي په سينا كي هغه رڼاوي وينم چي د ډيرو به
د هغو ديدار نه وي په نصيب سوى.
په پاى كي بايد دا هم ووايم چي په دې مجموعه كي د پښتني متلونو غمي د قطعو په
ګوتميو كي داسي كښېنول سوي دي چي د شعر د ناوي ښكلا يې دوه ګرايه كړې ده.
زه چي دا كرښي ليكم د ښاغلي جهاني د سباوون په تمه كتاب مي مخي ته پروت دى، او د هر
بيت لوست مي ستايني ته هڅوي. د ښاغلي جهاني پر قريحه او قلم دي بركت وي.
اكاډيمسين پوهاند رشاد
15 اكتوبر 1998